
زکام لپاره کورنۍ جوشانده
د ژمي په موسم کي زکام زیات وي خو چي کله یې هم په عوارضو پوه شئ سم دلاسه لاندي جوشانده پیل کړئ دا به ستاسي زکام نارمل کړي او دستوني دالتهاب او تبي مخه به ونيسي او ان شاء الله چي په دوو دريو ورځو کي به ستاسو بشپړه درملنه وکړي.
يوه وړه چمچه لايچي لونګ مکس پاوډر دنيمي هګۍ په اندازه تازه ادرک او په دوو ګوتو کی نيول شوي زعتر (سونګری) او يوه دانه اوږه / ثوم يوځای په اکلۍ کي وټکوئ بيا يي په يو ليتر اوبو کي په نرم اور واېشوئ دوه دانې ليموګان په چاينك کي ونښتېځئ پوستکي یې اېشېدلو اوبو ته واچوي اوبه د یوې دقیقې لپاره نوري هم واېشوئ او بیا یې په گلاس يا چاينك يا ترموز کي چاڼ کړئ او يوه يا دوه دمستو چمچه دبېري شات ورواچوئ او دزکام دعلاج لپاره دا ګټوره او روغتيا بښونکي جوشانده په ورځ کي دوه ځلي جوړوئ او ګرمه گرمه یې څښئ .
يو لېټر ترموز ډک جوړ کړئ او وقفه وقفه وروسته یې نوش جان کوئ ان شاء الله تعالی چي ګولیو ته به مو ضرورت نه پېښېږي او ژر به روغ شئ .
سعتر، یا زعتر یو خوشبو لرونکی بوټی دی چي پاڼي یې دمسالې په توګه په خوراک کي کارول کېږي په پښتو کي يې زمونږ دسیمي محلي نوم فکر کوم سونګری دی او زمونږ په هېواد کي شته او پنساريان يې دسعتر په نوم پېژني بيه يې وړيا ده انځور مو یې شېر کړی که یې څوک پېژني او نوم یې ورته معلوم وي خپل معلومات دي دلته شېر کړي.
که مو پوزه زیاته بهېږي او ورڅخه په ځور یاست:
حبة السوداء یا کلونجي یو دوه قاچوغي په اور نینې کړه او د کاټن په يوه نرم ټوکر کې واچوه او په سپڼسي یې وتړه ټوله ورځ یې بویوه او یا یې په وقایوي ماسک کي دننه له سپږمو سره جوخت کېږده ان شاء الله چي په دوو دریو ورځو کي به دپوزي بهېدل ودرېږي.
(ستاسو دبشپړي روغتيا په هيله او ددعا په تمه)
ليکوال: محمد قدوسي