زم زم اوبو په هکله ځینې ساینسي څیړنې

ګن شمیر اسلامی او اروپایی هیوادونو کی د زمزمو د اوبو په هکله هر اړخیزی څیړنی شویدی او د ا یی ثابته کړیده چه د زمزم اوبه د نورو اوبو په پرتله خورا لوړ کیفیت لری او په خپل ترکیب کی دیر د پام وړ منرالونه، مرکبات اومالګی لری، چه د انسان د صحت او روغتیا لپاره ګټور دی. ددغو ساینسی څیړنو له جملی څخه یو څو مهمی څیړنی یی په لاندی ډول دی.

۱. طارق حسین چه یو پاکستانۍ ساینسپوه ده د زمزمو د اوبو په هکله په یوی مقاله کی یادوی چه د زمزم اوبه د اروپا په ځینو تحقیقاتی لابراتوارونوکی تر څیړنی لاندی نیول شوی او په نتیجه کی لیکی چه د زمزم او نورو اوبو تر منځ خورا لوی توپیر شته چه مهم توپیرونه یی د کلسیمو او مګنیسیمو د مالګی په کیفیت کی دی، او لیکی چه د زمزمو اوبو د کلسیمو او مګنیسیمو کیفیت د عادی اوبو په پرتله خورا ډیر لوړ دی. محترم طارق حسین وایی؛ دا چه هر کال په میلونونو حاجیان د حج د مراسمو په وخت کی د زمزمو اوبه څښی او د دوی تنده او ستومانی رفع کوی، کیدای شی چه علت یی د زمزمو د اوبو لوړ کیفیت وی، او ډیره مهمه خبره د دی اوبو په هکله داده چی پخپل ترکیب کی خورا زیات فلوراید لری چه د مکروب وژلو خاصیت لری او ّنه پریږدی چه الجی او یا نوری باکتریاوی پکی رشد وکړی.

۲. څیړنو ښودلی ده چه د زمزم اوبه د مکروب وژلو کیمیایی مرکب ( کلورین) ته هیڅ ضرورت نه لری او هیڅکله هم ورڅخه استفاده نده شوی. د زمزم اوبه داسی صحی او پاکی ښکاری لکه چه په ښارونو کی د نلونو تصفیه شوی اوبه کوروته لیږدول کیږی. دا واضح خبره ده چه طبعی څاکانو، ویالو او د ابو په چینو کی هرومرو ځینی نباتات او مکروبونه رشد کوی، او د اوبو په کیفیت، رنګ، بوی او خوند اغیزه کوی، خو د زمزمو په څاه کی دغه ډول هیڅ نباتات او د اوبو نور مکروبونه ندی لیدل شوی چه دا د الله (ج) لوی حکمت دی او مونږ یی باید شکر وباسو.

۳. دا ثابته شوی ده چه د زمزم اوبه د ځینو ناروغیو لپاره ښه درملنه ده. ساینسپوهان پدی هکله وایی چه د زمزم اوبه د ډیرو ګټور منرالونه او مالګی په لرلو سره د مکروب وژلو ښه خاصیت لری. د زمزم اوبه په خپل ترکیب کی سودیم، کلسیم، پوتاشیم، م ګنیزیم او ځینی نور ګټور مرکبات لری چه د ځینو ناروغیو لکه: د مفاصلو التهاب، روماتیسم او د هډوکو او پوستکی بیلابیلو بی نظمیو لپاره ښه درملنه او دوا ده.

۴. ډاکتر ماسارو ایموتو چه یو جاپانۍ ساینس پوه دی پدی نږ دی وختونوکی یی د زمزمو اوبو په هکله بیلابیلی څیړنی کړیدی او وایی چه د زمزمود اوبو کرستالونه د نورو اوبو په پرتله خورا ډیر زیات توپیر لری او وایی چه د ډیرو څیړنو په نتیجه کی د طبعی کیفیت او کمیت له نظره هیڅ ډول توپیرد زمزمو په اوبو کی ندی موندل شوی. ډیره مهمه خبره دا ده چی ډاکتر ایموتو وایی چه کله د زمزمو د اوبو یو څاڅکی د عادی اوبو په زرو څاڅکو کی علاوه شی نو عادی اوبه به هم د کیفیت له نظره کټ مټ د زمزمو د اوبو په شان وی، چه دا ډیره د حیرانتیا خبره ده.

۵. ددنیا په بازارونو او مارکیتونو کی اوبه د منرالونو د ښه کیفیت او کمیت له نظره په لوړه بیه خرڅیږی او ښی اوبه هغه اوبه دی چه د منرالونو اندازه یی ۳۵۰-۱۵۰ ملي ګرامه په یوه لیتر کی وی. د حیرانتیا خبره داده چه د منرالونو اندازه د زمزمو په اوبو کی ۲۰۰۰ملي ګرامه په یوه لیتر کی ده او زیاته اندازه یی هم د سودیم، مګنیزیم او پوتاشیم منرالونه دی چه د نورو منرالونو په پرتله خورا ډیر ګټور دی.

۶. ساینس او تکنالوژۍ دا ثابته کړیده چه د زړه او شریانونو ناروغي په هغو کسانو کی چه د زمزم په شان د زیاتو منرال لرونکو اوبه څښی، کمه لیدل شویده او یا هم هیڅ نشته.

۷. اوبه د ښی هاضمی لپاره مهم مرکب بلل کیږی، خو په دی شرط چه په خپل یوه لیتر ترکیب کی د ۲۵۰ ملي ګرامو څخه زیات د بای کاربونټ مرکب ولری. د دنیا تر ټولو ښه منرال لرونکی اوبه د فرانسی د اویان د چینی اوبه دی چه د بای کاربونټ اندازه یی ۳۵۷ملي ګرامه په یوه لیتر کی ده. پداسی حال کی چه د زمزمو په اوبو کی د بای کاربونټ اندازه ۳۶۶ ملي ګرامه په یوه لیتر کی ده. چه ددنیا د مشهوری چینی له اوبو څخه ۹ ملي ګرامه زیاته ده. چه داخبره د حضرت محمد (ص) د حدیث چه فرمایی ((د زمزم اوبه د مځکی پر مخ تر ټولو غوره او سپیڅلی اوبه دی)) ښه ثبوت دی.

۸. د زمزمو په اوبو کی اته قسمه مهم عناصر موجود دی چه ددوی اندازه د نورو اوبو په پر تله خورا ډیر زیات دی چه دا عناصر مګنیزیم سلفیټ، سودیم سلفیټ، سودیم کلورایډ، کلسیم کاربونټ، پوتاشیم نایتریټ، هایدروجن سلفیټ، سلفور او بای کاربونیټ دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب