رښتیا چې خپله ژبه هم کلا ده هم بلا -لنډه کیسه

دګمبيرک په هوټل کې ناست ؤم ، يو ځوان چي تقريباً ٢٥ کلن به ؤ ، هوټل ته راننوت ، کښته او پورته يي وکتل ،زما په ليدو يي لوي ،لوي ګامونه واخستل راغي زماڅنګ ته په خالي چوکۍ کښېناست.

وئي ويل :سلام !

ځواب مي ورکړ :وعليکم السلام!

– وبښه! زه نيلسن دبرتانيا اوسيدونکى يم ،دلته له څو ورځو راهېسې په هوټل کې ژوند کوم، ته مي پرون ولېدي ، هغه وخت مي هېله پيدا شوه چي درسره ووينم.

– مهرباني! په لېدلو دي خوښ شوم ، زه احمد دافغانستان اوسيدونکى يم ، دلته دسياحت لپاره راغلي يم.

څه راوغواړم ، دخوړلو څه او که دڅښلو!

-دڅښلو به ښه وي.

دهوټل له شاګرد څخه مي  دوه پيالې قهوه راوغوښتله ،ده ته مي وکتل ومي ويل :

– ښه ! اوس په کوم هوټل کې اوسي ؟

-دمورل په شپږ ستوريز هوټل کې .

له ډيره وخته مي دافغانستان په هکله څه اوريدل غوښتل ،دخداي فضل ده چي سره وموليدل ،څنګه دي دافغانستان حالات، اولس امريکا خوښوې که طالبان!

-دافغانستان په هکله دي له تلوسي څخه مننه! د اولس نظر يو شان نه دي ،هغوي چي له لويديز څخه راغلي امريکا خوښوي او هغوي چي په افغانستان کې دننه دي،طالبان خوښوي ، خو زما په نظر اکثريت دطالبانو په لوري دي.

– ستا په نظر ،دافغانستان لپاره امريکا ښه ده او که طالبان ؟

دده له مستقيمي پوښتنې څخه په زړه کې شک راپيدا شو چي شايد دي هم دسي آي اي کوم جاسوس وي نو ځکه مي له احتياط څخه کار واخيست ومي ويل :

-ولا، زه له ډير وړوکوالي څخه په پاکستان کې مهاجر وم ، دافغانستان په هکله به مي دمطبوعاتو له لاري ډير څه اوريدل ،خپله دکومو پېښو شاهد نه يم اوسيدلي، نو ځکه څه نه شم ويلاي، خو داخبره ده چي هر ډول وي طالبان افغانان دي او امريکايان بهرنيان!

ده سر وښوراو ،يو څه وخت غلي و ، بيا يي وويل :

-ستا نظر يقيناً هم په همداسي حالاتو کې ډير ښه دي ، خو له خبرو  دې داسي معلومېږي چي دامريکايانو په شتون خوښ نه يې!

– ومي ويل : ګرانه! که چيري ستاسو په هيواد بريتانيا څوک حمله وکړي ، ايا ته به حمله کوونکي خوښ کړي او که خپل برتانوي ازادي غوښتوونکي!

– معلومه خبر ده چي برتانوي ازادي غوښتوونکي!

– نو ما هم همداشان در واخله .

ويي ويل :زه چي دنړۍ له حالاتو څخه تر څه حده خبريږم نو فکر کوم چي له امريکايانو څخه يوازي افغانان او عراقيان نه، بلکي ډير نړيوال ناخوښه دي .

ومي ويل :شايد ،ستا نظر صحيح وي .

په ځير يي راته وکتل ويي ويل :شايد نه ،يقينا!

زه که څه هم په کفري هيواد کې اوسم ،خو الحمدلله مسلمان يم !

په ډيرې حيرانتيا مي وويل :مسلمان!

ده وويل :هو! ستاسو مسلمان ورور يم ،خو ولي حيران شوي؟

-دنوم په اوريدو ماته نا مسلمان ښکاره شوي .

يواځي په مسکي کيدلو يي اکتفاء وکړه.

دهوټل شاګرد قهوه راوړه ،يوه پياله يې ماته راکړه ، يوه يې ده ته ورکړه ، دهوټل دشاګرد حرکتونه مشکوک ؤ، مخ مي بل لوري ته واړاؤ، دسترګو تر کونجونو مي دوى ته کتل ، دوى په سترګو کې څه اشاره سره وکړه ،نيلسن ماته وويل :

غواړي هيواد دې ازاد شي !

-ولي نه ! دايوه طبيعي غوښتنه ده،خو ستا په نظر څرنګه؟

سترګي يي زما په سترګو کې را واچولي ،ويي ويل : الحمدلله دواړه مسلمانان يو ، داسلام سپيڅلي دين موږ ته درس راکوي چي بايد له کفارو سره  وسلوال،ژبني او مالي جهاد وکړو او کفار له خپل ټاټوبي څخه وباسو ،نو ځکه خو جهاد په هر مسلمان فرض شوى دى ،ددي لپاره چي دخپل هيواد او دين دښمنانو ته مو تاوان رسولي وي ،بايد دهغوي بيخ کمزوري کړو، دنړيوالو په نظر هغوي بدنام کړو ، په ممالکو کې دهغوي په ضد مظاهرې وکړو،که حديث شريف ته پام وکړي ،نو هغه موږ ته يواځي دوسلوال جهاد درس نه کوي بلکه هغه وائي : په وسله ،ژبي او مال سره جهاد وکړي .”

ومي ويل :يقيناً! ستاخبري ټولې پر ځاي دي خو ما يوازي دا مطلب ځنې واخستې چي بايد جهاد وکړو ، خو دادې ونه ويل چي چيري ،څنګه او له چا سره ؟

-وئي ويل : جهاد په هر ځاي او هر رنګه جهاد دي، خو ما چي کومه لاره غوره کړيدي ،هغه شايد ستا په نظر ښه نه وي؟

-ستا لاره ،کومه لاره ده،وسلوال ،ژبنى او که مالي جهاد؟

– دري سره ، خو البته همدا دري سره جهاده له همدي ځايه کوم .

– څرنګه له همدي ځايه؟

-زه دلته په امريکايي اډو ،سفارتخانو او نورو مرکزونو وسلوال بريدونه  کوم او کله چي وخت راشي ددوي په ضد مظاهري هم کوم .

– په يوازي سر؟

-نه ،خداي او ته راسره ياست ؟

– زه !مااو تا خو اوس سره وليدل .

– خو باور لرم چي ته به راسره ملګري شي.

-پخوا دي څرنګه جهاد کاؤ.

-وروره ! زه په تا باور لرم ،خو بيا هم ښه ده ، بايد يو سوګند پورته کړو ،خوښه ستاده که له ما سره کوم کار چي زه يي کوم نه کوي فرق نه کوي،خو بايد داخبري چي زما او ستا په مينځ کې وشوي ،بل چاته ونه رسيږي .

قسم مي ورکړ ،ومي ويل :

-باور ولره! زه هم الحمدلله په هر حال مسلمان يم.

وئي ويل :باور لرم ! خو احتياط بيا هم ښه شي دي، زه دلته دامريکايانو په ضد له يوه کفري تنظيم څخه چي دايټا په نامه دي ،کار اخلم ،هغوي ددي هيواد ډير ستر خلک دي ،هغوي په پټه توګه او مختلفو څهرو دامريکايانو په خلاف جنګيږي .

-هغوي په تا خبر دي چي مسلمان يي او په تا باور لري؟

-نه، هغوي نه دي خبر اوزه نه غواړم چي خبر شي ، هغوي په ماپوره باور لري ، زه غواړم هغوي استعمال کړم او په همدي لاره کې ستا مرستې ته اړتيا لرم.

– زه داسلام لپاره هر ډول قربانې ته چمتو يم ، خو ايا هغوي به ما ورسره ونيسي او که مي ونيسي څرنګه به کار ورسره کوو؟

– هغوي حتماً تا ورسره نيسي ،دهمدي هوټل شاګرد هم زما مسلمان ملګري دي ،ته په همدي هوټل کې اوسه ،زه به هغوي ته ورشم ، تا به  وروښيم چي دي دامريکا اوسيدونکي دي ،نوم يي مسټر تامس دي ، خو دخپل حکومت مخالف دي ،هغوي حتماً تاته راځي او تاته بلنه درکوي ،ته هغوي ته مه وايه چي ما او تاسره پيژنو ،ته له هغوي سره دمرستي لوړه وکړه، هغوي به تاته ځاي دروښي ، هلته به ورشه،هلته به ددوي مشر ناست وي ، له هغه سره به خپل نوم ثبت کړي بيا به تاته کار دروښودل شي ،خو دي ته دي پام وي چي دهغوي ټولو کارکوونکو په مخونو به نقلي مخونه وي ،تا ته به هم هغه مخ درکړي ،هر وخت چي ددوي په غونډه کي شامليږي ،هم هغه نقلي مخ به په مخ که وي ترڅو تاسو په خپل مينځ کې هم سره ونه پيژني ،ته به هلته ماهم ونه پيژني ،په همدي مخونو باندي شميره ليکلي يي ، دهرچادمقام نمبر مثلاً :مشر نمبر ون ،دهغه معاون نمبر ټو همدارنګه سلسله به وي،که څه هم داکارونه يو څه مشکل دي ،خو ما او تابايد داسلام لپاره هرڅه وزغمو.

– په همدي تنظيم کې چي څوک برخه اخلي ،دهغوي لپاره کوم شرايط نه شته؟

– شته ،هغه که نر وي عمر يي بايد له ٢٠ کلنۍ څخه پورته وي ،که ښځه وي له ١٨کلنۍ څخه ،دداخليدو په وخت کې ورڅخه قسم اخلي چي له هغوي سره به خيانت نه کوي خو که چيري خيانت وکړي هم تر منزله نه شي رسيداي ،ځکه دهر کارکوونکې په سر دوه تن پټ محافظين وي ،هغوي دکارکوونکي هر څه څاري ، دا محافظين له بيلي ډلي هم نه وي، بلکي داخپل کارکوونکي يو په بل پسي اچوي ،نو ځکه بايد ډير احتياط وشي.

– ستا له خبرو څخه داسي معلوميږي چي په همدي تنظيم کې ښځې هم شته ،دهغوي دندې څه دي؟

-هغوي بيلابيلي دندي لري، هغه چي د١٨ کلنۍ څخه تر ٢٣کلنۍ عمر لري ،دهغوي په غاړه په ټولنه کې دامريکا او اروپائي ملکونو په خلاف تبليغ کول دي، هغه چي له ٢٥کلنۍ تر ٤٠ کلنۍ عمر لري ،هغوي مظاهري ترتيبوي ،له ٤٠ کلنۍ څخه پورته بيا دمشوري ورکولو لپاره ساتل کيږي،خو لومړي چي کومه ښځه داخليږي د هغې بايد عمر له ١٨ څخه تر ٣٠ پوري وي ،تر ٣٠ کلنۍ پورته ښځي نه نيسي .

-ولي؟

-ځکه چي هرڅوک اول ددوي تنظيم ته داخليږي،اول نظامي درس ورکوي ترڅو دضرورت په وخت کي ورڅخه کار واخله ،دهمدي تنظيم له هر غړي سره هميشه اعلى توپانچه وي،که چيري کومي مهمي پيښې ته ځي بيا په هر راز وسايلو سمبال وي .

ومي ويل : انشاء الله ،ستاپه خبرو به عمل وکړم ،خو ويلاي شي چي ستا په تنظيم کې څه وظيفه ده؟

-نه اوس نه!

-نو ما او تا به وروسته څرنګه سره وينو ،پلان به څرنګه ترتيبوو او په رښتيا به هم له همدي تنظيم سره وفاداري کوو او که هسي تر خپل مقصده؟

– نه په رښتيا،ځکه چي داتنظيم به تر هغو پوري وي چي ما او تا خپل مقصد ته رسيږو له هغه وروسته به داتنظيم هم له منځه لاړ شي، داچي ما او تا به څرنګه سره وينو ددي لپاره همدا هوټل مناسب ځاي دي ،که کومه مهمه خبر وه ،دهمدي شاګرد په لاس يي راليږه ، دتنظيم له خوا چي کوم کار تاته وسپارل شي ،هغه به يقيناً ستالپاره مناسب وي .

ده خداي په آمانۍ واخسته ولاړ ،زه دايټا دکارکوونکي په تمه کښيناستم تر څو هغوي راشي او ما ورسره بوځې .

په همدي ورځ څوک نه راغلل ، سبا سهار له ناشتې وروسته بيا له کوټې څخه راکښته شوم ،په سالون کې يوي چوکۍ ته کښيناستم،دتلويزيون په پرده د ناين ايلون (٩ديوولسمي مياشتي ) فلم چلان ؤ، مافلم ته کتل ،چي له شا مي يو دروند لاس په اوږه کښېښودل شو، له همدي سره مي په بغل کې دتوپانچي خوله محسوسه کړه ، له همداسي پيښو سره ډير بلد ؤم ، خو بيا مي هم يوشان ويره احساس کړه .شاته مي وکتل ، پروني سړي (مسټر نيلسن) مي دپوليسو له افسر سره وليد ،حيران شوم ،مخکي تر دي چي په موضوع پوه شوم له څلورو خواو څخه دپوليسو تر محاصري لاندي راغلم ، پوليس افسر په دروند غږ  وويل :

-پرته له دي چي کوم حرکت وکړي ، لاسونه په سر ونيسه او ودريږه. موږ ستا غوندي اسلام خوښوونکو په لټه کې ؤ!”

مجبوراً مي لاسونه په سرونيول ولاړ شوم ، د دوو پوليسو په لاس کې زولني وي په بېړه يې هغه زولنې زما په لاسو کې واچولي. دنيلسن په لوري مي وکتل په شونډو يي شيطاني مسکا نڅېده،په لوړ غږ مي وويل :

رښتيا هم ” خپله ژبه هم کلا ده هم بلا!‌

٢١/ميزان/١٣٨٧،کوټه . محصلین ویب

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب