حدیثونه پښتو ژباړه

ريښتينی پهلوان څوک دی؟ – نبوي لارښوونې

عن أبي هريرةَ  (رضي الله عنه)  أنّ رسولَ الله  (صلى الله عليه وسلم) ، قَالَ:(لَيْسَ الشَّدِيدُ بالصُّرَعَةِ ، إنَّمَا الشَدِيدُ الَّذِي يَملكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الغَضَبِ).

لومړی: تخريج:
دا حديث امام بخاری (رحمه الله) په خپل کتاب صحيح، کتاب الأدب، باب الحذر من الغضب کې روايت کړی دی، د حديث شمېره:6114 ده.

دوهم:د راوي لڼده پېژندنه:
أبو هريرة (رضي الله عنه) چې مشهور صحابي دی، او له ټولو څخه د زياتو احايثونو روايت کوونکی دی، د نوموړی په اصلي نوم کې د تاريخ پوهانو تر مينځ ژور اختلاف شتون لري، خو مشهورقول دا دی  چې د ده نوم د اسلام راوړلو څخه وروسته عبد الرحمن وو چې د نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) لخوا ورته د أبو هريرة لقب ورکړل شو.
نوموړي د دوس له قبيلې سره تړاو درلود، او د هجرت په اووم کال د خيـبر د غزا په مهال يې اسلام قبول کړ، او پدغه غزا کې يې له نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) سره ګډون وکړ، نوموړي د تجارت او زراعت څخه بی غمه د نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) په ملګرتيا کې ناسته پاسته کوله، د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د دعا له امله د ښې حافظې خاوند وو چې په لږه موده کې يې ډير حديثونه زده کړل، لدې کبله د نوموړي څخه تر ټولو ډير حديثونه را نقل شوي دي چې شمېره يې تر  ۵۲۷۵  پوری رسيږي، نوموړی د هجرت په 57 کال په مدينه منوره کې وفات شو.

مفردات:
۱- الشديد: پهلوان، زورور، بهادر.
۲ – الصرعة: څملول، راګزارل،، راپريستل، برلاسی کيدل.
۳-  يملک: قابو کوي، په واک کې ساتي.
۴ – الغضب: قهر، غصه.

دريم:ژباړه:
ابو هريرة (رضي الله عنه) وايي چې نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) ويلی دي: « پهلوان هغه نه دی چې راڅملول کوي، بلکه (حقيقي) پهلوان هغه دی چې د قهر په وخت کې ځان په واک کې وساتي».

څلورم:شرح
نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) د بشريت ستر لارښوود او روزونکی وو، هغه د خپلو صحابه کرامو روزنه په بېلا بېلو طرېقو سره کوله، يوه طرېقه يې دا وه چې ځېنې هغه کلمات چې په ټولنه کې به په يوه معنی استعمالېدل، نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) به هغه په داسې معنی کې استعمال کړل چې د روزنې لپاره به ښه ګټه ترې ترلاسه کېده.
د دغه کلماتو څخه يې يوه هم د «الشديد» کلمه وه چې د زورور، بهادر او پهلوان په معنی استعماليـږي، په عام ډول مونږ زورور، زړور او بهادر هغه چا ته وايو چې په هر چا برلاسی وي، چا ته خپله خبره نه پريږدي، که څوک ورته يوه خبره وکړي، دی ورته دوه کوي، که څوک يوه کنځا ورته وکړي، دی ورته د هغې په مقابل څلور کوي، او هغه څوک چې د بدۍ ځواب په نيکۍ ورکوي، د کنځلو په مقابل کې موسکا کوي، د خلکو د ناوړه چلند څخه سترګې پټوي، هغوی ته بښنه کوي، نو دغه انسان ته په ټولنه کې د بزدله او بی غيرته په نظر کتل کيـږي.
دا يواځې زمونږ د ټولنې خبره نده، دا د نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) په وخت کې د ټولنې عامه پوهه هم دغه وه، نو کله چې نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) وکتل چې خلک په ټولنه کې د لومړنيو ځانګړتياؤ لرونکو ته بهادر او زړور وايي او دوهم ته بې غيرته او بزدله وايي، نو نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) د زړورتيا د دغه عام مفهوم د بدلولو کوښښ وکړ، تر څو حقيقي بهادر وپېژندل شي، چې هغه څوک حقيقي بهادر دی چې خپل ځان په واک کې ساتلی شي.
په يو حديث کې انس (رضي الله عنه) وايي: «يو وارې نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) په يوځاي تېرېده، هلته خلکو کوشتي کوله، پوښتنه يې وکړه: دا څه دي؟ صحابه کرامو ځواب ورکړ، يو سړی دی چې هيڅوک ورسره مقابله نشې کولی، هغه مبارک وويل: د ده څخه ډير د طاقت څښتن در ونه ښايم؟،   پهلوان هغه سړی دی چې څوک يې په خبرو کې په قهر کړي، نو خپل قهر سوړ کړي، پدې کار سره په خپل قهر هم برلاسې شي، په  شيطان هم او د خپل مقابل په شيطان هم برلاسی شي».
وګورې چې نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) د خلکو ذهنې روزنه په څه ډول وکړه؟، د خلکو په فکر خو هغه سړی ډير بهادر او زړور وو چې چا ورسره مقابله نشوه کولی، خو نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) وويل: حقيقي زورور دا ندی، بلکه هغه دی چې خپل قهر سړولی شي، خلک معاف کولې شي، او په خپل شيطان واکمن کيدی شي.
په يو بل روايت کې دي چې نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) پوښتنه وکړه: «تاسو پهلوان چا ته وايۍ؟، صحابه کرامو عرض وکړ: هغه چا ته چې څوک يې راڅملولی نشي، نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وويل: حقيقی پهلوان هغه دی چې د قهر پرمهال ځان په واک کې وساتي».
په دی هکله الله تعالی هم چې کله د مؤمنانو ځانګړتيا بيانوي  فرمايي:
(وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ)،(الشوری:37)،
ژباړه: «او دوی خپل ځانونه د لويو ګناهونو او د بې حيايۍ د کارونو څخه ساتي، او چې کله په قهر شي نو بښنه کوي».
او په بل ځاي کې فرمايي:
(الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنْ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ)،
ژباړه: «دا هغه څوک دي چې په مالدارۍ او غريبۍ کې خرڅ کوي، غصه ښکته کوي، او خلکو ته بښنه کوي، او الله د نيکۍ څښتنان خوښوي».
مؤمن که يو طرف ته د الله تعالی د حکمونو په جدي توګه ساتونکې وي، او د هغې په اړه هيڅ سازش نه کوي، نو بل طرف ته په خپلو شخصي کارونو کې خلکو ته بښنه کوونکې او د ټولنې د وګړو سره نيکي کوونکی وي، مؤمن کله هم د خپل ذات لپاره بدلې اخېستلو ته زړه نه ښه کوي، البته د الله د حکمونو د ماتولو په مقابل کې هغه د هيڅ چا پروا نه لري.
زمونږ ډيرې ټولنيزې ستونزې لدې امله پېښيـږي چې د يو بل خبره نه زغموو، يو بل ته اوږه نه ښکته کووو، د بل د ناوړه چلند په مقابل کې چپ پاتې کېدل راته بی غيرتي ښکاري، د بل د کنځلو او رود بدو بدله نه ورکول د ځان سپکاوی ګڼو، او هڅه کوو چې د خپل سپکاوي بدله څو چنده واخلو، او دا ځکه چې ټولنه دغه شان خلکو ته په ښه سترګه نه ګوری، درناوی يې نه کوي.
که مونږ غواړو چې ټولنه مو آرامه او هوسا شي، د زړونو څخه مو بغض او کېنه ورکه شي، په ټولنه کې مينه او محبت ته وده ورکړل شي، نو راځۍ چې د خپلو ځانونو څخه حقيقي بهادر او طاقت خاوندان جوړ کړو، او د نبی عليه السلام پدغه لارښوونه عمل وکړو.
_____________________________________________________
قافله مياشتنۍ دعوتي او تربيتي مجله، ۱۳۸۹ كال جوزا مياشت

ليكوال: ر حمت الله زاهد

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: