د غیر مقلدینو او سلفیانو بدعت په اته رکعته تراویح کې

غیر مقلدین د اته رکعتو تراویح په اړه د بخاري شریف دا حدیث وړاندې کوي:

أَنَّهُ سَأَلَ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا، كَيْفَ كَانَتْ صَلاَةُرَسُولِ اللهِه فِي رَمَضَانَ؟ فَقَالَتْ: مَا كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّىاللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَزِيدُ فِي رَمَضَانَ وَلاَ فِي غَيْرِهِ عَلَىإِحْدَى عَشْرَةَ رَكْعَةً يُصَلِّي أَرْبَعًا فَلاَ تَسَلْ عَنْحُسْنِهِنَّ وَطُولِهِنَّ، ثُمَّ يُصَلِّي أَرْبَعًا، فَلاَ تَسَلْ عَنْحُسْنِهِنَّ وَطُولِهِنَّ، ثُمَّ يُصَلِّي ثَلاَثًا.

یعنې: یو کس له بي بي عایشه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا څخه پوښتنه وکړ چي په روژه کي د رسول اللهصلی الله علیه وسلم عمل څنګه وو؟ حضرت عایشې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ورته وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې او بغیر د روژې په میاشتو کي،یوولسرکعته لمونځ کاوه. اول څلور رکعته … بیا څلور رکعته … او بیا درې رکعتهوتر.

(بخاري شریف: حدیث ۱۱۴۱ او ۲۰۱۳ او ۳۵۶۹)

 د غیر مقلدینواستدلال له دغه حدیث څخه بلکل غلط دی، ځکه چي امام بخاري رَحِمَهُ اللهُتَعَالَیٰ په بخاري شریف: حدیث ۹۲۴ او ۱۱۲۹ او امام مسلم رَحِمَهُ اللهُتعالی په مسلم شریف: حدیث ۱۲۷۰ او۱۲۷۱ روایت کوي چي حضرت رسول الله صلیالله علیه وسلم په ټول عمر کي یوازې درې شپې، د تراویحو لمونځ په روژه کيکړیدئ او بس، حال دا چي حضرت بي بي عایشه رَضِیَ اللهُ عَنْهِا په دې حدیث کي دهغه لمونځ یادونه کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به په شپه کي کاوه او هغه به په ټول کال کي دا لمونځ کاوه، که هغه د روژې میاشت وه یا نورې میاشتې وې، چي د شریعت په اصطلاح دغه لمونځ ته «تهجُّد» وايي.

که له اهل حدیثو سره همدا حدیث ومنو نو آیا یو څوک به داسې وي چي: په روژې او بغیر د روژې، هره شپه تراویح وکړي؟

غیر مقلدین په یوولسو میاشتو کي یو رکعت وتر کوي، خو دغه حدیث کي کال دولسمیاشتې درې رکعته وتر ذکر دي، نه دلته د جماعت ذکر سته نه  اول وخت ذکر دی او نه د غیر مقلدینو په دریځ باندي ټینګار، بلکې: دا حدیث بلکل او ټول پهټوله د تهجد او قیام الیل په اړه دی چي موږ او حتی قرآن هم ورته د تهجدکلمه کارولې. نو په شلو رکعتو د امت اجماع ده او څوک چي د اجماع د امت څخهوځي هغوی لاره ورکه کړېده.، لکه په قرآنکریم کي چي راځي:

وَمَنْ یُّشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْۢبَعْدِمَاتَبَیَّنَلَهُالهُدیوَیَتَّبِعْغَیْرَسَبِیْلِالْمُؤْمِنِیْنَنُوَلِّهِ مَا تَوَلَّی وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ ؕ وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ﴿۱۱۵﴾سورۀ نسآء

ژباړه: خو چاچي د پېغمبر دښمنۍ ته ملا تړلې وي او د مومنانو له طریقې ( اجماع) څخه پرته په کومه بله لاره ولاړ سي، په داسي حال کي چي سمه لار ورته څرګنده سوې وي، نو هغه به موږ په هم هغه لوري و خوځوو چي خپله هغه لورې ته ور ګرځېدل دي او دوږخ ته بې ننباسو چي خورا بد استوګنځی دئ.

ددې مبارک ایات مطلب دادئ چي کومه لار چي مؤمنانو غوره کړې وي، او هغه لاره پریږدي هغه کس به تاواني سو او په آخرت کي به و دوږخ ته داخل سي.

او په احادیث متواتر المغنی کي راغلي چي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي: مَنْ شَذَّ شذّ فِی النَّار.

ژباړه: هر چا چي بېل مذهب له اجماع د مسلمانانو څخه غوره کړ، ځای یې دوزخ ده.

د روژې فقهي مسائل (۷)

ځواب: عبدالغفار جُبیر

۱: سوال: روژه څه شي ته وايي؟

ځواب: د روژې تعریف:

له سپېدو څخه تر لمر لوېدو د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او جماع  څخه منع ته  روژه ویل کیږي. (عالمګیری ۱/ ۱۹۴/ مترجم اردو سید امیر علی (رح) / خپرونکی: مکتبه رحمانیه لاهور

۲: سوال: روژه پر چا فرض ده؟

ځواب: د روژې د میاشتی نیول پرهرعاقل، بالغ او غیر معذور مسلمان (نر/ ښځه)  باندي فرض ده.

(عالمګیری ۱/ ۱۹۵ مترجم اردو سید امیر علی (رح) / خپرونکی: مکتبه رحمانیه لاهور

په کومو حالاتو کي روژه نیول درست نه دي؟

۳: سوال:  په کومو حالاتو کي د روژې نیول  درست  نه  دي؟

ځواب: د حیض او نفاس درلودونکې  مېرمنې ته د روژې نیول درست  نه دي خو وروسته یې قضاء پرې لازمیږي.

( طحاوي علی المراقی ۳۴۸)

۴: سوال:  د کومو عذرونو له کبله د روژې نه نیول رواه دي؟

ځواب: ناروغه، مسافر، ماشوم  ته  تی(شیدې) ورکونکې مېرمن، د ناروغه محافظ ( کله چي د هغه روژه نیول  ناروغه  ته تاوان رسوي)، ډېر کمزوری، د تندی او لوږی له کبله مجبور، مجاهد فی سبیل الله (په دې شرط چي روژه یی جهاد ته نقصان وي) ، لېونی او بې هوښه کولای  شي  چی  روژه ونه نیسي کله چی دا عذرونه  ختم سي نو د روژې قضا دي راوړي ؛ که کوم داسی کس چی د روژې پر نیولو توان نلري په بدل کي دی فدیه (د یوې سرسایې په اندازه) ورکړي.

عالمګیری ۱/ ۲۰۲- ۲۰۸/ مترجم اردو سید امیر علی (رح) / خپرونکی: مکتبه رحمانیه لاهور

۵: سوال: د روژې رکنونه څو دي؟

ځواب:د روژې رکنونه په عمومي ډول سره دوه دي:

لومړی: نیت کول، چي روژه نیونکی دا فیصله او کلک هوډ وکړي چي زه روژه نیسم.

دوهم: امساک، یعني له خوراک، څیښاک او جماع څخه د صبح صادق څخه تر لمر لوېدو پوري.

(قاموس الفقه/ مولانا خالد یوسف رحمانی)

د روژې شرطونه کوم دي؟

۶: سوال: دروژې شرطونه کوم دي؟

ځواب: روژه لاندي شرطونه لري:

بلوغ: که چیري یو څوک بلوغ ته نه وو رسیدلی روژه پرفرض نه ده، البته که یې دتمرین له کبله روژه نیول پروا نه کوي ښه کار دی.

عقل دی،پر لېوني روژه نسته،  او بې هوښي به نه وي.

د حیض او د نفاس څخه پاکوالی دی.

د ناروغۍ ضرر به نه وي، که چیري یو څوک داسی ناروغه وي چي روژه نیسي نیولای او یا روژه دده مرض نور اضافه کوي بیا روژه نشي نیولای.

حضر، یعني دغه روژه نیونکی به په سفرباندي نه وي، که پرسفر باندي وو بیا ورته اجازه شته چي روژه وخوري.

(عالمګیری ۲/ ۹ / مترجم اردو سید امیر علی (رح) / خپرونکی: مکتبه رحمانیه لاهور عالمګیری ۱/ ۲۰۲- ۲۰۸/ مترجم اردو سید امیر علی (رح) / خپرونکی: مکتبه رحمانیه لاهور )

۷: سوال: د روژې مستحبات څو او کوم دي؟

ځواب:د امت علماء کرامو ۱۱ لیکلي دي او دادي:

۱:د لمر له لویدوسره سم ترلمانځه مخکي دروژې په ماتولو کي تلوارکول.

۲:په خرما روژه ماتول وروسته داوبودرجه ده.

۳: په هغه شي چي روژه ماتیږي دهغه شمیر به تاک وي.

۴:دروژه مات څخه وروسته دغه دعاء کول:

( اللهم انی لک صمت وبک امنت وعلیک توکلت وعلی رزقک افطرت).

ژباړه: یا الله ستا دپاره مي روژه نیولې وه، پرتا مي ایمان دی، پر تامي توکل دی، او ستا په راکړل شوي رزق مي روژه ماته کړه.

۵: د پیشلمي پر وخت باندي یو څه خوړل که څه هم یو غوړپ اوبه یا یوه ګوله ډوډۍ وي.

۶: پېشلمی ځنډول نه داسی چی شکمن وخت ته داخل شي.

۷:ژبه له هر ډول ناوړو خبرو څخه ساتل لکه غیبت، چغلي بد ویل، ښکځل کول، او داسی نور…

۸:خپلوان، مسکینان او محتاجان په خیراتو او صدقاتو کي یادول.

۹: د علم په حصول کي بوختیدل.

۱۰: تلاوت کول.

۱۱: درود شریف ویل او ذکر کول.

(شامی بیروت ۳/ ۳۵۷)

عبدالغفار جُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب