روح څه شی ده؟

روح د اسلام له باوره:

د اسلام په نړۍ لید کې انسان له دوه شیانو څخه جوړ شوی دی، یو له ښه او ډیر لوړ معنوی شی یانې د خدای (ج) له روح څخه اوبل له کښته او ډیر ټیټ مادي شي یانې له بد بویې خټې څخه جوړ شوی دی.

د اسلام له انده خدا(ج) نه جسم لري نه روح او روح د خدای سره یو تشریفي اضافه ده لکه  چې وایو: کعبه د خدا کور دی .یاد روژې میاشت  د خدای میاشت ده.  همداسې یو ګرانه ،باشرافته او عظمته روح د خدای (ج) روح بلل شوې ده چې په  انسان کې پو( پف) شوې ده.

په قران  کریم کې دنړۍ په پیدایښت کې دوې پدیدې لیدل کیږي یو «خلق» چې په علل او اسباب  تړلی دی ، زمان او مکان غواړي او په تدریج سره د ودې لاره بشپړوي اوبله پدیده « امر» دی چې د هغه اړیکې له پاک خدای سره دی په هغه کې تدریج نشته یوازې د خدای په اراده  په آني ډول موجود یږي په هغه کې اسباب او مادي وسایل دخل نه لري.
روح د خدای (ج) لخوا  یو مجرد او محقق موجود دی، جسم نه دی ځکه نه وېشل کیږی ؛ روح نه ښکاري ځکه  خپل ځان نه لري ، ځان چې انساني اصل دی چې دهغه مکان دی  او ټول د بدن غړي د هغه تابع دي.
په قران کې نه دي ویل شوي چې په روح ژوندي یو او چې مړه شو روح له بدنه وځي او په قیامت کې د روح او بدن  د یو ځای کیدو  خبرې هم  نه دي شوي
په قران مجید کې د روح کلمه( ۲۱) واري تکرار شوې ده  چې بیلې بیلې ماناوي لري.

په قرانکریم کې د روح په هکله مالومات

د اسرا‌ء دسورې په  « ۸۵» مبارک آیت کي راغلي دي.
«وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً»
ژباړه :  او پوښتنه کوي له تا( ای محمده!) د روح په هکله ووایه چې روح له امره د رب زما ده او نه ده درکړی شوی تاسو ته له علمه څخه مګر لږه)
بشر په دې برخه کې بېله ځینو روایاتو بل څه نه لري هغه هم د روح صفتونه دی

دا چې د روح منشا څه شی ده؟

خدای (ج) فرمايي: د روح مبدا د خدای فرمان دی لکه لمر چې د خدای (ج) په فرمان پر ټولو شیانو  روښنايي کوي دقران  کریم له نظره  روح  د عالم په وجود کې موقعیت  لري اود هغه  اغېزې او خاصیتونه  ښکاره ، ډیر بدیع او عجیب دی او انسانان د هغه بې خبره دی.
مرحوم «بحراني» ددې تفسیر په هکله له امام باقر(رض) څخه نقل کوي چې هغه  ویلي دی« ددې مبارک آیت  مانا دا ده چې لږ خلک په روح  پوهیږي»
ځینې  علما وایي د روح کلمه د ژوند مبدا ده چې ځان یا سا لرونکي  په هغه سره توانیږي ارادي احساس او حرکت وکړي   ، له روح څخه موخه دلته  هغه نفس ناطقه دی چې د هر انسان په جسم کې وجود لري او د هغه وجود د خدای لخوا په هغه تړلی دی لکه ،چې د  یس د سورې په( ۸۲) مبارک آیت کې راغلي دي

“..اِنَّما أَمْرُهُ إِذا أَرادَ شَیئا أَنْ یقُولَ لَهُ كُنْ فَیكُونُ”
ژباړه :(بیشکه همدا خبره ده چې امر د الله هر کله چې اراده وفرمایي د یو شی دا دی چې وفرمایي هغه ته چي شه نو ( جوړ) شي)
د خدای (ج) امریاني د هستي ایجاد دی، چې د خدای لخوا په روح تړلی دی او دا موجود په خدای (ج)تړلی او د هغه په امر پیدا شوی دی چې  بل علل او اسباب نه لري.

پاک خدای په ځینو  مبارکوآیتو کې په انسان کې  روح خپله ګڼلې ده  او دا د خدای (ج) ډالۍ انسان ته ده لکه چې د آدم (ع) د خلقت په هکله دحجر د سورې( ۲۹) مبارک آیت کې داسې راغلي دي.
“فَإِذا سَوَّیتُهُ وَ نَفَخْتُ فِیهِ مِنْ رُوحِی…»
ژباړه : (نو کله چې برابر مې کړ دغه (بشر) او پو مي کړه په ده کښي له روح خپله)

دسجدې د سورې په(  ۹ )مبارک آیت کې راغلي  دي:

«ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ …»
ژباړه:(بیا یې برابر کړ(قالب د) هغه او پو کړ په دغه کښی له روح خپله)
له دې مبارکو آیتونو څخه مالومیږي، چې د بشر خلقت په دو شیانو  یو جسد( دغوښې، وینې او هډوکو ) اوبل د روح( نفس ناطقه ) څخه جوړ شوی دی

دا چې خدای تعالی روح د ځان بللی ده  یاني  دا روح ډیره شریفه ده چې له علوی اوقدسی عالم څخه په بدن کې پو (پف )شوی ده.
په دې دواړو اخیرو  مبارکوآیتونو کې چې دانسان د روح په هکله دی د «من» کلمه راغلې ده یاني د پيدایښت مبدا د خدای (ج) لخوا ده او ددې ایجاد   نوم يي «نفخ» یاني پو کول ایښي دی.
داعراف د سورې په   ۵۴ مبارک آیت کې راغلی  دي ،چي  پيدایښت او امر دالله (ج) کار دی

“…اَلا لَهُ الخَلْقُ وَ الأَمْرُ…”.
ژباړه : (خاص) الله  لره دی پیدا کول او امر)
دمؤمنون  د سورې په( ۱۴-۱۲) مبارکو آیتونوکي راغلي دی:
«وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن سُلالَةٍ مِّن طِينٍ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ  ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا  الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ

ژباړه : ( په تحقیق پيدا کړی  موږ انسان له خالصو خټو نه بیا کیښوده  موږ دغه ( نطفه) په یو ټینګ ځای  کې بیا وګرځوله دا نطفه ټوټه د وینو بیا وګرځوله هغه  یوه وړه بوټئ دغوښو بیا وګرځوله هغه موږ هډوکی بیا ور واغوستل هغه ته غوښه بیا می پيداکړ دی په پيدایښت بل ،نو ډیر لوی دی شان د الله چې ډیر ښه پیدا کوونکی دی)

په دې مبارک آیت شریف کي  لیدل کیږي، چې قران کریم   د روح د پدیدې پيدایښت د یومتفاوت کیفیتي عنوان د پخوانی پړاوو سره را پيژندلی  دی یاني جنین ژوندی دی او وده  کوی او هر وخت چې یې وده تکمیله  شوه او د زړه جوړښت يي بشپړ شو نو په  دربی( ضربان )پيل کوي چې د بدن غړي بشپړ شی بیا د روح یا نفس سکالو رامنځ ته کیږي چې دا امری کیفیت تعبیر شوی دی
د خلقت په  پيل کې  آدم  ذکر شوی چې د هغه اړیکې له خاورو سره وې چې خاوره  یو اسباب بیان شوی  دی بیا د هغه وجود بېله  دکوم شی سره  د اړیکې لرلو پرته  د «کن« یاني  شه! امر  ذکر شوی دی.

دلته  خلقت په تدریج او ورو ورو بشپړ شوی دی  خو د روح پو کول غیر تدریجی  آنی صورت نیولی دی .

په قرانکریم کې د روح ماناوې:

په قرانکریم کې  د  روح ویی په ډول ډول  ماناوو راغلې دی

۱- انساني روح
د حجر د سورې په (  ۲۹ )مبارک آیت  کې راغلي دی :

«فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ»
ژباړه:( نو کله چې برابر مې کړ دغه (قالب) او پومې کړ په  د ه کښې له روح خپله…)

علامه طباطبائی په تفسیر “المیزان” کې وایي د روح کلیمه د ژوند مبدا ده روح د انسان د  احساس او ارادي حرکت لامل ګرځي دلته  له روح څخه مراد نفس ناطقه دی چې د انسان په بدن کې موجود دی.
همدا آیت شریف  د ص د سورې په (۷۲) مبارک آیت کې بیا تکرارشوی  دی.
دا دواړه مبارک آیتونه د لفظ له خوایو ډول دی د دې مبارکو آیتونو  مانا په مادي بدن کې د روح پو کول دي.
د سجدې  دسورې په ( ۹ )مبارک آیت کې راغلی دي:
«ثم سوّئه و نفخ فیه من روحه… »
ژباړه: ( بیا يي برابر کړ (قالب د)هغه او پو يي کړل په دغه ( قالب) کې له روح خپل څخه)

لکه چې مخکې  مو وویل د روح نسبت خدای ته د روح عظمت بیانوي.
په دې مبارک آیت شریف کې د «ثم» ويی  ډیر وخت وروسته ته وایي یاني چې انسان له خټو جوړ  شو بیا ډیر وخت وروسته له نطفې څخه پیدا شوي دی بیا روح په کې پو شوې ده  یاني انسان  د روح  د پو کولو مخکې هم ژوندی وو.

د اسرآ د سورې په (  ۸۵ )مبارک آیت کې راغلي دي:
«یسْئَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّی»

ژباړه : « او پوښتنه کوي له تا( اې محمده!) له روح څخه ووایه چې روح له امره د رب زما ده او نه ده درکړ شوې تاسو ته له علمه څخه مګر لږه»

دلته که څه هم روح مطلقه راغلې ده د هغه موخه انساني روح  ده .
د ډیرو مفسیرانو په اند دلته روح د روان او د ژوند د عامل په مانا راغلې ده .
د اهل سنت لوی مفسر “شیخ ابوالفتوح رازی” د« روح الجنان »په تفسیر کې لیکي: هغه شی چې په دې  آیت  شریف کې د پوښتني لاندې دی انساني روح ده چې ژوند پر هغه ولاړ دی او انسان په هغه ژوندی دی .
مرحوم شعراني د رازي د تفسیر په حاشیه کې  داسې لیکي« دروح تفسیر په دی مفهوم سم په نظر راځي ځکه په  دې هکله د نړۍ د خلکو په منځ  کې د  روح د شتون او حقیقت  په هکله دا سوال شته په ځانګړی توګه په یهودانو کې »

۲- روح  عیسی (ع) ته  ویل شوی دی
د نساد مبارکې سورې په (۱۷۱ ) مبارک آیت کې راغلي دي :
«إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ»
ژباړه:«بیشکه همدا خبره ده چي مسیح  عیسی زوی د مریمی رسول د الله دی ده کلیمه چې القا کړی ده الله دغه کلیمه مریمي ته او روح ده له جانبه د الله…»
حضرت مسیح (ع) د خدای کلیمه او د الله روح ګڼل شوی دی.
روح الله د عیسی (ع) لقب دی

۳:  جبرییل(ع)
په قرانکریم کې روح جبریل (ع) ته هم ویل شوې دی
جبرائيل (ع)، جبرئيل (ع)، جبريل (ع)، هغه ملايکه  ده چې پيغمبر (ص) ته به يې وحي راوړله دنحل د سورې په (   ۱۰۲)مبارک آیت شریف کې راغلي دي.

«قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ …»
ژباړه: (ووایه ( محمده ) نازل کړی دی دغه ( قران) روح القدس ( جبریل) له رب ستا په حقه سره…)د نحل د سورې په دویم مبارک آیت کې راغلي دي

«يُنَزِّلُ الْمَلائِكَةَ بِالْرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلَى مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ…»
«نازلوي ملایکې سره د روح  ( جبرییل )په امر خپل په هر چا چې اراده  وفرمایي»د قدر د سورې په (۴) مبارک آیت کې راغلي دي:

«تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ»
«نازلیږي ملایکې اوروح په دغه شپه کښي په امر د رب د هغوی»
د ملایکو او روح  ( جبرییل )راکښته کیدل په شپه کې په حکم د الله (ج) دی  دلته د«من» له کلیمې څخه مالومیږي چې  امر د الله(ج)  دی

د معارج د سورې په (۴) مبارک آیت کې راغلي دي «تَعْرُجُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ …»
ژباړه:(خیژی ملایکې او روح ( جبریل) په طرف دهغه…)

د بقری دسوری په (۸۷ ) مبارک ایت کې راغلی دی
«… وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ …»
ژباړه:(… او ورکړی  وو موږ عیسی زوی د مریمی ته ښکاره ( معجزی) او قوی کړی وو موږ عیسی په روح پاک سره)
دمایدې دسوری په (۱۱۰ ) مبارک ایت کې راغلی دی«… إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ… ٌ»

ژباړه :(کله چې مې قوت درکړی تا ته په روح القدوس سره او خبری دی کولی د خلکو سره په ځانګو کي)په دې لاندې مبارک آیت کې  له روح څخه موخه  «روح الأمین» دی چې د جبریل ( ع) بل نوم دی
داچی یهود جبرییل(ع)  په خیانت متهم وی نو خدای (ج) هغه « روح الامین» بولي او وایي:
د. شعراء د  سورې په ( ۱۹۴-۱۹۳) مبارک آیتونه کې راغلي دي:

(نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الأَمینُ * عَلى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِینَ) ژباړه :(نازل کړی دی دغه  قران روح الامین پر زړه ستا لپاره ددې چې شې ته  له ویروونکیو)
دا آیت شریف دا ثابتوي، چې روح دلته  هم هغه روح الامین یانی جبریل(ع) دی.
ابن عباس وايي: پیامبر (ص) جبرئیل (ع) ته وویل:

ولي زما لیدو ته ډیر نه  راځې؟
په دې وخت کې دمریم دسورې( ۶۴ )مبارک آیت شریف نازل شو

(وَما نَتَنزَّلُ إِلاّ بِأَمْرِ رَبِّك)
ژباړه :(جبریل(ع) وویل موږ نه نازلیږو مګر په حکم د رب ستا)

الشوری د سورې په ( ۵۲) مبارک آیت  شریف کې راغلي دي  :

«وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا»
ژباړه:(او هم داسې موږ تاته  وحی رالیږلې  په روح ( جبریل) سره په امر خپل»
دالنحل دسورې د(۱۰۲)مبارک آیت شریف کې راغلي دي

«قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ»
ژباړه :(ووایه ( اې محمده) نازل کړی دی دغه ( قران)روح القدس ( له طرفه) د رب ستا په حقه سره)
په دې مبارک آیت شریف کې له روح القدس  څخه مراد جبرییل(ع) دی.

د مریم د سورې  په ( ۱۷ )مبارک آیت  کې راغلي دي:
«فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجابا فَأَرْسَلْنا اِلَیها رُوحَنا »

ژباړه: ( پس ونیوله له طرفه  ددوی پرده نو ولیږله موږ دی ته روح  خپل  ( جبریل )پس جوړ يي کړ دې ته سړی کامل)
( دنحل د سورې په ( ۲ )مبارک آیت کې راغلي دي

“ینَزِّلُ المَلائِكَةُ بِالرُّوحِ مِنْ أَمْرِهِ عَلی مَنْ یشاءُ مِنْ عِبادِهِ…»
ژباړه :(نازلوي  ملایکې سره له روح  ( جبریل )په امر خپل په هر چا چې اراده وفرمایي له بندګانو خپلو…)

( دمؤمن د سوری په (۱۵) مبارک آیت کې راغلی دي:
“…یلْقِی الرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِ عَلی مَنْ یشاءُ…”

ژباړه :(رالیږی روح په حکم خپل پر هغه چا چي اراده وفرمايي)
د نبأ دسوری په (  ۳۸ )  مبارک آیت کې راغلي دی

«يَوْمَ يَقُومُ الرُّوحُ وَالْمَلائِكَةُ صَفًّا …»
ژباړه:( په هغه ورځ(قیامت   )  و دریږی روح ( جبریل)  او د ملایکو صفونه..)
د معارج د سورې په ( ۴)مبارک ایت کې راغلي دي:

«تَعْرُجُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ »
ژباړه « خيژی ملایکې او روح  ( جبریل )په طرف د هغه»

۴- وحی
دشوری د سورې په ( ۵۲) مبارک آیت کې روح د وحی په مانا راغلې ده

“وَ كَذلِكَ أَوْحَینا اِلَیكَ رُوحا مِنْ أَمْرِنا”
(او هم داسې ( لکه چې وحی مو کړی وه نورو انبیاؤ ته) وحی راولیږلی موږ تاته روح ( وحي) په امر خپل سره)
له دې مبارکو آیتونو څخه داسې مالومیږي، چې جبرییل (ع) روح دی، روح الامین  او روح القدس دی جبریل(ع)  هغه لویه  ملایکه  ده چې محمد (ص) ته یې وحی راوړلې او  د خدای (ج) به امر د هغه په پو(پف) سره  حضرت عیسی (ع) پيدا شوی  دی  او جبریل (ع)  عیسی ( ع) ته  واک ورکړ چې د خدای (ج) په امر  په ځانګو کې خبرې وکړي او مړي ژوندي کړي.( خدای (ج) ښه پوهیږي)

د انسان نفس (ځان)

الاعراف د سورې په  (۱۸۹)  مبارک آیت  کې راغلي دي
«هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا …»
ژباړه: هم دغه( الله) هغه ذات دی چې پیدا کړی يې  یي تاسی له نفس (ځان) یوه څخه او پیدا کړی یې ده له دې نفس څخه ښځه دده…
(الانعام د سورې په  (۹۸) مبارک آیت کې راغلي دي.
«وَهُوَ الَّذِيَ أَنشَأَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ …»
ژباړه:(او دغه ( الله ) هغه ذات دی چې پیدا کړي یې يي تاسي له نفس  ( ځان )یوه څخه)
الکهف د سوری په (۶)مبارک آیت کې راغلي دي ).
«فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ…»
ژباړه : (نو ښايي چې ته قتل  کوې نفس ( ځان) خپل…)
السجده  د سورې ( ۲۷ ) مبارک آیت کې راغلي دي
«فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنفُسُهُمْ»
ژباړه : (چې خوري له دغه کښته چارپایان او نفسونه ( ځانونه ) ددوی)
یونس د سورې په  (۵۴) مبارک آیت کې راغلي دي:
«وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِي الأَرْضِ »
ژباړه: (او که  بیشکه دپاره د هر نفس چې ظلم يې کړي وي( پر ځان) هغه چې دی پر مځکه…»
۴- د انسان په مانا
‌البقرةد سورې په( ۴۸) مبارک آیت کې راغلي دي
«وَاتَّقُواْ يَوْمًا لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا »
ژباړه :(وویریږئ له هغې ورځي چې لیري کولي نشي هیڅ نفس ( انسان ) له هیڅ نفس (انسان) څخه هیڅ شی)
البقرې د سورې په (۲۳۳) مبارک آیت کې راغي دي
«لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا »
ژباړه : ( زور نشی کولی په هیڅ نفس( انسان) باندې مګر په اندازه د توان…»
دالمائدې د سورې په ( ۳۲) مبارک آیت شریف کې راغلي دي
«… أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ …».
ژباړه : (…چې وژني  هر څوک یو نفس ( انسان) (په عوض د بدل) د بل نفس…)
دشمس د سوری په ( ۷-۱۰) مبارکو آیتونو کې راغلي دي.
«وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا »
ژباړه :(قسم دی) په نفس (انسان) او هغه چې برابر کړی دی
او ښوولې يې ده  په زړه دده کې بدي او نیکي)
و ژغوره شو هغه چې  پاک يې وساته خپل نفس (زړه)
ُدآل عمران د سورې  په (۳۰) مبارک آیت کې راغلي دي
«يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ …»ِ
ژباړه: ( او وویریږئ) له هغې ورځي چې مومي به هر نفس ( انسان) هر څه چې کړي   وي )

د الانعام دسورې ۱۵۱ مبارک آیت کې راغلي دي
…وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ …
ژباړه : (…او مه وژنې تاسو نفس ( انسان) هغه چې حرام کړی دی الله مګر په حقه سره…)
۵- د زړه په  مانا
الاسراء د سورې (۲۵) مبارک آیت کې راغلي دي
«رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ …»
(رب ستا  عالم دی په هغه څه چې په نفسونو ( زړونو) ستاسو کي دي)
(الرعدد سورې  په (۱۱) مبارک آیت کې  راغلي دي
« إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمْ »
ژباړه : (بیشکه الله نه بدلوي حالت د هیڅ کام تر څو هغوی تغیر نه کړې حالت د نفسونو ( زړونو)  خپلو )
د ق  د سورې په  (۱۶) مبارک آیت کې راغلي  دي:
«وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ »
ژباړه:(په تحقیق موږ  پیدا کړی انسان موږ پوهیږو په هغه څه چې وسوسه اچوي په نفس( زړه) کې  دده)
د یوسف د سورې په ( ۷۷ )مبارک آیت کې راغلي دي
«مِن قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ»
ژباړه :(پټه وساتله دا ( خبره) یوسف په نفس (زړه) خپل کښې)
الکهف د سورې په (۲۸)مبارک آیت کې راغلي دي
«وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم»
ژباړه:(او صبر کړه نفس «زړه) خپل له هغو کسانو سره چې عبادت کوي د رب خپل»
۶- غوښتنه، تمه او د لالچ په مانا
دالقیامة د سورې په(۲) مبارک آیت کې راغلي دي
«وَلا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ»
او قسم خورم زه په نفس  تمه  (  ملامت کوونکی)
دیوسف د سورې په  (۵۳ ) مبارک آیت کې راغلي دي:
«وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ …»
«او زه نه پاکوم نفس  ( تمه )خپل بیشکه نفس ( لالچ ) خامخاامر کوي په بدي»
د یوسف د سورې په (۵۳)  مبارک آیت کې «نفس اماره» بیان شوی  او د القیامه په دویم  مبارک آیت کې  «نفس لوامه» ذکر شوی او د الفجر د سورې په (۲۷) مبارک آیت کې «نفس مطمینه» ذکر شوی دی
هرنفس په سبب د هغه څه چې کړی يي  وي  داسې ډلبندي شوی دی
۱-مطمینه: هغه  انسان چې د شریعت پيروي کوي
۲-اماره:  هغه اانسان چې په دینوی    خوندونواخته وي
۳-لوامه : هغه اانسان چې لومړی په شهوت اخته وي بیا دین ته مخه وکړی
۷- ژوندی  جسم
دا چې نفس مړ کیږي  یاني له بدنه وځي او له منځه ځي  په قرانکریم کې داسې راغلي دي
(آل عمران د سوری (۱۸۵ مبارک آیت کې راغلي دي
«كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ…»
ژباړه : ( هر نفس( ژوندی جسم) څکونکی د مړینې دی
۸-ختا ایستل  او غولول
د یوسف د سورې ۲۳ مبارک آیت کې راغي دي
«وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِ …»
ژباړه:(طلب د فریب وکړ هغې ( ښځې) په کور کې یې و دی ( یوسف) دپاره د نفس  ( غولولو )دده
د یوسف د سورې په ( ۲۶) مبارک آیت کې راغي دي:

«قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَن نَّفْسِي»
ژباړه:(ویل هغې فریب کړی دی له ما سره دختا ایستلو زما)
۹- جنس
اشوری د سورې په (۱۱) په مبارک آیت کې راغلي دي
«جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا»
ژباړه:(پیدا کړی  ده (الله) ستاسو له نفسونو ( جنسونو) ستاسي جوړې)
خدای (ج) ټوله انسانان د توحیدی فطرت په اساس پیدا کړی دی او دفجور او تقوا تشخیص يي ټولو ته  الهام کړی دی او دی تشخیص ته علماو نفس ویلی دی دا نفس دانسان  غیر مادي برخه جوړوي چې هغه  د ژوندي جسم ننګیرنې، غوښتنې ،حسد ،کینه، بغض، دوستي ،نیکي، بدي او داسې نور  دي
یاني نفس د ژوند یا وېښیاري  بڅرکي دي چې دانسان ټوله  ننګیرل په بر کې نیسي
یا په بله مانا حسي معرفت یا حسي ادارک   ته نفس وايي چې په کل کې په ژوندي جسم   کې بیا په موجود یا انسان  کې   بیا په زړه او ماغزو کې ټول حسي  درکونه (   تشویق, مینه, علاقه، غوښتنه  ، حسد … په بر کې نیسي.

دالسجدې د سورې په ( ۱۱) مبارک آیت شریف کې راغلي دي:
«قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ »ژباړه :(ووایه مړه کوي تاسو ملک الموت )
دلته له مړینې سره د روح کلمه نه ده راغلې
الزمر دسورې په (۴۲) مبارک آیت کې فرمايي:
«اللَّهُ يَتَوَفَّى الأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ »

ژباړه :«الله اخلي نفسونه په وخت د مرګ ددوی او هغه  نفس( انسان) چې نه وي مړ( هغه راکاږی) په خوب د هغه کښې پس وساتي هغه ( نفس) چې حکم کړی پر هغه (انسان) د مرګ او بیرته رالیږي( بدن ته) هغه بل( نفس) تر نیټې په نامه شوي پوري»
یاني  نفس د خوب او مړینې په وخت کې له بدنه   وځي  د خوبه له راوېښېدو  سره سم نفس   بیرته بدن ته  راګرځي او د مړینې په صورت کې هغه بیرته نه راګرځي.
نو نفس هم لکه روح نه  مړ کیږي بکلی ایستل کیږي خو انسان مړکیږی  مګر    د الله  (ج)په امر سره
» نو ځکه نفس ته معنوی انسان هم ویل شوی دی
دالرعد د سورې په ( ۴۲) مبارک آیت کې راغلي دي:
«يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ »
ژباړه:(مالوم دی الله ته هر هغه کار چې کوي يي هر نفس) هر هغه څه چې انسان کوی هغه خدای ته مالوم دی
دطه د سورې په ( ۱۵)مبارک آیت کې راغلي دي
«لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى»
ژباړه :(هر نفس ته د هغه څه چې یې کړي وي جزاورکول کیږي)
که چا بد کړي  وي د خپل نفس لپاره یې کړي دي که چا بد کړي  وي د خپل نفس  لپاره يې کړې دي  ددې مالومیږي چې حساب او کتاب له نفس سره کیږي
او همدا نفس به د خپلو کړو د عذاب په لیدو پښيمانه شي
ابراهیم  د سورې په (۲۲) مبارک آیت کې راغلي دي
«وَلُومُواْ أَنفُسَكُم »
ژباړه :(ملامت کړئ نفسونه خپل)
الانعام د سورې په (۱۶۴) مبارک آیت کې راغلي دي :
«… وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى …»
ژباړه: ( …اونه کوی  (بدی) هیڅ یو نفس مګر ( ضرر يې دی) دده پر ذمه او باورلی نشي  هیڅ  ګنهکاره نفس خپله  ګناه پر بل نفس ( بلکی هر نفس خپل بار وړي)…)
له دې مبارکو آیتونو څخه مالومیږي  چې په اخیرت کې هر انسان د خپل نفس شاهد دی او هرڅه چې د چا نفس کړي وي د هغه  جزا ویني

د یاسین د سوری په (۶۵) مبارک آیت کې راغلي دی
الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
ژباړه:(نن يي پر خولو مهر لګوو، لاسونه يي زموږ سره خبرې کوي او پښې یې او پر  هغو کارونه  یې چې کړي   دي شهادت ورکوي)

الاعراف د سورې( ۷ مبارک)آیت  کې راغلي دي
«فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِم بِعِلْمٍ وَمَا كُنَّا غَائِبِينَ»
ژباړه : ( نو خامخا بیا ن په کړو موږ دوی ته (احوال) په علم سره نه یو موږ غایبان)(
یاني دا ټوله ستاسو کړه په علم سره تاسوته په اخیریت کې  ښوول کیږي  چې قناعت  پرې وکړی .دا ټوله  ښه اوبدکړه د کرام الکاتیبن لخوا  په یو چپف کې ثبت کیږي چې په اخیرت کې به دا چیف نفس  ته د هغه د ژوند ټوله کړه  وښیي او خپل  لاسونه او پښې به یی شاهدي پر وکوي.
اوس په انسان  کې یوه حیاتي حجره پیژندل شویده چې د ملا تیریا شمزی په اخیر  کې ده  چې ویل کیږي دا حجره نه مړه کیږي نه په اور او نه په  وړانګو  له منځه ځې شاید په اخیرت کې انسان د همدې حجرې نه وده وکړي دا لکه  د الوتکو هغه  تور بکس ورته دی  چې د الوتکې د دننه ټوله پېښې ثبتوي  چې  دلویدو وروسته  ټول مالومات ښيي
دا  حجره شاید د انسان تخم وی  چې د شرایطو په سمېدو له هغه څخه لکه د یوې مڼې له  زړی څخه مڼه را شنه کیږي انسان پیداشي  نو همدا انسان د خپل نفس په کړو شاهد دی او پر هر امت بیا د هغو نبي شاهد دی .
الاعراف دسورې په ( ۳۷) مبارک آیت کې راغلي دي
«…وَشَهِدُواْ عَلَى أَنفُسِهِمْ…»
ژباړه : (شاهدي ورکوي په  دوی ددوی خپله  نفسونو )
دبنی اسراییل د سورې په ( ۱۴) مبارک آیت کې راغلي دي
«اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا»
ژباړه : (ولوله کتاب بس دی همدا نفس ستا نن ورځ پر تا باندې حساب کوونکی)
یاني هم همدا نفس په تا شاهدي ورکوي

د النحل د سورې په (۱۱۱)مبارک آیت کې راغلي دي
«يَوْمَ تَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَن نَّفْسِهَا وَتُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ»
ژباړه : (هغه ورځ چې رابه شي هر یو نفس چې جګړه به کوی لپاره د نفس خپل او پوره به ورکړ شي هر نفس ته( جزا) د هغه عمل چې کړي يي دی)

د هغې دنیا شاهد پر نفس همدا خپله  انسان دی ، نفس  د  خپل دنیوی کړو په بنیاد یا په دوږخ یا جنت یا برزخ کې  تراخیرت پوري  (د انسان ژوندی کیدو) سره  د هغه سره یو ځای کیږی .

دا چې د انسان نفس ولی جنت ته ځي
د یسین د سورې په (۲۶) مبارک ایت کې  داسې راغلي دي

«قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ»
ژباړه : ( جنت ته ننوځه! ویل يي ایکاش  زما کام په دی پوهیدلی )
دا انطاکیه د کلی  د اصحابو نکل  دی کله چې مشرکانو حبیب نجار په  ډیر ظلم په شهادت ورسوی نو خدای د هغه نفس ته وویل  :  ننوځه جنت ته!  هغه ننوت جنت ته .

الشمس د سوری ( ۸-۷)مبارکو ایتونو کې راغلي دي

«وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا »
ژباړه :(قسم په نفس او هغه چا چې هغه منظم کړی
بیا یی شر او خیر هغه ته الهام کړی دی) یاني نفس ته خیر او شر دواړه مالوم دی
« پیغمبر(ص) فرمايي «أعدی عدُوِّکَ نفسُکَ الّتی بینَ جَنْبَیْک»
تر ټولو  ستا دښمن ستا نفس دی چې په تا کې ځای لري.
په بل حدیث  شریف کې راغلی دی چې چا د پيغمبر(ص) څخه وپوښتل:
دحق بریالۍ لاره  څه ده؛
پیغمبر(ص)ځواب ورکړ د نفس سره مخالفت.
بیا یې وپوښتل:
د حق د رضا د لاس ته راوړلو لاره څه ده ؟
پیغمبر (ص) ځواب ورکړ : د نفس ناخوښي
همداسې هغه نورې پوښتنې وکړې:
– حق  ته د رسیدو لاره کومه   ده ؟
– له نفسه لیري والي.
– د  حق  دپيروی  لاره  کومه ده ؟
–  د نفس نافرماني.
– هغه لاره چې  موږ  د حق په یاد وساتي  کومه  ده؟
– د نفس هیرول.
– حق ته د نژدې کیدولو لاره کومه ده ؟.
– له نفسه لیروالي.
– له حق سره د خوی نیولو لاره کومه ده ؟
– له نفسه بیزاري.
–  دا شیان څنګه لاس ته راوړای شو؟
– د خدا(ج)  مرسته د نفس په مقابل کې؟
یانی نفس او هوا غوښتنی   انسان د فجورو خواته کشوي.
الاسرا د سورې په ( ۱۳ )مبارک آیت کې راغلي دي:
«وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا
اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا»
ژباړه :(د هر انسان عمل نامه د هغه په څټ کې ده د قیامت په ورځ به هغه ومخکې ته خلاص ووینې ووایه :د کتاب کافی دی نن خپله خپل حساب وکړه»
عملنامه د ملایکو لخوا  لیکل کیږي چې دانسان په څټ یا اوږو کې ځای لري
چې د کرام  الکاتبین په نامه راغلی دی  هر انسان په قیامت کې  خپله علمنامه خپله ویني حاجت بل سند ته نشته .

د ق د سورې په(۱۷-۱۶ )مبارک آیت کې راغلي دي:
«وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ
إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ»
ژباړه : (موږ انسان پیدا کړ او د هغه د نفس په وسوسو پوهیږو او موږ هغه ته د هغه د زړه د رګ نژدې یوپه یاد کړی چې هغه وخت چې دوې ملایکې راسته او چپه چې د انسان چوپړ کوي  او دهغه کړه لیکي)
یاني  کرام الکاتبین  دوې ملکې د هر انسان يوه پرچپه او بله په  راسته اوږه ناستې دي او دانسان ټوله کړه لیکي چې دی کتاب ته عمل نامه ویل شوې ده. دا ملایکې انسان ته د  زړه  تر رګه لا نژدې دی یاني مغزو (انسان) ته تر زړه تررګه دا ملایکې نژدې دي

التکویر دسورې په (۷ )مبارک آیت کې راغلي دي:

«وَإِذَا النُّفُوسُ زُوِّجَتْ»
ژباړه :(چې نفسونه  جوړه شي»
په قیامت کې نفسونه  له بدن سره یو ځای  یاجوړه کیږي او بیا د قیامت دنیا ته ځي
ځکه د قیامت دنیا  دامځکه نه ده  هلته بله مځکه ده  .
د ابراهیم د سورې په (۴۸) مبارک آیت کې راغلي دي:
«يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُواْ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّار»ِ
ژباړه : ( هغه ورځ مځکه په بله مځکه او آسمانونه ( په نورو آسمانونو) بدلیږي
او هغوی د قهار خدای حضور ته  حاضریږي»
د انسان  حجره د نفس سره بلی  مځکې ته ځي یانی د قیامت مځکه دا مځکه نه ده
دا د قیامت مځکه بله ده نو دهغه آسمانونه هم بل دي.

ق  دسورې په  ( ۲۱) مبارک آیت کې راغلي دي:
«وَجَاءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ»
ژباړه:( هر نفس محشر ته ځي د حرکت ورکونکی او شاهد سره)
دا انسانی حجره د نفس او عملنامی سره له یو حرکت ورکونکي سره  محشر ته ځي او هلته د ا انسانی حجره په نوی انسانی جسم چې ددی جسم څخه بیل دی  بدلیږی چې هغه بدن به د انسان دایمي بدن وي.
او روح ته نور هم ویل شوی دی
الشوری د سورې په (۵۲) مبارک آیت کې راغلی دی:
«وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلا الإِيمَانُ وَلَكِن جَعَلْنَاهُ نُورًا نَّهْدِي بِهِ مَنْ نَّشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا …»
ژباړه : همدا ډول مو تا ته هم  په خپل فرمان وحی کړه روح،  تر هغه دمخه ته نه پوهیدې چې کتاب او ایمان څه شی دی موږ هغه نور( روښنايي) کړه  په هغه هر څوک چې وغواړو هغه هدایت وي…»
دلته په  قرانکریم  کې روح ته علم هم ویل شوی دی  چې هغه هر څوک چې خدای وغواړی هدایتوی او هغه ته یو برخه د علم ورکوي

روح دوه مظهره لري:

۱-مطلقه روح
۲- مقیده  روح
مطلقه روح د الله (ج) هغه مخلوقات لري چې  مقام يي تر ملایکو لوړدی  لکه جبرییل (ع)
اومقیده روح د مطلقې روح وړانګې  دي چې په ملایکو او انسانانو او نورو محدودو قالبو کې تجلی کوي

روح انسان ته واک ورکوي تخلیق ، هستونه  او پنځونه وکړی   د پیغمبرانو د وړاندوینو عامل، وحی ، الهام، د خوب مانا، سمی لاری ته لارښوونه، کشف او شهود، غیبی خبرونه  او معنوی تطهیر، د ژوو سره خبری کول، و باد په تصرف کې راوستل، دیبان او اجنه مطیع کول او داسې نور ټولی  د علم له رویه چې هم هغه د  روح یوه وړانګه ده کیږي چې خدای هر چا ته چې غوښتنی وی دا دعلم یا د روح وړانګي ورباندې تجلي کوي.
روح لکه علم  یو معنوی جوهر دی .
روح یو روحی  بدن دی چی په انسان کې هیجان او هوشیاری لامل کیږی هغه په وینو او زړه کی ژوند کوی
په قرانکریم روح د« روحى»، «روحنا» و «روحه» له لوی والی څخه  خدای ته منسوب شوی او خدای تر ټولو لوی عالم دی
الطلاق د سوری (۱۲) مبارک آیت  کې راغلي دي:
«…وَأَنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيْءٍ عِلْمًا »
ژباړه:(… دخدای علم په هر شی احاطه لری»
د نور دسورې (۳۵) مبارک آیت کې راغلي دي:
«اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ»
ژباړه : ( الله نور دآ سمانونو او مځکې دی )
نو علم   د روح وړانګې دي،  چې د انسانانو پر ماغزو باندې ځلیږي او دا د خدای او بنده تر منځ اړیکې جوړوي او بنده په هغه خدای  او ځان پيژني،  خدای دا وړانګې
په هر چا چې یې زړه وغواړی ځلوي. لکه یوسف (ع) ته يې د خوب د مانا علم ، سلیمان (ع) ته يې د ژوو سره د خبرو علم، عیسی(ع) ته يي د مړو د ژوندی کیدو علم ورکړی و
کله چې الله(ج) په آدم (ع) په قالب کې پوه کړه او ملایکو ته يې وویل هغه ته سجده وکړئ ټولو ملایکو هغه ته سجده وکړه مګر ابلیس.
ځکه خدای هغه ته د روح په پو سره علم ورکړ چې هغه ملایکو ته  د ټولو شیانو نومونه وویل نو هر علم دروح یو وړانګه ده( خدای ښه پوهیږي).

نفس د خوب او مړینې په وخت کې پورته آسمان ته ځي  نو نفس هلته د هغه ځای د شرایطو ، وخت او زمان تابع کیږي   پر هغو  ډیر   وخت نه تیریږي ځکه  د هغه   ځای یوورځ زموږ زر کاله ده.

د الحج د سورې په (۴۷) مبارک آیت کې راغلي دي:«…وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ»
ژباړه : ( …یوه ورځ ستا پروردګار ته لکه زر کاله ده چې تاسو یې شمېرئ)
د البقرې د سورې په (۲۵۹)مبارک آیت کې راغلي دي:«قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ»

ژباړه :(وویل: څومره تاځنډ کړی دی ( دلته)؟
وویل ( عزیز): ځنډ مې کړی  دی یوه ورځ یا یوه برخه د ورځي.

وویل (الله): بلکې ځنډ کړی  دی تا سل کاله)
دا د حضرت عزیز (ع) نکل و چې د  بخت نصر (کافر پاچا) په وخت کې اوسیده کله چې هغه له یو وران شوی ښار څخه تیریدی د هغه  په زړه کې وګرځیدل چې  ددې ښار خلک خو ټوله مړه شوي دي هغه به خدای تعالی څنګه بیرته را ژوندي کوي او دا ښار به څوک آبادوي ؟؟؟

د خدای تعالی په امر  عزیر مړ شو اوسل  کاله همداسې مړ پاته و چې بیرته را ژوندی شو هغه ولیدل چې هغه  وران ښار بل پاچا ودان کړی دی( وایي داښار بیت المقدس و) نو د هغه په  نفس  چې پورته آسمان ته تللی و ډیر لږ وخت تیر شوی و مګر دده په جسد سل کاله تیر شوې وه .
د المومنون د سورې په ( ۱۱۳)کې راغلي دي :«قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلْ الْعَادِّينَ»
ژباړه : ( نو وبه وایي ( کفار) ځنډ مو کړی دی یو ه ورځ یا یوه برخه د ورځي)
یاني خلکو ته د دنیا ژوند یوه ورځ  ښکاري نو داسې ښکاری د آسمان د حساب په اساس په مځکه کې ژوند ډیر لږ او خسیس دی.

شاید دا چې د دنیا ژوند ډیر لږ ویل شوی دی او د قیامت راتګ تر سترګو دباڼو نژدې ویل شوي دي  دابه  د آسمان  د ورځي په حساب وي چې یوه ورځ یې زموږ یا د مځکې  په حساب  زر کاله کیږي  (  خدای ښه پوهیږي)

الروم ۲۵ د سورې په (۲۵) مبارک آیت کې راغلي دي.«وَمِنْ آيَاتِهِ أَن تَقُومَ السَّمَاء وَالأَرْضُ بِأَمْرِهِ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِّنَ الأَرْضِ إِذَا أَنتُمْ تَخْرُجُونَ»
ژباړه:( د هغه علامه دا ده  مځکه او اسمان ولاړ دی ( په هوا کي) د خدای په امر او بیا به  (په قیامت کې) تاسو له مځکې را غواړي ناببره به  ټوله  له  مځکی ووځي )

داچې  مځکه او آسمان په هوا کې دی او محشر  هم په دې مځکې کې نه دی. په  قیامت کې ټوله انسانان له مځکی څخه دمحشر ځای ته ځي  چې د هغه ځای  وخت ، زمان  اوشرایط له مځکې سره توپير لري.
هلته له مځکې ورغلی  انسانې حجرو څخه د هغه ځای له شرایطو سره سم )دځواني په سن بیرته  مړه شوی  انسانان پيدا کیږی او له نفس سره  په  یو ځای والی سره انسانان  به  یو بل سره  وپيژني(  خدای ښه پوهیږي

البقره د سورې په (۳۰) مبارک آیت کې راغلي دي«وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً…
ژباړه : (هغه وخت چې الله ملایکو ته وویل  زه پر مځکه خلیفه ټاکم…

په دې  مځکه کې انسان  اختیار لرونکی دی او هر څه د هغه په اختیار کې ورکړ شوی دی نوځکه انسان  په اصلي پاچاهی  کې محشر کیږي.

المجادله د سورې په (۲۲) مبارک آیت کې راغلي دي.«…أُوْلَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ…»
ژباړه : (هغوی هغه کسان دی چې د هغو پر زړه لیکل شوی دی  ایمان او تقویه شوی دی  په روح خپل) ایمان په   روح (خپل علم) سره تقویه کیږی نو د روح یوه مانا علم دی.

په اسلامی  او دینی کتابونو  کې  روح:

اسلامی علما وایي: روح د خدای (ج) پيغام دی.(منتهی الارب ) (آنندراج ) او (اقرب الموارد).
جرجاني  وايي : روح له علم غیبه دی ،چې زړه ته  په ځانګړې ډول القاء شوی دی .
روح د د خدای فرمان او حکم دی .(منتهی الارب )، (آنندراج ) او (اقرب الموارد)
روح فقهاوته الهی امر دی، رحمت دی. (منتهی الارب ) او  (آنندراج)
روح ملایکه ده په شکل د انسان  او تن د  ملایکې:(منتهی الارب ) او (آنندراج ).
روح هغه ملایکه  ده چې په یو کتار کې وي  اونورې ملایکې په بل کتار کې وي. (تهذیب عادل).
روح د موسیقي له پردو یوه  پرده ده. (برهان قاطع).
روح د قرانکریم له ( ۳۲ )نومونو څخه یو نوم دی .(نفائس الفنون ).
روح جبرییل دی.  (منتهی الارب) او (غیاث اللغات ).
روح ځان دی جمع یې  ارواح  او مونث ده. (آنندراج)
بو علی سینا وایي:( خدای خلک له درو شیانو څخه پیدا کړی دی یو تن چې هغه  ته بدن یا جسد وایي اوبل  ځان چې هغه روح بولي او درېیم روان چې هغه نفس بولي( رساله  نبض ابوعلی سینا)

درم سایه و روح دانایی است
درم گرد کن تا توانایی است
چو پیوستند عقل و نفس با هم
از ایشان زاد ارواح مجسم
په ځینو رسالو کې راغلی دي چې اور ته روح، باد ته عقل ، اوبو ته نفس او خاورو  ته جسم وایي. ( کشاف اصطلاحات)
روح یو لطیف بخاري جوهر  دی  چې د وینو د لارې د زړه  کینې  خوا ته  ځي ( غیاث اللغات)
طبیبان روح  د ماغزو هوا ته وايي ( ذخیره خوارمشاهی ).
تهانوي وایي : روح د طبیبانو په اصطلاح یو لطیف بخار دی چې په زړه کې  ځای لري او دانسان  د واک   ،حس او خوځښت لامل کیږی او ددې دو (روح او نفس) تر منځ زړه دی چې د کلیاتو او جزییاتو درکونکی دی خو حکما بیا زړه او  لومړی  روح یو شی ګڼي   او روح نفس ناطقه بولي( الفنون)
خلکو درې ډوله قوتونه  لری: طبیعي، حیواني او نفساني… او دې درو قوتونوته ارواح وایي  هغه ته نفس غضبیه هم وایي درېیمه یې روح نفسانیه  ده چې په دماغ کې ده او د عصابو په وسیله  ټول بدن ته ځي (ذخیره  خوارمشاهی)
صاحب کشاف په  ا صطلاحات الفنون کې لیکي:  د روح په هکله ډیر ډول ډول خبرې شته:
ځینې وایي : انساني روح  نفس ناطقه  او مجرده ده. ځینې وایي: هغه  لطیف جسمونه دی لکه  اوبه په سرو ګلونو کي. ځینې وایي: روح په زړه  کې هوایي شیان دی  .ځینې وایي: هغه مغز دی. ځينې وایي: روح حیات دی .ځینې وایي: روح د اور اجزا دي. ځينې وایي: هغه غریزې حرکات دي. ځينې روح نفس بولي. ځینې روح لطیف جسم بولې لکه غوړی او شیدی په بادامو او چارمغزو کې. ځینې روح روحانی نور بولي او ځیني روح د نفس لپاره  یوه  وسیله بولی.
ځینې وايي :نفس یو چټل جسم  دی او روح په هغه کې لطیف جسم دی او عقل په هغه کې نوراني جوهر دی، ځینې وايي: نفس تود ه  روح ده چې د  حرکتونو او شهوتو نو لامل ګرځي .، ځينې  روح ښه نری وږمه بولې چی ژوند  پيدا کوی.
نفس د خلکو د نظر ځای او زړه د خالق د نظر ځای دی«الاصل الصغار»
. هر نبی پينځه روح او هر مؤمن درې روحګانی لري«ابن منده »
دامام غزالی  په کتاب «مشکوةالانوار» کې  د روح ګانو مراتب پېنځه بیا ن شوي دي
لومړی حساسه روح: چې محسوسات په پېنځو حسو حسوي دا لومړی اصل حیوانی  روح ده چې ان په تی رودونکو ماشومانو کې هم شته
دویم خیالي روح  : چې محسوسات  اخلي او هغه ساتي بیا هغه عقلی روح ته چې د هغه پورته ده سپاري  چې د اړتیا په مهال کار ترې اخلي  دا ډول روح په تي رودنکو ماشومانو کې نشته.
که له کوشنی ماشومه کوم شی پټ شي هغه نه ژاړي هغه هیروي، چې ماشوم څه  لوی شی بیا یي شی  نه هیریږي د هغه پسې ژاړي او هغه غواړي
ځکه د هغه شی شکل د هغه په فکر کې پاته کیږی، دا روح په ځینو حیواناتو کې هم لیدل کیږي خو ی پتنګ هغه نه لري بیابیا اور ته ورځي خو سپي یي لري
درېیم  عقلی روح : دا هغه واک دی  چې له حس او خیال څخه  د هغه مانا  درکوي او دا یو ځانګړې انساني جوهر دی  چې په ماشومانو او حیواناتو کې نشته
څلورم ذکری یا فکری روح : چې له عقلي شیانو څخه تالیفات کوی او له هغه څخه پایله اخلي که دوې پایلې تر لاسه شی د هغو تر منځ  تالیف کوی او تر لایتناهی پر مخ ځي
پنځم قدسی دنیوی روح: ده چې خاص د پیغمبرانو او اولیاو ده  چې هغوی په غیبي لوایحو ، د اخیرت په احکامو او آسماني    او ځمکني  شیانو پوهیږي،چې عقلي او فکري روح دې حد ته رسیدای نشي.
باید پوه شو هر شی چی حس کوي  هغه روح لري.
تهذیب الاحکام کې راغلي دي  چې حکما ګمان کوی چې ملایکې مجرد عقلي او آسماني دي او پيریان مجردی ارواحګانی دی چې په عنصریاتو تصرف لري او شیطان  دهغه د خیال قوه ده.
خو هر له دې یوکلي روح لري ،چې له  هغه ډیري روحګاني خپریږی .د الله امر ته نفس کلی وایي هر کایین روح لري چې د هغو امر منی چې طبایع تامه نومیږی
صاحب په  «الانسان الکامل »  کې لیکي   : وپوهیږه ! چې حس لري هغه الهی روح لري چی په هغه  ولاړ دی. او روح  مانا نسبت د هغه له صورت څخه دهغه لفظ ته ده او همداسې الهي روح دمخلوق روح لري چې د هغه صورت په هغه ولاړ دی او د روح  مانا نسبت د  هغه له  صورته د هغه  لفظ ته  ده او هم دمخلوق روح الهی روح لري چې په هغه ولاړ دی
کلیات ابی البقاء   کې راغلي دي: حیوانی روح لطیف جسم دی چې ځای یې په  زړه  کې دی او د رګو په وسیله ټول بدن ته ځي او  دانسانی روح په هکله  بیله خدای (ج) څوک نه پوهیږي.
روح لکه اوبه ځي  او الوځي، دیوالونه او ښارونه د هغه نه خنډ کیږي.
د ځینومفسیرانوپه اندله روح څخه موخه د روان ژوند  دعامل په مانا راغلی دی( بررسی مقدماتی اصول روانشناسی اسلامی)

امام صادق(رض) د ( و نفس وماسواها ) د آیت شریف په باره کې وایي:

خدا(ج) روح پيدا کړه او هغه ته يې ټولي بدۍ او نیکۍ ور وښوولې او هغه يې آزاد پرېښود چې هر څه یې زړه وغواړي هغه وکړی (بحارالانوار)
حضرت علی(رض) فرمايي: د انسان روح یو ډیر ګران بیه جواهر دی هر څوک چې د هغه ساتنه وکړي د هغه ارزښت به ډیر کړی او هر څوک چې د هغه په ارزښت پوه نه شو اوله هغه څخه ساتنه ونه کړې د هغه له ارزښته به کم شي (غرر الحكم )
ملاصدر(رض)   وایي: علوی سماوی روح  د عالم له  امر څخه ده او بشری   حیوانی  روح د  له عالم  دخلق څخه ده.  د روح محل علوی دی.

حیوانی روح لطیف جسم دی چې د حسی قوی  او خوځښت حامل  دی.
روح په حیواناتو کې د  ځانګړو قواوو دبرکت منبع ده، او علوی روح په حیوانی روح کې ځای پر ځای شوې ده چی هغه ته نفس وايي او دا نفس د روح ځای یا محل دی ، نفس په  زړه  کې دی او له زړه څخه مراد هم هغه لطیف زړه  دی چې ځای یې د غوښو په  زړه  کې دی ، چې په بدن کې دی .

زړه د عالم خلق څخه دی او لطیف زړه د عالم امر دی
زړه ، بخاری روح او نفس یا مجرد روح د حیوانی روح مرکبات دی چې  د ژوند  دحس او حرکت منشا ده چې د ټولو حیواناتو په بدن کې شته.

روح بخاری د نفس مرکب  دی چی د  ټولو ادراکاتو  منشا او د نفس ناطقه واسطه د د انسانانو  د بدن سره ده او په پایله کې انسانی  روح لطیف امر دی چی علم او انسانی ادراکو منشا ده

ځینی روح، نفس ناطقه بولی هغه دواړه  سره  مترادف ګڼي
ځینی  روح د نیکو صفتونو ځای او نفس د بدو صفتونو ځای بولی
لکه څرنګه چې مخکې مې یادونه وکړه په قرانکریم کې روح د «روحى»، «روحنا» او «روحه» خدای ته منسوب شوې ده  خو د روح مخلوقی جوهر دی. ځينې وایي روح ژوند دی او. نفس ناطقه انساني روح ده
بخاری روح یو لطیف تودجسم دی چې د څلورو لطیفو مایعاتو ( بلغم ، وینه ، صفراءاو سوداء) څخه پيدا کیږي او بدن د هغه پوښ دی
بخاری روح ، نفسانی روح  او حیوانی روح    چې طبیعی روح ده د حیوان او نبات د قوای حامل دی او د هغه منبع زړه ده، بخاری روح ته  غریزی روح هم وایي

د طبیبانو په کتابو کي روح ته نفس ناطقه  انسانی ویل شوی  دی نو د روح بحث به روح بخار ی پيل او په  روح القدس او روح الله  ختمیږي.
ملا صدر (رض) له شیخ الریس بوعلی سینا څخه روایت کوی :« روح بخاری »«   ځان »دی  او« نفس ناطقه» ته «روان »دی، روح بخاري هغه تود لطیف جسم چې دڅلور خلطو څخه پیدا کیږی او دی روح ته حیوانی روح وایي چې قوت ليږدوی

اسلامی فیلوسفان وایی د بدن د غړو او مادی بدن پرته یو باطنی شی شته چې احساسات، ادراکات، تعقلات، حرکات او سکنات د  ارادي فعل او انفعلاتو لامل ګرځي چې هغه همدا نفس ناطقه یا انساني روان دی،
خو دا ادراکات او احساسات په ټولو موجوداتو کې یو ډول نه دی نو ځکه انساني  روح له حیواني روح څخه جلا ده.
ملا صدرا(رض)  وایي: خدای (ج) په خپل واک یولطیف روحانی جرم جوړ کړ چې دهغه نوم دی: نفساني ، حیواني او طبیعي روح ،چې د لطافت درجې يې سره توپیر لري او هغه څه چې انسان له نورو ژوو څخه ممتاز او جلا کوی هغه  نفس ناطقه دی او دکمال په اساس هغه عقل بولي.
ځینی وایی روح د ښو اوصافو ځای او نفس د بد اوصافو ځای دی

بغوی(رض)  له حضرت علی کرم الله وجهه څخه نقل کوي:
« په خوب کې روح له بدنه وځي مګر دده ځانګړې اړیکه د ځانګړو وړانګو په ذریعه له بدن سره وي، چې دغه تعلق او اړیکې له وجې حیات له بطلانه ساتلی کیږی»
حضرت شاه صاحب  (رض) وایي : روح هغه ده چې ورته ظاهری هوش وايي او هغه روح چې په هغه سره تنفس جریان لري او نبض خوځیږي او خواړه هضمیږی هغه بل دی چې پخوا د مړینې له راتلو څخه نه ایستل کیږي( موضوع القران)

او ځینې وايي  روح دانسان مادي او معنوی منظره ده .

د خدای (ج) په اراده روح له بدنه په دوو لارو وځي.

۱-نا  ارادی او نه غوښتونکی   ډول د روح وتل لکه په خوب کې
۲-په ارادې او هوښیارانه توګه  د روح وتل  لکه په مړینه کې

ځينې علما بیا وايي:

روح عموماً  د وتلو وروسته په درو ډلو ویشل کیږي:

۱- پوه روح
روح دانسان  له بدنه په  اګاهانه  ډول وځي او اړیکې يې له جسمه نه پرې  کیږی دا روح په  نړۍ کې ګرځي راګرځي خو د تیرو او راتلونکی په اړه  زیات څه نه وایي لکه په خوب کې

۲- ازاده  روح
جسم  له روح څخه کاملا جلا کیږي،کله چې زړه دریږی روح داسې یو تونل ته چې  په اخیر  کې یوه ړنا مالومیږی ځي هغه تیر او راتلونکی   ته تللی شي د اسې کارونه کوی شي چې انسان حیرانوی  او ټول ژوند یې لکه یو فیلم د هغه تر سترګو تیریږي  .
۳- د روح وتل  د پیریانو په مرسته
پیریان په حقیقت کې روح له بدنه نه جلا کوي بلکې د هغه اړیکې له جهان سره تړي هغه څوک چې له پیریانو سره  اړیکی پیدا کولی شي روح هغو  ته وړاند وینې کوی  دا روح تیر او راتلونکی درته وایي او تاسو اریانوی خو  هغه د وخت مالومات نه لري.

د لرغونو طبیبانو , فیلوسفانو او نورو علماو باورونه

د لرغونی طب په اصطلاح  روح یو لطیف بخار دی چې په زړه کې پیدا کیږي  چې د ژوند   دحس او حرکت لامل ګرځي.

لرغونو حکماو  درې ډوله روح پېژندله:
۱-طبیعي روح :دا روح  د حیوان او نبات ګډه روح ده  چې د حیوان په اینه کې وی هغه ته «نباتیه» ،« نامیه »او «شهوانه» هم وایي.د طبیعي روح ځای اینه ده چې د ودې او خوړولو مسول  دی

۲- حیواني روح: دا روح په انسان او حیوان کې وي او د هغه ځای زړه دی او د رګونو په وسیله  د بدن غړو ته ځي چی د غیر ارادی حرکاتو او شهوت مسول دی

۳-معنوي روح: دا روح  دانسان یا ژوندی جسم یو جوهر دی  د هغه ځای دماغ اصغر دی او د ارادی   اوعقلي حرکاتو مسول دی
ځینې  وايي روح یو روحي  بدن دی چې په زړه کې دی چې هیجان او هوښیارې لري او په وینو او زړه کې ژوند کوي.
نفس د هوښياری یو ډول دی یا دژوند یوه جرقه یا ذر ه ده

ارواح یو ډول روانی یا روحی زیرمه ده چې دیو چا د فکر،دژوند تجریبو ،ښه یا بد په  کې را ټولیږی چې  د دې سیستم په اساس انسان د درو شیانو جوړ شوی دی: روح ، نفس او جسم.
د لرغونو حکما د باور د سیتم په اساس که له  مړینې وروسته  د انسان روح او نفس سره یوځای شي د هغه هوښیاری پاته  کیږي اوبرعکس یې د هغه هوښیاري د تل لپاره ورک کیږي

سعدی وایي 
ما کشته ی نفسیم و بس آوخ که برآید
از ما به قیامت که چرا نفس نکشتیم
فیلوسفان وايي روح  دژوند تفکر دی چې غیرمادی دی ځانداره شیان په روح سره ځان پيدا کړی دی، چې سړی مړ شي روح په ابدي او غیر مادي ژوند له جسمه لیري ژوند کوي.
په فلسفه کې غیر مادي  موجوداتو ته لکه مړو، ملایکو او شیطانانو ته  روح ویل کیږي.
د دکارت او مالبرانش له قوله حیوانی روح په سا ه لرونکو کې په ځانګړې طبیعت اړه لري

روح د وینو  یو جز اود هغه  ډیره ظر یفه او متحرکه برخه ده چې دا ظریفوالی او تحرک د تخمیر او د زړه  دعضلاتو د خوځیدو په وسیله لاس ته راوړي.
ددکارت د مکتب پلویان نظر لري چې  حیوانی روح    له شاهرګو له لاری سپاره د وینو پر خره مغز ته ځي او هلته د غیر مریي وسایطو سره  ټول بدن ته خپریږی  خو دا نطریه اوس هیڅ علمي ارزښت نه لري.

د روح په هکله نظریې:

۱-مذهب روحي نظریه : په دې نظریه کې له بدن څخه روح جلا ده  دا د سقراط ، ارسطو او مسیحی حکماو لکه « اګوسن» او بیا «دکارت»، «مالبرانش» ،«لایب نیتز» او په اخیر کې «راوسن» او «امیل بوترو» عقیده وه

د هغو دلیل دا دی  چې وايي  ډیر ژور مادي  توپيرونه  له نفساني  تجلي سره وجود لري

مادی شیان بعد لري په حواسو پيژندل کیږی خو نفساني  تجلی بعد نه لري،  مستقیم نه لیدل یا پیژندل  کیږي یوازې په وجدان پيژندل کیږي،  د یو مادي  شي حرکت کولی نشي  په یو نفساني  شی یاني په  فکر  تبدیل شي.
د دکارت په باور روح په یقیني علم  سره پېژندلی شو.
نفساني ژوند په ژور ډول په بدني حیات اړه لري او هر یو په بل اغیزه شندي.
هغوی روح  ابدي بولي چې د بدن له مړینې وروسته ژوندی پاته کیږي لکه  چې سقراط له افلاطون څخه نقل کوي هغه وایي که  دیو سازی  ساز مات شي هغه  بیا هم ژوندی پاته کیږي.

۲-  دمادي فلسفې نظریه : دا نظریه   په  مذهب روحې نیوکه کوی چې له بدن سره روح هم مړه کیږي، دواړه سره جلا  نه دی، نفساني  ژوند د مادې تجلي ده.

ددې عقیدی پلویان  «ذیمقراطیس» او «ابیقور» دی . په اتلسمه پیرۍ کې«  لامتری»، «هلوسیوس»، «هولباخ »او په نولسمه پيړۍ کې «کارل فوګت»، «بوخنر»، «مولشوت»، دا نظریه ومنل،  وایي روحاني  امر د جسماني امر انځور دی.
مغز فکر ترشح کوی او اینه صفرا ترشح کوي.
د روح کلمه یو  انتزاعی ( دکاره وتلی ) امر او یو فلسفي او متافیزکي ګمان ښیي  او باور لري، چې وجدان بېله یو ( پی فنومن) بل شی نه دی .
۳- دروحي فلسفې نظریه :  ددې فلسفې پلویان په مادیونو نیوکې کړي  چې حسي مذهب  د معرفت په هکله یو پوره نظر نه دی هغو د وجدان «اپي فنومن» هم ردوي.
۴- دنمودي فلسفې نظریه :دا نظریه روح مطرح کوي او د هغه د حل پسې ګرځي «هیوم» او« استوارت »دروح جوهر والی ردوي. هغوی وایي هغه نفسانی نمودونه دی خو دا نظریه هم تر  نیوکې لاندې راغلې ده .
۵- دنقادې فلسفې نظریه: کانت باور لري، چې نفس او روح په مادي یا روحي بللوسره کوم ځواب نه پیدا کیږي. هغوی د ژوند پسله مرګ مني.
۶- دتحقیقي فلسفې نظریه- دا نظریه  مذهب روحی او مادی دواړه متساوي متا فیزکي بولي او دواړه ردوي، او ابدی روح نه مني خو د روحی مذهب نظریه د اصطلاح په تغیر مني.

۷-  دشهودي فلسفې نظریه: یا د برګسون شهودی مذهب  دی چې د روح او بدن  په موازتو باندې نیوکې کوي. خو د روح بقا منی.

 روح د ساینیس له نظره

روح ته په ساینس  کې بهرنی شی، مستقل، عقلی، شفاهی، غالب، فعال، خپله ازاده اومستقله، غوښتنه په زوره ، تمیز او له بهر څخه جلا والی ته وايي
همداسې  په پښتو قاموس کې د روح یا اروا ماناوی   ډول ډول دی لکه : سا، زړه،نیت ، شعور ، غوښتنه، ذات …

د روح جمع  روحونه ، روح ګانی او ارواح دی
په لومړي سر کښې ساینسدانانو فکرکاوه چې روح له جسم څخه بیل کوم شی ده چې کله له جسم څخه بیل شي نو بدن مري ،ولې وروسته چې بیا بیالوجی د مشاهداتو ، تجربو ، څېړنو او د تکنیک پر بنسټ د یو مستقل ساینس بڼه غوره کړه بیا څرګنده شوه چې ژوند له بهر څخه نه نازیلیږی بلکه ددې روح سیاق او سباق له وړاندې نه په کومه ژوندینکه ( حجره) کې شتون درلود .

ژوندینکه خپل ارتقایي وړاندې تګ کوی نور نوی ژوندینکي زیږوي او بیا دځانګړو حالاتو له کبله د ژوندینکو دا ټول سیستم له منځه ځي چې لومړی د بوډاتوب اوبیا دمړینې لامل ګرځي
ډی این ای په خپل ذات کښې یوه داسې کارخانه ده چې خپل کاپیانی  جوړوي او په ژوند کې د میکروبونو د یرغل  لپاره خپل فوځونه جوړوي.
هره ډی این ای له یوه څخه  دوه، له دوو نه د څلور په تناسب خپل ژوندینکې زیاتوي . چې ډی این ای د خپلو کاپیانو دزیاتولو لپاره  دوې لارې لري.

یو دا چې کله یوه ډی این ای خپله کاپی تیاره کړی نودا خپله ترې بیله شي
په دې ډول کې  جنسی عملیه نه ده شامله . ددې  ژوندینکی څخه تولید شوی انسان ته مصنوعی انسان (کلوننګ) وايي
له سیکسه پرته دانسان پیداکیدلو کې هغه انسان نه زړېږی او نه ورباندې قدرتي مړینه راځي خو  په ناببره  پېښو کي له منځه ځي

ساینسدانانو د(کلوننګ انسان) په پېښو کې د مړینې دمخنیوی لپاره هم  خپلې نظریې وړاندې کړي دي او په دې برخه کې ځینی فېلمونه هم جوړ شوی دی  مثلا امیب یو کوچنی ابی مخلوق دی ددی حیوان په  ژوندینکه  کښې هډوکی ، وینه ،  اواعصابی رښتې نشته او دا ژوندینکه  یو واحد نظام لري چې کله امیب پرمنځ دوې ټوټې کړل شي نو هره برخه یې ځانته بیله بشپړه امیب تشکیلوی .
په دې عمل کښې پلار څوک دی او زوی څوک دی ؟ دا نه جوتیږی
دتقسیم له دی لاری هره ژوندینکه تل نوی او تازه وي په کې  نه مړینه او نه زوړوالی راځی .
دا بېله خبره ده چې د امیبونو د ناببره  مړینې لپاره دهغو د ښکار لپاره زرګونه ډول نور  د اوبوژوی شته .  لنډه داچې هغه لکه انسان په طبعي مړینه نه مري چې بوډا شي او بیا فنا شي .
د کلوننګ څخه  پيدا شوی ژوند یوه  لویه کمزور داده چې دفاعي نظام یې ډیر کمزوره د ی د خپلو نه مالوماتو له کبله په ډیره اساني سره ښکار کیدای شی
په جنسی ډول  تولید ته   چې زیږیدل وایي د میټاسز برعکس دمیسیاسز دعمل له لاری ژوندینکې سره مروړل کیږي او بیا په سپرم بدلیږی .

په جنسی عملیه کې ژوندینکی سره شلېیږي او په کروموسومو بدلیږي .
د د نوی ژوندینکو له تخلیق لپاره بهرنی انرژی له خوړو، هوا او رڼا لخوا جذبیږی او له بلې خوا جنسی عملیه د انرجی دوتلو کار کوی چې له دی امله ورته د ژوند د تحلیل نظام وایي .
کله چې ډی این ای له جنسی عملیې څخه وروسته ددماغ دجوړونی کار پیل کړی نو زمان او مکان خپل محدودیتونه د فزیکی او ریاضی قوانینو په بڼه ورباندې ټپي.

بل دا چې جنسی عملیه  کې د ډی این ای یو سپرم د مخالف لوری له سپرم سره یوځای کیږي دیوبل له ارثي، تخلیقاتي ، معاشیاتي . او دفاعی مالوماتو څخه په ګډه کار اخلي  او د ناببره پیښو څخه  ددی مالوماتو  په وسیله   د ځان ساتنې لپاره کار اخلي نو ځکه  دجنسي عملیې څخه پيدا شوی ژوی زوړوالی او مړینه په ارث وړي نو ځکه له سیکس څخه پيدا شوی هر ژوندی شی د مړینې کندی ته لویږی

په انسانی جسم کښې د ژوندینکو دماتیدو راماتیدو عمل تل جریان لري کله چې انسان کار کوی دهغه دبدن زیات شمیر ژوندینکې له منځه ځی چی دی ته د میټابولزم د عمل برعکس د کیټابولزم ویل کیږي، له دې امله دانسان پر بدن بیلا بیلي دانی راخیږی او مړی شوی ژوندینکې د زوو او نو په بڼه له بدنه وځی

لنډه داچې ددماغ په  ډی این ای ګانی کې د په خپله پيداینې او خپله جوړونه  نظام د نشتوالی له امله پخپله دا دماغ د مړینې او بوډاوالی په وړاندی ژوندینکو یو بې وسلې نظام دی ، او ترڅو چی پر دماغ مړینه رانشی نور بدن مړینه په اسانه نه قبلوی په دې اړه دوې ډیرې ښې بیلګې وړاندې کیدلای شي چی یوه تجربه پنځلس کاله وړاندی «سمیت سونی بارن » نومی ساینسدان وکړه هغه دا تجربه پر«پیرامیسا» چې یوه ژوندینکه  مخلوق دی وکړه ،  هغه ددی ژوی پر ژوندینکه باندې د الټراوایلټ وړانګې  لاندې ونیوی چې په پایله کې دهغه ټولی ډی این ای ګانی مړی شوې .
بیا یې  ددې ژوندینکې  مړه شوی ډی این ای ګانی  بیارغاونه  پيل کړه  هغه په  تیاره کښې یوانزایم   تولید لږ وروسته  یې بیرته په فعالیت پیل وکړ .

بله مشهوره تجربه په روسیه کښې پر «فینه» نومی بیزوګۍ ترسره شوه ، لومړی د بیزوګۍ بدن په دوا سره بې سده شو بیا یې هغه  په کنګل  ځای کې کېښووله، چې دهغې په جسمانې غړو کې دکیمیاوی او نامیاتی عمل سوستوالی راغی . بیا یې د ستنی په واسطه دهغې له شریانونو څخه ټوله وینه وایستله له دې سره دهغی تنفس او دزړه ضربان و درید .
شل دقیقی وروسته یې بیرته وینه ورپمپ کړه او ورسره یی دهغی په اعصابو او زړه کښې «ایډرنالن »پیچکاری کړه، له دی سره دهغی زړه بیرته حرکت پیل کړ د «آیرن لنګ »ماشین په ذریعه یې هغې ته  مصنوعی تنفس  ورکړ ، څلور ساعته وروسته هغی خپلی سترګی ورغړولی خو څه یی نه پیژندل نیم ساعت وروسته یی خپل سر راپورته کړ خو بیا هم هغه پوره په سد کې نه وه ،شپږ ساعته وروسته چې کله په هغې ستنه جګه کړی شوه نو هغې وځغستله

کله چې  دبیزوګۍ وینه وایستله شوه نو پر هغې باندې طبعې مړینه راغله ، لیکن دماغ یې په کیمیاوی توګه ژوندی و، کله چې ورته بیرته وینه ورکړل شوه نو هغه بیرته ژوند ی شوه .

مک دوګال د  خپلي  تجربې په هکله وایي: داچې د ساینس د قانون په اساس ټول شیان لکه مایع ،جامد او ګاز وزن لري نو که  روح  رښتیا وي باید وزن ولري.  نو ما د روح د اثبات لپاره ډیر ناروغان تر څیړنې لاندې ونیول.
هغه د دناروغانو د مړینې په مهال د هغو  د وزن دکمیدو په هلکه وایي:
موږ یو ناروغ پر یو ډیر احساس بیم ترازو پریست هغه مو درې  ساعت او څلویښت دقیقې دمړینې دمخه ترنظارت لاندې ونیو ی، هغه کرار کرار په هر  ساعت کې یو اونس وزن د لاسه ورکوی چې دا وزن کمیدل ( د بخار ، نم په تنفس  کې او خولو په اساس  کمېدی). هغه   ددروساعتو او څلوېښتو دقیقو وروسته مړ شو نو د هغه د مړینې سره سم  ناببره  د هغه په وزن کې  په یووار په څو ثانیو کې درې پر څلورمه  د یواونس  کم والی  ولیدل شوو دا د وزن کم والی دخولو، تنقس او  د سا د ایستلو څخه نه و،ځکه هغه مخکې اندازه شو چې یو اونس په یو ساعت کې وه نو دا ناببره لږوالی له څه سبب رامنځ ته شو؟ ځینې وایې دا هغه هوا ده چې په سږی کې وه او د مړینې په اثر له سږی وځي.
مک دوګال يې په ځواب کې وايي:
. زه خپله په بستر پریوتم نفس مې بند کړ خو به ترازو کې تغیر رانه غی
نودا د وزن کمیدل د څه شی دی؟
دا چې وايي  د مړینې په وخت کې د انسان  وزن « ۲۱ »ګرامه  کمیږي  یاني دا چې آیا روح« ۲۱» ګرامه وزن لري؟
آیا  دا ټولي د ژوند پیښې  لکه: خوشالی، غم ،ځورونې  دومره لږ ځای نیولی دی ؟
په دی هکله « اشرت» وایي:
دا تجربه ډیره ساده ده  نه باید دا  ډیره جدی ونیسو
د مړو بدونه  کرار کرار خپل  وزن د لاسه ورکوی  هغه  شی چې ژر وزن د لاسه ورکوی  ( لیزوزوم) انزایم  دی  چې د ژوندینکې په دننه  برخه کې په ګاز او مایع بدلیږي
اشرت د خپلې ادعا  د ثابتولو لپاره  وایی همدا علت دی چې په دسته جمعی قبرو کې یو ډول ګاز شته چې د اور اخیستلو امکان يې ډیر دی.
ګاردین  لیکلي که مړي په خپل وزن پاته کیدلی تر اوسه به ټوله مړي پاته وای .
«رابرت اسپتزلر»   د فونيكس انستیتوت  د مغز و اعصاب مدیر په یو راپورټ کې وايي:
په( ۱۹۹۱ کال ) کې د« رینولدز » د مغز په شریان کې پاړسوب ولیدل شو
ما د هغه   مورته وویل:  هغه باید عملیات شي ممکن په عملیاتو کي مړ شي
خو بله چاره نه وه هغه مي عملیات کړ هغه د سد کیدو وروسته دا کیسه راته وکړه چې زه يې ډیر حیران کړم
هغه وايي چې زه  بی سده شوم د داسې ماشین لاندې چې «کلیک» غوندې ږغ يې درلود پرې ایستل شوم ( دا  ماشین د هغه  د زړه ضربان ،سا ، د تودوخې درجه ا و د ژوند نور علائم كنترلول)
ما احساس وکړ له خپله جسم  څخه را وتلی یم. ستا له  سره  خپل  ځان وینم چې تا یو برقی بورس په لاس کې دی زما په ورانه اخته يي او د یوې ښځې ږغ مې اوریده چې تاته يي ویل د هغه نبض ډیر ضعیف دی
کله چې تا  زما د بدن ټوله وینه ویستله ما یو تورتونل ولید چې د بلی خوا نور ترې ښکاریده زه  د هغه د نور خواته ولاړم د تونل په اخیر کې مې خپل  دوستان،  اشنایان او خپله انا ولیده چې ماته يي انتظار کاوه
هغه احساس وکړ زمان ودرید بیا یوې ملکې زما روح بیرته راوګرځوله
ما احساس کوی لکه چې د یخي په  ډنډ کې ایله شي یم
دبرتانوی  ډاکټر«سوزان بلك مو» وایي مړینه په مغزی مړینه پيل کیږي.
نننۍ ډاکټران  باور لري چې مړینه یو ځانګړې ګړۍ یا وخت نه لري  مړینه یوه مرحله یي پدیده ده.
په کلینکي مړینه کې کله  د چا سا ایستل او د زړه دربی بند شي خو د زړه د احیا  وسیله  لاژوندی وی
یا داچې  د مغز لاندې برخه اود مغزډنډه چې غیر ارادی حرکات کنترول وی له کاره لویږی او انسان یوازې په زړه او تنفس ژوندی وی
یا داچې د مغز ډنده  فعاله وي زړه، سږی او د هاضمې سیستم  کار نه کوی بیا هم سړی تر څه وخته پوری ژوندی پاته کیږي.
«باربارا رومريك»  د(۶۰۰ )داسې خلکو سره مرکه کړې ده چې هغوی  د خپلد روح د سفر کیسې درلودې لکه:

«رابرت ميلهم» ویل:  کله چې مې  دزړه له حملې  زړه  ودرید ما خپل جسم لیدی او لیدل مي چې زما مخ را پټوي.
له نننیوڅیړونو څخه دا جوتیږي، چې  کله مغز  بشپړ له کاره  ولوېږي یا  یې فعالیت لږ شي نومړینه پېښیږي او دا يې ثابته کړې ده  چې  وېښیاري یوازې په مغز اړه نه لري.
د (۲۰۰۱) د سامبر  د میاشت په (لانسیت) طبي مجلې کې  یو هلندي ډاکتر (ون لومل ) لیکلي دي:
په امبولانس کې يې روغتون ته یو( ۴۴ )کلن ناروغ  چې د زړه حمله پر راغلې وه راوست ،ډاکټر هغه ته برقي شوک ورکړ،  یوې ناروغپالی د هغه مصنوعي غاښونه ویستله چې تنفسي لوله يي په خوله کې ننباسي ، هغه یې ځانګړې واټ ته بوت یوه اوونۍ وروسته چې هغه ناروغپاله هغه  ځانګړې واټ ته ورغله  ناروغ هغه  وپيژندله چې  هغې د هغه مصنوعي غاښونه ایستلې وه.
یاني دا چې  هغه  د کوما په حالت کې هغه لېدلې وه چې د هغه غاښونه باسي.
هغه ویل ما خپل روح ولیده چې زما له بدنه ووته، او ما هرڅه لیدل .
دا ډاکتر لیکلي ما په(۳۴۳ )خلکو چې د زړه حمله پرې راغلې او بیا  روغ شوی  دی تر تحقیق لاندې نیولې وه  د د څېړنې  پایله  داسې وه :
. په سلو کې (۱۸)  تنه يي د کاملی وېښياری خبری کولې.
یو برتانیاوی  څیړونکي په( ساوت همپتون   روغتون کې) د یوې څیړنې  پایله  داسې بیانوي :
په سلو کې (۱۱) په بشپړه بې سدي کې حافظه لري،  په سلو کې شپږ چې د زړه له حملې ژوندی پاته شوی دی  د مړینې نژدې والی بیانوي.
له دې څیړونو څخه  دا جوتیږي چې له مغز څخه پرته هم وېښیاری شته.
څیړونکي  د انسان مغز د تلویزیون د دستګاه سر ه پرتله کوي او وايي چې که  تلویزیوني   پرواګړم نه وي نو تاسو په تلویزیون کې څه نه وینئ.

نو دا وېښیاری چیری ده  آیا په هره ژوندینکه کې ده؟
«ون لومل  »وایي زه سوچ کوم همداسې وي ځکه  له ورځي پنځوس میلیونه ژوندینکې مړې کیږي یاني په دې مانا چې زموږ ټول ژوندینکې نوی دی خوموږ هیڅ تغیر په ځان کې نه حس وو. یانی  په اووه- اته کاله کې د  انسان  ټول ژوندینکې نوی  کیږي خو بیا هم انسان ځان هغه انسان بولي دا دا حقیقت ثابتوي چې  په بدن کې یو بل شی شته چې تل ثابت  دی او هغه روح ده.

هغه وايي باید د ژوندینکو تر منځ یو ډول اړیکې وی یا دا چې د بدن  ټولې ژوندینکې  یو بل ته  دمالوماتو ورکولو اړیکې لري او د مغزی مړینې په مهال کې ژوندی ژوندینکې  له ذهن د لاري له پېښو څخه خبر یږي.
ژوي هم   لکه انسانان  موجودات  دی  خو انسان روحی واکونه لري، د ژوو  د روح وده د بشر سره توپیر لري  چې هغه ته وېښیار ضمیر وایي او ځینې يي ناببره ضمیر بولې لکه سپي چې له ډیرې مدې وروسته خپل خاوند وویني د عاطفې او مینې چمونه ورته کوي.
که یوه الوتونکې یو چیري هګۍ واچوي د هغه چوچيان همغلته  هګۍ اچوي چې دې ته  ځان پوهی   ضمیر وايي.
ځينی بیا ادعا لري چې ژوي او انسانان ټوله یو شی دی که انسان خبرې کوي  ژوی هم په نورو فریکوینسیو خبرې کوي له دې مالومیږی چې  ټوله روح لري.
ځینې بیا وايي دا  روحګانی د انسان له بدنه  نورو پرمختلولو  بدنو ته ننوځی یا نورو کراتو ته ځي.
د ساینس علم ثابت کړې ده د چې نباتات هم یو ډول واک ،احساس او  درک لري لکه حشره خوړونکې نباتات چې عقل لري.

    دځينو ساینس پوهانو په اند که  روح وی نو  اساساً هغه  انرژې ده چې هغه  د لوېدیځ او ختیځ نامحدود حکمت دی
دځېنو پوهانو په اند    د نړۍ د دینونو د ښوونو په په اساس روح یو طلایي تاردی

چې دانسان شخصیت  د بدن سره وصلوي .
دځینو پوهانو په اند بیا روح زموږ د بې سدی ژورتوب دی یا هغه ماتیدونکی شی دی چې ز موږ شخصیت باید هغه ته پام وکړی چې مات یا ورک نشي خو رښیتیا بیا ددې  باورسرچپه دی دا زموږ روح ده چې زموږ شخصیت  ته پام کوی که ترې وغوښتل شي.
ساینس  پوهانو په اند  دانسان د بدن  فزیکی شکل د تکامل اخیري ټکی دی خو تکامل د شکل  په بشپړ ېدو سره نه دریږي.د روح بیان اساساً د انسان د پوهې د  تکامل بل ګام دی.
د ځینو په پوهانو په اند بیاروح د نفس او مادې جسم  ارتباطی  اړیکه ده یا د مادې او نفس د دوستي  اړیکه ده .یا روح میانجي یا د پوهې اساسي پل دی.
ځېني  ساینس پوهان بیا روح د جاذبې قوه بولې چې ټوله شکلونه سره یوځای کوي چې  شایدالوهیت په هغه کې تشریح کیږي.
ځینې نورو ساینس پوهانو په اند روح له فنی اړخه یو ه  بې رنګه وړانګه ده چې له ځانګړو اهتزازونو او خوځښتونو څخه رنګه کیږي.
د  ځینو ساینس پوهانو  په اند روح انرژی ده د ساینسي تیوری  په اساس  چې انرژي له منځه نه ځي یوازی خپل شکل   تغیر وی نو  روح چې انرژی ده  هغه  یوازې تغیر  د شکل کوی له مینځه نه ځي نو همدا علت دی  چی روح د  جسم  دمړینی وروسته ژوندی پاته  کیږي

خو هغوی دا  تشریح کړي کړې نه ده  چې  روح څه ډول انرژي ده او څرنګه اندازه کیږي او له نوري انرژې سره د هغه   عمل څرنګه دی؟.
هغوی وايي د انسان بدن یو بیولوژیکی سیتم دی چې میتابولیزم ، خواړه په استفادې وړ انرژی  اړوی دا انرژی د وینو د پمپولو  ، دبدن ساتنې ، د بدن د تودوخي د ساتنې اوبل نسل ته  د جین په  انتقالولو او داسې نور کړو لپاره  کارول کیږي.  که میتابولیږم خواړه په انرژي بدل نه کړی نو بدن مړ کیږي

ماده او انرژی نژدې اړیکې سره  لري انرژي بدن ته تودوخه ورکوي  نومړ شوی  جسم انرژی  یا  روح ته اړتیا نه لري.جودی میریل لیکي:دروح د پوهیدو لپاره  باید  د هغه فیزیولوژی مطالعه شي   لومړی باید مغز ، بدن او روح و پیژنو

تر اوسه  فیزیولوزي د پوهې ( وېښیاری) درې حالته تشخیص کړی دي.

یوه پوره وېښتیا ( په سد توب) چې په دې حالت کې  زموږ په ماغزو کې ټولې خاطرې او تجربې زیرمه کیږي او ه هر وخت چې وغواړو له هغه څخه  ګټه اخیستلی شو. د انسان فزیکی اړخ نورمال وی او
د انسان مغلق خواص لکه:  فکر، احساس او غوښتنې دی چې د فزیکی جسم څخه جلا دی هم فعاله وی
بله نیمه وېښتیا( نیم بی سده توب ) د ی چې حالت کې یوازې ځېنې ځانګړی خاطری زیرمه کیږي

درېیم يي کاملا د بې سدی حالت دی چې ماغز ه کار نه کوي
روح پیژندونکی پوهان وايي:روح دانسان د بدن د دوو ځایو سره اړیکه لري  یوه يي د پوهې (تار یا اړیکه ده) د سر دپورته برخه  سره ده   او  بله يي چې   دژوند ( تار یا اړیکه ده  )د زړه سره ده  موږ په په دواړو ځایو کې هغه  اسانه حسولی شو.

 

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب