اسلامي سیاست او دولتکاري ژوند او مدیریت

رهبری او سیاست ستر توپیر

پدې وروستیو کې مسلمان ولسونه د دولتونو پر وړاندې دریږي چې پدې پړاو کې داسې رهبرۍ ته جدي اړتیا لري چې چارې یې په سمه توګه رهبري کړي. اسلامی نړۍ په ټولیزه توګه د داسې مشرتابه په لټون کې ده چې د هغوی ژبه وګرځي، غوښتنې یې څرګندې کړي او د سیاسي ګوندو پر ځای د اسلام استازیتوب وکړي.

لیکوال: نثار یوسف
ژباړن: نثاراحمد اسلام مل
رسالت فرهنگي‌انجمن

زما په اند د ښه مشرتابه ځینې صفات په لاندې ډول کیدای شي:
په اسلام کې رهبري امتیاز نه، بلکې مسوولیت دی. روښانه او له فساد څخه سپېڅلې کړنه ده. د قرآن او سنتو د پلي کولو لار ده، نه دا چې د توکم پالنې په توګه ترې کار واخیستل شي. مشر ته ښايي چې خلک په کار واچوي او د امت د عمومي ګټو په لار کې هڅه وکړي، نه دا چې خلک د خپلو ګټو په لاس ته راوړلو کې وګماري. حتی تر ټولو لوړ مقام چې د خلیفه دی، هم له قضايي مسوولیت یا حساب ورکولو څخه معاف ندی. له عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه په عمومي غونډه کې د یوه عادي کس لخوا د اوږدو جامو په اړه پوښتنه کیږي. کله چې علی رضی الله عنه د خلافت پر مهال، محکمې ته د تورې د غلا کېدو په هکله عریضه وکړه نو قاضی ترې نه د شاهد غوښتنه وکړه.

کله هم چې د رهبرۍ کلمه په ژبه راوړو، باید هیر نکړو چې له دې مقام څخه د وګړو لپاره د ډیرو ښو فیصلو انتظار هم کیږي. د بیلګې په توګه کله چې یوسف علیه السلام په مصر کې د کرنې د وزیر په توګه دنده واخیسته نو ثابته ېې کړه چې د هغه تصامیم د اوږمهاله وچ کالۍ لپاره ګټور وو. د سلیمان علیه السلام پاچاهي بلکل بې جوړې وه، هغه کله هم پرېنښودل چې هوسا کوونکي نعمتونه یې د عبادت په لار کې خنډ شي. داود علیه السلام هم پاچا وو او هم ېې د جګړې په ډګر کې برخه اخیستله.

او همدا راز لکه څنګه چې ټول پوهیږي هیڅ کله راحت طلبه ژوند غوره نکړ او له دې سره سره چې د ټولو مسلمانانو مشر وه، قصر، تخت او تاج یې نه لرل. هغه یو ډیر عادي بادشاه وو.
ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت د مقام منلو ته تیار نه وو، او غوښتل ېې عمر رضی الله عنه دې مقام ته عمر (رض) غوره کړي. له عمر رضي الله عنه سره آن د مرګ په بستر کې هم د خلکو غم وو: کله چې هغه رضی الله عنه د ژور ټپ، سخت درد زغمه نو یو ځوان یې لیدو ته راغی، په همدې حال کې یې هم خپل مسوولیت هیر نکړ او ځوان ته چې پایڅې یې ټېټې وې، د هغه د سمولو لارښوونه وکړه، زوی ته یې وویل چې د ده پورونه ادا کړي. خلکو ته یې وصیت وکړ چې باید د ده زوی خلیفه نه ټاکي. هغه وېرېده چې د الله په وړاندې د د بیت المال حساب ورکول ډیر ستونزمن دي.

خو راځو سیاست ته، سیاست بیا لږ توپیر لري. نن خلک سیاست د ټولنې د تر ټولو فاسدې برخې په توګه پيژني او هره ناخواله لکه د بیو لوړېدل، جنګ جګړې، د ماشومانو او ښځو اخلاقي فساد، د جرمونو زیاتېدل او داسې نور ټول د سیاست ډالۍ ګڼي. نن سیاست د حکومتونو د پرځولو، د نورو ملکونو په ځمکنۍ بشپړتیا تیری او نورو ملکونو باندې د جګړو تپل کڼل کیږي. ځکه نو زما په اند اړینه ده چې «د اسلامي ادارې اصول» د فقهې په توګه په اسلامي روزنیز نظام کې شامل کړای شي. دا به یوازینۍ لار وي چې راتلونکی نسل د اسلامي سیاست او رهبرۍ په اصولو پوه کړو.

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close