رنګونه (Colours) د طبي څیړونوله مخې

رنګ په ترافيکي حادثاتو

روښانه نارنجي او ژړرنګ په اساني ،ژراو ښه ډول سره ليدل کيږي.د موټرانو نيلي او زرغون رنګ ډيرخطرناک دي ولي بريښيدونکي نارنجي رنګ ډيرمناسب دي .د شپي بايسکل او موټرسايکل چلوونکي بايد نارنجي او زيړ جامپرونه واغوندي .ترڅود شپي په تياره کي ښه وليدل شي .نن سبا په سړکونو او لويو ليارو باندي د مختلفو ترافيکي نښانو نه د تيزبريښيدونکي رنګ نه استفاده کوي تر څو د شپي له طرفه په اساني وليدل شي .

رنګ د جسماني کړووړو له نظره :

ګلابي رنګ د روغتيانښه ده .زرغون رنګ د يخني علامه بلل کيږي .توررنګ د ويريا غم لپاره استعمالوو.او هم توررنګ د نحسيت علامه بلل کيږي.د مثال په ډول : توره شپه ،توره تياره ،توره بلا.سوررنګ د جوش ،زوږاو ولولي نښه ده .ژيړ رنګ د پسرلي د راتګ ښکارندوي دي .
رنګ د ښاديو له نظره :
په هند او پاکستان کي د ښاديو په موسم کي ډيراهميت لري .په روسيه تر سوسياليستي انقلاب ترمخه ژيړرنګ د بد لمنو ښځو نخښه وه .

رنګ په لابراتوارکښي  :

تجربو ښودلي ده چي سوررنګ زموږعصبي نظام ته تحريک ورکوي .له دي رنګ څخه د ساه ايستل او د زړه ضربان زياتيږي .نيلي رنګ بيا د سکون اوارامي سبب ګرځي .په امريکا کي د فوټبال د بازي د شروع نه مخکي لوبغاړي په سره کوټه کي کښينوي څوپه دوي کي جوش او ولوله پيدا شي .او وروسته له بازي نه په داسي کوټه يا اطاق کي کښينوي چي په نيلي رنګ سره رنګ شوي وي تر څو لوبغاړي د ارامي او هوسايي احساس وکړي .

رنګ په ټولګي يا صنف کښي :

يوه امريکايي ارواپوه ودوه(٢) ټولګيو ته د ٢٠ دقيقو دپاره په جلا جلا اطاقوکي درس ورکړه .چي يوه ټولګي نيلي رنګ سره رنګ شوي وه او بله ټولګي په سوررنګ سره رنګ شوي وه .چي وروسته د درس نه د هغه ټولګي شاګردان چي په نيلي رنګ کوټه کي ناست وه ډير د درس نه په تنګ شوي وه او داسي فکريي کاوه چي درس د شلو دقيقو نه زيات وخت ونيوي .حال داچي د سوررنګ اطاق لرونکي شاګردانو بيا درس ته ډيره ښه توجه کړي وه او داسي فکر يي کوي چي درس د شلو دقيقو نه کم وخت ونيوي .نوددي نه معلوميږي چي رنګ زموږ په توجه او احساس باندي هم اثرلري.

د رنګ اثرد کوچنيانو په ذهنوباندي :

د کوچنيانو د ذهني سطحي د څيړني پوهانودا څرګند کړل چي د هغواطاقو ماشومان چي د اطاقو ديوالونه يي په ژړ،ژيړبخون،زرغون او نارنجي رنګونو رنګ شوي وه نسبت  د هغواطاقو ماشومانوته چي د اطاقو ديوالونه يي په توريا سپين رنګ رنګ شوي وه ډير تکړه اوپياوړي وه .

رنګ د شخصيت په پيژندلو کي :

د ژيړرنګ خوښونکي خلګ چالاک ،ذهين او ډيرژرد نوي چاپيريال منونکي او د تخليقوونکي ذهن خاوندان وي.
د تيزنيلي رنګ خوښونکي سست ،نازک طبيعته ،رحم دله او محبتي وي .د سوررنګ خوښوونکي خلګ بيا له جوشه ډک او جذباتي وي .توررنګ خوښونکي بيا خپل ځان يواځي (يوازي)احساسوي.اود کوم ملګري په لټه کي وي .او بوررنګ خوښوونکي خلګ هغه خلګ هم خوښوي چي د جسماني استراحت کمښت احساسوي.

رنگ اثر په روزمره کړه وړو باندي :

نن سبا د انټرنيټي صفحي جوړښت که په رنګه شکل وي نود زياتوخلګود خوښي سبب کيږي. خلګ د توراوسپين عکس په نسبت رنګه عکس ډيرخوښوي .همدارنګه هغه شيان چي په زړه راکښونکي رنګونوباندي  بسته بندي شوي وي نسبت توراوسپين ته ډيرد خلګو د خوښي سبب کيږي .

رنګ په اشپزي کښي :

که چيري سلاته ډيره ساده وي نو ډير خلک يي نه خوښوي ولي که په باندي ښه زرغوني پاڼي او په ګلابي غاب کي کښيښودل شي نوډيرښه خوند کوي .همدارنګه که يو اشپزي ته رومي ،پيازاو نوردارو اضافه نشي نو خلګ وايي څنګه سپيره ښوروا ده .

رنګ د کور په جوړولو کښې:

که کورپه سړه سيمه کي وي د ګرم احساس د ترلاسه کولو لپاره بايد ګرم رنګ لکه سورنګ استعمال ښه بلل شوي دي .خوکه کورپه توده سيمه کي وي نويخ رنګ لکه نيلي رنګ استعمال کړي .هغه اطاق چي استراحت پکښي کيږي په يخ رنګ او هغه اطاق چي مطالعه پکښي کيږي په ګرم رنګ سره رنګ کړي.
اميد دي د رنګونو په اړه ددي معلومات نه پخپل روزمره ژوند کي گټه پورته کړواو د لوي خداي (ج)ددي نعمت شکر هم ادا کړو.

ډاکتر بشيراحمد (محبوبي)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب