خوب او ستړیا

 رسول (ص) د خوب لیدلو  د ډول په هکله فرمايي

 رسول (ص) د خوب  د ډول په هکله فرمايي: شاید د انسان خوب لیدل:
– د خدای  (ج) بشارت وي
– شیطاني افکار وي
پټ انسانی اسرار وي

د ځېنو علماو نظرونه د خوب په اړه :

امام غزالي (رح) وايي د زړه دننه یو ه دروازه عالم ملکوت( عالم روحانی )ته او پنځه دروازې عالم محسوساتو( عالم جسماني) ته خلاصي دي  .
په خوب  کې چې  کله د حواسو لارې بندې شي د عالم ملکوت لاری پر انیستل کیږي نو انسان د عالم ملکوت له  لارې  د راتلونکی پيښو په هکله  خبریږي او دا بیا  د رښتني خوب لامل ګرځي ،اوبل  دا چې الهام د حواسو د لارې نه وي ،ا لهام په زړه کې پیدا کیږي مګر انسان نه پوهیږي ، چې هغه له کومه ځایه راځي او پوهیږي ، چې الهام د محسوساتو  کارنه دی.

شیخ اشراق:  په کراماتو او خارق العاده عاداتو او رښتینو خوبونو باور درلود.
اِبن سینا:  ابن سینا وايي هر کله چې یو عارف له غیبه څه ووايي او د هغه دا بشارت سم وخیژي او په هغه اسانه باور کیږی ځکه هر امرد طبیعت  په قوانینو  کې معین علل او اسباب لري
تجربه او قیاس دا ښيي چې انساني نفس په خوب کې یو ډول غیب ته لاسرسي پيدا کوي کیدای شي دا  لاسرسی په ویښه کې هم وي.

حکیم سبزواری  په خپله یوه  منظومه کې وايي خوب هغه حالت دی چې د حیواناتو په عالم ( انسان هم په کښې شامل دی ) باندې راځي اود خوب په اثر د حیوان نفس یوازی د ارادی حرکت څخه   ازادیږی نه له خپل طبیعی حرکت څخه.  دا انقطاع د نفس د استراحت لپاره ده.
لقمان حكيم‏» وايي تعجب کوم چې خلک په قیامت کې د بیا ژوندي کیدو انکار کوي په داسې حال کې چې په یوشواروز کې اقلا انسان یو وار مري او بیا ژوندی کیږي.
د ځینو روایانو په اساس د خلکو روح  په عالم تجرد کې د یو بل سره وینی، چې بیا  که په ویښه  دهغه  سره و ویني نو له هغه سره  د اشنایي  احساس کوي

د انسان نفس په خوب کې د نورو نفسونو سره  ګوري او دملکوت په افق کې ځینې شیان ویني چي شاید څو مده  وروسته هغه  ته  دا پيښه ور پیښه شي.
هغه محال عادتونه چې له اولیا ، صالحا نو  اومقدسینو لخوا  تر سره  کیږي دا دي:
فراحسی ادراک: د دبشري حواسو بې مرستې د  یو امر یا شی یا پېښی خبر یا اطلاع ده  لکه  دلیری په یو شی پوهیدل ، لیدل او اوریدل ، ددعا قبولیدل، په شیانو تسخیر او تصرف ، له لیري پر کوم  شی  اغیزه کول، غیب ویل او نور
الهام: یو چا ته له نه پيژندل شوی  منبعی  څخه یو  سوچ، یوانځور یا یوحالت القا  ته وايي یا  دداسې ناممکن امر راوړل  دي چې په عادی شرایطو کې ممکن نه وي
کرامات : هغه خارق العاده ( نا ممکن )اعمال دی چي اولیا او صالحان. پارسایان او پاک زړه صوفیان  یې اجرا کوي، کرامات په لرغونو او نویو بشري کلتور کې وه او  شته
لکه رښتنی خوبونه لیدل،   دبل چا په فکر پوهیدل ، پر اوبو تل،  له اوره تیریدل ، د وحشی حیواناتو رام ول…
د کرامت او معجزې توپير : معجزه یوازې د پيغامبرانو د دعوت وروسته د تحدی سره  اجرا کیږي که په بل ډول اجراشی  هغه کرامت دی خو عرفا د انبیاو کرامت هم معجزه بولي هر کرامت خارق العاده ( نا ممکن ) دی او هر خارق العاده ( نا ممکن) شی کرامت نه دی.
پوهنمل محمود نظری

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close