ټولنه

راځئ چې مجلسونه ودان کړو

وايي چې انسان مدنی الطبع دی يوازې يې ګوزاره نه کېږي خامخا به د نوور انسانانو سره کښېني او پاڅېږي د افکارو او نظرياتو تبادلې برسېره به خپلې مادي ګټې او منافع هم یو بل ته نقلوي.

دغه د انسان فطرت غوښتنه ده، او په دې سره په دې پراخه او بې سروبره ځمکو کې د خپل خورا کمزوري ځواک سره د اوسېدنې وړ ګرځېدلی دی او له دغه متبادلې ناستې پاستې او راشه درشه په برکت د کمزوري انسان نه داسې ځواک جوړ شوی دی چې د ځمکې بې پایه تنابونه يې رالنډ کړي او د ډېرو سترو کايناتو په تکل لا هم روان دی د خلکو په څه کيسې کووخو راځه چې زه او ته هم راولټېږو ځان ته ځير شو ا وګورو چې د تمدن په دغه بې مهاره قافله کې مو ځای چېر ته دی؟ ماته خو داسې برېښي چې قاقله رانه ډېره مخکې تللې ده او حتی له سترګو مو پناه شوې ده آخر په موږ څه شوي چې له کاروان پاتې يو هغوی هم مدنی الطبع و او مونږ هم.

داسې ښکاري چې مونږ د خپل مدنیت او ناستې پاستې نه ګټه نه ده اخستې او وخت مو عبث تېر کړی دی. هو! دا رښتيا ده زه او ته چې سره کښینو خبره مو څه وي؟

يا خو به د چا په غیبت سر يو او يا د فلاني اکا مال، دولت یا عزت او قدر را واخلو د حسد ګېډې يې د لاندې کړو او د بغض په بې رحمه تيلي ترې لمبې پورته کړو.
دا خو به دې هم ليدلي وي چې کله نا کله زما د لاسه څه نه کېږي او د کار همت نه لرم خو د یو بل عاجز او فقير په هکله چې په ډېرو ناچیزه شيانو لګيا دی که زيات نه وي خپل ګاونډ او چاپېريال ته منډه ترړه وهي په دې هيله چې د الله تعالی په وړاندې د اخلاص هېڅ عمل نه ضایع کېږي خپل مسولیت تر يو حده ترسره کوي زه راولږېږم په هر ځای او مجلس کې کښېنم او وایم چې دا خو ډېر ناقص عمل دی دا کمی په کې دی او… او څه خوله ځانه ورپسې تورونه وتړل.

ای د الله بنده! هغه د الله کلام دې نه دی اورېدلی چې د خپلو داسې عاجزه او نا داره بنده ګانو لپاره غچ اخلي او وايي چې هغه څوک چې زما په داسې بنده ګانو پورې مسخرې کوي زه هم ورپورې مسخرې کوم. په داسې مجلسونو کې به دې هم ساه ډېره تنګه شوې وي چېرته چې د ساعتونو ساعتونو له ناستې وروسته پرته له سپکو سپورو بل څه نه وي اورېدلي.

دا د انسانانو په اصطلاح ډانډس کول خو اوس د مالوچو نه ډېر زيات شوي دي دا خو به دې هم يادېږي چې ځيني پوهان چې مجلس کې کښېني هغه غر او دا غر سره ولي چاته د خبرو وار نه ورکوي ته به وایې چې مجلس يې په اجاره نیولی دی او د دنیا ټول سياست درته په ساده الفاظو کې داسې تشرېح کړي چې ته ورته حيران شې او ته به وايې چې دی او که نه دی همدا دی خو د خبرو نتيجه يې څه؟ هغه به دې خپله ليدلي وي. نور به دې څه سر خوږوم ته زما نه ډېر ښه پوهېږې.

که پام دې ورته نه و اوس دې ورته پام ونيسه کېدی شي، چې ډېرې نورې نا کرده هم بیامومي خو زما د لاسه نور څه نه کېږي دا يو څو د ورورۍ خبرې دي سره وبه یې کړو او هڅه به وکړو چې څه ترې جوړ کړو.

که چېرې کوم مجلس کې سره کښېنو ښه به دا وي چې مجلس مو رغنده وي او څه محتوی ولري يا د تمدن دور کې قافلې پسې کوم قدم واخلو او يا د آخرت د اوږد سفر په وړاندې يو بل سره خبره وکړو.

ددې پر ځای چې خلکو پسې خبرې کوو او عيبونه يې سپړو ولې دا نه کوو چې خپلو نقصانونو ته ځير شو او دا ساعت نيم چې د بل پسې په خبرو يې تېروو دا د خپل ځان په اصلاح او رغونه تېر کړو.

که د کوم مسلمان ورور د کار کومه نیمګړتيا ياد شوه ددې پر ځای چې د هغې نه د مجلس نقل جوړ کړو دا به ښه نه وی چې د هغې سمون په لټه کې شو او که څه مرسته مو له وسه پوره وی هغه ترې ونه سپموو؟ که ته هېڅ نه وې هسې مجلس کې خو يې د ښو ملاتړ وکړه دا خو هم احتمال لري چې دغه نیمګړتيا زما و ستا د لرې والي له وجې پيدا شوی وي مونږ ګوته هغې ته نیسو خو ګناه به مو خپله وي نو راځئ چې خوږ اسلام د لارښوونو او آدابو په مراعات کولو سره خپل مجلسونه ودان او د ټولنيزې ابادۍ، ترقي او پرمختګ په لور قدم واخلو.

مولوي محمد نعیم جليلي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: