نیکي او ګناه

د گناهونو دُنيوي او اُخروي زيانونه 

الله جل جلاله يوازي د هغو کارونو په تر سره کولو امر کړی چي په هغو کي د بندگانو لپاره ټول خيرونه رانغښتي دي، هغه کارونه چي دُنيا او آخرت پرې سمېږي .
همدا راز هغه چي انسانان له کومو کارونو منع کړي، د هغو په کولو کي د دوی لپاره د دُنيا او آخرت نقصانات دي .
ګناه په دُنيااو آخرت کي  ډېر زيات زيانونه لري، بلکي حقيقت دا دی چي په دُنيا او آخرت کي د هر شر او تاوان اساس گناه ده.
دومره ډېر تاوانونه لري چي له الله پاک پرته بل څوک ئې نه شي شمېرلی .
د گناه ضررونه په دوه ډوله دي :
1 –  هغه چي د ټولو ګناهونو سره تعلق لري .
2 – هغه چي د يوې خاصي ګناه سره تعلق لري .

ګناوي د زهرو او مرضونو په څېر دي .
لكه څنگه چي هر مرض د انسان په بدن کي خپله ځانګړتيا او تاثير لري : ځيني ئې زړه کمزوری کوي،ځيني ئې سترګي خرابوي او ځيني ئې دماغ خرابوي .
دغسي ګناهونه هم خاص تاثيرات لري .

د گناهونو ځيني نقصانات بيا داسي دي چي يوازي يې هغه انسان ته زيان رسېږي او ځيني يې داسي دي چي زيان يې يوازي کوونکي ته نه رسېږي بلکي ټولني او معاشرې ته يې هم بدي پايلي رسېږي .
د تأسف خبره دا ده چي د اكثرو خلګو عادت دا دی چي د رنځونو په هکله ډېري هلي ځلي کوي، علاج ئې کوي او د هغو لپاره د دواء په لټه  کي وي، خو د ګناه په هکله هيڅ فکر نه کوي، نه توبه ترې باسي، نه ترې  ګرزي او نه ئې د کولو له امله غمجن کيږي .
دا صفت باید په ځان کي انسان را نه ولي ځکه له ګناهونو څخه نه وېرېدل او د ګناه په کولو باک نه کول منافقت دی او له ګناه څخه وېره ايمان دی .

د ګناهونو ځيني تاو انونه په مختصره توگه دلته ليکو :
۱ : په دٌنيا کي ټول مصيبتونه، غمونه او پرېښانۍ د دې ټولو لامل د انسان ګناهونه دي، لکه څنګه چي الله تعالی په خپل مقدس کتاب قرآن عظيم الشان کي فرمايي : وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ (الشوری : ۳۰)
ژباړه : کوم مصيبت او تکليف چي تاسوته رسېدلی، دا ستاسو د هغو کړو له امله دی چي ستاسو لاسونو کړي دي او الله پاک له ډېرو (گناهونو) معافي او تېرېدنه کوي!!
يعني تاسو ته چي کوم تکليف رسيږي، هغه ستاسو له خپله لاسه دی، که تاسو سم کارونه وکړئ، بيابه داسي ډېر کړاوونه له تاسو وګرزي .

په دې آيت مبارک کي الله پاک دا هم فرمايلي دي چي الله پاک ستاسو له ډېرو ناوړو کارو تېرېږي، په هر کار مو نه نيسي، که ئې په هر کار نيولی، تر دې به مصيبتونه ډېر زيات وی .
همدا راز الله سُبحانه وتعالی فرمايي : وَمَا أَصَابَكَ مِنْ سَيِّئَةٍ فَمِنْ نَفْسِكَ (الآية،سورة النساء:۷۹)
ژباړه : او کوم کړاو چي در و رسېدی، نو ( هغه ) ستا د خپل نفس له لوري دی!!
په بل ځای کي فرمايې : قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ (الآية آل عمران: ۱۶۵)
ژباړه : ور ته ووايه : دا (تکليف) مو د خپلو ځانو له لوري دی !!
له دغو آيتونو څخه معلومه شوه چي ډېر مصيبتونه او تکليفونه انسان ته د گناه له امله رسېږي .
نو که له گناهونو توبه و باسو او خپل عمل اصلاح کړو، ان شاء الله تعالی له ډېرو مصيبتونو به خلاص شو .

۲ – د گناهونو له امله د انسان ژوند تنگېږي . 

مال به لري، اولاد به لري، د خپلي خوښي خوراک به کوي، د خپلي خوښي استوگنځی به لري، د ژوندانه د هوسايني ټول اسباب به ور سره وي، خو بيا به يې هم ژوند په تنگ وي .
الله تعالی فرمايي : وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (الآية، سورة طه :124)
ژباړه : او څوک چي زما له ذکر ( قرآن ) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره تنگ ژوند دی او د قيامت په ورځ به يې ړوند را پاڅوو !!

۳  – گناهونه د زړه د زنګ او توروالي لامل دي . 

الله – جل جلاله –   فرمايي : كَلَّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (سورة المطففين : ۱۴)
ژباړه : هيڅکله نه، بلکي د دوی په زړونو هغو عملونو زنگ اچولی, كوم چي به دوی کول!!
رين د زړه مرض دی لکه څنګه چي زنګ د اوسپني لپاره مرض دی،کله چي يوه اوسپنه زنګ وکړي, له کاره لوېږي او طاقت هم له لاسه ورکوي .
دغسي د زړه زنګ هم زړه له کاره اچوي .
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ – رضى الله عنه – قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: إنَّ الْمُؤْمِنَ إذَا أَذْنَبَ نُكِتَتْ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ فِي قَلْبِهِ فَإِنْ تَابَ وَاسْتَغْفَرَ صُقِلَ قَلْبُهُ وَإِنْ زَادَ زَادَتْ حَتَّى تَعْلُوَ قَلْبَهُ فَذَلِكُمُ الرَّانُ الَّذِي ذَكَرَ اللَّهُ تَعَالَى : كَلًّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ  .
رواه أحمد والترمذي وابن ماجه وقال الترمذي : هذا حديث حسن صحيح ، مشکوة المصابيح ص : ۲۰۴ ج : ۱)
ژباړه : له حضرت ابوهريره – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : کله چي مؤمن يوه گناه وکړي، د هغې له امله يې په زړه کي تور داغ ولگېږي، که توبه وباسي او بخښنه و غواړي، زړه يې صفا شي .
که ( توبه و نه باسي ) نوري گناوي زياتي کړي، هغه تور داغونه زياتېږي، تر دې چي په زړه يې راپورته شي،( يعني زړه يې پټ کړي ) نو دا هغه زنگ دی چي الله تعالی په خپل کتاب کي ياد کړی دی : كَلًّا بَلْ رَانَ عَلَى قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ  !!

۴ – د گناهونو له امله د الله پاک او بنده تر منځ حجاب او پرده رامنځته کېږي؛

چي له امله به يې د قيامت په ورځ د الله پاک له ديدار څخه محروم وي .
الله تعالی فرمايي : كَلَّا إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ (المطففين :۱۵)
ژباړه: هيڅکله نه،په هغه ورځ به دوی بې شکه د خپل رب ( له ليدلو ) څخه په پردو کي ( بې برخي ) وي!!

۵ : گناوي له حلالي روزۍ څخه د محرومتيا او د برکت د ختمېدلو سبب دی .

الله جل جلاله فرمايي : وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ (الطلاق : ۲- ۳)
ترجمه : څوک چي له الله – جل جلاله –   و ويږي، الله – جل جلاله –   به د ده لپاره ( له تكليفونو ) د وتلو  لار پيدا کړي او له هغه لوري به روزي ور کړي چي دی به يې گومان نه کوي!!

دا برکتناکه او د متقيانو روزي ده، څوک چي له گناهونو ځان نه ساتي هغه له دغسي روزي څخه محروم دی، هغه ته داسي روزي ور کول کېږي چي برکت پکي نه وي، روپۍ به لري، خو ضرورتونه به يې نه پرې پوره کېږي .
الله پاک  ځناورو ته هم روزي ور کوي، نو گناهگار ته روزي هم هغې ته ور ته ده .
عَنْ ثَوْبَانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ الرَّجُلَ لَيُحْرَمُ الرِّزْقَ بِالذَّنْبِ يُصِيبُهُ وَلَا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلَّا الدُّعَاءُ وَلَا يَزِيدُ فِي الْعُمُرِ إِلَّا الْبِرُّ ( رواه احمد ص : 277 ج : ۵ )
ژباړه : له حضرت ثوبان رضی الله  عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه  وسلم وفرمايل : سړی د گناه له امله له داسي روزي محرومېږي چي ور ته رسېدی، تقدير پرته  له دُعاء بل څه نه ردوي او په عُمر کي له نېکۍ پرته بل څه زياتوالی نه راولي !!

۶ : د گناه له امله د عبادت نورانيت ختمېږي او په ثواب کي ي ې کموالی راځي .

حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي : إنّ للحسنة ضياءً في الوجه، ونوراً في القلب، وسَعة في الرزق، وقوَّة في البدن، ومحبةً في قلوب الخلق. وإن للسيئة سواداً في الوجه، وظلمة في القبر والقلب، ووهناً في البدن، ونقصاً في الرزق، وبُغضاً في قلوب الخلق)( الجواب الكافي : 35 )
ژباړه : د نېکۍ لپاره په مخ کي رڼا وي، په زړه کي نور وي، په روزۍ کي پراخي وي، په بدن کي طاقت وي او د مخلوق په زړونو کي محبت وي .

او د گناه له امله په مخ کي توروالی وي، په قبر او زړه کي تياره وي، په  بدن کي سُستيا وي، په رزق کي کموالی وي او د مخلوق په  زړونو کي بُغض وي !!
څوک چي عبادت کوي او ور سره له گناهونو ځان ساتي، نو د هغه په عبادت کي نورانيت او اثر زيات وي، خو چي څوک گناوي هم ور سره کوي، د عبادت نورانيت او اثر يې له منځه ځي .
دا ځکه چي عبادتونه د دواء په څېر دي او گناهونه د زهرو او نورو ضرري خوراکونو په څېر دي .
که څوک دواء وخوري، خو ورسره داسي خواړه وخوري چي مرض ته يې زيان رسوي، نو د دواء اثر له منځه ځي .
دغسي عبادتونه هم دي، کله چي ور سره له گناهونو پرهېز وي، اثر يې ډېر وي، خو د پرهېز د ماتولو په  صورت کي يې بيا هغه اثر نه پاتېږي .

بل مثال يې داسي دی : يوه کوټه وي، په هغه کي اېرکنډېشن چالان وي، خو دروازه  او کړکينان خلاص وي، نو د اېرکنډېشن له امله هغه کوټه نه يخېږي، ځکه  کومه سړه هوا چي له اېرکنډېشن څخه راوزي، هغه بهر ته وزي او له بهر څخه گرمه هوا کوټه يخېدلو ته نه پرېږدي .
همداراز عبادتونه هم دي، که د دې سره گناهونه ادامه ولري، د عبادت له امله رامنځته شوی نورانيت او اثر خوندي نه پاتېږي.
همدا راز د دې بل مثال داسي دی : که يو بېلر وي، سوری پکي نه وي، د باران څاڅکي پکي لوېږي، نو دا به آخر د دې وړو وړو څاڅکو له ا مله ډک شي .
خو که په هغه کي سوری وي، نو که هر څومره ډېري اوبه پکي واچول شي، بيا به هم ډک نه شي .
دغسي عبادتونه هم دي، اثر او نورانيت يې هغه وخت انسان يوې مرتبې ته رسوي، کله چي له گناهونو ځان وساتي .

۷ : گناهونه د ملائکو له دُعاگانو د محرومتيا لامل دی :

الله جل جلاله فرمايي : الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آَمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ (7)
رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدْتَهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آَبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (8) وَقِهِمُ السَّيِّئَاتِ وَمَنْ تَقِ السَّيِّئَاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ( المؤمن : ۷- ۸- 9)
ژباړه : هغه ( ملائکي ) چي عرش پورته کوي او څوک چي د هغه چاپېره دي، د خپل رب د حمد سره د هغه تسبيح وايي، په هغه ايمان لري او د مؤمنانو لپاره بخښنه غواړي، چي اې زموږ ربه ! تا هر شی په خپل رحمت او علم کي ځای کړي، نو هغه کسانو ته بخښنه وکړه چي توبه يې ايستلي او ستا د لاري تابعداري يې کړې او د دوزخ له عذابه يې وساتي، زموږ ربه ! او هغوی د همېشه استوگني هغو جنتونو ته ننباسې چي تا وعده ور سره کړې او د دوی له پلرونو، مېرمنو او اولادونو څخه چي څوک نېک عمله وي ( هغوی هم جنتونو ته داخل کړه !) همدا ته برلاسی او د حکمت خاوند يې، او هغوی له بدو ( سزاگانو ) وساتې، او په هغه ورځ چي ته څوک له بدو ( سزاگانو ) وساتې، نو يقينًا رحم دي پرې وکړ او همدا ستر بری دی!!
په دې أيت مبارک کي د الله پاک د مقربو ملائکو دُعاگاني د هغو مؤمنانو لپاره ذکر دي څوک چي توبه باسي او نېک عمله وي.
نو په گناهونو اصرار د دغو ملائکو له دُعاء څخه د محرومتيا لامل دی او دا ډېره لويه بدمرغي ده .

۸ : د گناهونو بدي اغيزي نورو خلگو، حيواناتو او مرغانو ته هم رسېږي .

هغوی هم د يوه ګناهگار د بدو کړو له امله کړېږي او ګناهګار ته ښېرې کوي .
يحيى بن أبي كثير وايي چي يوه سړي د حضرت ابوهريره  رضی الله عنه په  وړاندي وويل : ظالم له ځان پرته په بل چا ظلم نه کوي !

حضرت أبوهريره رضي الله عنه وويل : دروغ دي وويل : والذي نفس أبي هريرة بيده، إن الحُبارى لتموت في وكرها من ظلم الظالم . (العقوبات لابن أبي الدنيا ص : 302)
ژباړه : په هغه ذات مي دي قسم وي چي د ابوهريره ساه يې په لاس کي ده، د ظالم د ظلم له امله زاڼي په خپلو ځالو کي مري !!
يعني د ظالم د ظلم بدي پايلي زاڼو ته هم رسېږي .
مجاهد رحمه الله ويلي دي : “إن البهائم تلعن عصاة بني آدم إذا اشتدت السنة وأمسك المطر، وتقول : هذا بشؤم معصية ابن آدم ( الجواب الكافي ص : 38)
ژباړه : كله چي وچ کالي سخته شي او بارانونه بندشي، حيوانات په نافرمانو انسانانو  لعنت وايې او وايي : دا( قحطونه ) د انسانانو د ګناهونو له امله  دي !!

عكرمة رحمه الله ويلي دي : دواب الأرض وهوامها حتى الخنافس والعقارب يقولون : مُنعنا القطر بذنوب بني آدم”. فلا يكفيه عقاب ذنبه حتى يبوء بلعنة من لا ذنب له . ( الجواب الكافي ص : 38)
ژباړه : د زمکي ځناور او حشرات تر دې چي گونگټي او لړمان وايي : له موږ څخه باران د انسانانو د گناهونو له امله بند شوی دی .
( عکرمه وايي : ) د ځان گناه يې بس نه ده تر دې چي د هغه چا په لعنت هم اخته شي چي گناه يې نشته !!
د گناهگار د گناه له امله نه يوازي حيواناتو ته زيان رسېدلی، بلکي جماداتو او ډبرو ته يې هم اثر رسېدلی دی :
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَزَلَ الْحَجَرُ الْأَسْوَدُ مِنْ الْجَنَّةِ وَهُوَ أَشَدُّ بَيَاضًا مِنْ اللَّبَنِ فَسَوَّدَتْهُ خَطَايَا بَنِي آدَمَ
( رواه الترمذي ص : ۱۷۷ ج : ۱ و قال : حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ ) .
ژباړه : له حضرت ابن عباس – رضی الله عنهما – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : حجر اسود له جنت څخه په داسي حال کي را ښکته شو چي تر شيدو ( پيو ) زيات سپين وو، نو د انسانانو گناهونو تور کړو !!
حضرت كعب رحمه الله فرمايلي دي : إنَّمَا تُزَلْزَلُ الْأَرْضُ إذَا عُمِلَ فيها بِالْمَعَاصِي . ( الفتاوي الفقهية الکبری ص : ۲۷۸ ج : ۱ )
ژباړه : په زمکه هغه وخت زلزله راځي کله چي گناوي پکي وشي !!

مولوي عصمت الله عزام

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: