اخلاقحقوق

د ګاونډيانو د حقوقو پالنه او پر ټولنه ېې اغېزې

د اسلام سپېڅلی او انسانسازه دین د نړۍ د نورو شریعتونو او ادیانو سره خورا توپيرونه لري او دا توپېرونه له همدې کبله دې چې په اسلام کې یو لړ داسې مهم خصائص ( ځانګړنې ) شتون لري چې نور دینونه ورڅخه خالي دي، یو له دغو مهمو خصوصیاتو څخه د اسلام د شمولیّت ځانګړتیا ده  یعنې دا دین د ټولو مخلوقاتو لپاره استول شویدی که انسانان دي او که پیریان او د ژوند هیڅ برخه ېې له پامه نه دي غورځولي.

دا له دې کبله چې د اسلام دین د نړۍ وروستی شریعت دی او د نورو آسماني دینونو د نزول لړۍ په همدی وروستي دین سره پای ته رسېدلی ده او په دې اړه لوی څښتن تعالی داسې ارشاد فرمايي: (( وَ نَزلْنا علیکَ الکتابَ تِبْياناً لِكُل شيء)) ( سورة النحل آیت 89) .

ترجمه: او مونږ پر تا ( اۍ محمده په تدریجي ډول ) کتاب ( قرآن عظیم الشان ) نازل کړیدی چې د هر څیز په ډاګه سره بیانوونکی دی او په بل ځای کې بیا داسې ارشاد فرمايي: (( و ما أرسلناكَ إِلا كافّةَ للِناس بشيراً وَ نذيرا)) (سبأ: 28).
ترجمه: او نه ېې استولی مونږه ته ( اۍ محمده ( صلی الله علیه وسلم ) مګر ټولو خلکو ته ــ زېری ورکوونکی یی ( د جنت په اړه مؤمنانو ته ) او نذیر ( ویرونکی ) ېې کفارو ته ( د جهنم د سرکشو لمبو څخه).

د دې وروستي شریعت دا راتلل نه د کوم ځانګړي امت لپاره او نه هم د نړۍ د کوم خاص ملیت او ژبې لپاره دي، بلکه دا سپېڅلي شریعت په انساني ژوند کې د بدلون لپاره را استول شویدی کوم چې بشر ته د بریالیتوب لاره او د خلکو سره د چلند سالمه تګلاره ورښیي او داسې لارښووني لري چې په خورا آسانۍ سره عملي کیدلی شي.

د همدې شریعت په پلي کولو سره د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم) خوږو دوستانو او زمونږ دیني مشرانو پرمختګ وکړ او په ډېره لنډه موده کې د یو نیکمرغه او سوکاله ژوند څخه برخمن شول، البته د دې پرمختګ بنسیټز لامل هم همدا ؤ چې دوي به اسلامي لارښوونی او نبوي توجیهات پخپل ژوند کې عملی کول او نورو ته به ېې پر هغې باندی د عمل کولو لپاره هم بلنه ورکوله چې یو له دغو لارښودنو څخه د ګاونډي د حقوقو په پام کې نیول دي او حقیقت دا دی چې غوره ګاونډي د الله تعالی د بې سیاله نعمتونو څخه یو ستر نعمت دی او ښايي چې له بد ګاونډي څخه انسان الله تعالی ته پناه یوسي.

حضرت مجاهد ( رحمه الله) یو جلیل القدره تابعي دی، په دې اړه داسې وايي: زه د عبدالله بن عمر ( رضي الله عنهما ) سره وم او د هغه سره یو کوچنۍ ماشوم ؤ چې پسه ېې حلال کړی ؤ او د هغه د پوست په ویستلو باندی بوخت ؤ ـــ عبدالله بن عمر ( رضي الله عنهما ) ورته وویل: ای هلکه!

ګاونډي ته په عربي ژبدود کې جار ویل کیږي او ګاونډی هغه چا ته وايي چې ستا سره دیوال شریکی او یا ستا د کور سره نژدی وي . د لغت په لحاظ ګاونډي ته مُجاور یا تر نورو خلکو تا ته ډېر نژدې شخص هم ویل کیږي او خورا زیات حقوق لری چې ستا د کور څخه د فاصلې په پام کې نیولوسره باید حقوق ېې مراعات شي.

کله دی چې پوستکی له دې پسه څخه جلا کړ؛ نو د غوښې ویش به زمونږ له یهودي ګاونډي څخه پیلوی او دا خبره ېې ورته څو ځلی تکرار او راغبرګه کړله تر دې چې دې هلک ورته وویل: دا خبره ولی ما ته په دومره ټینګار او تکرار سره کوی؟ بیا حضرت عبدالله بن عمر ( رضي الله عنه) ورته وویل: (( إن رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ لم يزل يُوصِينا بالجارِ حتى خشِينا أنه سيُورثه)). (متفق عليه).

ځکه چې پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) به مونږ ته د ګاونډي د حقوقو په اړه دومره تینګار او سپارښتنه کوله تر دې پوری چې مونږ ووېرېدلو چې هغه به زمونږ سره په مېراث کې هم برخمن او شریک وي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولی مو په اوسني وخت کې په علمي توګه د دې مقالی د لیکلو پرېکړه وکړه؟
په ځواب کې باید ووایو : د ا لیکنه ګڼ شمېر لاملونه لري چې یو له هغو څخه دادی: د ګاونډي د حقوقو خوندیتوب او په پام کې نیول یو نبوي سنت دی چې نن ډیر خلک د دې مهمې مسئلې په اړه په غفلت کې پرېوتلي دي .

که چېری د ګاونډیانو تر منځ د شتو ستونزو په اړه مو لږ فکر هم کړی وي؛ نو تاسې به جوته شوي وي چې زمونږ د ټولنیزو ناخوالی بنسټیز لامل دادی چې نن زمونږ په ټولنه کې یو ګاونډي د بل ګاونډي حقوق نه مراعات کوي او په دې اړه له خورا غفلت او بې باکۍ څخه کار اخلي. … چې دلته به په مناسب لنډیز سره مونږ د ګاونډیو د یو لړ حقوقو او په اسلام کې د دوي د لوړ مقام یادونه وکړو.

لومړی : د ګاونډي تعریف:
ګاونډي ته په عربي ژبدود کې جار ویل کیږي او ګاونډی هغه چا ته وايي چې ستا سره دیوال شریکی او یا ستا د کور سره نژدی وي . د لغت په لحاظ ګاونډي ته مُجاور یا تر نورو خلکو تا ته ډېر نژدې شخص هم ویل کیږي او خورا زیات حقوق لری چې ستا د کور څخه د فاصلې په پام کې نیولوسره باید حقوق ېې مراعات شي.

امام الشوکاني ( رحمه الله ) د ا مام القرطبي ـــ رحمه الله ــ څخه په یو روایت کې وايي چې: یو شخص نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) ته راغې او له خپل ګاونډي څخه ېې هغه ته شکایت وکړ؛ نو بیا پیغمبر اکرم ـــ صلی الله علیه وسلم ـــ ورته امر وکړ چې تر څو مسجد ته په څېرمه دروازه کې خلکو ته غږ وکړي [ او خلکو ته دا په ډاګه سره اعلان کړي چې ] تر 40 کورونو پوری ګاونډي حق درلودلای شي.

او امام الزهري ـ رحمه الله ـ فرمايي: 40 کورونه داسې او 40 داسې او 40 داسې… او بیا ېې څلورخواو ته په لاس سره اشاره وکړه..

پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) ځکه دغه تن ته د غږ کولو امر وکړ تر څو د دغه مظلوم څخه ګیله واوري او د هغه شکوی ته مثبت ځواب ورکړي او تر څو خلک له دې وروسته خپل ګاونډي ته د اذیت رسولو څخه لاس په سر شي، دا تر دې پوری چې د ګاونډیتوب لړۍ ېې تر 40 کورونو پ غزېدلې وښودله.

ګاونډیان د حقوقو له مخې په 3 ډوله دي: یو هغه ګاونډي دی چې یواځې او یواځې یو حق لري او دا ستا مشرک ګاونډي دی چې یواځې پر تا د همسایه توب حق لري. بل هغه ګاونډي دی چې دوه حقونه لري، دا هغه تن دی چې پر تا باندی یو د ګاونډیتوب او بل د اسلام حق لري.درېیم ستا هغه همسایه دی چې پر تا 3 حقونه لري، دا هغه تن دی چې هم مسلمان ، هم ستا ګاونډي او هم ستا د خپلوانو له جملې څخه دی.

او هر هغه څوک چې د 40 تنو په اړه مسؤلیت لري، نه ښایي چې د خپل ګاونډي څخه په يو ولېشت څیز باندی ناخوښه او زړه بدی شي او دا د نبی کريم ( صلی الله علیه وسلم) د تأدیب او د توبیخ هغه اغېزمنه تګلاره وه چې په دې سره ېې خپلو دوستانو ته د ګاونډیو د حقوقو د مراعات کولو سپارښتنه وکړه چې له هغه پرته بل هیڅ څوک دا ډول اغېزمنه تګلاره نشي کارولی .

دویم: د ګاونډیو ډولونه :
ګاونډیان د حقوقو له مخې په 3 ډوله دي: یو هغه ګاونډي دی چې یواځې او یواځې یو حق لري او دا ستا مشرک ګاونډي دی چې یواځې پر تا د همسایه توب حق لري. بل هغه ګاونډي دی چې دوه حقونه لري، دا هغه تن دی چې پر تا باندی یو د ګاونډیتوب او بل د اسلام حق لري.

درېیم ستا هغه همسایه دی چې پر تا 3 حقونه لري، دا هغه تن دی چې هم مسلمان ، هم ستا ګاونډي او هم ستا د خپلوانو له جملې څخه دی. حضرت بزار ( رحمه الله ) په خپل کتاب کې د حضرت جابر ( رضي الله عنه) نه یو حدیث را نقل کړیدی چې پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي دي: الجيران ثلاثة: جار له حق واحد و هُو أدنى الجيران، و جار له حقان، جار له ثلاثة حقوق ..”..

ګاوڼدیان په 3 ډوله دي: یو تن هغه دی چې یواځې پر تا باندی یو حق لري او دا تر ټولو کم حق لرونکی ګاونډي دی او بل ګاونډي هغه دی چې دوه حقونه لري ــ بل همسایه هغه دی چې دری حقونه لري.

اما د واټن د نژدې والي له مخې ، ګاونډي هغه چا ته ویل کیږي چې ستا سره نژدی یا لری وي، یا هم له تا سره دیوال شریکی وي یا نه وي، البته د دوي منزلت او مقام بیا یو له بل سره د حقوقو او خپلولۍ له مخې خورا تفاوت لري او دا ځکه چې ستا نژدې ګاونډي د لري ګاونډي څخه پر تا باندی ډېر حقوق لري.

دا خبره د اسلام سترو علماو هم درک کړی وه، لکه امام بخاري ( رحمهُ الله ) هر کله چې د خپل کتاب ـــ الأدبُ المفرد ـــ لپاره بابونه ( د کتاب فصلونه ) ټاکل؛ نو یو باب ېې د ګاونډيانو حقوقو ته ځانګړی کړ او په دغه باب کې ېې په ډاګه سره دا څرګنده کړه چې په ګاونډیانو کې څوک لومړی څوک دویم او څوک درېيم پر تا حق لري…او دا ټول د همدې لپاره چې تر څو مسلمانان د خپل ګاونډي ناقدري ونه کړي، بلکه باید د هغه ملاتړ وکړي او په ورځنیو چارو کې ورسره لاس واړوي او د ټولنې دې مهم عنصر ته له زیان رسولو څخه ځان وژغوري تر څو د ټولنې خلک مو وکولی شي چې په خورا ډاډینې او بشپړ سکون سره ژوند ته ادامه ورکړي.

درېیم: د ګاونډي حق:
 په قرآنکریم کې د ګاونډي حق: اسلامي شریعت د ټولنیز اسلامي نظام د رامنځ ته کولو په خاطر د ګاونډیتوب مسئلې ته خورا د ارزښت په سترګه سره کتلي دي او قرآن کریم مسلمانانانو ته په خورا ټينګار سره د هغه د حقوقو د خوندیتوب امر کړیدی، البته په ګاونډيتوب کې دا مهمه نه ده چې د هغه دین، ژبه قومیت [او رنګ] دې په پام کې ونیول شي، بلکه مهمه دا داده چې هغه زموږ له لاسه ونه ځوریږي، لکه په دې مقاله کې مو مخکې ولوستل چې حضرت عبدالله بن عمر( رضي الله عنه ) به چې هر کله یو څاروې حلال کړ؛ نو لومړی به ېې د خپل یهودي ګاونډي څخه د غوښې وېش پیل کړ او بیا به ېې ویل چې نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) به مونږ ته د ګاونډي د حقوقو خوندي ساتلو په اړه تل توصیه او سپارښتنه کوله.

لوی څښتن تعالی د ګاونډيانو د حقوقو په اړه مونږ ته داسې لارښودنه کوي: (( وَ بِالْوالدَيْنِ إِحْساناً وّ بِذِيْ القُرْبَى وَ الْيَتامَى و الَمساكِينِ وَ الجارِ ذِيْ القُرْبى وَ الجَارِ الجُنُبِ وَ الْصّاحِبِ بِالجَنْبِ و ابْنِ السَّبِيْلِ )) (النساء: 36).

ترجمه: او ( تاسې ) له خپل مور او پلار سره ښېګڼه ( نیکي او ښه چلند ) کوئ ( د هغوي ګرد حقوق سرته رسوئ ) او د خپلوانو او د یتیمانو سره او اسلامي شریعت د ټولنیز اسلامي نظام د رامنځ ته کولو په خاطر د ګاونډیتوب مسئلې ته خورا د ارزښت په سترګه سره کتلي دي او قرآن کریم مسلمانانانو ته په خورا ټينګار سره د هغه د حقوقو د خوندیتوب امر کړیدی، البته په ګاونډيتوب کې دا مهمه نه ده چې د هغه دین، ژبه قومیت [او رنګ] دې په پام کې ونیول شي، بلکه مهمه دا داده چې هغه زموږ له لاسه ونه ځوریږي د مسکینانو ( مُحتاجینو ) او له هغه ګاونډیانو سره چې ( له تاسو سره ) نژدی وي یا لری وي ( یا د ګاونډیتوب او یا هم د نسب په لحاظ ـــــــ یعنې چې که هغه ستاسې خپلوان همسایه وي یا مو پردی همسایه وي ) او له هغه ملګري سره چې ستاسې په څنګ کې وي ( لکه که هغه ستاسې د کاروبار او تجارت ملګری وي یا … ) او له مسافر سره ( نیکي کوئ ).

د احادیثو له مخې د ګاونډي حقوق:
په نبوي سنتو کې هم لیدل کیږي چې ګڼ شمیر احادیث د ګاونډي پر حقوقو د ځانګړی توجه کولو سپارښتنه کوي او مونږ ته د دې انګېرنه را کوي چې د ګاونډي حقوق باید له پامه ونه غورځول شي، لکه:

• : د هغه سره ښه چلند او ښېګڼه کول.

• : هغه ته اذیت او هیڅ ډول زیان نه رسول.

• : وخت ناوخته د هغه تفقُّد او د حال په اړه پوښتنه کول.

• : که چیری تنګلاسه کورنۍ وي او کومې مرستې ته اړتیا ولري؛ نو ورسره مالي او ځاني مرسته کول.

• هر کله که مریض شي؛ نو د رنځورتیا د حال پوښتنه ېې کول.

• : که مړ شي؛ نو په جنازه کې ېې ګډون کول.

• : که چیرې کومه خوشحالي ېې ورپه برخه شي؛ نو مبارکي ورکول.

• که چېری کوم مصیبت ورپېښ شي؛ نو عزا داري او غم شریکي ورسره کول.

• د هغه د کور څخه به خپل کور لوړ نه جوړوي ، دا ځکه چې داسې نشي چې د باد مخه ېې پرې بنده شي، مګر دا چې د هغه په خوښې او رضایتمندۍ سره به دا کار تر سره کوي.

• که چیری بې پردی شي؛ نو د هغه په رازونو باندی پرده اچول او رازونه ېې نه رسوا کول او داسې نور…
پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) په دې اړه خپل امت ته داسې لارښودنه کوي:
امام مُسلم ( رحمه الله ) پخپل کتاب صحیح کې د حضرت ابو شریح الحُزاعي ( رضي الله عنه ) څخه په یو روایت کې رانقلوي چې پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: مَنْ كانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَ الْيَوْمِ الآخِرِ فَلْيُحْسِنْ إِلَى جَارِهِ” .

ترجمه: هر هغه څوک چې پر الله تعالی او د قیامت په ورځ باندی ( کوټلی ) ایمان ( باور ) ولري؛ نو د خپل ګاونډي سره دی ښېګڼه ( نیکي ) کوي.
په صحیحینو کې د حضرت ابوهریرة ـ رضي الله عنها ـ څخه روایت دي چې نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: (( وَ اللّهِ لا يُؤْمِنُ، وَ اللهِ لَا يُؤْمِنُ، وَ اللَهِ لَا يُؤْمِنُ، قِيْلَ يَا رَسُوْلَ اللهِ مَنْ؟ قَالَ: الّذِيْ لَا يَأْمَنُ جَارَهُ بِوَائِقَهُ )).

په الله تعالی قسم چې ایمان نه راوړي ( مؤمن نه دی ) او په الله تعالی باندی قسم چې ایمان نه راوړي ( مؤمن نه دی ) او په الله تعالی باندی قسم چې ایمان نه راوړي ( مؤمن نه دی ). وویل شول چې څوک ای دالله تعالی رسوله ! وی ویل: هغه څوک چې ګاونډي ېې له اذیت ( ضرر ) څخه خوندي نه وي.

په عربي ژبه کې د بوائق کلمه ډېری معناوی لري چې دلته ېې د 3 معناګانو یادونه کوو لکه : د شر او رزالتونو څخه ډکې چارې، ګناهونه او درېیم دا چې ضرر او نورو ته زیان رسول او داسې نور…
په یوبل روایت کې د امام مسلم ( رحمه الله ) څخه روایت دي چې نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي دي: (( لَا يَدْخُلُ الْجَنّةَ مَنْ لّا يَأْمَنُ جَارَهُ بَوَائِقَهُ )) .

ترجمه: هغه تن به هیڅکله هم جنت ته داخل نشي د چا څخه چې د هغه ګاونډي د هغه د ضرر څخه په امن نه وي.

او امام احمد بن حنبل په خپل کتاب مُسند کې د حضرت ابو هریرة ( رضي الله عنه ) څخه روایت کوي چې فرمايي: یو تن پیغمبر اکرم
( صلی الله علیه وسلم ) ته وویل: اۍ د الله تعالی استازیه: د فلانۍ ( مېرمنی ) په اړه د خلکو په ژبه داسې زمزمه کيږي چې هغه ډېر لمونځونه کوي، صدقه ورکوي او زیاتې روژې نیسي، خو خپل ګاونډي ته زباني ( د ژبې) زیان رسوي. وې فرمایل: ( هِيَ فِيْ النّارِ ) یعنې هغه په اور کې ده .

د ګاونډي د حقوقو څخه بل دا دی چې د هغه د کور څخه به خپل کور لوړ نه جوړوي ، دا ځکه چې داسې نشي چې د باد مخه ېې پرې بنده شي، مګر دا چې د هغه په خوښې او رضایتمندۍ سره دا کار تر سره کړي.

څلورمه: د ګاونډیو د حقوقو په اړه د سلفو ویناوی:
د اسلامي أمت سترو علماؤ هم د ګاونډي حقوقو ته ځانګړی توجه کړیده او په دې اړه ېې د هغوي سره د ښه چلند غوره بېلګې او مثالونه وړاندی کړيدي، لکه په دې لړ کې اوس د امام ابوحنیفه (رحمه الله ) یوه په زړه پوری او مشهوره کیسه له تاسې سره شریکوو.

یو ځل داسې کار وشو چې د امام ابوحنیفه ( رحمه الله ) یو ګاونډی درلود چې د ورځې به ېې کار کاوه تر څو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي او بیا کله به چې شپه شوه؛ نو په یو لړ شعرونو یا د سندرو په ویلو باندی به ېې لاس پوری کاوره ، لکه ویل به ېې چې :
أضاعوني وأي فتى أضاعوا ــــــــــــــ ليومٍ كريهةٍ وسداد ثغر
د دې شعر خلاصه مفهوم دا دې چې خلکو زه هسې ضایع کړم، په بدو ورځو کې د میړانی او د جنګي ډګر اتل خو زه یم…او بیا هم دوي زما قدر او ارزښت نه پېژني… او پخپل دې کار سره به ېې امام ابوحنیفه( رحمه الله ) ته خورا اذیت او ضرر رساوه.

په دې توګه سره شپې او ورځې تېرېدلی او یوه شپه داسې راغله چې امام ابوحنیفه ( رحمه الله ) د خپل ګاونډي غږ وانه ورېده؛ نو سمدلاسه ېې د هغه پلټنه او له خلکو څخه د هغه د حال په اړه پوښنه وکړه تر دې پوری چې ورته وویل شول: هغه خو بندي شویدی.

حقیقت دا دی چې زمونږ دا فعلي وضعیت او حالت د اسلامي لارښوونو سره هیڅ اړخ نه لګوي تر دې پورې چې په دې عصر کې ډېر داسې مسلمانان هم موندل کیږي چې په هغوي کې به 10 تنه په یوه بلډنګ کې سره ژوند کوي خو یو له بل سره به هیڅ نه پېژني؛ نو ستاسې څه خیال دی چې د دوي اړیکي به د هغو خلکو سره څه ډول وي څوک چې په یو بل او جلا تعمیر کې ژوند کوي؟

شپه تېره شوه او هر کله ېې چې د سهار لمونځ اداء کړ ؛ نو په بې ساري اخلاص سره د خپل ګاونډي د خلاصون لپاره د قاضي خوا ته ورغی او ورسره لیده کاته ېې وکړه او ورڅخه ېې د هغه دزندان څخه د آزادولو غوښتنه وکړه.

قاضي هم د امام ابوحنیفه صاحب وړاندیز پام وړ وګاڼه او د هغه د غوښتنې سره سم ېې له زندان څخه را خلاص کړ، بندي چې کله له زندان څخه بیرون را ووته ؛ نو امام ابوحنیفه صاحب ورته وویل: آیا ته خو به اوس ضایع شوی نه ېې ؟ [هدف ېې ترېنه دا وه چې ته خو هره شپه د خپل د ضایع کېدلو شعرونه وایی؛ نو آیا اوس خو به ته ضایع شوی نه ېې ؟ ] ګاونډي ېې ورته وویل: نه صاحبه ! بلکه ښه شوه چې ساتنه او ژغورنه مې وشوه او مخکې له دې چې له اخ و ټوخ مې وباسي تا له بند څخه را خلاص کړم… بیا ېې امام صاحب ته د منني په خاطر یو څه کلمات وویل: لکه: ( جَزاکَ اللهُ عَنّئ ) ـ یعنې لوی څښتن تعالی دی تاسې ته زما په اړه د دې کار په مقابل کې ستر اجر درکړي او بېشکه چې تاسې د خپل ګاونډیتوب حق اداء کړ. د امام ابوحنیفه ( رحمه الله ) د دې نېک چلند وروسته دغه ګاونډي توبه وویستله او پخپل ژوند کې ېې غوره بدلون راوست.

په یوه بله واقعه کې راځي چې په تېره زمانه کې د یو عالم په کور کې موږکان زیات شول، چا ورته وویل: ولی په کور کې یوه پیشو نه ساتی ؟ هغه د دې پوښتنې په ځواب کې ویل: زه له دې خبرې وېرېږم چې زمونږ د کور موږکان به د پېشو غږ واوري او د ګاونډي کور ته به وتښتي او زه دا نه خوښوم چې د خپل ګاونډي په حق کې یو داسې کار تر سره کړم چې زه ېې د خپل ځان لپاره نه خوښوم.

ګرانه لوستونکیه !
په اسلام کې د ګاونډي د حقوقو په اړه مو دا یو څو لنډی کرښې ستاسې مخې ته کېښودی او د موضوع د فحوی سره سم مو پرې لنډه تبصره وکړه، په همدې هیله چې ستاسې د پام وړ به ګرځېدلي وي، البته په دې لیکنه کې مو هڅه دا وه چې د ګاونډي د حقوقو په اړه یو څو کرښې له تاسې سره شریکی کړو او ټول یوه شېبه لږ په دې فکر کې پرې وځو چې زمونږ د دین امامانو به څومر ه د ګاونډي د حقوقو د خیال ساتنه کوله؛ نو آیا نن مونږ په همغه اندازه څومره ېې چې له مونږ څخه غوښتنه شویده د خپل ګاونډي خیال ساتلی
دی او آیا په مطلوبه اندازه مو د هغوي د حقوقو پالنه کړیده ؟

که چیری د مسلمانانو اوسني حالت ته یوه ځغلنده کتنه وکړو؛ نو راته جوته به شي چې زمونږ اوسنې حالت څومره مُؤسف او له خواشینۍ څخه ډک دی ، ډېر ځلی اورو چې یو مسلمان د بل مسلمان سره هیڅ ډول مرستې ته چمتو نه دی ــ إلا ما شاء الله.

حقیقت دا دی چې زمونږ دا فعلي وضعیت او حالت د اسلامي لارښوونو سره هیڅ اړخ نه لګوي تر دې پورې چې په دې عصر کې ډېر داسې

د خپل ګاونډي د حقوقو ساتنه د زړونو د پیوستون او پخپل منځ کې د غښتلو اړیکو د درلودلو لپاره غوره وسیله ده ــ په دې کار سره دوه اړ خېزه خیر او ټولنیزه سوکالي رامنځ ته کیږي، ناکراره زړونو ته پرې ډاډینه حاصلیږي او زمونږ په سینو کې پراته زړونه صفا کیږي له دې پرته کینه، بدبینۍ او تکبر مو له زړونو څخه کډه کوي. همدا راز ژوند کې مو ښکلا رامنځ ته کیږي او بالآخره په دې توګه سره شرېفه او نبيله ټولنه رامنځ ته کیږي چې بیا په دغسې ټولنه کې ژوند تېرول انسان د خپل ځان لپاره ستره نېکمرغي ګڼي.مسلمانان هم موندل کیږي چې په هغوي کې به 10 تنه په یوه بلډنګ کې سره ژوند کوي خو یو له بل سره به هیڅ نه پېژني؛ نو ستاسې څه خیال دی چې د دوي اړیکي به د هغو خلکو سره څه ډول وي څوک چې په یو بل او جلا تعمیر کې ژوند کوي؟

پنځم : پر ټولنه باندی د ګاونډي د حقوقو د ساتلو اغېزه:
بېشکه چې د خپل ګاونډي سره نېک چلند او غوره سلوک به زمونږ پر ټولنه باندی ښې اغېزی وشیندي او په دې کار سره به د خلکو په ژوند کې تحسین او غوره والی رامنځ ته شي او دا ځکه چې په نېک چلند سره د ګاونډیانو تر منځ تراحم او تعاطف ( خواخوږي او زړه سواندی ) را منځ ته کیږي.

د خپل ګاونډي د حقوقو ساتنه د زړونو د پیوستون او پخپل منځ کې د غښتلو اړیکو د درلودلو لپاره غوره وسیله ده ــ په دې کار سره دوه اړ خېزه خیر او ټولنیزه سوکالي رامنځ ته کیږي، ناکراره زړونو ته پرې ډاډینه حاصلیږي او زمونږ په سینو کې پراته زړونه صفا کیږي له دې پرته کینه، بدبینۍ او تکبر مو له زړونو څخه کډه کوي.

همدا راز ژوند کې مو ښکلا رامنځ ته کیږي او بالآخره په دې توګه سره شرېفه او نبيله ټولنه رامنځ ته کیږي چې بیا په دغسې ټولنه کې ژوند تېرول انسان د خپل ځان لپاره ستره نېکمرغي ګڼي.

اوس که چېری زمونږ د ټولنې هر ګاونډي د بل ګاونډي سره نیکي وکړي؛ نو بېشکه چې نېکمرغۍ او سوکالي به مو ټولنه کې راوټوکیږي او مونږ به د یو داسې سولئیز ژوند څخه برخمن شو لکه ټول چې د یوې کورنۍ غړي یو او د یوه مشترک هدف لپاره په کار لګیا یو او ددې کار په پایله کې به مو دټولنیزو ناخوالو او ناکراریو ټغر زمونږ له جنګ ځپلې ټولنې څخه ټول او یو ځل بیا به مو ولسي خلک د پرمختګ له کاروان سره یو ځای شي.

د همدې نبوي تګلارې په پلي کولو سره به هغه واټن هم له منځه ولاړ شی کوم چې زمونږ د ژوند او دین تر منځ رامنځ ته شویدی، هغه دین چې خپلو پیروانو ته تل او د ژوند په هر ډګر کې په مختلفو تګلارو سره د بشري حقوقو د خوندیتوب او د مسلمانانو تر منځ د مودت امر کوي تر څو الهي رضایتمندي رامنځ ته شي.

اسلامي لارښودنې مونږ ته همدا وایي چې په اسلامي ټولنو کې باید د حق تلفیو مخه ونیول شي او له هغو بدو چارو څخه خلک بېزاره او زړه بدي شي کوم چې خلک نن په ډېر جرأت سر ه د هغې د ارتکاب لپاره لیواله دي، نن مو د ټولنی یو لړ خلک فساد او کساد ته زړه ښه کوي، په داسې حال کې چې مونږ مسلمانان خو د ځمکې په اعمار او آبادولو باندی مکلف یو، داسې هر اړخیزه آبادي چې د خلکو تر منځ او په ځانګړي توګه د ګاونډیانو تر منځ د نفور او بدبینۍ په شتون سره هیڅکله هم نشي رامنځ ته کیدلی او هر کله که چېری یو مسلمان د خپل ګاونډي حقوق له پام څخه ونه عورځوي؛ نو یقیني ده چې په دې توګه سره به ډېر ژر زمونږ په ستومانه ژوند کې سوکالي او آرامتیا را منځ ته شي.

لیکنه: فضل الله (ممتاز) د هېواد جيد عالم او د اسلامي فقهې متخصص

ژباړه: محمد خالد ملکزی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: