د کور په کار مه شرمېږه افتحار وکړه

امام قرطبي رحمه الله وايې: دانسان دنجات دوه وزرې دې يو دالله تعالی عبادت او د خلق الله (الله دمخلوق ) خدمت دی، لکه څرنګه چې يو مرغه په دوو وزرو هم له خطر ځان ژغورلی شي او هم د خپلې خوراکې د پيدا کولو لپاره پرې الوتلی شی، همدارنګه انسان پدې دوو وزرو د دنيا سعادت او د آخرت نجات موندلی شی. او درسول الله صلی الله عليه وسلّم داخبره مو هم له ذهن څخه غايبه نشي چې فرمايې: خَيْرَ النَّاسِ من ينفع الناس فكن نافعاً لهم[.غوره دخلکو هغه دی چې ډير خير يې خلکو ته رسي. نوته هم دوی ته نفعه رسوونکی شه!

 

او پدې لړ کې اړمن خپلوان له ټولو حقداره دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلّم فرمايلي دي: (: خَیرُکم، خیرُکم لأَهْلِهِ وَ أَنَا خَیرُکم لأَهْلَی).

په تاسو کې غوره هغه دی چې خپل اهل ته يې ډيرخير ور رسيږي، او زه خپلې کورنۍ ته په نيکي کولو کې تر تاسو ډيرغوره يم.
او کله چې له بي بي عايشې رضي الله عنها څخه پوښتنه وشوه چې : رسول الله په کور کې څنګه ؤ او څه يې کول؟ هغې وويل: (کان يکون فې مهنة اهله ، فاذا حضرت الصلاة يتوضاْ و یخرج الي الصلاة)رواه البخاری .هغه به تل د کور په کار بوخت وي کله به چې دلمانځه وخت شي نو اودس وکړي او لمانځه ته ووزي. هو رسول الله خو خپلې پڼې پيوندولې ، خپلې جامې يې پخپله وينځلې.

اوښې يې لوشلې، او له صحابوو سره يې خس راټولول، پیرې ګزمې يې کولې، مونږ خو خپله بستره هم نه شو ټولولی! د کور کار او بيا دا واړه واړه کارونه خو دخپل غيرت منافي بولو! مونږ غواړو تل مخدوم واوسو نه خادمان! مونږ خو کورنيو او بیا مور ، خور ميرمنې او کور ته سلام هم نه ورکوو ، دهغوی سره کار کې ونډه اخستل خو پريږده، هو که څوک د نور بيروني بوختيا او لويو لويو کارونو او لوی خدمت له کبله دې وړو کارونو ته وخت ونه لري خير دی ، خو که ځانونه پدې کارونو را ته کم ښکارې نو دا خو دخطرې خبره ده ، نو بيا به مونږ د رسول الله د ګڼو سنتو تارکين يو.

(ژباړه: محمد حسن اسلامي)

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب