د کامیاب قیادت په لور- د مؤثر قیادت صفات

په رښتیا چې مدبر او هوښیار قیادت د یوې ټولنې، ولس او هېواد لپاره د الله له طرف نه هغه ستر احسان او نعمت دی چې د یوطرف نه یې خپل افراد او رعیت لکه د وسپنې دېوال غوندې کلک متحد او یو موټی ساتي، د بل طرف نه یې د ستونزو په وخت کې په خپل مدبرانه تدبیرسره د هر قسم بحران څخه د نجات ساحل ته وباسي ځکه خوځینې علما وایي چې د یو ولس او قوم لپاره د دغسې عادل او مدبر قیادت شتون د دغه قوم او ولس نه د الله متعال د رضایت دلیل او نښه ګڼل کېږي اسلامي امت د خپل عروج په اوږده تاریخ کې د دغه قسم قیادتونو تر مستقیمې قوماندې لاندې وخت تېر کړی دی له بده مرغه چې پدې وروستیو پېړیو کې د اسلامي امت له منځ نه د دغسې قیادت غیابت ټول امت ته د اسلامي خلافت د سقوط په بیه تمام شو.

نوهمدا وجه وه چې د اسلامي خلافت د سقوط څلور کاله لا نه وو پوره شوي چې استاذ حسن البنا –رحمه الله- مصر کې د اسلامي حرکت په تأسیس سره د اسلامي امت د ژغورلو په مقصد د نويو قیادتونو روزل پیل کړه او د خلکو په ذهنونو کې يې د اسلامي شریعت له غوښتنې سره سم د قیادت په اړه د تشریف او تکریم تصور د تکلیف او مسؤولیت په مفهوم او تصوربدل کړ، د اسلامي دعوت او اسلامي حرکت په ادبیاتو کې قیادت هغه چا ته ویل کېږي چې د منظم تربیتي سيسټم په چوکاټ کې روزل شوی وي او د هر اړخیزې قدوې په درلودلو سره د یو مربي او دعوتګر په حیث نور خلک د اسلامي دعوت د قافلې په لار ځان پسې روان کړي او خپل هدف ته تر رسیدو یې په دې لار کې د زړه له کومې هر ډول قربانیو ته د چمتووالي او لیوالتیا په روحیه سمبال وساتي، دعوتي قیادت له اداري او نورو قیادتونو سره زیات توپیرونه لري چې ترټولو اهم توپیر یې دا دی چې اداري قیادت خپل منصب او مشرتوب د ځان لپاره یو داسې شرف او امتیاز ګڼي چې د ده په تصور نور خلک ورته د دې شرف او امتیاز نه محروم او بې برخې ښکاري نو ځکه خو د خپلو لاس لاندې افرادو سره د کاعذ پرمخ د لیکل شوو بې روحه تورو او عباراتو له مخې د فکري، روحي اوعملي تأثیراو عاطفې څخه خالي وچ محض اداري تعامل او برخورد کوي چې د دې نتیجه دا وي چې دلته د مشر او کشر ترمنځ د زړونو د پیوستون هغه معنوي مراندې شلیدلې وي چې د مشر له طرفه په کشر شفقت او د کشر له طرفه د مشر د احترام دوه اهم صفتونه پرې د یو بل سره کلک تړل شوي وي دلته د اوریدلو، منلو او نه منلو قضیه یواځې د مشر تر فزیکي حضور او یا هم د فرد تر ځینیو مادي مجبوریتونو پورې محدوده وي اودواړه طرفه کوښښ کوي چې څرنګه یو بل ته په فریب او دوکه ورکولو خپلې مادي ګټې خوندي کړي او د نورو په لاس ترسره شوي فعالیتونه او کارنامې د تظاهر پر بنیاد خپل ځان ته منسوب کړي د اداري مشرتابه او کشرتابه ترمنځ د دې نه علاوه بل هېڅ قسم کوم داسې سپېڅلی فکري، او روحاني تړاو نه وي موجود چې دواړه خوا وې ورته په تقدس قایلې وي اود الهي رضا د لاسته راوړو په غرض او یا هم په دنیا کې بل کوم پاک او سترهدف ته د رسیدو په لار کې هغې ته ژمن پاتې شي.

او دعوتي قیادت بیا د دې په خلاف هغه مشرتوب دی چې د تشریف په ځای د تکلیف او مسؤولیت په تصور ولاړ وي- دلته د قاعدې او قیادت ترمنځ د ایماني اخوت په اساس اړیکې جوړې شوې وي او زړونه یې د یو بل سره د مینې، عاطفې، اعتماد، اوریدلو او منلو په مضبوط تار تړل شوی وي د قیادت د هراړخیز بېلګه توب د تأثیر وړانګو په قاعدې او افرادو داسې اغېز کړی وي چې د ده په قیادت کې د ځمکې پرمخ د الله د کلمې د اوچتولو او د هغه -جل جلاله- د رضا د حاصلولو سپېڅلي هدف ته د رسیدو په لار کې هر راز قربانۍ ورکولو او سرښندنې ته چمتو وي.

د اداري او دعوتي مشرتابه ترمنځ توپیر باندې بنا لنډې مقدمې نه وروسته غواړم چې د دعوت د قافلې د قیادت او قاعدې لارویانو په وړاندې د کامیاب قیادت ځینې محوري او اساسي صفات ذکر کړم چې له مخې یې دعوتي قاید د یوطرف نه د دعوت دغه دروند او ترټولو سترمسؤولیت او بار د بري ترمنزله ورسوي او د بل طرف نه د دعوت د لارې قافله د ټاکل شوي هدف په لور په سمه توګه رهبري کړي.

د کامیاب دعوتي قیادت صفات:

۱- کلک ایمان او په خپل کار پوخ باور: د دې صفت مفهوم دا دی چې قاید باید په الله متعال کلک ایمان او باور ولري او پرته له کومې خبرې د الله -جل جلاله- ټولو اوامرو ته په عملي چوکاټ کې په پوره اخلاص غاړه کېږدي او عملي ژوند یې د دې آیت کریمه چې فرمایي: (قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} (انعام/162)رښتینی او ژوندی مصداق وګرځي.
(ورته ووایه ای پیغبره! چې زما لمونځ، زما عبادت، زما ژوند او زما مرګ د هغه ذات لپاره دی چې د کایناتو خالق او پالونکې دی.

۲- روحاني قوت او لوړ معنویات: د کلکې ایماندارۍ نه وروسته د دعوتي قیادت دوهم مهم صفت د روحانیت او معنویت لوړوالی دی ځکه چې د دعوت د لارې ستونزې او کړاوونه یواځې د معنویاتو پر مټ تحمل کېدای شي همدا وجه ده چې الله متعال خپل استازي محمد -صلی الله علیه وسلم- ته د نبوت او رسالت په منصب د ګمارلو نه پیوسته داسې حکم کوي:

ای په جامو کې ځان نغښتونکیه ویده کېدونکیه پاڅیږه! شپه په ولاړه په لمانځه تېره کړه مګر کمه شپه ویده شه ټول مفسرین په دې اړه په يوه خوله دي چې د رسالت پیل له دغه حکم څخه شوی دی، نو پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته د شپې د قیام امر ځکه وشو چې د غه قیام یواځنۍ هغه لاره، چاره ده چې د دې په وسیله د لاسته ته راغلي معنوي ځواک پرمټ ته کولای شې چې د رسالت او دعوت مخې ته پراته خنډونه لرې او دا دروند بار اوچت کړې، د دعوت دغه د پیج وخم نه ډکه اوږده لار تر پایه په پوره استقامت طی کړي همدا وجه وه چې نبي کریم -صلی الله علیه وسلم- بي بي فاطمې –رضی الله عنها- ته د غلام خدمت ګار پر ځای د اذکارو لارښوونه کوي حدیث شريف کې راغلې دی چې یو ځلې رسول اکرم -صلی الله علیه وسلم- په یوه غزا کې د کفارو نه ډېر بندیان ونیول او مسجد نبوي کې يې پر خلکو ويشل چې د دې په جریان کې د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- لور بي بي فاطمې -رضي الله عنها- هم خپل پلار ته د میچن تاوولو له امله خپل تڼاکې شوي لاسونو په ښودلو سره د یوغلام غوښتونکې شوه نبي کریم -صلی الله علیه وسلم- ورته و فرمایل: لورکۍ خوښه دې نه ده چې د خدمت ګار نه درته ارزښناک شی وښایم هر سهار او ماښام (۳۳) ځله حمد او (۳۳) ځله تسبیح او (۳۴) ځله تکبیر وایه دا درته د بې شمېره خدمت ګارانو څخه ډېرګټور دي د احادیثو شارحینو د بي بي فاطمې د غوښتنې او نبي علیه السلام د لارښوونې یوعجیب مناسبت او اړیکه بیان کړې او هغه دا ده چې رسول کریم -صلی الله علیه وسلم- هغې ته په مأثوراتو د اهتمام لارښوونه ځکه وکړه چې هغې پلار ته په کورني کار کې د فزیکي ستړیا شکایت وکړو او پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- ورته د دې فزیکي ستړیا او بوج پورته کولو او تحمل کولو په غرض د معنویاتو د لوړولو په لور لارښوونه وکړه تر څو د هغو په قوت ورته په کار کې د هر قسم کړاو د ګاللو توانایي او حوصله پیداشي.

۳- خپلو افرادو ته د احترام په سترګه کتل: د کامیاب قیادت درېیم صفت دادی چې هرفرد ته د احترام او عزت په سترګه ګوري او د هغوی قدرداني کوي په اجتماعي او ډلییز کار کې د هر فرد سلیقه او مزاج يو له بله جلا وي قیادت به ددغو ټولو مزاجونو او سلیقو سره مناسب تعامل کوي او خپل مزاج او سلیقه به په افرادو نه تحمیلوي د قیادت او افرادو ترمنځ اساسي توپیر همدا دی چې قیادت همیش د خپلو افرادو په مقابل کې د خپل مزاج او سلیقې څخه د تېرېدلو قرباني ورکوي او افرادونه د مزاج او سلیقې نه د تېرېدلو امید باید ونکړي او د دې وړتیا باید په قیادت کې موجوده وي چې د خپلوافرادو مزاجونه او سلیقی وپېژني او د هغې مطابق ورځنې په دعوتي میدان کې کارواخلي او په سمه توګه یې رهبري کړي

نبي کریم -صلی الله علیه وسلم- د خپلو صحابه وو د مزاجونو او سلیقو سره همدا شان تعامل کاوه د مکې د فتحې په ورځ چې کله عباس -رضی الله عنه- نه پیغمبر –صلی الله علیه وسلم- ته ویل چې: ابوسفیان داسی یو سړی دی چې امتیاز او افتخار یې خوښ دی نو رسول اکرم –صلی الله علیه وسلم- د هغه د دغه طبیعت پر بنیاد سمدستي د هغه کور د امن سیمه اعلان کړه او ویې فرمایل: هر څوک چې د ابوسفیان کورته داخل شو نو هغه به په امن وي.

۴- په نقد کولو کې د احتیاط نه کار اخستل: قیادت باید په خپلو افرادو باندې د نقد کولو په اړه د زیات احتیاط نه کار واخلي ځکه انسان طبیعتا د نقد کوونکي انسان سره مینه نلري او په ځان باندې د چا نقد هم نه خوښوي نو د دې وجهې نه باید قیادت په مشخصه توګه د زیاتو نقدونو نه ځان وساتي او په ځانکړې توګه د هغو افرادو د نقد کولو نه چې هغوی د تیز او حساس طبیعت خاوندان دي د نقد په ځای باید د هغوی سره د مثبتې لارې نه تعامل وکړی شي د بې شمېره حدیثي رویاتو نه معلومیږي چې د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- عادت هم په همدی ډول ؤ چې په چا به یی په مشخصه توګه نقد نه کاوه چې کله به یی په کوم کس کې څه غلطي او قصور ولیده نو بیا به یې د منبرله لارې په عام تعبیرسره د هغوی اصلاح او سمونه کوله ویل به یې: ( مابال اقوام یفعلون کذا وکذا او یقولون کذا وکذا)

په دې خلکوڅه باعث دی چې دا قسم کارونه او ویناوې کوي؟
نو صحابه کرام به په همغه وخت د پیغمبر –صلی الله علیه وسلم- د دغه اشاري او کنایې لارښوونو په اساس خپلې غلطۍ ته متوجه شول او هغه به یی اصلاح کړه، د دې تعامل نه د دعوتي قافلې لارویانو ته چې کوم درس او پیغام ورکول کېږي هغه دادی چې د دعوتي قیادت او قاعدې ترمنځ باید د یو بل د پوهولو لپاره کنایات او اشارات د صراحت او امر حیثیت ولري، پدې اړه مولانا مودودي -رحمه الله- ډېره جالبه او په زړه پورې خبره کړی ده هغه وایي چې د کوم دعوتي جریان او حرکت قاعده اوغړي چې په هره کچه د خپل قیادت په مشورتي بڼه خبره د هغه په امر سره وانخلي او د امر په حیث ورته ونه ګوري نو دغسې جریان او حرکت به کله هم خپلو ټاکلو موخو ته ونه رسېږي.

۵- د فرصتونو نه په ګټه اخیستنی حریص وي: په عام لحاظ هر هوښیاراو ځیرک قیادت همیشه د خپل کار لپاره د فرصتونو په لټه کې وي او چې کله هم وړوکي نه وړوکي فرصت په لاس ورشي نو د خپل کار لپاره ترې استفاده کوي خو په ځانګړې توګه دعوتي قیادت بیا د خپل دعوت د خپراوي او رسونې په غرض ددغسې فرصتونو په انتظار وي او د هغې نه د ښې استفادې لپاره یې پلان ترتیب کړی وي او ذهنا ورته تیار وي که مونږ په قرآنکریم کې د انبیاوو -علیهم السلام- دعوتي اسلوب او طریقې ته په دقیقه توګه متوجه شو نو د فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې اسلوب او طریقه پکې د ورایه څرګندیږي د نمونې په توګه څولاندې مثالونه ذکرکوو:

۱: د پیغمبرانو په قطار کې چې ترټولو یې اوږده زمانه دعوت کړی او د الله دین ته په دعوت کې راز راز اسالیب او طریقې په کاراچولې یو هم نوح علیه السلام دی.

الله متعال د نوح علیه السلام د هغه رپوټ او ګزارش یادونه کوي کوم چې نوح علیه السلام د(۹۵۰) نهه نیم سوه کاله دعوت کولو نه وروسته خپل پروردګار ته وړاندې کړی د دغه ګذارش د یوې لنډې برخې یادونه د نوح سورت په اووم نمبر آیت کې داسې شوي چې فرمایي:(وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارً)
ژباړه: ای الله! هرکله چې ما خپل قوم ستا مغفرت طرف ته راوبله نو هغوی زما د خبرې د نه اورېدو په غرض خپلې ګوتې په غوږونو کې کېښودې او په جامو سره یې خپل مخونه پټ کړل په خپل کفر یې اصرار او ټینګار وکړ او ډېر تکبر یې وکړ.

مفسرین کرام وایي چې: د نوح علیه السلام قوم به کله د هغه سره په لاره کې په غیر ارادي توګه په ناڅاپي ډول مخامخ شو نو هغوی ته د نوح علیه السلام د فرصت پېژندنې صفت معلوم وو چې هغه حتما په لاره کې د لږ وخت مخامخ کېدو د فرصت نه هم استفاده کوي نو ځکه به یې خپل مخونه په څادر کې پټول ترڅو یې ونه پېژني اود دعوتي پیغام اورېدلو نه یې بچ پاتې شي.

۲- یوسف علیه السلام وګوره چې د یوطرف نه د خپلو سپېڅلو اخلاقو با وجود د وخت د ظالمو واکدارانو له لاسه بې جرمه او بې جنایته زندان تللې او هلته د آزادۍ نه په محرومیت کې شپې او ورځې سبا کوي خو په همدغسې د تکلیف او مشقت نه په ډکو شیبو کې هم چې کله دوه نور بندیان د خوبونو د تعبیر لپاره هغه ته مراجعه کوي نو د خپل دغه کم وخت مرجعیت نه او د هغوی د دغه لږ شیبه ملاقات د خپل دعوت لپاره د ستر فرصت په توګه استفاده کوي او مخکې د تعبیر نه هغوی ته په ډېرو لنډو جامع الفاظو په ډېر ښه وضاحت سره خپل دعوتي پیغام وړاندې کوي الله متعال د هغه د دعوت پوهنې دغه صفت خوښ شوی نو ځکه یې مونږته په سورت یوسف (۳۹) آیت کې داسې یادونه کړې ده :(يَاصَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ)
ژباړه: ای زما د زندان دوه خوږوملګرو! آیا ډېر خدایان او معبودان د عبادت لپاره ټاکل غوره او بهتر دی او که یواځې یو الله چې هغه یو او په هرڅه غالب ذات دی؟ معنی دا چې د ډېرو معبودانو پرځای د یو الله بندګي کول غوره دی.

۳- که څه هم د ټولو پیغمبرانو سردار او د نبوت او رسالت د سلسلې ختم کوونکی محمد -صلی الله علیه وسلم- ټول دعوتي ژوند د فرصتونونه په ګټې اخیستنې ډک دی هېڅ داسې چانس او فرصت یې نه دی ضایع کړی چې هلته د هغه د دعوت او پیغام رسولو لپاره لږ موقع هم په لاس ورغلې وي وګورئ هغه چې کله مکه د خپل دعوت په نتیجه کې د مکې د خلکو د بې ساري دښمنۍ او مخالفتونو سره مخامخ شو او د دغه مخالفت نه د مثبتې ګټې اخیستنې په موخه د طایف لوري ته د دعوت لپاره مخه کړه او کله چې یې هلته هم دعوت ته لبیک ونه ویل شو نو بېرته د مکې په لور روان شو په لاره کې د یو یهودي باغ کې دمه جوړه کړه، هغه د خپل یوغلام (عداس) په لاس هغه ته د انګورو یو وږی ورولیږه کله چې دغه غلام هلته ورغی نو رسول الله –صلی الله علیه وسلم- د خپل لږشیبه راحت کولو په وخت کې هم د غلام د ملاقات له فرصت نه په استفادې سره په ډیرزړه راښکونکي اودحکمت نه په ډکه لهجه او تعامل سره یې د دعوت د پیغام رسولو په غرض د هغه سره مقدماتي خبرې پدې پوښتنه پیل کړې چې ته د کوم ځای یې؟ هغه په ځواب کې وویل: د عراق د نینوا د سیمې.

هغه -صلی الله علیه وسلّم- ورته وویل: ښه! د یونس بن متي د کلي يې، غلام په حیرانتیا وویل: چې ته یونس بن متي څه پېژنې؟ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ورته وویل: هغه هم د الله پیغمبر ؤ، زه هم د الله پیغمبریم، هغه زما پیغمبري ورور دی.

لیکنه: مولوي میر عباس ګوهري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب