بریا او ناکامي

د کامياب او ناکامو کسانو تر منځ اته فرقونه!

کامياب کسان ولی کامياب دي؟ دوی څه کړي چې بريالي ګڼل کېږي؟ ايا دوی تر نورو له ډېرو اسانتياوو او وړتياوو څخه برخمن دي او که د دوی بخت تر نورو لوړ دی؟
او ناکامان ولي ناکام دي؟ له دوی سره د څه شي کمی دی چې کامياب نه دي؟ او ايا د دوی ناکامي د اسانتياوو او امکاناتو د کمزورتيا له وجهې ده او که بخت ورسره ياري نه ده کړې؟
دا پوښتنې د شخصيت جوړونې په ډګر کې ډېر ځله راپورته کېږي. موږ يې په څو ساده ټکو کې ځوابوو.
د کاميابانو او ناکامانو تر منځ څو اساسي توپيرونه شته. او د بريالي او ناکام شخص تر منځ څه واضح پولې شته. لاندې د دې توپير نښې نښانې راسپړو:

لومړۍ نښه:

بريالي کسان: په خپل فکر کې ځان بريالی ګڼي، او د کاميابانو په څېر احساس او چلند کوي، د برياليو کسانو په څېر سترې هيلې لري، په خپلې کاميابۍ او د ټولو خنډونو په کابو کولو او خپلې موخې ته په رسيدلو باندې باور لري. نو، برياليتوب په دې توګه لومړی د انسان ذهني تصور دی. کله چې هم څوک فکر وکړي چې کامياب دی هر څه او هره پرمختيا د هغه د موخو په ګټه تمامېږي او ژوند يې پر هماغه لورې حرکت کوي چې دی يې توقع کوي.
ناکام کسان: د ناکامۍ احساس کوي او دا احساس يې په چلند کې هم څرګند وي. د ډېرو اسانه او کوچنيو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره کار کوي، او په دې لاره کې يې لومړی کوچنی خنډ له ماتې سره مخامخوي، نه په خپل ځان او نه په خپلو وړتياوو باور لري، او دا باور يې په سر کې ټينګ روزلی چې که کله هم په يو کار لاس پورې کوي حتما پکې ناکامېږي.کاميابي او ناکامي بالاخره د انسان په خپل ذهنيت او تصور او باور پورې اړه لري. که دې ځان بريالی وګاڼه، بريالی يې که دې ناکام وباله، ناکام يې. هر ډول چې فکر کوې همدغه فکر ستا لاشعوري عقل د يو واقعيت په توګه مني، او د دې واقعيت په ترسيمولو کې درسره هېڅ ناغيړي نه کوي، بلکې ستا په ژوند کې به يې کټ مټ پياده کوي. نو ته د خپلو افکارو توليد يې.

دا د ناکام انسان ذهنيت دی چې خپل شاوخوا چې هر څه او هره پرمختيا ګوري په ناکامۍ يې تعبيروي او هر څه ورسره ناکامۍ ته په چټک رسېدو کې مرسته کوي.
لنډه دا چې: که ځان په خپل فکر او چلند کې کامياب وګڼې کاميابېږې او که دې په خپلو ماغزو کې ځان ناکام وګڼل نو ناکامي له ژونده نغده واخله. کاميابي او ناکامي بالاخره د انسان په خپل ذهنيت او تصور او باور پورې اړه لري. که دې ځان بريالی وګاڼه، بريالی يې که دې ناکام وباله، ناکام يې. هر ډول چې فکر کوې همدغه فکر ستا لاشعوري عقل د يو واقعيت په توګه مني، او د دې واقعيت په ترسيمولو کې درسره هېڅ ناغيړي نه کوي، بلکې ستا په ژوند کې به يې کټ مټ پياده کوي. نو ته د خپلو افکارو توليد يې.

دويمه نښه:

بريالي کسان: پوهېږي چې له خپل ژوند څخه څه غواړي، د هغه لپاره پلان جوړوي، او د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره هر څه چې يې په وس کې وي کوي، له اسبابو څخه استفاده کوي، برياليتوب ته په رسېدو کې هوډمن دی، هر سهار چې راپاڅي د ځواکمنتيا او بيدارۍ احساس کوي او د ورځې کارونه پلان کوي او ليکي يې، او د ټولو پلان شوو کارونو د کولو لپاره پوره کوشش کوي، پايلې څاري، او په پرلپسې توګه د خپل پروګرام د لا ښه والي لپاره هڅه کوي تر څو له بدلېدونکو حالاتو سره سم پرمخ ولاړ شي.

ناکام کسان: د خپل ژوند هدف ورته نه دی معلوم. ډېر لږ کار کوي، خو په مقابل کې سترې پايلې غواړي او له اسمانه د بخت داسې تصادف ته منتظر دی چې ټولې هيلې يې پرځای کړي. په کار کې بهانې لټوي، بې له کوښښ او سخته کاره غواړي چټکې لاسته راوړنې ولري، سهار چې راويښ شي نه پوهېږي چې په ورځ کې څه وکړي، کارونه او مصروفيتونه يې ډېر وي، خو يو کار هم بشپړ نه ترسره کوي. په ژوند کې نظم او دسپلين نه مراعاتوي، په ژوند کې کوم مشخص هدف او لوری نه لري چې د هغه مطابق حرکت وکړي، په حقيقت کې ګمراه دی، لاره ترې ورکه ده، د خپل ژوند واک يې وخت او پېښو ته پرې ايښی چې هرې خواته چې د زمانې خوښه وي پر هغې يې بوځي، دی هم پرې اعتراض نه لري.
لنډه دا چې: کاميابي د بخت او بازۍ نه ده، او بې له کار او کوښښه نه شي لاسته راتلی، برياليتوب پلان ته او پر پلان باندې دوامدار تګ ته اړتيا لري. او ناکامي شرايطو او د ويښې خوبونو ته تسليمېدلو ته اړتيا لري.

درېيمه نښه:

بريالي کسان: د خپلو کړنو، خبرو او چلند پايلو ته په دقت متوجه دی، د هر څه د عواقبو په اړه فکر کوي، داسې کسانو او پېښو ته ښه ځير دی چې کيدای شي د خپلو موخو په لاسته راوړنه کې ورسره مرسته وکړي،‌ او هڅه کوي دغه ډول اړوند کسان هم له ځان سره د کاميابۍ پر کرښه بوځي او شعار يې دی ((کاميابېږم او نور هم راسره کاميابېږي))، له نورو سره د همکارۍ له لارې پرمخ ځي، د هغوی له کاميابۍ څخه د خپلې کاميابۍ لپاره کار اخلي.
ناکام کسان: بې پامه او سرټمبه دی، تل د خپلو کړنو او خبرو په اړه بې پروا دی، د خپلو کارونو او خبرو پايلو او عکس العملونو په کيسه کې نه دی، په دې توګه په لوی لاس ځان په ډېرو ستونزو او سرخوږيو کې اچوي، او شعار يې دی ((زه دې ژوندی يم توپان وکړم…))، يوازې د خپل ځان غم کوي، د ځان لپاره کاميابي غواړي او که د خيال پلو کاميابي يې د نورو په تر پښو لاندې کولو هم ترسره شي پروا يې نه کوي.
لنډه دا چې: کامياب انسان عواقبو ته ځير انسان دی چې له هرې چارې سره په دقت، اعتماد او مثبته روحيه باندې چلند کوي، خو ناکام انسان يو سرټمبه او بېړنی انسان دی چې هر ښه فرصت له لاسه ورکوي او آن خپل پلويان او ملګري يې پر ضد اوړي.

څلرمه نښه:

بريالي کسان: د کاميابانو پر پلونو روان وي، د هغوی د لاسته راوړنو په اړه پلټنې او پوښتنې کوي، په دې ځان پوهوي چې هغوی څنګه کامياب شخصيتونه جوړ شوي، دوی څه کړي چې تر نورو يې لوړې لاسته راوړنې لرلې دي، دی هم د هغوی په څېر ورته پايلو ته د رسېدو لپاره کوښښ کوي او هماغسې پر مخ ځي لکه هغوی چې تللي.
ناکام کسان: په ژوند کې بې مشاله روان وي، نه پلان جوړوي او نه مشخص اهداف ځان ته ټاکي، بلکې خپلې واګې يې بې واکه پرې ايښې وي‌ چې هرې خواته يې بوت پر هماغه به ځي، همېشه د شرايطو او حالاتو لخوا مغلوب وي. د بېلګې په توګه که د وظيفې خبره شي، ده ته مهمه نه ده چې چېرته د ارشيف د ساتنې لپاره په کوم ساده کار ګومارل کېږي، او که د بازارموندنې يا عامه اړيکو مامور ټاکل کېږي، دواړه ورته بې توپيره دي، بلکې يوازې دا ورته مهمه ده چې تنخا واخلي. د کوم واضح او مشخص هدف د لاسته راوړلو لپاره کوښښ نه کوي، د خپل راتلونکي ژوند او دندې په اړه هم څه خاص ليدلوری نه لري. په خپل ژوند او وظيفه کې که ترشا هر ډول وړ او ناوړه خاطرې او اثرات پرېږدي، دی يې پروا نه کوي. يعنې د ژوند ټولې چارې يې اتومات او لنډمهالې روانې وي.
لنډه دا چې: که کاميابي غواړې د کاميابانو په لټه کې اوسه او هماغه ډول هڅه وکړه لکه هغوی چې يې کوي ترڅو هماغسې نتايجو ته ورسېږي، او که غواړي چې ناکام واوسې نو ژوند ته دې واګې ور پرېږده چې پر هره ولاړې پروا يې مه کوه، بې نقشې روان اوسه، او بې پله او ګودره ګډېږه. بيا نو د نجات ساحل ته رسېدل مه غواړه، ډېر امکان د دې دی چې غرق شي، ځکه حالات ستا په طبيعت نه، بلکې ته د حالاتو په طبيعت روان يې.

پنځمه نښه:

بريالي کسان: هر څه يې ازمايلې او له هرې موقع څخه د خپلو اهدافو او مشکلاتو حل کولو لپاره کار اخلي. په هر فرصت کې مساعدې صحنې ګوري چې په پرمخ ته تللو کې ورسره مرسته کولی شي، د بدلون مينه وال دی، بدلون ده ته د پرمختيا او دوامدار تګ په معنا ده، پر خپل ژوند او بدلېدونکو حالاتو باندې مسلط دی، هر ډول چې شرايط اوړي دی يې د خپلو اهدافو پر لورې اړوي،‌او اجازه نه ورکوي چې مغلوب شي.
ناکام کسان: په هماغه يو ځای ولاړ دی، د خوځښت او حرکت والا نه دی! ارامي او نورمال ژوند يې خوښ دی، د نويو تجربو او ازموينو په لټه کې نه دی، دی بدلون نه پېژني، په هماغه يو کار باندې تر اخره پاتې دی، هماغه يې ملګري او پېژندګلو دي چې وو، هماغه زاړو ځايونو ته ځي او راځي چې تل يې عادت دی، په هماغه يو ځای کې به تر اخره اوسي چې طبيعتا ورته غوره شوی دی. له هر بدلون څخه په وېره او هرې نوې څپې څخه په ډار کې دی، په هره موقع کې تکليف او سرخوږی ويني،‌ د کوهې د اوښ په څېر په خپلو مشکلاتو راچورلي او پرمخ نه ځي، منفي فکر يې د ژوند او فکر برخه ده.
دا ډول انسان تل د ژوند له ګډوډۍ څخه په تکليف وي ځکه چاپېريال پرې مسلط دی او دی چې خدای د تسلط لپاره پيدا کړی، په لوی لاس يې ځان د زمانې تسلط ته پرې ايښی.
لنډه دا چې: تغيير به خامخا راځي، بايد په مناسب وخت کې ترې په ښه ډول استفاده وکړې او د خپلو اهدافو په خدمت کې ترې کار واخلي. او که منتظر کېږې چې بدلون خپل درباندې راشي او تا له ځان سره په خپل واک کې واخلې، نو بيا به ته مغلوب او حالات به غالب وي او هر ډول چې ولوبول شوې د خپل اختيار به نه يې.

شپږم نښه:

بريالي کسان: د خپلو اهدافو په لورې تګ کې زړور وي، او په څه چې باور لري دا باور يې ټينګ وي.‌ دا زوړرتيا او جرئت دی چې د موخو په لاسته راوړلو کې دې پر خنډونو او ننګونو باندې برلاسی کوي. له دې ځانګړتيا سره موخې ته د رسېدو لپاره خپل تصميمونه له پوره زړورتيا او ډاډ سره نيسې.

ناکام کسان: تل زړه نازړه وي، همېشه له ځان سره دا وايي چې ((دا فلانی وکړم کنه، همدا اوس تصميم ونيسم او که وروسته به پرې فکر وکړم))، په کلونو کلونو منتظر وي تر څو ترې هغه فرصتونه چې د لوړو اهدافو د ترسره کولو لپاره يې ترې ګټه اخيستلی شوای تېر شي، او بيا چې کله دی پرېکړه کوي ډېر ناوخته شوي وي او مناسب فرصتونه ضايع شوي وي.
لنډه دا چې: که غواړي څه وکړې نو بسم الله کړه او پيل پرې کوه…ته يوازې جرئت ته اړتيا لري‌ چې د هغسې ژوند پر لورې ګام واخلې چې زړه دې دی. که دې ناوخته کړل، بيا يوازې ځان ملامتوه. بيا به وخت تېر وي او فرصتونه به د بل چا په واک کې وي. هغه مهال چې ستا په واک کې ول، هله ته بې زړه وې او په نن سبا کې دې وبايلله. د فرصتونو له تګ وروسته له چورت پرته بل څه نه وي پاتې.

اوومه نښه:

بريالي کسان: له ځان او له خپل شاوخوا سره مينه لري، د ژوند ارزښت ورته پوره معلوم دی. له ټولې دنيا سره په همغږۍ او کمينۍ ژوند کوي. همدا د همغږۍ او مينې ژبه ده چې پر مخ يې د کاميابۍ او خوشالۍ ټولې دروازې پرانيزي. هغه څه کوي چې ورسره مينه لري، ژوند يې هماغسې منلی څرنګه چې دی، او د هغه له قوانينو سره سم پرمخ ځي،‌ د خپل ورور لپاره هماغه څه غوره کوي چې د ځان لپاره يې غوره کوي.
ناکام کسان: له ځان او خپل شاوخوا سره نه جوړېږي. ته به وايې له خلکو او ژوند څخه په غچ پسې دی. د چل، کينې او کرکې له احساساتو څخه ډک دی. او دا احساسات يې د فطرت او خدايي قوانينو سره په ټکر کې کېوزي. تل د پرېشانۍ او غوسې په حالت کې وي، له خپل ځان او ژوند سره په جګړه کې وي. له ځان او خپل ژوند سره د مينې او سولې خوند نه څکي، بلکې روحي ارامي او رضايت ورته يوه افسانه ښکاري، په دا ډول ذهنيت سره هم خپل ځان بايلي او هم خپل متعلقين. د خپلو وروڼو لپاره يې ښېګڼه نه خوښېږي، او د ژوند تګلوری ورته تل سرچپه ښکاري.
لنډه دا چې: له ځان او ژوند سره مينه د کاميابانو شتمني ده، چې له دې پرته په هېڅ شي کې برياليتوب نه شي راتلی. له مينې څخه بې برخې انسان له برياليتوب څخه بې برخې دی. دا به څه کاميابي وي چې يو څوک يې په خوشالۍ کې درسره شريک نه وي.

اتمه نښه:

بريالي کسان: ټولې ښې او خواشينوونکې چارې د خدای له لورې داسې فرصتونه ګڼي چې دی ترې ډېر څه زده کوي او يو ډول نه يو ډول ترې د خپل برياليتوب لپاره استفاده کوي. د ژوند په اړه خوشبينه دی، کوم ډول ژوند چې غواړي ورته ورسېږي د هغه په اړه ډاډه دی. په خدای باندې يې باور ډېر لوړ او مثبت دی. هغه قدسي حديث چې پکې خدای ويلي: انا عند ظن عبدي بي…يعنې زه له خپل بنده سره پر ما باندې د هغه د باور سره سم چلند کوم، دا حديث يې د لارې مشال دی.
ناکام کسان: په هر څه کې ستونزې ويني، بدبينه دی. تل د ناوړه پېښو توقع لري، دی همېشه د ګيلاس نيمه تشه برخه ويني او ډکه برخه نه ګوري. د داسې پلمو او عذرونو په لټه کې وي چې وښيي چې له ناکامۍ څخه خلاصون نشته. په هره چاره کې يې تکيه کلام دا وي چې: په دې کې ډېر مشکلات دي – شرايط مساعد نه دي، زه د دې کار د کولو وړ نه يم…دا ډول بهانې نه خلاصېږي او نتېجه يې دا شي چې فرصتونه يو په بل پسې ضايع کېږي. اصلي خبره داده چې له دی د ژوند په نامه مبارزې ته چمتو نه دی.‌ ډېر ځله په دې لټه کې وي چې د هغو کارونو لپاره چې د ځان د برياليتوب لپاره يې بايد ترسره کړي بل څوک پيدا کړي، او بيا يې هيله دا وي چې ګټه به يې ده ته رسېږي. دا ډول هيلو ته د ويښې خوب ويلی شو.
لنډه دا چې: د مارګريت تاچر خبره خلک ګومان کوي چې د غره سر ته لاره نشته، دوی د هر غره سر ته د ايويرسټ غره په سترګه ګوري چې ګواکې هېڅکله څوک نه شي ورختلی، مګر په واقعيت کې د هر غره سر ته لاره شته، خو يوازې د ورختلو همت غواړي.
نو، هر انسان بايد وپوهېږي چې ژوند د ډېرو، بلکې د ټولو انسانانو لپاره د برياليتوب ډګر دی، فقط ځان ته د ژوند هدف وټاکه او روان شه، د هغه د پوره کولو لپاره په بشپړ جرئت او استقامت سره ګام واخله، خوشبين اوسه، ژوند ته په مينه وګوره او ښکلاګانې يې درک کړه، چې ژوند هم په خپل وار تا ته خوشالي، مينه او ښکلا درکړي
———————————————————————
ليکواله: امانى سعد
ژباړه
 : محمد يونس برهان

 

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close