د کامرې د سترګو وېزور، فلتر او میموري کارډ

وېزور، داسې يوه کړکۍ ده چې فلم اخيستونکی کولای شي د هغې له د ننه نه سوژه وويني. له هغې ځايه چې د بېلو کسانو د سترګو ليد توپير سره لري. ځينې کامرې په بدلېدونکي وېزور سنبال دي. نو فلم اخيستونکی بايد تر کار مخکې د وېزور په ګرځولو او واټن د بدلون لپاره سترګې د کامرې له وېزور سره يو شان کړي. د دې کار لپاره لومړی کامره پېښې ته د ۳۰ متره په واټن سره ږدي او وروسته د پېښې ځای ته په پام سره وېزور تنظيموي.

فېلتر

فېلتر هغه وسيله ده چې د صحنې په بېلابېلو برخو کې د فلم د رنګ د ښه والي او د تيارې او رڼا د برابرولو لپاره ترې کار اخيستل کېږي. فېلترونه بېل ډولونه لري او په بېلو برخو کې ډول ډول کار ترې اخيستل کېږي. فلم اخيستونکی بايد هغې مصنوعي او يا طبيعي روښنايي ته په پام سره چې په صحنه کې کار ترې اخلي او په صحنه کې چې له کومو رنګونو کار اخيستل کېږي، معلومه کړي چې له څه ډول فېلتر څخه په کوم حالت کار واخلي.

 

د کامرې د ذخيرې کارډ (ميموري کارډ)

اخيستل شوي فلمونه په ميموري کارډ کې ساتل کېږي. چې دا کارډونه له کامرې د بهر ويستل کېدو وړتيا لري.

ميموري کارډ بېلابېل ډولونه لري چې ځينې يې له يو بل سره جوړ جاړی لري. د کامرې د اخيستو په وخت کې بايد له پلورونکي وپوښتئ چې کامره مو څه ډول ميموري کارډ کاروي، ځکه که په راتلونکي کې غواړﺉ بدلون په کې راولئ بايد پوه شئ چې څه ډول ميموري کارډ ورته واخلئ.

کولاﺉ شئ د خپلې کامرې د ميموري کارډ ذخيره مو زياته کړﺉ. هر ميموري کارډ يوه محدوده وړتيا لري او ستاسې د انځورونو د ثبت څرنګوالي ته په پام سره د ميموري کارډ يوه برخه نيسي. د اوږدې فلم اخيستنې په وخت کې مو د ميموري کارډ وړتيا ته پام وساتئ.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب