د ښځې له حقونو دفاع كه د كار موندنې كمپاين

شانداره غونډې

د مارچ په اتمه  (د ښځې د نړيوالې ورځې) يو ځل بيا د نړۍ د هر بل هېواد په څير زموږ په هېواد كې هم خلكو ته بيچاره ښځه ورياده شوه. معمولا پدې ورځو كې د بيلا بيلو دولتي او نادولتي ادارو له خوا د ښځې په وياړ رنګا رنګ غونډې جوړې شوې . پدې تشريفاتي غونډو پداسې حال كې ډيره اندازه پيسې ولږېدې چې زموږ د هيواد په ځينې برخو كې خلك له لوږې مري، خو نه يې دولت مرستې ته رسيږي او نه هم دا په نوم د بشري حقونو د دفاع مؤسسې. دا چې پدې غونډو كې بيا هر اړخ خپلې سياسي ببولالې غږوي پدې اړه څه ويل نه غواړم. رسنۍ خو د خپلو خپرونو د بازار د ګرمولو په موخه د ښځې په اړه ډول ډول نغارې ډنګوي.

په لويديځ كې د ښځو غورځنګ د پيل فلسفه دا وه چې ښځو غوښتل د كارخانو له مالكانو نه د خپل كار په بدل كې د سړيو سره سمې پيسې ترلاسه كړي. خو سره لدې چې د هغوى دا خوب تر اوسه ندى ريښتيا شوى او همدا اوس هم هلته د ښځو او سړيو په تنخواو كې ډير توپير تر سترګو كيږي، زموږ د هېواد په اصطلاح روڼ اندې ښځې له هماغو ښځو سره د سيالۍ په تكل لاس او پښې اچوي.
كله هم چې د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو خبره كيږي نو د نورو خبرو تر څنګ د ښځو لپاره له كوره بهر د كار كولو شرايط برابرول د هغوى تر ټولو مهم حق بلل كيږي.

ګډ تعليم او ګډ كار

كه د ظالمو ښكيلاكګرو له پلوه د ښځې پر حجاب پابندي لږيږي دا ښځې (د ښځو د حقونو مدافعينې) پرې غوږ هم نه ګروي، شين سترګي ځناور په ډير شرميدلي انداز زموږ د خويندو او ميندو تالاشي اخلي خو څوك پرې سر نه خوږوي، د ترهګرو په نامه يې په ګوليو ولي او دا ډارنې رسنۍ هم واقعيتونه نه روښانه كوي، او … خو بس له كوره د وتو او له پرديو سړيو سره د وخت تيرولو په پلمه دا خپله يواځينۍ اړتيا بولي چې بايد له كوره بهر كار وكړي. دا چې په دولتي دفترونو كې -چې ښځې او نر پكې ګډ كار كوي- څه تيريږي الله پرې ښه خبر دى او په نادولتي مؤسسو كې خو د ښځو -نه ريښتيا غلط شوم پيغلو نجونو- حالت اوس له هيڅ چا هم پټ ندى. هلته خو نجونې يواځې د دې لپاره په كار ګمارل كيږي چې پيغلې وي او ښكلې. د دې ډير لاملونه كيداى شي خو يو لوى لامل يې دا هم دى چې زموږ د زده كړې سيسټم د ګډ تعليم پر نظريه ولاړ دى او دا چې نجونې د تحصيل پر مهال له كوره بهر هلكانو (ټولګيوالو) سره وخت تيروي بيا تر فراغت وروسته يې په كور كې زړه تنګيږي نو ځكه كور كې پاتې كېدل ورته تر زندان سخته ښكاري. كه داسې نه وي نو د كور د لګښتونو برابرولو لپاره خو سړي كار كوي نو د ښځو كار ته څه اړتيا ده.

د اړتيا وختونه جلا دي، خو په داسې وختونو كې هم ښه دا ده چې نور مسلمانان له بې وسه كورنيو سره مرسته وكړي څو ښځه له دې تكليف نه خلاصه وي. د همدې لپاره په اسلام كې د زكات او صدقاتو نظام رامنځته شوى او آن رسول الله صلى الله عليه وسلم د يتيم او كونډې په پالنه او كفالت ټينګار كوي.

منم چې ښځه بايد لوست ليك وكړي، كار وكړي او په ټولنيزو چارو كې په پراخه ونډه برخه واخلي ځكه كه د اسلام تاريخ راواړوئ هلته ښځې آن د جهاد په ډګر كې له خپلو سړيو سره اوږه وركړې ده. خو په ځانګړو ځايونو او تر ځانګړو شرايطو لاندې لكه د ښوونې او روزنې او نورو ډګرونو كې. داسې كار كول به څه ګټه وكړي چې ته د كوره بهر په دفترونو كې وخت اړوه او ستا ماشوم بچى دې له مورنۍ مينې محروم په وړكتونونو او يا هم د شيدو وركولو په مركزونو كې لوييږي. د ښځې تر ټولو لويه وظيفه خو د انسانيت پالل او او د نسلونو جوړول دي، خو دا اوسنۍ ښځې دا دنده له نظره غورځولې ده
حيران پدې يم چې دې اوسنيو ښځو هېڅكله هم دا ونه ويل چې د ښځو لپاره دې اسلامي مدرسې جوړې شي، د نجونو او هلكانو د لوست ټولګي دې جدا شي، د ښځو لپاره دې ښځې ښوونكې پيدا شي. زما په اند د ښځو د نالوستي پاتې كيدو له لاملونو څخه دا هم دى چې د ښځو په ښوونځيو كې سړي ښوونكي درس وركوي. دا خبره هسې هوايي نه كوم بلكې داسې ښوونځي هم راته معلوم دي چې هلته نجونې يوازې د يوه نر ښوونكي د شتون له كبله د ښوونځي پرېښودو ته مجبوره شي. بل لامل يې دا دى چې دا كومو نجونو چې آن تر پوهنتونه زده كړه كړې ده د هغوى ډيرى بيا د روشنفكرۍ په نامه د فساد، بېلارۍ، بې حيايۍ او بې حجابۍ ښه بيلګه جوړيږي نو نور پلرونه او ميندې چې دوى ته ګوري نو پدې شرايطو كې ښوونځي او يا پوهنتون ته د خپلو لوڼو او خويندو ليږلو ته زړه نه ښه كوي. نه يوازې دا بلكې خپله نجونې هم دې ته نه چمتو كيږي چې پدې وضع كې زده كړه وكړي.

كار كول حق كه تكليف؟

اوس راځم دې ته چې دا ښځې چې تل ښځو ته د كار كولو د شرايطو د برابرولو ډنډورې غږوي او دا د ښځې حق بولي كله يې هم پدې غور كړى دى چې كار كول حق او امتياز دى كه تكليف او مسئوليت. دا ښځې دومره ړندې شوي چې له نورو نه په تقليد كې يې دا هم هېر كړي چې كار كول حق دى كه تكليف. زموږ په اند كه اسلام له ښځې غواړي چې په كور كې واوسي پدې كې يې عزت او وقار دى او دا دې لپاره دى چې ښځه آرامه او سوكاله وي او د همدې لپاره يې پر نر د ښځې نفقه فرض ګرځولې ده.
نو اى خويندو …
كه الله مه كړه د دې وړندو په لاره مو پلونه كيښودل دوى به مو د ځان په څېر د فساد كندو ته وغورځوي او بيا به پښيماني هيڅ ګټه ونكړي.

محمد مدثر اسلامي /اصلاح انلاین

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب