د ښه او کامیابه ژوند 15 اصول!

تاسو خپل ژوند په ځانګړي توګه د ځوانۍ دوره، چې ستاسو د راتلونکې کامیابي ور پورې تړلې ده، څنګه تېروئ؟
کوم اصول مو ورته ټاکلي؟
ارواپوهان وایي، د ځوانۍ دوره یوه داسې دوره ده، چې د راتلوونکي ژوند لپاره لاره هواروي.

دا یو ټولمنلی حقیقت دی چې هر انسان په هڅه کې دی، تر څو د پرمختګ په لار کې ګړندی واوسي او د خپل موجوده حالت څخه ووځي. خپل ځان چیلنجول مو د ښه او کامیاب ژوند لامل کېږي.

پرمختګ او بدلون راوستل آسانه نه وي، خو د رامنځته کولو لپاره یې هر ډول کوښښ ګټور بلل کېږي. شاید ډېر مشکلات ولرئ، خو ځینې شیان، عادتونه او بدلونونه کولای شي، چې د یو ښه ژوند خاوندان مو کړي.

1 په ځان باور ولرئ او هیلې مو قابو کړئ!

د خپلو خوبونو او هیلو پوره کولو څخه وړاندې باید ومنئ، چې تاسې یو انسان یئ او انسان نیمګړی دی، چې نه شي کولای هر څه په یوازې ځان ترسره کړي. تاسې باید حقیقت درک کړئ او په ځان باور ولرئ او ومنئ چې تاسو د خپلو اړتیاوو په اندازه کار کولای شئ، د ناکامۍ څخه مه ویرېږئ، خپلې غلطۍ قبولې کړئ، ځانته هدف وټاکئ او په لاسته راوړلو یې د خوشحالۍ احساس وکړئ.

-2ساده ژوند وکړئ!

په ورځیني ژوند کې ډېری کارونه پاملرنې او وخت ته ضرورت لري. لکه د ماشومانو کوټه برابرول، د کور او دفتر کارونه، له ملګرو او خپلوانو سره لېده کاته، ماشومان تر ښوونځي رسول او بېرته تر کوره بېول او داسې نور کارونه تر هغې نه شئ کولای تر څو چې خپلې اړیکې، چاپیریال او ژوند ساده نه کړئ. ځکه چې د ساده ژوند په اختیارولو سره کولای شو د ژوند چارې په ښه توګه سرته ورسوو.

-3 برابری

موږ د ژوند د تېرولو دپاره کار کوو، اړیکې ساتو، د کور کارونه کوو، ډوډۍ خورو، تلویزون ګورو… خو په هر کار کې افراط کول مو ژوند تباه کوي. له خپل فکر څخه کار واخلئ، افراط مه کوئ. کمه خرچه وکړئ، د خوراک خیال وساتئ او تلویزون ته کم وخت ورکړئ. نو بې له شکه چې د ښه صحت لرونکي به اوسئ.

-4په خپله خوښه ژوند وکړئ

د نورو په خوښه ژوند کول او له وسایلو څخه یې ګټه اخیستل به آسانه وي، خو دا ډول ژوند مو نه شي ډاډمنولی. پوهان وایي، که غواړئ له نورو سره مرسته وکړئ؛ نو ژوند مو په خپله خوښه وکړئ. هغه کار مه ترسره کوئ چې نور یې در څخه تمه لري، له موقع استفاده وکړئ، ځکه موقعه مو دویم ځلې دروازه نه در ډبوي.

-5مخ پر وړاندې لاړ شئ

ژوند سفر دی، منزل نه دی، باید هره ورځ د خپلې بقا دپاره کار وکړئ. د کار خرابوالي او نتیجو ته پام مه کوئ، ځکه چې منفي فکرونه د پیدا زیږوي. ژوند د کامیابي او ناکامي لرونکي دی، نو موږ باید لاس په کار شو او یو کامیاب ژوند ولرو.

۶- د ملګرو خیال وساتئ

ژوند - ملګري
ملګري

که تاسې له خپلو ملګرو سره د خپل فکر مطابق چلند کوئ، نو له ډېرو مشکلاتو سره به مخ شئ؛ ددې پرځای داسې رویه اختیار کړئ چې ملګري مو تمه درڅخه لري. د مثال په ډول: که ستاسو زنګ وهل نه خوښېږي او خپل ملګري ته په دې موخه زنګ نه وهئ چې هغه دې هم ستا غوندې فکر ولري. نو غلطه یاست. د نورو دپاره باید حساس واوسئ او هغه رویه خپله کړئ چې د خوشحالۍ سبب یې ګرځي.

– 7په حال کې اوسئ

په تېر کې څه شوي؟ یا په راتلوونکي وخت کې به څه وشي؟  په دې اړه فکر مه کوئ، موجوده وخت ته پام وکړئ او د ښه والي کوښښ یې وکړئ.

-8 مثبت فکر وکړئ

د څه په اړه چې فکر کوئ، همدا مو د شخصیت برخه ګرځي. که چېرته مو فکر منفي وي، نو د ډېر څه کولو تمه مه لرئ، خو که چېرته مو فکر مثبت وي، نو کولای شئ چې ناکامي هم په کامیابۍ بدله کړئ. نو مثبت فکر ولرئ او له جادو یې ځان خبر کړئ.

-9 نوښت وکړئ

هغه کسان کامیاب ګڼل کېږي چې له ژوند سره دلچسپي لري، په یو حالت نه پاتې کېږي. د نوي شيانو یادولو مو شخصیت ښکلی کوي. د ژوند په هره برخه کې زده کړې ته وخت ورکړئ، د عمر هیڅ برخه مو د زده کړې مخنیوی نه شي کولاي.

-10 صبر وکړئ

هیڅ کار په بېړه نه شي ترسره کیدلی یا شاید د کوم مهم ملاقات دپاره به ډېر زر تیار شئ، خو بېړه مه کوئ. بېړه مو له ډېرو مشکلاتو سره مخ کولای شي. شاید سفر مو ځنډ شي یا د خلکو بې پروایي یا کومه بله وجه وي چې مشکل درته پیدا کړي، خو تاسي باید بیړه ونه کړئ هر څه ستاسو په وس کې نه دي. بې صبري او نا آرامي مو ذهناً ګډوډوي،  د بدن دفاعي سیستم مو کمزوری کوي، د ویني فشار لوړوي، په زړه بوج راوړي او د اړیکو د خرابېدو لامل کېږي.

هغه کارونه چې ستاسو له وس څخه بهر وي او نه شئ کولای چې ترسره یې کړئ،  یو څه وخت پرې فکر وکړئ او ژوره ساه واخلئ.

–11 پریکړه وکړئ

په زرګونو کامیابو کسانو د شوې څېړنې تر مخې ویل کېږي. چې د دوی د کامیابۍ ګډه وجه پریکړه کول دي، همدا راز وایي چې د غلطې پرېکړې پرځای پریکړه نه کول ښه وي.

-12 سم انتحاب وکړئ

درې شیان مو ژوند بدلولی شي او هغه ستاسو ملګري، کتابونه او فکرونه دي. نو سم انتحاب وکړئ د ښه فکرونو خاوندان  ملګري کړئ او هغه کتابونه ولولئ چې مثبت فکر درکوي.

-13 نېوکې مه کوئ

هغه کس چې همیشه نېوکې کوي، څوک یې نه خوښوي. که تاسو چېرته په خپله شاوخوا کې وګورې نو داسې ډېر کسان به ووینئ چې له سختو مشکلاتو سره مخ دي، خو ژوند یې ډېر ښه وي. د خپلو مشکلات په وجه په نورو نېوکې مه کوئ. دلیلونه مه لټوئ، له حساسیت نه ځان وساتئ. ډېرې نېوکې او شکایتونه د نفرت سبب ګرځي.

-14 شکر وباسئ

خدای ج موږ ته ډېر نعمتونه راکړي دي، موږ باید شکر پرې وباسو. خو موږ یې په اړه فکر هم نه کوو. کله چې تاسې مایوسه شئ نو خپلې شاوخوا ته نظر واچوئ، هغه شیانو ته وګورئ چې ستاسو د خوشحالۍ سبب ګرځي یا له هغې پرته ژوند نیمګړی ګڼل کېږي. خپله به د شکر ایستلو فکر درسره پیدا شي. فکر وکړئ که چېرته مو لاس نه وای یا پښې مو نه وای ژوند به مو څنګه تېریدو؟

کوم کسان چې شکر کوونکي دي، د ژوند دپاره نیکې هیلې لري.

نو ددې دپاره له هرې طریقې ګټه اخیستلی شئ او په شیانو شکر وباسئ چې په واک کې یې لرئ.

-15 همت له لاسه مه ورکوئ

ژوند
ژوند

ډېری خلک د یو کار پیل ډېر ښه کوي خو پایله یې منفي وي. د ماتې خوړلو سره عادي شئ او تر هغې کوښښ وکړئ تر څو خپلې موخې لاسته راوړئ. اکثریت کامیاب خلک له خپلو ماتو سره د مخامخ کېدلو او پرې د کنترول ځواک لري.

ژباړه: رياض ماليار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب