د ژوند ښه تنظيم د برياليتوب شرط دى
الله تعالى د دې ستر كون نظام ډېر دقيق عجيب او حيرانونكى جوړ كړى دى، چې هيڅ ډول ګډوډي او بي نظمي ته پكې ځاى نشته.
الله تعالى فرمايي: (وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا) (سورۍ الفرقان:2) يانې هرڅه يي پيدا، تقدير او تنظيم كړي دي .
(سَبِّحْ اسْمَ رَبِّكَ الاَعْلَى* الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى* وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى)(سورة الاعلى:1-3).
پاكې ده عالى مقام پالونكې لره چې پيدا كړي او برابر كړي يي دي، هغه چې تنظيم او لارښونه يي كړي ده .
ليكوال : دكتور عوض بن محمد القرنى
ژباړن : شفيق الله امين.
د دې بې ساري تنظيم سره الله تعالى د خاص حكمت لپاره انسان ته يو څه اندازه ازادي او اختيار د ازمايښت لپاره وركړى دى، د دې وركړشوي ازادۍ په واسطه انسان كولاي شي چې خپل ژوند تنظيم كړي او يايې همداسې ګډوډ پرېږدي.
انسان ته د شپي او ورځي بدلون د موسمونو اختلاف د ميوو پخيدل د حيواناتو تكاثر او تناسل اوحتى د كون د ذرې نه تراسمانه پوري په تنظيم كې عظيم درس وركوي.
اسلامي شريعت د دې حقايقو مراعات په خپلو ټولو احكامو معاملاتو او عباداتو كې كړى دى.
كله چې انسان د دې ټولو حقايقو څخه استفاده ونه كړي او خپل پاتې ژوند د دې اختيار په حدودو كې ترتيب او تنظيم نه كړي، په پايله كې به ستړى، ستومانه، زيانمن ناكام، خفه، سودايې او نا اهله شي .
تنظيم: د ښه پلان په واسطه د غوره كړيو موخو د لاس ته راوړنې لپاره د موجودو وسايلو سمي كارونې ته وايې او د دې لپاره لاندې ټكې په نظر كې نيول پكار دي:
1. د مطلو به وسايلو اندازه.
2. د هرې وسيلې د ارزښت پيژندنه.
3. د كار لپاره د هري وسيلې د استعمال ځاى پيژندل .
4. د هري وسيلې لپاره د مناسب وخت ټاكل، او د هرڅه د مخه د منظم پلان په واسطه د موخو دقيق راوړل.
د ژوند د ګډوډۍ او نه تنظيم ځينې لاملونه :
1. له وخت څخه مناسبه ګټه نه اخيستل او په بې هوده چاروكې يي ابته كول د عاقلو خلكو لپاره ترټولو لوى مصيبت ګڼل كيږي.
ځكه هره شېبه چې تېريږي بېرته نه راګرځې، په حديث كې راغلي (دهرې ورځې په سركې غږكيږي چې اې بنيادمه زه نوى مخلوق يم ستا په اعمالو به شاهدي وايم ترقيامته بيا نه راځم له ماڅخه توښه برابره كړه)
عاقل پدې پوهيږې چې وخت د ده تنفس دى او د هرې دقيقې په تيريدوسره ژوند په كميدو دى.
شاعر وايې: دانسان د زړه حركت وايې چې ژوند ثانيې او دقيقې دى.
نوله دې امله بايد عاقل د دې احساس په درلودلو سره د هرې شېبې څخه اعظمه استفاده وكړي، پدې فكرچې الله تعالى ورڅخه د ده د عمر اوځواني پوښتنه كوي، چې په څه كې يې تيركړې ده.
له بې كاره او بې موخې انسانانو سره وخت هيڅ قيمت نه لري په لوبو اوچټي چارو يې تيروي، پدې هكله هيڅ فكر او اهتمام نه لري ان تردې چې د وخت د وژلو او سا تيري غږ پورته كوي، مسكينان پدې نه پوهيږي چې دوى خپل ځانونه وژنې .
ويل شوي دي چې: وخت لكه د تورې په څير دى كه غوڅ دي نه كړ غوڅ به دي كړي.
د فرد او امت د پرمختګ او تمدن له لاملونوڅخه يوهم د وخت ارزښت پيژندل او ورڅخه ښه استفاده كول دي.
يو عالم سا تيري ته دعوت شونو ويې ويل: ته اول لمر ودروه بيابه ساتيرى وكړو .
كله چې انسان له وخت څخه په استفاده روږدى شي كولاى شي چې د خپل ژوند ټول كارونه منظم او ترتيب كړي، او تل يې دا حكمت په يادوي) وخت ژوند دى په خپله او له نورو سره ورڅخه په ګټه اخيستلو كې مرسته وكړه.
2. د ډېرو ارزښتناكو او لږ ارزښته چاروترمنځ توپير نه كول، ځكه ځينې خلك خپل قيمتې وخت او وسايل په كم ارزښته چارو لګوي، او له ډېرو ارزښتناكو چارو څخه غافل او ناخبره وي، پرمستحباتو باندي اهتمام كوي، مګر فرض ورڅخه فوت كيږي.
او يا لكه يوڅوك چې د كور په رنګونو او ښكلا پسي ګرځې، مګر د بنسټونو، ديوالونو او ستنويې هيڅ پروا نه لري، كيداى شي په پايله كې كور د ړنګيدو له خطر سره مخامخ شي، بيا ورته رنګونه ګټه نه شي رسولاى.
همدا رنګه د ځينو خلكو ژوند د درواغجنو او بې معنا مظاهرو څخه ډك وي، خو كه د حقائقو پلټنه او د علم اوعمل پوښتنه يې وكړې هيڅ به ورسره نه وي.
دا ډول خلك كه څه هم تريو مهاله په كبراو غرور كې ژوندوكړي، مګر يوه ورځ به هرومرو هغه وخت راوېښ شي چې د ژوند پاڼه يې زيړه شي، خلك يې هيركړي، او يا مړ شي او اخرت ته لاړ شي، هله انسان ته معلومه شي چې ځګونه بې ګټې دي، عمر يې نه وي او خلكوته ګټه نشي رسولاى.
د باطل ملګري تل كوښښ كوي چې زياركښ او د لوړ همت څښتنان په كوچنيو او لږو ګټو لرونكو چارو لګيا كړي او د لويو چارو د ترسره كولو مخه يې ونيسي، او ژوند يې غير منظم تير شي .
د كوچنيو او وړو چارو لپاره خلك ډېر دي او په لارو كې يې ګڼه ګوڼه ده.
مګر د لوړو او سترو چارو لارې د تلونكو څخه خالې دي، كه د لوړ همت خاوند يې نو پدې لار ولاړشه.
3. د كارونو د ترسره كولو لپاره نا مناسب وخت ټاكل، اويا يې له وخت څخه مخكې يا وروسته كول.
اميرالمومنين ابو بكر رضى الله عنه او اميرالمومنين عمر الفاروق رضي الله عنه ته په خپل وصيت كې وايي: پوه شه چې الله تعالى د شپې اوورځې لپاره خپل خپل كارونه ټاكلې دي يو د بل په وخت كې نه قبلوي, يعني هر كار بايد په خپل وخت كې ترسره شي.
كه كونې نظام ته ځير شو دا به راته څرګنده شي چې الله تعالى د هر څه لپاره وخت ټاكلى دى، چې تقديم او تاخير نه منې، لكه د شپې او ورځې بدلون د لمر راختل او پريوتل، په ونوكې د ميوو زرغونېدل او د ژونديو تناسل او داسې نور، او په همدا ډول د الهي شريعت د احكامو لپاره وختونه ټاكل شوي دي لكه:لمونځ، روژې، حج، زكات او نور احكام .
انسان بايد د دې كون سره ځان منسجم او منظم كړي، او د وحيې د احكامو سره په پابندي خپل ژوند ترتيب كړي، او د هر كار لپاره په خپل وخت اقدام وكړې، او د نورو چارو ثمره او پايله له ابته كيدو څخه وساتې .
4. د كار نيمګړي پريښودل، ډېر خلك د خپل ژوند زياته موده د پروژو او ګټورو چارو په عملې كولوكې تيره كړي، خو له بشپړيدو څخه مخكې ترې لاس په سرشي، بل كار پيل كړي هغه هم نيمګړې پرېږدي، وختونه تيرېږي خو ثمري اوپايلې ته نه رسيږي او په بې هدفه چارو پسې ځغلې.
5. د كړي كار بيا بيا تكرارول، پدې ګومان چې مخكې يې دا كار كړى نه دى، لكه چې په علمې څيړنه كې د حديث تخريج په يوځاى كې وكړي، كله چې حديث تكراريږي تخريج يې هم ورسره تكراري وي، كيداى شي چې دا يې عادت شي په تكراري چارو وخت بې ګټې تيركړي، ښه د ښو اوناوړه د ناوړو پايلو لامل ګرځي.
6. د كار د كولو لپاره ناسم پلان : ځينې خلك د دې پروا نه لري چې خپل كار د كوم ځاى نه پيل او چېرته پاى ته ورسوي، لكه چې د كور د جوړولو پر مهال لومړى د چت لپاره مواد برابر كړي، مخكې له دې چې د بنسټ ايښودلو فكر وكړي، او يا د ميوې د راټولولو وسايل د ونې له كرلو څخه وړاندې برابر كړي.
دا ښه ده چې انسان د هر څه لپاره د وړاندې نه وسايل برابر كړي، خو په هغه صورت كې چې ترتيب يې په نظر كې نيولى وې، او د دې لپاره وخت او امكانات ولري، لكه چې يو څوك د وخت د رارسيدو څخه د مخه په يوكار پيل وكړي بيا وروسته ورته معلومه شي چې زيانمن شوي دي، كه خپل وخت ته يې انتظار كړى وي وخت او مال به پري لږ لګيدلى وي، دا ټول د ده د ناروڼلې ژوندپايله ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
(ان الله يحب من احدكم اذاعمل عملاًان يتقنه)
الله تعالى له تاسې څخه هغه څوك خوښوې چې كوم كاركوي هغه ښه ياد كړي.
7. د كار د عملي كولو لپاره له وړاندې څخه پلان نه درلودل، دا د انسان د ژوند د ګډوډي او د وسايلو د ابته كيدو لامل ګرځې، يوازې په منظم پلان سره انسان كولاى شې چې خپلې موخې وټاكې او د وخت او وسايلو څخه په زړه پوري ګټه واخلې .
څنګه خپله ورځ تنظيموې؟
كله چې انسان د خپلو ورځنيو چارو په تنظيم كې بريالى شي هغه كولاى شي چې د خپل ژوند په تنظيمولو كې هم برى ومومې.
ډېر خلك دې چې خپله ورځ بې پروګرامه او بې موخې تيروي، او له دې امله له ډول ډول ستړياو او كړاونو سره مخ كيږي.
ګرانه: زه غواړم چې ستاسره د ورځې په تنظيمولوكې د ځينو لارښونو په وړاندې كولو سره مرسته وكړم هيله ده چې عملې بڼه وركړې:
1. د ورځنيو چارو يو ليست د شپې اويا سهار لخوا جوړ كړه او له ځان سره يې په جيب كې وساته، د هركار له سرته رسولو وروسته پري كرښه راكش كړه .
2. د يادښت لپاره په لنډو ټكو سره خپل كارونه په پاڼه وليكه.
3. د هر كار لپاره مناسب وخت، د پيل او پاى ټكې وټاكه .
4. خپلې چارې په جغرافيائي لحاظ سره و وېشه، چې په يو ځاى كې د څو كارونو كول درته شونې شي، او د وخت سپما هم وشي .
5. خپل ليست داسې ترتيب كړه چې دچارو زيادت او كمښت پكې د اړتيا په وخت كې شونى وي.
6. د بيړنيو چارو لپاره څه وخت په نظر كې هم ونيسه، لكه نابللى ميلمه، د ماشوم ناڅاپي ناروغې، د موټر عوارض او داسې نور .
7. د لويو چارو ترڅنګ خالې وختونه د كوچنيو چارو لپاره په كار واچوه، لكه ډاكټرته د انتظار په وخت كتاب لوستل، ليك او يا د تيليفون په واسطه څه چارې سرته رسول.
8. كله چې ورځنۍ چارې ستا په واك كې وي داسې متنوع ليست يې جوړكړه چې زړه تنګې پكې پيدا نه شي، لكه :شخصې، كورنۍ اوبهرنۍ چارې.
9. د ورځنې پروګرام يوه برخه د خپلو لويو پروژو لپاره ځانګړى كړه، لكه خپل علم او ثقافت زياتول، د راتلونكې لپاره تفكير او غوركول .
10. دريغه چې د خپلو ورځنيو پروګرامونو لپاره يوه فورمه جوړه كړي او له ليكلو وروسته د هرې ورځې فورمه په بيله دوسيه كې خوندي كړې.
د برياليتوب لار له کتاب څخه
ليكوال : دكتور عوض بن محمد القرنى
ژباړن : شفيق الله امين.