ژوند راز

د ژوند څو ترخه حقیقتونه راځئ چې پند تری واخلو !

ګرانه وروره !
آیا کله دې پام کړی چې د کرکټ سیالۍ ستا د ارزښتمن عمر 90 دقیقې وخت نیسي؟ ځیني بهرني سیریالونه ستا د ژوند 60 دقیقې وخت او ځیني فلمونه ستا او ستا د هیوادوالو، ځوانانو وروڼو او پیغلو انجونو لپاره دومره په زړه پوری وي چې د هغوي د نه راګرځېدونکي عمر څخه هره ورځ 1:30 ( یو نیم ساعت) وخت ضایع کوي، خو ددې ټولو سره سره بیا هم دا کار کم ښکاري.

خو لمونځ زما او ستا د عمر یواځې او یواځې 5 دقیقې وخت نیسي، په داسې حال کې چې دا کار د ځینو لپاره دروند ښکاري، بل لوري ته جنت د مؤمنانو تلپاتې هستوګنځای دی او جهنم هم همداسی دی.
راځۍ د یو ځیرکه مسلمان په توګه ! د ژوند د څو نورو ترخو حقیقتونو په اړه یوه شېبه له ځان سره فکر وکړو .

آیا کله دې له ځان سره فکر کړیدی چې په What’s App ( واټ ساپ) کې ستا د ملګرو شمېر له 300 تنو څخه هم زیات دی او د Face book په مجازي نړۍ کې له 1500 ( یو نیم زر) پېژنده او ناپېژانده دوستانو سره اړیکي اری ؟

ستا د جیب په شخصي موبایل کې له تا سره د سلګونو ملګرو نومونه او شمېری موجودی وي او کله چې ته په کوڅه کې روان یی؛ نو له 50 څخه د زیاتو ملګرو سره به ستا د سلامونو تبادله او روغبړونه وي، خو آیا تا کله دا فکر هم له ځان سره کړیدی چې په سختیو کې بیا یواځې یو ملګری له تا سره مل وي؟

که ستا جنازه وي؛ نو یواځې ستا نژدې خپلوان او دوستان به ستا په قبر خاوری شیندي، دا قبر ستا لپاره کیندل شوی او یواځې ته به دې خاورو ته سپارل کیږی او ستا د تدفین وروسته دا نور ټول له تا څخه بېرته ستنیږي. شاید دا ستا لپاره ډېره حیرانوونکي وي، خو دا څه د حیرانتیا خبره نده، بلکه دا د همدې تېرویستونکې دنیا یو څه ترخه حقیقتونه دي چې ډېر ورڅخه ناخبره او بې پروا دي.
راشه ! یو ستر حقیقت در ته ووایم او هغه دا چې: تا ته ستا له لمانځه پرته بل هیڅ څه ګټه نشي در رسولی.

کله چې تا د قرآن عظیم الشان پر مخ ګردونه لیدلی دي، آیا له ځان سره دې یوه شېبه اوښکې توی کړيدي؟
په داسې حال کې چې پرته له کوم شرعي عذر څخه د قرآن عظیم الشان له دری ورځو نه زیات پرېښودلو ته د قرآن هجر ( پرېښودل) وايي ؛ نو آیا غواړی چې د همدې هاجِر ( پرېښودونکی) انسان په ډله کې شامل شی؟

دا پورته خبری مو د همدې لپاره وکړی چې شاید د غفلت پر ځای د بیدارۍ نښې پر مونږ کې را څرګندی شي، مړه احساسات او ولولی مو راوپاریږي او شاید دا څو خبری یوه ورځ دزمونږ په ژوند کې جزري بدلون راولي او پند تری واخلو، لکه چې الله تعالی ( جلت عظمته) فرمايي: ( وَ ذَکّرْ فَإِنّ الذِکْری تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِیْنَ ) سورة الذاریات 55 آیت
ترجمه: او پند ورکوه ! پس همدا پند ( تذکیر) مؤمنانو ته ګټه رسوي.

مونږ څومره په عجیبه نړۍ کې ژوند کوو چې هره ورځ پکې د جنازې اعلانونه او خبرونه اورو، ډېر انسانان له مونږ څخه مخکې شول او مونږ هم ورپسې یو، د یوه دوست لا د تکفین او د تدفین څو ورځې نه وي تېری شوي چې بل ورپسی د دې فاني نړۍ سره خدای په أماني وکړي. د مرګ خبرونه مو داسې تر غوږو کیږي، لکه: په شېبو شېبو ورېدونکي باران کې چې د څاڅکو شرکهار مو تر غوږو رسي.

ګرانه دوسته !
د مرګ لاملونه هم بې شمېره دي، هرو ورځ وینو چې یو دوست مو په سفر کې د مرګوني ټکر له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي، بل په روغتون کې د مرګونو دردونو سره خپله ساه ارواح بښونکي ذات ته سپاري، درېیم وینو چې روغ رمټ به په لاره روان وي ــ خو د زړه د سکتې له کبله به د ساه کښو انسانانو له ډلې څخه جلا او د خاموشو انسانانو په چم کې به مېشت او د ابدي خوب پر خاورین بستر به پرېوزي.

بل لوري ته ډېر هیوادوال مو د ورځینو بمي چاودنو او هوايي توغندیو له کبله پر ابدي مرګ محکوم شول او له بده مرغه دا لړۍ تر ننه هم روانه ده.

بالآخره مونږ ټول به دا نړۍ د خپلو ځواني مرګو آرمانو سره پرېږدو او د نیمه خوا او ناسپړلو هیلو سره به د خپلو وروڼو او دوستانو په لاسونو تورو خاورو ته ورسپارل کیږو او دا هم لری نده چې یوه وخت به زما او ستا هغه ورځ هم رانژدې شي؛ نو د د اسې یو غزېدلي او اوږد سفر لپاره پوره چمتووالی ونیسه چې تللی کسان پکې بېرته نه راسنتیږي.

په پای کې د خپلې عاجزۍ لپې پورته کوو او دعا کوو چې: (( اللهم آتنا في الدنیا حسنة و في الآخرة حسنة و قِنا عذاب النارِ). لوی څښتن تعالی دې مونږ ته په خپل پاتې ژوند کې ایماني استقامت او ثبات را په برخه کړي او د جهنم د سوزونکي او لمبې وهونکي اور څخه مو دې په امان کې وژغوري.
په لالهانده ژوند کې ستاسې د لا بریا په هیله !

تلخیص او ترتیب: محمد خالد ملکزی

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: