د ډيپرشن ناروغي څه شی دی؟

د دې ناروغۍ په باره کي خورا زیاتي لیکنې او یادوني شوي دي.

د دیپریشن په تشخیص کي د ناروغۍ درو مرحلو ته پام اړول مهم دي څو له مخي یې باید څرګنده شي چي ناروغ د نوموړي ناروغۍ په کومه مرحله دی . د دیپریشن نښي نښانې په دوو کتیګوریو ( A او B ) وېشل شوي دي . ددې د پاره چي د ناروغۍ شتون تائید شی ، باید په ناروغ کی لږ تر لږه د هري کتیګورۍ څخه دوې نښاني تر سترګو شي .

دغه نوموړي نښانې باید په ناروغ کي لږ تر لږه په پرله پسې ډول بیله دې نه چي قطع او وقفه ور پکښې راشي ، دوې هفتې مسلسل دوام وکړي او نه باید د فزیکي ناروغۍ په توګه و پیژندل شي .

لومړی ــ د A کتیګورۍ نښانې :

ـــ د خفګان احساس .
ـــ په تمایل او دلچسپیو کي د پام وړ کمښت .
ـــ د انرژۍ او توان کمښت او د سختي ستړیا احساس .

دویم ــ د B کتیګورۍ نښانې :
ـــ پر ځان باندي د اعتماد او باور کمښت .
ـــ د ځان ملامتیا او د ګناه احساس .
ـــ د مرګ او ځان وژني فکرونه .
ـــ د افکارو د متمرکز کولو مشکلات .
ـــ سخته باطني بې ثباتي او یا برعکس زیات تحمل .
ـــ بې خوبي او د خوب اختلال .
ـــ په وزن او اشتها کي د پام وړ بدلون چي اکثره وختونه د وزن د کمښت سره مل وي .
په ناروغ کي د دیپریشن شدت او د حالت څرنګوالي ته درې مرحلې د پام وړ ګڼلي شوي دي ، لکه :

لومړۍ مرحله- ساده یا سپک دیپریشن :

ددې د پاره چي ددې مرحلې شتون تائید شي ، اړینه ده د لوړو ( A ) او ( B ) دواړو کتیګوریو د نښو نښانو څخه کم تر کمه دوې دوې نښانې په ناروغ کي و لیدلي شي . پدې مرحله کي د ناروغ حالت داسی وی چي درملني ته اړتیا نه لیدل کیږي . د کورنۍ د غړو او ملګرو لخوا دده معنوي ملاتړ کولای شي د درملني ځای و نیسي . همدارنګه د خپل ډاکتر او ارواح پوه ( روانشناس ) لخوا د سترس( داخلي روحي تشنج ) په کمولو کي ګټوري مشورې، ورزش او سالم خوب ډیره ښه او په زړه پوري مرسته کولای شی .
د ګټورو مشورو په لړ دا هم راځي چي باید مصاب ( ناروغ ) پدې پوه کړل شي ، چي تر څو کولای شي ، ځان د تجرید حالت ( Isolation) د محاصرې نه و باسي ، د توان تر حده د کار د ساحې سره خپلي اړیکي و ساتي ، د ارامتیا ، نظم او نظافت فضا را منځته کړي ، د جدي موضوعګانو په هکله د تصمیم نیولو څخه ډډه وکړي او د سترس کنترولو لارو چارو سره ځان بلد کړي .

دویمه مرحله- متعادل او نرم دیپریشن :

ددې مرحلي د تشخیص د پاره پکار ده چي د ( A ) کتیګورۍ د نښو نښانو څخه باید کم تر کمه دوي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه باید کم تر کمه څلور نښانې په ناروغ کي ولیدلي شی . پدې مرحله د ناروغ د ژغورلو په موخه پکار ده چي د درملني د یوه یا بل ډول نه کار واخیستل شی . دا کار کیدلای شی چي د سایکوتراپي ( د رواني چارو په مټ تداوي ) او یا هم د درمل کارولو د لاري تر سره شي .

دریمه مرحله- شدید دیپریشن :

دا مرحله هغه وخت د تائید وړ ده چي د ( A ) ګتیګورۍ ټولي درې واړي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه لږ تر لږه پنځه او یا لدې نه زیاتي نښانې په ناروغ کي ولیدلي شي . پدې مرحله کي ناروغ بد او بحراني حالت لري . که چیري پدې وخت کي د ناروغ حالت د ځان وژني تر خطر پوري جدي ، سخت متشنج او یا یې د ځان د کنترول او مراقبت وړتیا له لاسه ور کړې وي ، نو د درملني پخاطر به ښه دا وي چي ناروغ هر څه ژر د رواني ناروغیو په روغتون کي بستري او تر جدي درملني لاندي ونیول شي »
مننه.

با احساسه داکتر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب