بیولوژي

د چاپیریال ساتنه، خو ولې؟

د چاپیریال ساتنه:

موږ نه یوازي له ځمکنيو غمونو څخه کړیږو بلکه طبیعت او اسمان هم راته په قهر دي. کله وچکالي راته خلک وژلي وي، کله سیلابونو د اکړیدلي خلک تر خاور لاندي کړي وي او کله زلزلو کورونه راباندي نړولي وي.
د خداي په کارونو کار مه لره درته په قهر به شي، عاجز بنده يي زما او ستا یي له دي کارونو سره څه؟
ښه نو اوس خپل ګناهونه هم په خداي تاوان کړو؟
دا څه وايي؟
ښه وایم زه درخته قطع کوم، ځنګلونه له منځه وړم، زراعتي مځکو کي بیلډینګونه جوړم او د اقلیم د تغیر سبب هم زه ګرزم نو بیا کله چه سیلاب ، وچکالي او طوفان راشي په خداي یی تاوان کړم. خداي عقل راکړي:
چه انجام دي پریواته نه دي نور څه دي
چي پی ناست یي پریکوي هماغه څانګه

د اټول زموږ مشکل دي، په ژمي کي د غربت او یاهم جهالت له لاسه پلاستیکونه ، زړي جامي او حتي د ګاډیو ټیرونه سوزو چاپیریال مو ټول دربدر کړ په ملک کي مو شنه ګیاه په دوربین کي نه ښکاري او بیا وايي چه ولی طبعی افات راځي. هغه تیل چه په خپلو موټرونو کي یي سوزو دمره دود تولیدوي ته به وايي چه د تیلو په ځاي دي په موټر کي موبلایل اچولي دي او ټول ترانسپورتي وسایل په مبلایلو راغلي دي.
ته پوهیږي چه پلاسیتک د چاپیریال تر ټولو ستر دوښمن دي او ټوله نړي یي له ګواښ سره مخامخ کړیده. اوس په نورو دنیا کي په پلاستيکي کڅوړو بندیز لیګدلي دي او هغه پلاستیکونه چه تولیدیږي ددي له پاره چه چاپیریال ککړ نه کړي بیا کارول کیږی (Recycling) او دا بیا کارول یی د نویو پلاستیکونو د تولید مخه نيسي.
هو ولله دا زه کله کله په خبرونو کي اورم.

ته فکر وکړه افغانستان یو وړوکي هیواد دي او ویوازي د ۳۰ میلیونو په شاوخوا کي نفوس لري که هر ورځ هر وګړي نیمه کیلو کثافات تولید کړي نو په ورځ کي۱۵زره ټنه کثافات په دي ملک کي تولیديږي . اوس ته خپله حساب ورته وکړه چه په میاشت او کال کي به څومره کثافات او کچره تولید شي.

ته راکړه دا ماشین حساب چه زه حساب ورته وکړم. ۱۵ زره ټنه په ورځ کي ضرب ۳۰ ضرب ۱۲ دا خو ۵.۴ میلیونه ټنه یوازي په افغانستان کي په یوکال کي کثافات تولیديږي. او که دا حساب د چین، هند، پاکستان، امریکا اندونیزیا، ناجیریا، بنګلدیش او روسیي نفوس ته وکړو نوخبره هر ورځ په نړي کي د میلیاردونو ټنو کثافاتو ته رسیږی http://www.worldometers.info/world-population/population-by-country/) ).

پوهیږي په پاي کي به همدا کثافات یوه بلاشي او ټوله نړي به وخوري. ددي مثلي ډیر جدي حل په کار دي. د چاپیریال د ککړتیا مخه بیا ژر تر ژره ونیول شي. دا زموږ د ټولو ګډ مسولیت دي چه ټول لاسونه سره ورکړو او ددي بلا د غټیدو مخه ونیسو. دا کار دمره ګران نه دي او موږ کولاي شو په اتحاد او د منابعو په عقلاني کاروني سره ددي ناورین مخه ونیسو.
ښه نو موږ څه کولاي شو چه دا مصیبیت که درولاي نه شو لږ تر لږه یی تم کړو؟

زه لاندي وړاندیزونه لرم خو که چارواکي غوږ ورباندي وګروي ښایي کار وکړي:
• د پلاستیکونو، ټیرونو او جامو د سیزلو د مضره اثراتو په اړه باید عامه پوهاوي د مطبوعاتو، ورکشاپونو او غونډو له لاري زیات شي.
• د پلاسیتک کارول باید په راتلونکو دوو کلونو کي تر ۵۰ سلنه راکم شي او د پلاستیکو خلطو په کارولو باید جریمه ولګول شي.
• د کښته کیفیت تیل باید هیواد ته وارد نه شي او ټول تیل مخکي له دي چه هیواد ته وارد شي باید کیفیت یي په ګمروکونو کي وکتل شي.
• ټول نوي ښارګوټي چه جوړیږي باید لږ تر لږه خپله ۱۵ سلنه مځکه شني ساحي ته ګوښي کړي. او د زړو ښارګوتو لرونکي باید وهڅول شي چه څومره چه ممکنه وي باید نیالګي کښینوي او ښه روزنه يي باید وکړي.
• د ونو او ځنګلونو په پري کولو باید سخت بندیزاو کلکه جریمه ولګول شي.
• د جنراتورانو په ځاي باید سولري (لمریزه ) انرژي وکارول شي
که دا کارونه ترسره شي زه ډاډه یم چه د چاپیریال د ککړیدو مخه به تر ډیري کچي ونیول شي.

محمد اکبر پیمان

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: