د چارمغزو له خوړلو ۴ ساعته وروسته په بدن کی ځینې حیرانوونکي تغیرات راځي

د چارمغزو له خوړلو ۴ ساعته وروسته په بدن کی ځینې حیرانوونکي تغیرات راځي

د چارمغز یا غوزانو له ګټې هیڅ څوک هم سترګې نشي پټولای. په یو تازه څیړنه کې جوته شوې چې که تاسو په خپل ورځېني ژوند کې هره ورځ غوزان وخورئ نو د زړه د ناروغیو او د وینی د کولیسترول له ستونزی به پاک او صحتمند ژوند ولرئ.

د یونیورسیټی آف پنسلوانیا د غذایي موادو یو څیړونکی ډاکتر (پینی کرس) په خبره که د ورځې پنځه غوزان یا درې د چایو کاشوغې د غوزانو تیل وخورئ نو دابه ستاسو د زړه د شریانونو او د وینی په دوران کی ډیر ګټور تمام شي او یواځې ۴ ساعته وروسته به دغه تغیرات پخپل بدن کی ووینئ.

څیړونکو زیاته کړې که د غوزانو خوراک روزانه کړو نو دې سره به زړه پیاوړی شي او د زړه د  ناروغیو مخنیوی به مو کړی وي.

د څیړونکو په وینا که څوک د زړه له کومی ستونزی سره مخ وي او یا یې د زړه عضله کمزورې شوې وي نو هره ورځ دې درې یا څلور چارمغزه خوري چې په دې سره به د زړه له یو شمیر ناروغیو وژغورل شئ.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب