ژبپوهنه

د څېړنې فن 

يادښت: ډاکتر ګيان چند دهندوستان د اردو ژبې نامتو ليکوال او څېړونکی دی. د څېړنې فن دنوموړي له غوره اثارو څخه دی. دغه اثر مې څلور کاله د مخه داستاد عبدالله بختاني خدمتګار، استاد صمیم او استاد هېوادمل په سپارښتنه له اردو نه پښتو ته وژباړه او هغه مهال د سیمه ييزو مطالعاتو په مجله کې دعبدالغفور لېوال په مرسته برخه برخه خپور شو. دغه کتاب تر اوسه چاپ شوی نه دی نو همدې امله غواړم چې برخه برخه يې تاسې درنو لوستونکو ته وړاندې کړم او بیا يې په نږدې راتلونکي کې په کتابي بڼه چاپ او خپور کړم.

په درنښت: محبوب الله خان

څېړنه او څېړونكى

څېړنه څه ده ؟

څېړنه يا تحقيق دلغات دمانا له مخې لټونه ،پلټنه اوموندنه ده .دڅېړنې كار او عمل د لومړني انسان او ديوه فرد له پيدايښته نيولې دژوند تر پايه روان دى .پخوانيو انسانانو دخپلې پوهې سره سم د طبعيت د مظاهرو لكه دلمر ختل او پرېوتل ، دشپې راتلل ،ورېځو ،باران سېلاب، زلزلې او نورو په اړه بېلا بېل تاويلونه او تعبيرونه كړي دي . دزلزلې په اړه ېې ويلې چې ځمكه دغوايي پر ښكر باندې ولاړه ده او كله چې غوايي ښكر وخوځوي نو زلزله راځي.

بله مشهوره كيسه ده چې په يوه كلي كې يوه ورځ باران شوى و او د شپې يو فيل له دې كلي تېر شوى و،په سبا چې خلكو پر ځمكه باندې دفيل دپښو خاپونه وليدل نو حيران شول، ټول دپلټنې له پاره دكلي يو نامتو څېړونكي ته ورغلل ، هغه ورته په شعر كې داسې ځواب وركړ : يا خو هوسۍ لوېې پڼې په پښو كړي ،يا شپې سره يوځاى شوي او يا مغل پاچا له دې لارې تېر شوى دى . دهغه شاعرانه تاويل دپام وړو مګر له حقيقته ډېر لرې و ،لامل ېې دا و چې سمه څېړنه ېې نه وه كړې . ماشومان هم دانساني فطرت په اړه له لويانو ډول ډول پوښتنې كوي . ماشومان لا پرېږدئ چې موږ لويان هم په ژوند كې ډول ډول لټونې او څېړنې كوو.

دبېلګې په توګه كه دګاونډي دكور تر مخ يو موټر ودرېد ، نو موږ له كړكۍ ورګورو چې هغه كره څوك راغى ؟ جامې وينځونكى چې كله پر خېرنو جامو باندې داغ وويني نو، لومړى دا مالوموي چې، داغ دسبو دى ، دچاى دى اوكه دګريسو؟؟؟ له پېژندلو وروسته ېې چاره كوي. كه دخپل كور دبوټو پاڼې مړاوې يا چينجي وهلې ووينو نو،دا فكر ضرور كوو چې دد لامل او علاج څه دى .؟ دا يو ډول اطلاقي او عملي څېړنه ده چې دډاكټرانو او حكيمانو كار دى .هغوى لومړى دا مالوموي چې يو ناروغ ته دكوم سبب له امله رنځ ورولېدلى دى ، دا ډول پېژندنه كه څېړنه ،نه ده نو څه ده ؟ يو ډول غير علمي څېړنه له جرمونو سره هم تړلې ده . يو پوليس او څارنوال دتورن كس دپېژندنې او لټونې لپاره دپېښې ځاى ته ورځي ،پلټنه كوي ،دپېښې دليدونكو او ښكار شويو خبرې را اخلي او له تورنو پوښتنې ګروېږنې كوي ، دا هم څېړنه ده چې دپلټنې نوم ورته وركړ شوى دى.

كه په دې برخه كې له عملي ساينس او پوهې نه كار واخيستل شي نو، دا بيا يو ډول عملي ساينسي څېړنه جوړېږي .كه پېژندنه ده او كه پلټنه خو دواړه يو ډول څېړنه ده .دلته زموږ له هر ډول شننې او پلټنې سره كار نشته . موږ څېړنه ديوې علمي اصطلاح په څېر كاروو او زموږ كارله ادبي څېړنې سره دى . دمسلم پوهنتون ددينياتو دڅانګې استاد مولانا كلب عابد په خپل كتاب (عمادالتحقيق ) كې دڅېړنې كليمه داسې تشرېح كړې ده . ((څېړنه يا تحقيق يوه عربي كليمه ده چې د تفعيل له وزنه راوتلې ده .اصلي توري ېې ح ق ق دي چې مانا ېې دحق ثابتول او يا دحق په لور تلنه ده .)) ۱ دحق مانا ريښتيا ده . له حق نه بيا حقيقت جوړ شوى ، چې مانا ېې دريښتيا څېړنه او موندنه ده . دډاكټر سيد عبدالله په وينا: (( دتحقيق او څېړنې لغوي مانا دعلم په رڼا كې ديوه شي د حقيقت ثابتونه ده يا دداسې كتنې نوم ده چې دريښتونولۍ پر بنسټ دموجوده شيانو سمه او غلطه ثابونه ده )) ۲ قاضي عبدالودود وايي چې : (( څېړنه په اصلي بڼه ديو شي ليدلو ته وايي )) ۳ خو دا تعريف پوره نه برېښي ، كه حقيقت څرګند وي نو داصلي شكل ليدل څېړنه نه ده . كه زه پر څوكۍ ناست يم او ليكل كوم ،خپله غاړه كږوم او هغه بل لور ته يوه څوكۍ ووينم ،نودا يو ډول كوښښ دى او څوكۍ هم په خپل اصلي شكل كې ښكاري ،ځكه نو دي كار ته څېړنه نه ويل كېږي .كله چې ديو شي اصلي شكل پوښلى او پټ وي نو دهغه اصلي شكل لټونه او موندنه څېړنه ده ،دانګليسي دريسرچ research    كليمه درواخلئ ددې يوه مانا په دقت سره لټونه او دوهمه ېې بيا لټونه ده .درابرټ راس په وينا دا كليمه دفرانسوۍ د recherché نه راوتلې ده چې مانا ېې بېرته تلل او لټونه ده . د ريسرچ او دفرانسوۍ recherché   دواړه ويونه دلاتينۍ ژبې له carfareنه راوتلي دي او مانا ېې اخوا دېخوا ګرځېدنه ده to go about   له همدې نه بياد سركل circle او سركسcircus كليمې راوتلې دي چې مانا ېې دايره ده . داسې برېښي چې دريسرچ ،research ،سركل circle اوسركس  circus درې واړو سرچينه يوه ده. نو مانا ېې دا شوه په يوه دايره كې ګرځېدل را ګرځېدل او لټول .شيريډن بېكر وايي چې د ريسرچresearch     مانا په دوهم ځل لټونه ده ، يانې هغه څه چې نورو لټولي وي د هغو يو ځل بيا لټول چې داسې يوه نوې خبره په كې راپورته شي چې نورو ته څرګنده نه وي او يا ېې موندلې نه وي . ۵ په هندي كې دڅېړنې داصولو بې شمېره كتابونه شته دي اوپه ټولو كې دڅېړنې دمفهوم او ماهيت دپېژندندې په اړه بحثونه شوي دي . په هندي كې كې د څېړنې لپاره ډېرې اصطلا ګانې شته چې دلته به پرې وغږېږو .

انو سندهان : ددې ريښه ((دهابي )) ده او مانا ېې پر خپل ځاى پرېښودنه ده . د((سندهان)) مانا (( لكش ))target او هدف ده يانې ديوه هدف پسې تلل يا په نښه كول . د ((انو )) مانا ده وروسته ، پايله ېې دا شوه چې د يوه هدف په نښه كول او څارل .د((انوسندهان ))بله مانا دخورو او يرې شويو تارونو تړنه او تاوونه ده . ۶ شوده: ددې ريښه ((شده)) يانې پاك او خالص نو د ((شوده )) مانا دا شوه چې ، دخيرې لرې كونه او پاكونه لكه سره زر چې څوك پاكوي .

انويشن : وروستى نون ېې سرچپه دى او ريښه ېې په معروفه يا باندې ((ايش)) يا ((ايشاه )) ده چې مانا ېې غوښتنه او تمنا ده . د((انو)) مانا وروسته وه يانې ديوې تمنا يا غوښتنې څارل . كه ددې ريښه ((ايش)) په زور باندې راشي نو مانا ېې پېژندنه راوځي ، يانې ديو شي پېژندنه او ورپسې تلنه . په دې ټولو اصطلا ګانو كې ((انوسندهان )) او(( شوده )) زيات كارېږي. ډاكټر ناګيندروايي چې نورې پرېږدئ او يوه غوره كړئ ، دهغه په اند ((انوسندهان)) تر ټولو غوره ده .۷ خو دهغه برعكس ډاكټر راوت او كهنډ يلوال داسانتيا په خاطر ((شوده )) تر ټولو غوره ګڼي . ۸په همدې توګه داردو اصطلاح تحقيق مانا ريښتيا يا حقيقت ده ، دانګليسي دريسرچ مانا لټونه او بيا لټونه ده او د هندي د انو سندهان مانا دټاكلې نښې څارنه ده . په اردو كې ريښتيا پوښلې ده او په انګليسي كې يواځې لټونه ده . لټونه ديوه عام او غېر مهم شي هم كېدلى شي . لكه پر ځمكه چې يوه نا څيزه سيكه پرېوځې ،نو دهغې لټونه او يا ديو ځاى لټونه هم يو كار دى .دهندي اصطلاح بيا تر ټولو اسانه ده يانې ديوه هدف پسې تلل . دا هدف هر څه كېداى شي . لكه ديو چا دوزير كېدو كوښښ . د((شوده )) اصطلاح هم سمه ده مګر د ((انوسندهان )) تر مخې ماته خوري . خو داردو اصطلاح تحقيق يا ادبي تحقيق بيا تر ټولو په لوړ ځاى كې واقع ده . دڅېړنې داصولو هندي كتابونو دپوهنتونونو دقوانينو دڅېړنې تجزيه هم كړې ده . ډاكټر ناګيندر او ډاكټر شيل كماري ۹ دواړو داګره پوهنتون قوانين ثبت كړي دي د شيل كماري سره داګره پوهنتون داساسنامې دېرشمه (۳۰) ماده داسې ده (( دنويو حقايقو پېژندنه او دزړو حقايقو څېړنه )) خو ډاګټر ناګيندر بيا ليكلي چې داګره پوهنتون د ((ډي لټ )) قواعد يوډول اضافه ده دعلمي بريدونو پراختيا بيا د ((پي اېچ ډي )) او (( ډي لټ )) دواړو له پاره سمه غوښتنه ده. په پوهنتونونو كې د څيړنې څلور غوښتنې دي .

۱. د ناڅرګندو حقايقو موندل .

۲.د موجود حقايقو دوهم ځل جاج اخيستل.

۳. د علم د بريدونو پراخول .

۴. وړ او مناسب اسلوب.

ډاكټر ناكيندر د هندي يو نامتو كره كتونكى دى . له همدې امله هغه په څېړنه كې د ادبي روح د لټونې پر مهال وايي، چې په ساينسي څېړنه كې حقايق (Facts ) ارزښت لري او په ادبي څيړنه كې فكراو. د ټولنپوهنې په څېړنه كې دواړه. د هغه په اند د ادبي څېړنې لوازم دادي .

۱-دناڅرګندو څرګندول

۲-دغير موجودو پيدا كول او راوړل.

۳-د موادو پلټل .

۴-د فكر په مرسته د اصولو لټول.

۵-وړ اسلوب.

۶-د پوهې د پراختيا بنسټيزه موخه.

ټولې پوهنې په پای كې فلسفې ته ورته شكل غوره كوي. هغه څه چې نه تر سره كيږي د ټيټې پوړې دي له همدې امله هغه په څېړنه كې فكر او فلسفه ځايول غواړي ډاكټر تلك سنګهـ هم د پوهنتونونو له اصولونه اغېز من دى .هغه د څېړنې تعريف داسې كوي (( څيړنه د پوهې هغه څانګه ده چې د يوې منظمې كړند لارې لاندې په ساينسي اسلوب سره د نا څرګندو حقايقو لټول او د څرګند و حقايقو نوې تشرېح وړاندې كول چې د پوهې په برخه كې پراختيا را منځته شي.))

د هغه په اند د څېړنې عناصر دا دي :.

۱-نا څرګندو څرګندول .

۲.- د څرګندو نوې تشرېح .

۳.- يوه ټاكلې كړند لاره.

۴. -ساينسي اسلوب .

۵-. د پوهې پراختيا .

     ۶. – د مواد را ټولول.

۷- د ريښتينو پايلو تر لاسه كول.

ددې نه اخوا هغوى د نورو معلوماتو ترتيبولو يادونه هم كړې ده واټسن ويلي دي چې د څېړنيزې مقالې د ليكلو يو لامل دا هم ده چې يو پوهاند داسې فكر وكړي چې د يوې موضوع په اړه مواد لږ پيدا كيږي دى كې پوره كوي يا كوم مواد چې پيدا شوي د هغو دغلطيو سمونه كوي.

۱۱. څيړنه د يو پوښلې حقيقت د روښانه كولوله پاره ټاكلې كار او عمل دى. له همدې تعريف سره د څېړنې موخه څرګنديږي ( د نا څرګندو يا كم څرګندو پيژندل ) يانې كوم حقايق چې زموږ تر مخ نشته د هغو لټول يا هغه څه چې شته خو روښانه نه دې د هغو روښانه كول . انسان تل د نا څرګندو شيانو د پيژندلو په هڅه كې دى . په څرګندلو او پيژندلو كې له نورو ګټو پرته د ذهني ډاډ او باور تر لاسه كول هم شته. تركومه چې دادبي څېړنې خبره ده، نو دلته موخه همداده چې د ځينو ليكوالو، پړاونو، سيمو، كتابونو او نورو پنځونو په اړه چې معلومات كم دې نور هم تر لاسه شي ، هغه څه چې مالوم دې جاج ېې واخيستل شي، غلطي يې سمې شي ،څو د غلطو مالوماتو په بنسټ غلطې پرېكړې و نه شي.

د څيړنې ډولونه :

موږ د مخه وكتل چې د څيړنې عمل يا كار د ژوند د هرې څانګې او برخې سره تړاو لري. اوس مهال زموږ د عملي څېړنې سره كار دې په دې لاندې څانګو كې د څېړنې كار ډېر څرګند او روښانه دى لكه ساينس ، تاريخ د ټولنپوهنې نورې برخې او ادب. دساينس څېړنه د تجزيې سره اړه لري اود بشري پوهنو تاريخ شنونكي او عملي وي . دادب له تاريخ سره ، دساينسي علومو له اشياو سره او دبشري علومو او ادبياتو له انسانانو سره كار وي .دڅېړنې دوه ډولونه دي چې تيوريكي((نظرياتي))او اطلاقي څېړنه ده دا توپير په طبعي (Natural) پوهنو كې زيات تر سترګو كيږي.د طبيعت ځيني څېړونكي دتيوريكي څېړنې پلويان دى او بل د عملي او اطلاقي څېړنې پلويان دي. د ساينس د اطلاقي څېړنې پلويان د طبي علومو ، زراعت ، انجنرۍاو نورو څانګو څېړونكي دي .خو د ټولنپوهنې په څېړنه كې بيا دسيمو د جاج اخيستنه ډېر ارزښت لري ،چې د پوښتنو ،مركو اعدادو او ارقامو راټولول او دهغو نه دپايلو تر لاسه كول شامل دي .دبېلګې په توګه دتېلو صافونكي يا دفولادو دظرفونو جوړونكي كه يوه وړه كارخانه هم جوړوي نو لومړى به دا مالوموي چې كوم ځاى تر نورو ځايونو ددې كار دپاره مناسب دى .دبازار او اخيستونكو مالومول ،كور په كور ګرځېدل يا دتلوېزون او راديو په پروګرامونو كې دخلكو خوښي او نا خوښي مالومول ، دا ټول د اقتصاد او ټولنپوهنې په عملي او اطلاقي څېړنه كې راځي .دتاريخ په څېونه كې بيا غړره كار دلرغونو اثارو لټونه او پېژندنه ده ،دلته دتاريخ تر څنګ له ساينس نه هم مرسته اخسيتل كېږي .دڅېړنې دټولو ډګرونو په نظر كې نيولو سره دا ويلى شو چې دڅېړنې دوه مهم ډولونه تجزيوي او تاريخي څېړنه ده .په ژبڅېړنه كې هم دا دوه ډولونه ډېر مهم دي . وخت پر وخت د يوې ژبې د ودې څېړنه د ژبې تاريخ څرګندوي .همدا رنګه په پخواني يا اوسني پېر كې مطالعه كول دوضاحت ژبه ده چې د ساينس په څېر تجزيه كېږي . ادبي څېونه بيا د ساينس دخالصې څېړنې pure research په څېر غير اطلاقي يا تصوري وي ددې زياته برخه تاريخي او كمه تجزيوي وي. په زياتره حالتونو كې دواړه سره ګډېږي هم چې تاريخي څېړنه په كې يو څه زياته او تجزيوي كمه وي. لكه :موږ دا څېړو چې دامير خسرو پورې تړلې شاعرې دهغه ده كه نه ؟نو، له يوې خوا موږ دزمان په لور ځو او ګورو چې ، دهغه نسخې او حوالې په كو م دور پورې تړلې دي ،بله خوا موږ دهغه دژبې څېړنه كووچې د خسرو ددور ده كه نه ؟ كه موضوع له پامه وغورځو ،نو د څېړنه په دوه ډوله كېږي چې يوازې د ادب دپاره نه ده ځانګړې شوې، بلكې دهر ډول پوهې او فن له پاره پكارېږي.

سندي او غير سندي څېړنه :

دڅېړنيز سند لومړنۍ رتبه يا ډګري   (( پي اېچ ډي)) P.H.D  ده چې داكسفورډ ،اله اباد ،او ځينو نورو پوهنتونونو كې ورته ((ډي فل)) وايي . تر دې دمخه رتبه په انسان پېژندنه او ټولنپوهنه كې ((ډي لټ)) ده او په ساينس كې(( ډي اس سي )) ده.

دا تر (( پي اېچ ډي )) وروسته دود شوه. په امريكايي پوهنتونونو كې تر (( پي اېچ ډي )) وروسته بله څېړنيزه رتبه نشته خو په دهلي او مسلم پوهنتون كې كې له څو كلونو را هيسې رواج شوې وه ،مګر دهند په نورو پوهنتونونو لكه عثمانيه ،جواهر لال نهرو ، نوى ډيلي او حيدراباد كې دا ډګري نشته .د ((اېم اې )) او (( پي اېچ ډي )) تر منځ يوه بله ډګري د(( اېم فل )) په نامه را منځته شوه .

مخكې ېې ورته (( اېم لټ )) ويل چې اوس هم ځينو ځايونو كې دا نوم په خپل ځاى پاتې دى . دا دوه برخې ده ، لومړۍ برخه ېې يو څه درسي اوامتحاني ده ،دوهمه ېې يوه لنډه څېړنيزه مقاله ده چې له شپږو مياشتو نه تر يو كال پورې وخت لري .زموږ دلته په دې كتاب كې له دې مقالې سره كار دى . د(( اېم فل )) دراتلو سره سم په ډ ېرو پوهنتونونو كې د((اېم اې )) ديوه مضمون پر ځاى مقاله ليكل كېده . ده (( ام فل )) له امله دغه رواج كم شو .مګر اوس هم په ځينو ځايونو كې پاتې دى .

دانسان پېژندندې او ټولنپوهنې ترڅنګ په نورو ټولو پوهنو كې د (( اېم فل )) ډګري وي . دلته يوه پوښتنه داده چې ولې دانسان پېژندنې او،ټولنپوهنې او د ساينس د رتبو له نومونو سره فلسفه تړلې ده او د اقتصاد، ځمكپوهنې او ادبياتو غوندې لويو رتبو له نومونو سره ادب تړل شوى دى . ډاكټر بېج نات سنګهل په خپل كتاب كې ليكي: په پخواني دور كې علم له فلسفې سره تړلى ګڼل كېده . ويدي دور كې مذهب ، طب ،موسيقي ،ستور پېژندنه او نور . دكويليه كلاسيكي كتاب (( ارت شاستر )) د اقتصاد تر څنګ د سياست ټولګه هم ده .دافلاتون په جمهوريت كې هم پوهه او فلسفه سره تړلې ده . دګيليلو نه دمخه فلسفه او ساينس يو علم و.فلسفې ته ېې تصوري فلسفه او ساينس ته ېې عملي او اطلاقي فلسفه ويله . ۱۳ ددې تر شا يو داسې تصور موجود وچې په هر ډول علم او فن كې يو څه فكري عنصر شته دى .دا نو كومه فلسفه ده چې پر هغې باندې پوهېدونكي ته دفلسفې ډاكټر ويل كېږي . دامريكا دهارورډ غوندې نوي پوهنتون دكيميا په برخه كې د ((اېم اې )) ډګري وركول كېږي . ۱۴څرګنده نه چې اوسنى حالت څنګه دى ،خو په دې ټولو خبرو كې دعلم دټولو څانګو يووالى او اړيكې ښكاره دي دانګرېزۍ ژبې دڅېړنې په ټولو كتابونو كې تر ((پي اېچ ډي )) كښته هم دڅېونې يادونه كېږي او دا دود په امريكا كې زيات دى دا ډول څېړنه بېخي لومړنۍ بڼه لري ې لږ تر لږ ه ورته راپور يا لنډه مقاله ويل كېږي .زموږ په هېواد هندوستان دڅېړنې رواج تر ((اېم اې )) وروسته صنفونو كې دى . تر اوسه د سندي څېړنې يادونه وشوه چې ((پي اېچ ډي ))او تر هغې وروسته ((ډي لټ)) ته په كې بنسټيز اهميت وركړ شوى و .

غير سندي څېړنه :

لكه څنګه ېې چې له نومه څرګندېږي ،هغه څېړنه ده چې د رتبې يا ډګرۍ د تر لاسه كېدو دپاره نه كېږي ، بلكې په عامه توګه ېې رتبه لرونكي استادان او نور پوهان په روزنتونونو او نورو ځايونو كې كوي . دا ډول څېړنې د معيار له مخې له سندي څېړنو ډېرې لوړې دي .ځكه چې دا تر هغو ډېرې پخې دي ز په سندي څېړنو درې شيان داسې دي چې پهغير سندي څېړنو كې نشته او همدا ېې د ټيټ معيارسبب دى .

ا : دبشپړتيا لپاره ټاكلى بريد او مهال .

ب : دلارښود استاد له امله څېړنه په خپلواكه توګه نه تر سره كېږي .

ج : دډېرو څارونكو استادانو له مخې تېرېږي .

انفرادي او ګروپي څېړنه:

بې سنده څېړنه تل انفرادي وي او سندي بيا انفرادي او ګروپي ډول ترسره كېږي . ګروپي څېړنه تل دسند له پاره نه كېږي او يو ډول څېړنيزه پروژه ده چې د يو لارښود او ډېرو مرستيالو څېړونكو سره په ګډه كېږي . لكه: دادب تاريخ   ، دايرۀالمعارف ، قاموسونو او نورو د ليكلو پر وخت كېږي .په ساينس كې بيا خبره بېخي بل ډول ده . پوهنتونونه دي او كه څېړنيز لابلاتوارنه ، داټول دڅېړونكي ډاكټر ،لارښود او نورو پوهانو د ګډ كار پايله ده .دساينس تيوريكي څېړنه خو يو استاد هم په يوازې توګه نشي كولى .تجروبوي څېړنه خو تل پنځه نوي په سلو كې په ګروپي توګه كېږي . په اردو كې د ادبي څېړنې دډولونو تر يادونې دمخه غواړو په هندي كې دادبي څېړنې ډولونو ته كتنه وكړو . ډاكټر وجي پال سنګ   ( دبنارس پوهنتون دهندي څانګې پخوانى مشر او استاد ) دڅېړنې دا ډولونه يادوي ۱- اروايي څېړنه : يانې دبېلابېلو صنفونو ، نوښتونو ، دادبياتو دكتابونو اروايي كتنه . ۲-تهذيبي څېړنه : تهذيب او ادب دهدف په توګه څېړل . ۳-تاريخي څېړنه : دتاريخ او ادب ګډ موضوعات لكه داريخي ناولونو څېړل ۴ – دبلا غت او شعر څېړنه ۵ – د ژبې څېړنه ۶ – پرتلييزه څېړنه: په دې كې ادب له ادب ،اديب له اديب او يو تخليقي اثر له بل تخليقي اثر سره پرتله كونه او څېړنه راځي. دلته دڅېړنې ډولونه مالوم نه دي خو موضوعات د څېړنې دليدلوري په توګه ياد شوي دي .ډاكټر هريندر ورما بيا دڅېړنې درې ډګرونه يادوي . ۱- دادب څېړل ۲- دويونو او ګړنو څېړل ۳- دتهذيب څېړل . هر ډول ادب تهذيبي شاليد لري. كه تهذيب له ادب نه بېل شي نو يوازي اجتماعي او تاريخي څېړنه ترې جوړېږي .ډاكتر چندر بهان راوت او ډاكټر رام كمار كهنډيلوال په خپل كتاب كې دهندي د دوو پوهانو ويشنه راخيستي ده . ډاكټر دين پال ګپت هم دڅېړنې درې ډګرونه   منلي دي. ۱- دشعر او ادب هنري څېړنه ۲- دكتابونو دتاريخ څېړنه ۳- دهنري او تاريخي حقايقو څېړنه   ده دڅېړنيزو موادو پر بنسټ څو نور ډولونه هم ياد كړي دي . ۱- داشياو دحقايقو څېړنه ۲-دعواطفو څېړنه ۳- دافكارو څېړنه ۴- درواياتو څېړنه ۵- فني څېړنه ۶- ژبنۍ څېړنه ۷- دمتن دجوړښت څېړنه . په دې كې دعواطفو، افكارو او ادبي رواياتو څېړنه دكره كتنې موضوعات دي . آ چاريه نندلاري بيا دموضوعاتو پر بنسټ داسې وېشنه كړې ده . ۱- دتاريخ دناپېژاندو پاڼو دمتن څېړل ۲- دشاعر ژوندليك څېړل دپس منظر په رڼا كې ۳- پرتلييزه كتنه ۴- شعري روايتونه ۵- دشعري صنفونو څېړنه ۶- اصولي او تيوريكي څېړنه ۷- ژبنۍ څېړنه ۸-دولسي ادب څېړنه ۹- دسيمه ييزو ادبياتو پرتلييزه څېړنه . اوس دا څرګنده شوه چې پورتني ډولونه او نور سره بېخي بېل دي ۱۶. خپله ډاكټر كهنډيلوال بيا دڅېړنې دپاره لاندې لارې او ډولونه په ګوته كړي دي .۱- تاريخي او ارتقايي لاره ۲- تشريحي لاره   ۳-له حقايقو سره د تړ او دڅېړلو لاره۴- پرتلييزه لاره   ۵- تجزيوي لاره ۶- ادب ده علاوه دنورو پوهنو دڅېړنې لاره . ډولونه ېې دادي ۱-دحقايقو پر بنسټ څېړنه چې خالصه څېړنه ترې مراد ده ۲- كره كتونكې څېړنه ۳- مكمله څېړنه . دده په اند ديوې مسلې رامنځته كول او بياپه كره كتونكې توګه د هغې منطقي تجزيه كول او حل لاره راوېستل څېړنه ده . خو ده دا تصور دانګرېزي له يوه كتابه را اخيستى دى چې دپوره څېړنې له پاره ديوې موضوع دپيداكول، دحقايقو تجزيه، په سمه توګه ډلبندي كول او مدللې پايلې تر لاسه كول ضروري ګڼي . دلته دا روښانه شوه چې دا اطلاق دادبي څېړنې پر ځاى په ټولنييزو پوهنو پاندې شوى دى . ډاكټر تلك سنګ هم څېړنه په درې برخو وېشلې ده ۱- دادب څېړنه ۲-دژبې څېړنه ۳- دپوهنو تر منځ څېړنه . خو ډاكټر بېج نات سنګهل بيا دڅېړنې دډولونو پر ځاى يو څو نوې لارې راپېژني ۱- عامه څېړنه : لكه ادب ،متن او ژبه ۲-جاج اخيستنه : لكه د دور صنف او خوځښت ۳-كره كتونكې لاره : دادڅېړنې داسې فكري ډول دى چې دعامې كره كتنې ازاده ده ۴-دشعر څېړنې لار ه ۵-ټولنيزه لاره ۶- دژبې او اسلوب لار ۷- اروايي لاره ۸-پرتلييزه لار : دموضوع ،سيمې او ډلې په تړاو . دلته لار ې او موضوعات سره ګډشوي دي مګر دا ډولونه يو تر بله مانع نه دي لكه په اول كې دادب د څېړنې يادونه شوې جاج هم له ادب سره تړاو لري لنډه دا چې ټولې مادې سره تړلې دي . نوموړى په يو ځاى كې دپوهنو ترمنځ د څېړنو يادونه هم كوي او په درې برخو ېې وېشي ۱- ښكلاييزه څېړنه ۲-اروايي څېړنه ۳- ټو لنيزه څېړنه خو دژبې په اړه وايي چې(( زه تدوين ،متن او ژبنۍ څېړنه ادبي څېړنه نه ګڼم)) په هندي كې دغو نازكيو ته په كتوسره اوس په اوردو كې د څېړنې ډولونه يادوو موږ مخكې د سندي ، غير سندي ، انفرادي او ګروپي څېړني ويشنه وكړه .كه يوازي په اوردوكې د څېړني ويشنه كوو نو يو ډول موضوعات به را څرګند شي. خو بيا هم لاندي ډولونه يادولى شو

۱. د سوانحو تاريخي څيړنه : په دې كې ديواديب يا مكتب پر مهمو اثارو باندې څيړنيز بحث كيږي چې تاريخي رنګ به ېې زيات وي.

۲. كره كتونكي څيړنه : په پوهنتونونو كې د څيړنيزو قوانينو يوه ماده د پخوانيو څرګندو حقايقونو نوى تشريح ده په دى حالت كې كره كتنه په څيړنه كې ور ګډيږي. په پوهنتونونو كې د سندي څيړني لپاره داسې موضوعات اخيستل كيږي چې يو څه ارزښتناك او فكري وي دې ته څيړنه ويل يو ډول ګمان دى. خو په هر حال پردې باندې به څو كرښې وروسته غورو شي.

۳. د متن ترتيب

۴. حوالوي څېړنې: لكه وضاحتي لړ ليكونه اشاري، دايره المعارف او نور.

۵. د پوهنو تر منځ څيړنه : په دى كې د ادب او نورو مفاهيمو لكه ژبه، تاريخ، سياست، اقتصاداو نورو پر ګډه موضوعاتو څيړنه كيږي له ژبې پرته د نورو ټولو مفاهيمو په څيړنه كې د كره كتنې پله درنه بريښي ادبي او ژبنې موضوعات يا ژبه او ادب يو بل سره تړلي دي . ادب له ژبې نه راوتلۍ دي مګر د ژبې كارول كله كله په ادبي. او نورو موضوعاتو پورى تړلي وي. د ژبې علم ته ژبپوهنه ويل كيږي خوپه ځينو ځايونو كې ژبه او ادب سره يو ځاى كيږي مګر په عام ډول ژبه له ادب نه يو څه بيله ده، په دى برخه كې آوازونه، حركتونه ، صرف، نحو، پخواني رسم الخطونو لوستل د ژباړې ماشين او نور له ادب نه لرى ده لكه د ژبې جوړښت او ګرامر در واخلئ . په ادب كې د دهلي او لكهنو او نورو ځايونو په ژبه ا و يونو باندي بحث كيږي مګر په ژبه كې دجوړښت او ګرامر مطلب په داسۍ حسابي بڼه څرګندېږي چې ادب او ژبه دومره تړاو سره لري لكه څومره چې د رياضي او طبيعت تړاو له ادب سره دى. ادبياتو ته په كتو سره لږه ډيره ژبنۍ څيړنه كيداى شي. ما هغې ته د ادبي ژبپوهنې نوم وركړې دى . د ژبپوهنې پخوانې نوم فلا لوجي (Philology ) دى چې ژبه او ادب دواړه په كې راځي دادبي ژ بڅېړنې په جزياتو او موضوعاتو. د ژبې پيل او وده ، ژبنۍ ريښې ، د ژبې لهجوي قاموس ، ګرامري جاج اخيستل او د يوه اديب د اثارو ژبنۍ مطالعه او نور هم پوهيدل پكار دي دلته له زروستۍ موضوع پرته دنورو ټولو په څېړنه كې له ساينسې لارې ګټه اخيستل كېدلى شي . خو كه په ادبي ډول كار پرې وشي نو تر علمي اواصطلاحي بڼې زياته ادبي بڼه غوره كولى شي .

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: