د ځینو ټکو د استعمال په هکله احتیاط کول

ټول، هیڅوک، ځینې او زیاتره کلیمې

تاسې ته به ښه معلومه شوې وي، چې کله ځنې افغانان وروڼه او خویندې خبرې کوي، نو دوی ته چې څه په خوله ورځي، هغه وایي، او ددې غم ورسره نه وي، چې دغه خبرې به په چا ښې، او یا بدې ولګېږي. نو ټولو ته او بیا په خاصه توګه، افغانانو وروڼو او خویندو ته لازمه ده، چې په خپلو خبرو کې د ځنو ټکو د استعمال سره ډېر احتیاط وکړي. کنه، کیدای شي چې د بې انصافۍ او ژور پټ خفګان سبب وګرزي.

د یادولو وړ ده چې په هره ټولنه کې ښه او بد خلک شته، او ددې ښه نیږدې مثال، د یوه لاس ګوتې، او د یوه پلار او مور اولادونه دي. له ټولو افغانانو وروڼو او خویندو څخه په ډېره درناوۍ هیله کیږي چې د دغې لاندې ټکو د کارولو په وخت کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي:

۱- ټول

د ټول کلمه یعنې(٪۱۰۰). که څوک ووايى، چې د افغانستان په اوسني حکومت کې ټول مسلکي غله او خاینین برخه لري، نو دا خبره به صحیح نه وي. ځکه چې کېدای شي ښه پاک، صادق، او په اسلام او وطن مین خلک په دغه حکومت کې برخه ولري. مګر، هرکله چې د ”ټول“ کلمه وکارول شي، نو بیا ټول، د ټول معنٰی ورکوي. همدارنګه که یو څوک ووایي، چې د افغانستان د اوسني پارلمان ټول غړي د پردیو ملکونو جاسوسان دي، نو دغه خبره به سمه نه وي، ځکه چې کېدای شي په اوسني پارلمان کې ښه پاک وکیلان چې په اسلام او وطن مین وي، هم وجود ولري. همدا شانته، که یو څوک ووایي، چې ټول افغانان په خپل ملک کې د خارجي عسکرو پاته کېدل غواړي، نو دغه به ډېره غلطه او ډېره د شرم نه ډکه خبره وي. ځکه چې زیاترو غیرتي افغانانو هر وخت اشغالګرو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړیدی.
نو که چېرې د ”ټول“ پرځای د ”ځنې“ ټکی وکارول شي، ډېر به ښه او مناسب وي. یعنې کېدای شي، چې په ریښتیا سره د افغانستان د اوسني پارلمان ځنې غړي د پردیو جاسوسان وي، چې بیا د ”ځنې“ د ټکي په استعمالولو سره د پارلمان هغه پاک او په اسلام او وطن مین غړي، د دغه تورلګونې څخه مصىٔون پاته کېدای شي.

۲- ”هېڅوک“ –

د هېڅوک ټکی یعنې (٪۰). که چېرې څوک په خپلو خبرو کې ووایي، چې په افغانستان کې هېڅوک پاک ندي، نو دغه خبره باالکل غلطه ده، ځکه چې په افغانستان کې حتمي ښه پاک او صادق خلک هم شته دي. همدغه شانته، که څوک ووایي، چې په فلاني سیاسي ګوند کې هېڅوک د افغانستان په غم کې ندي، او ټول غړي یې شخصي ګټې تر ملي ګټو غوره ګڼي، نو دا خبره به د هغه ګوند په هکله ډېره بې انصافي وي. ځکه چې امکان لري، چې د دغې سیاسى ګوند ځنې غړي ډېر وطن دوست وي. نو دلته هم د ”ځني“ د کلمې استعمال ډېر مناسب ښکاري. یعنې، که څوک ووایي، چې د فلاني سیاسي ګوند، ځنې غړى د ملي ګټو په قصه کې ندي، او هغه شپه او ورځ په نامشروعه توګه د خپلو ګټو په لاسته راوړلو کې لګیا دي، او بس.

۳ – ”ځنې“ –

د ځنې ټکی په ډېرو ځایونو کې ډېر ښه مناسب ټکی دی، او له دغه ټکي څخه باید ډېر کار واخستل شي. د مثال په توګه، که څوک پخپلو خبرو کې ووایي، چې د پارلمان ځنې غړي خپل ځانونه افغانان نه ګڼي، او بیا خپل ځانونه د افغانستان پارلمان ته کاندید کوي، او کوښښ کوي چې په هره نامشروع طریقه د افغانانو پارلمان ته لاره پیداکړي، چې دغه کار پخپله ډېر د خندا نه ډک، او د شرم وړ دی.

۴ – ”زیاتره“ –

د زیاتره ټکی، د یوه شي له نیمایي څخه زیات معنٰی ورکوي. که څوک ووایي، چې د فلاني سیاسي ګوند زیاتره غړي لوړې زده کړې لري، نو دغه ددې معنٰی ورکوي، چې د هغې ګوند له نیمایي څخه زیات غړي یې، د لوړو زده کړو خاوندان دي. همدارنګه، که څوک ووایي چې زیاتره افغانان، په اسلام او وطن مین خلک دي، او د پردیو د غلامۍ څخه ډېره کرکه لري، نو دا باالکل د حقیقت نه ډکه خبره ده.

د پام وړ ټکی:
ټولو افغانانو، او په خاصه توګه افغانانو سیاستوالو ته لازمه او ضروري ده، چې په خپلو ویناګانو، مرکو، او مطبوعاتي کنفرانسونو کې، د ځنو ټکو د استعمالولو په برخه کې ډېر جدي پام وکړي، او هېچا ته دغه بهانه په لاس ورنکړي، چې د دوی له خبرو څخه ناوړه ګټه پورته کړي، او هغه یوې خواه او بلې خواه ته پخپله خوښه کږې کړي.

البته، په هر ملک، قوم، ګوند، او ټولنه کې ښه او بد خلک شته. یوازینی فرق یې دادی، چې په ځنو کې د بدو خلکو شمیره تر بل نه یا زیاته او یا کمه وي. نو دغه به له انصافه لرې کار وي، چې په ټولو یو شانته تور ولګول شي. نه، داسې باید هېڅکله هم ونشي. هر سړی، تر نورو لومړی، د خپل قوم او ګوند بد ته، بد ووایي، او همدارنګه، د بل قوم او ګوند، ښه ته، تر ټولو لومړی، ښه ووایي.

په پای کې د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم چې الله(ج) د مونږه ټولو مسلمانانو ته اسلامي اخلاق، عقل، او پوهه په نصیب کړي، او الله(ج) د مونږه ته دا توفیق را په برخه کړي، چې ښه خلک د مونږه د خبرو څخه آزرده نه شي.

عبدالله وردک

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب