د پردي مال د خرڅولو حکم؟

د لوستونکو او مينه والو څخه د يو تن پوښتنه دا وه چې: د هغه مال د خرڅلاو حکم به څه وي چې انسان د هغه حقيقي مالک او څښتن نه وي؟
نو د دغه قدرمن پوښتونکي د پوښتنې په ځواب کې بايد ووايو چې علماؤ په دې اړه فرمايلي دي:

يو انسان ته دا روا نه ده چې يو معين مال، لکه: ځمکه او د خرڅلاؤ کوم بل شی پر نورو باندې وپلوري چې دی ېې مالک نه وي، مګر په دې شرط چې نوموړې شخص ېې حقيقي څښتن او واکمن وي، ځکه د بشريت ستر لارښود جناب رسول کريم (صلی الله عليه وسلم) حکيم بن حزام (رضي الله عنه) ته داسې وفرمايل: ((لا تبعْ ما ليسَ عندک)). رواهُ أبو داؤد في سننه .

ترجمه: هغه مال چې له تا سره نه وي مه یې خرڅوه.

يو ځل نوموړي صحابي نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) ته د دې مسئلې په اړه يادونه وکړه، او ورته ېې وفرمايل: يو تن راځي او له نوموړي څخه د يو داسې مال په اړه پوښتنه او غوښتنه کوي چې له ده سره نه وي، نو اوس که بازار ته ولاړ شي او له بازار څخه هغه شخص ته د هغه د خوښې سره سم ورته راونيسي، نو د همدغې پوښتنې په ځواب کې ورته رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: ((لا تبعْ ما ليسَ عندک)). رواهُ أبو داؤد في سننه.

نو تا ته د يو داسې کار تر سره کول هيڅ روا نه دي، او دا له دې کبله چې اصحابُ السنن يو بل حديث شريف چې شيخ الباني (رحمهُ الله) هم صحيح ګڼلی دی او له حکيم بن حزام (رضي الله تعالی عنه) څخه روايت شوېدی چې په هغې کې فرمايي: زه رسول کريم (صلی الله عليه وسلم) ته ورغلم، او ورته مې وفرمايل: يو تن ما ته راځي او له ما څخه د يو داسې مال په اړه پوښتنه کوي چې زه ېې څښتن نه يم، آيا ما ته دا روا دي چې له بازار څخه ېې ورته را ونيسم، تر څو پر دغه شخص ېې وپلورم؟

نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل:هغه مال چې ته ېې مالک او څښتن نه ېې هغه مه خرڅوه.

دلته يوه بله مهمه ققهي مسئله د يادولو وړ ده چې په فقهي اصطلاح کې ورته (سمسار) وايي ا و د هغې صورت حال داسې دی: که چېرې يو درېـيم ګړې شخص يا هغه تن چې د مال د خاوند او د اخستونکي تر منځ جوړجاړی او منځګړيتوب کوي، که چېرې د مال څښتن ته راشي، او د هغه له لوري ور ته يو لړ ټاکلی مزد وروسته له يو لړ همغږۍ او توافق څخه هم وټاکل شي، او بيا ورته مثلاً ووايي: زما دا مال په فلاني اندازه باندې وپلوره، او هر څومره ګټه چې له دې زياته شوه، هغه دې ستا وي، چې دا کار بيا په دې صورت کې دغه درېـيم ګړې شخص ته روا دی.
والله اعلم

فضل الله ممتاز

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب