ټولنه

د ټولنې په اصلاح کې د فرد مسؤليت

دا د لمر په شان روښانه حقيقت دى چې د اسلام دين د انسان د ژوندانه په هر لوري خپل سيورى غوړولى دى.
او د انساني ژوندانه د ښه سمون، تنظيم او پاکيزه ګۍ  له پاره  يې داسې نظامونه غوره کړي چې له راز  راز فايدو او ښيګړو څخه  ډک دي.

د دغو نظامونو په کړۍ کې يې يو هم ټولنيزنظام دى. په اسلام کې د دغه نظام ځانګړتيادا ده چې په دې کې فرد د ټولنې د اصلاح او سمون او پاکيزه ګۍ  له پاره  يې داسې نظامونه غوره کړى چې د راز راز فايدو او ښيګړو څخه ډک دي ددغو نظامونو په لړ کې يو يې هم ټولنيز نظام دى په اسلام کې ددغه نظام ځانګړتيا داده چې په دى کې فرد دټولني په اصلاح اوسمون کې مسئوليت لرى پدى معنى چې هر فرد د خپلى وسعى او توان په اندازه مکلف دى چې د ټولنى څخه دفساد او بى ثباتۍ په له منځه وړلو او سمون کې هڅه وکړى او د دغه هدف دپوره کيدو په لار کې د ټولنى له نورو وګړو سره تعاون او مرسته وکړى الله ج فرمايي : وتعاونو اعلى البر والتقوى ولاتعانوا على الاثم والعدوان ))
ترجمه : په نيکى او تقوى کې يو له بله سره مرسته وکړى اوپه ګناه او تيرى کې يو دبل سره همکارى او کومک مه کوئ.
د ټولنى اصلاح او سمون کې تعاون دنيکى اوتقوى په جمله کې ترټولو لويه او مهمه مرسته شميرل کيږي که اسلام له يوه پلوه فرد د ټولنى په اصلاح او سمون کې مسئول ګڼى له بله پلوه يې پدى هم مکلف ګرځولى چې دى به پخپله په ټولنه کې فساد نه کوى الله ج فرمايي : ولاتفسدوا فى الارض بعداصلاحها )) ترجمه : تاسو په ځمکى کې فساد مکوۍ وروسته له هغه چې الله ج يې بنياد په اصلاح اوسمون بناء کړيدى.

د فقهې په يوه قاعده کې پورته مطلب داسى واضح شوى لکه چې وايي (( ماحرم  اخذه حرم اعطاه )) دکوم شي چې په اسلام کې اخستل حرام وى نو په همدى توګه ورکول يې هم حرام دى طبعى خبره ده چې په ټولنه کې دفساد اومنکراتو دمخنيوى په اړه به د وګړو ځواک او استعدادونه بيلابيل وى خوکه چيرى يو مسلمان وګړى په ټولنه کې دخپل کمزورى ځواک او استعداد په وجه داصلاح او سمون په راوستلو کې پاتې راشي نو لږ تر لږه دومره خوکولى شي چې دټولنى ديو فرد په حيث خپل صالحيت وساتي په هغى کې نه په خپله او نه هم بل ته دفساد زمينه برابره کړې.

 د پورته قاعدى مفهوم اومعنى دنبى کريم صلى الله عليه وسلم پدى وينامبارکه ښه څرګنديږي چې فرمايي لعنت دى په رشوت ورکوونکى، رشوت اخيستونکى او هغه چا چې د دې دواړو اړيکه ټينګوى د سود خوړونکى او ورکوونکى په اړه هم نبى کريم (ص) عين خبره بيان کړى چې هلته پکى ګواهى ورکوونکى او د موضوع ليکونکى هم اضافه شويدى .
که  غواړو چې داصلى موضوع په حيث دټولنى په اصلاح اوسمون کې دفرد دمسئوليت کچه معلومه کړو نو راځئ قرانکريم او نبوى لارښود وپلټو چې پدى اړه څه وضاحت کوي.

قرانکريم : الله عزوجل فرمايي : والمؤمنون والمؤمنات بعضهم اولياء بعض يامرون باالمعروف وينهون عن المنکر ))
ترجمه : مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې په نيکيو کې يوله بل سره دوستان او مرستندويان دى چې په ښو چارو به خلکو ته امرکوي او له بدوکړو څخه به يې منع کوي.

معروف په عامه توګه د هر هغه شي نوم دى چې اسلامى شريعت يې له فرد څخه ترسره کول غواړي او منکر د شريعت په قاموس کې هغه څه ته ويل کيږي چې محمدي شريعت د هغې مخنيوى اوله منځه وړل غواړي د معروف او منکر په لست کې د ټولنې اصلاح راوړل او فساد له منځه وړل تر ټولو لومړي شيان ګڼل کيږي.

پرته له دې د ټولنې په اصلاح او سمون کې د فرد مسئوليت د قرانکريم له هغو قصو او واقعاتو څخه ښه څرګنديږي  چې د تيرو امتونو په باب يې مونږ ته د عبرت او درس اخيستنې په مقصد بيان کړي چې کله هغوى د دغه لوى مسئوليت په ترسره کولو کې پاتې راغله  نو په نتيجه کې الله ج له عبرتناک برخليک سره مخامخ کړل.
الله ج پر هغوى د خپلې ملامتۍ او پړې اچولو په توګه فرمايي : فلولا کان من القرون من قبلکم اولوا بقيةٍ ينهون عن الفساد فى الارض الا قليلاً ممن انجينا منهم ))  ترجمه : له تاسو نه په وړاندې امتونو کې داسى څوک چې د خير، طاعت، دين اوعقل خاوند وي ولې را پيدا نه شو چې خلک يې په ځمکه کې له فساد کولو څخه منع کړي وى او که ؤو هم نو هغه ډېر لږ ؤو چې هغوى ته مو نجات ورکړو.

د دې مبارک ايات په مفهوم کې که سړى لږ ژور نظر وکړي نو ور ته جوته به شي چې د دې په ذکر کولو سره الله ج د انسان په ذهن کې لاندې درې خبرې کښېنول غواړي.
(١) په هر ټولنيز نظام کې د داسى صالحو خلکو موجوديت ضروري دى چې د خير او نيکۍ په لوري بلنه ورکوونکي او له شر او فساد څخه منع  کوونکي وي ځکه چې همدا هغه څه دي چې په اصل کې الله ج د هغې غوښتونکى دى او که د خلکو ناوړه کړو وړو ته الله ج صبر هم کوى د هغه خيرپه خاطر يې کوي چې په هغوى کې موجود وي او تر هغه وخته يې کوي تر څو چې په هغوى کې د خير د پيدا کيدو څه امکان موجود وي خو بيا کله چې انساني ټولنه د خير له دغسى وګړو څخه بې برخې شي او په هغوى کې يواځې ناکاره عناصر پاتې شي يا خو که کوم فيصد د خير خلک هم موجود دي خو څوک يې خبره نه اوري او ټوله ټولنه د فساد په سمندر کې طوفاني څپو اخيستې وي نو بيا د الله ج عذاب د دغې ټولنې له پاسه داسې د غورځېدو  په حال کې ودريږي لکه وخت ته رسيدلې اميد واره ښځه چې نه شي ويلاى کله به يې حمل وضع کيږي.

(٢) کله چې يوه ټولنه په خپل منځ کې هر څه زغمي خو يوا‌ځى د ګوتو په شمير د هغو څو تنو زغملو ته تياره  نه وي چې هغوى له بدو چارو څخه منع کوي او ښو چارو ته بلنه ورکوي نو وپوهيږئ چې د دغې ټولنې د وګړو بده ورځ را رسيدلې ځکه چې هغوى اوس په دې کړو وړو سره په خپله د خپل ځان دښمنان ګرځيدلي د هغوى سليم فطرت داسې چپه شوى چې د خپل هلاکت او زلت لارې چارې ور ته ښې او د نجات او عزت لار ور ته بده بريښي.

(٣) دا چې په کوم شي باندې په عذاب کې د يوملت د اخته کېدو پرېکړه کيږي هغه دا دى چې په ټولنه کې د خير او د نيکۍ بلنې ته لبيک او مثبت جواب ورکوونکي خلک تر کومه حده پورې شته که په هغې کې دغه راز وګړي په دومره شمېر را پاڅيږي چې د فساد د مخنيوي ځواک ولري او د يو صالح نظام

 د جوړولو له پاره  کافي وي نو په هغې ټولنې باندى الله ج عمومي عذاب نه راليږي بلکې هغو صالحو عناصرو ته د اصلاحاتو او سمون راوستنې فرصت  ورکول کيږي خو که له پرله پسې هلو ځلو سره سره هم په ټولنه کې دومره وګړي راپانه څيږي چې د اصلاح راوستنې  له پاره  بسنه وکړي نو بيا دغه ټولنې او قوم ته د الله ج له خوا نه  د ورکړى شوي فرصت  او مهلت ميعاد ختميږي چې په نتيجه کې په دې انسانانو د الله ج له خوا نه قسما قسم ليدل کېدونکو او نه ليدل کېدونکو عذابونو  د راتلو احتمالات وخت په وخت مخ په زياتيدو شي.

نبوي احاديث :

 نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايي : (( من لم يهتم بامرالمسلمين فليس منهم ))
چا چې د مسلمانانو د کارونو اهتمام و نه کړ او د هغو ى د بهبودۍ غم يې و نه خوړ له هغوى څخه نه شمېرل کيږي.
په واقعي توګه د ټولنې اصلاح او له هغې څخه د فساد جرړې اېستل او په دې لار کې د پلان او منصوبه بندۍ له مخې خپل ذهن په کار اچول د مسلمانانو له اهمو امورو او کارونو څخه حسابيږي.
د ابي سعيد خدري رضى الله عنه په روايت نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايي : (( من راى منکم منکراً فليغيره بيده فان لم يستطع فبلسانه فان لم يستطع فبقلبه و ذالک اضعف الايمان )) په يوروايت کې (( وليس ذالک خر دل من الايمان )) راغلي دي .ترجمه : چاچې له تاسو څخه يو بد کار وليده نو هغه دې په لاس منع کړي که يې په لاس طاقت نه درلوده نو په ژبه دې منع کړي او که په ژبه يې هم طاقت نه درلوده بيا دې په زړه سره منع کړي او دا ضعيف ترين ايمان دى.
د بل روايت  مطابق د دې نه اخوا د غوښت د دانې قدرې ايمان هم نه شته.

که له يوه پلوه د حديث کلمې د ټولنى په اصلاح کې د فرد دمسئوليت په توان بندۍ صراحت کړى دى خو له بله پلوه د حديث مفهوم بيا په دې خبره دلالت کوي چې مؤمن او مسلمان به تل له منکراتو سره د مبارزې په سنګر کې ناست وي او د هغې د مخنيوي په اړه به همېشه د هغه زړه او ذهن په پلان جوړونه مصروف وي د حديث شريف وروستۍ فقره چې وايي (( فان لم يستطع فبقلبه )) پورته مفهوم تائيدوي. کېداى شي چې د لوستونکو په ذهن کې د حديث د دې وروستۍ فقرې په اړه سوالونه پيدا شي چې په زړه کې له منکر سره کرکه  او نفرت  په کوم شکل د هغه تغير او له منځه وړل ګڼل کيږي؟ خو مشهور محدث امام نووى رحمة الله عليه دا پوښتنه داسې ځوابوي: منم چې په ښکاره او حقيقي توګه به په زړه کې د منکراتو ګڼل او له هغې کرکه او نفرت درلودل د منکراتو تغير او له منځه وړل نه شميرل کيږي ولې  که واقعيت ته وګورو دا کار په واقع  کې د منکراتو دمخنيوي او له منځه وړلو له  پاره د خپل نفس په تيارولو کې د يوې قوي مقدماتي وسيلې په حيث شمېرل کيږي ځکه انسان عادتاً چې له کوم شي سره مينه لرى د هغې په له منځه وړلو او مخنيوي کې کوشش نه کوي بلکې په طبيعي لحاظ يواځې د هغه شي ختمول غواړي چې هغه بد ګڼي نو له بدو چارو سره کرکه او نفرت په عملى توګه انسان دې ته  هڅوي چې په مخنيوي کې نهايي هلې ځلې وکړي ځکه خو دغه هڅوونکې وسيله په تغير او منع سره تعبير شويده.

شيخ الاسلام ابن تيمه  ((رحمة الله عليه )) د هغه چا په اړه چې د خپل توان مطابق په يو حالت کې هم په ټولنه کې د فساد او منکراتو مخنيوى نه کوي، د مرتد حکم کړى دى. که وګورو د حديث دغه عبارت چې ( و ليس ذالک خردل من الايمان ) د ابن تيميه د قول تائيد کوي ځکه چې د دې عبارت مطلب دا دى چې څوک د منکر او فساد مخنيوى نه په لاس، نه په ژبه، او نه په زړه سره کوي، نو له دې نه اخوا د دغه انسان په زړه کې د غوښت د دانې هومره ايمان هم نه پاتې کيږي.

د ټولنې په اصلاح کې د فرد د مسؤليت دليلونه:
لکه چې مو وړاندې ذکر کړه چې فرد د ځان د اصلاح ترڅنګ د ټولنې په اصلاح او سمون کې هم مسئوليت لري دا چې فرد څنګه د ټولنې په اصلاح کې مسئول ګڼل شوى دى د دې ځانته دلايل او علتونه دي چې  ځينې يې په لاندې  ډول دي.
(١) انسان په طبيعي توګه ټولنيز او ټولنه خوښوونکى مخلوق دى چې پرته دانسانى ټولنى څخه يې ژوند نه شي خوندور کېداى دغه واقعيت په کتنې سره فرد د ټولنې له اصلاح او فساد سره نېغ په نېغه تړاو لري  او دواړه اړخونه ور باندې اغېزه کولاى شي که ټولنه صالحه  وي نو دى به هم صالح وي که ټولنه فاسده وي نو طبيعي ده چې دى به هم فاسد وي دغه حقيقت ته نبي کريم په خپله وينا کې داسې اشاره کړيده : ((ما من مولود الا يولد على الفطرة فابواه يهودانه او ينصرانه او ….)) هر ماشوم الله ج په داسې سالم فطرت چې په هغه کې د خير او صلاح مينه او د هغې لورى ته دميلان وړتيا وې پرتې وي پيدا کوي خو بيا د ده مور او پلار چې د دغه ماشوم  له پاره  د لمړۍ ټولنې حثيت لري له دغه سليم فطرت څخه اړوي چې ترې  يهودي جوړ کړي يا نصراني او يا … لکه څنګه چې  مور او پلار د يو ماشوم په صلاح او فساد کې اغېزمن رول لري په هم دې توګه د ټولنې د وګړو ښې او بدې چارې هم د دغه ټولنې په هر فرد اغېزه او اثر کوي.
(٢)  د يوې صالحى ټولنې د موجوديت ضرورت : دا د ټولنې په اصلاح کې د فرد د مسئوليت دوهم لامل دى ځکه چې الله ج  انسان ته د خپلو بې شمېره مخلوقاتو په منځ کې په ښکلي صورت او عقل  ورکولو سره کوم شرف اوعزت وربښلى دا کار د کوم عبث اولهولعب په توګه نه، بلکې د يو لوى مقصد پر بنا تر سره شوى دى دغه مقصد او هدف ته الله ج په قرانکريم کې په دې توګه اشاره کړيده :
(( وماخلقت الجن والانس الا ليعبدون ))
ژباړه : ماانسانان او پيريان  نه دى پيدا کړى مګر ددى  دپاره چې ځما بندګى  وکړي .
د بندګۍ لفظ د خپل جامعيت او بنسټ په لحاظ ډېر پراخه دى.  ټول هغه شيان په خپل ځان کې رانغاړي کوم چې تر سره کول يې الله ته خوښ وي قطع نظر له دې نه چې لږ  وي او که ډېر، پټ وي او که ښکاره، له ځان سره يې معامله وي او که له نورو سره. د بندګۍ دغه پراخه معنى د دې غوښتونکې ده چې مسلمان بايد د خپل ژوند ټولې چارې او اړيکې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې تنظيم کړي چې دا کار پرته له دې چې يوه منظمه او صالحه بشري ټولنه موجوده شي، په بله لاره نه شي تر سره کېداى، نو له دې امله فرد مکلف دى چې د خپلې وجيبې د تر سره کولو له پاره ټولنه له جاهليت، فحاشۍ، او بې نظمۍ څخه پاکه کړي او د اسلامي ټولنيز نظام پر بنسټ يې ودروي تر څو فرد ته پکې د الله له خوا نه مطلوبه بندګي کول ممکن او اسانه شي.

٣: له عام او ټولنيز عذاب څخه د خلاصون له پاره
دا د الله سنت دي چې کله په ټولنه کې ځينې وګړي داسې وي چې خلکو ته د نېکۍ په لور بلنه، او له بديو څخه يې په منع کولو بوخت وي او د نورو وګړو د اصلاح له پاره پرله پسې هلې ځلې کوي، نو الله په دوى کوم داسې عام عذاب نه را ليږي چې وچ له لمدو سره يو ځاى وسوځوي، بلکه د دغو نېکو بلونکو د هڅو په وجه نورو ته هم تر يوه معين وخت پورې مهلت ور کول کيږي، خو چې کله بيا په ټولنه کې له هر طرف نه د فساد او بې دينۍ ورېځو توره شپه راوستي وي، هلته د الله د محرماتو رعايت نه کيږئ او د هغه د شعايرو سپکاوى پيل شي او د دغې ټولنې نور وګړي يې په مخنيوي کې کومه هڅه نه کوي، پلکه چوپه خوله ناست وي، نو په دې وخت کې الله په دوى عام او ټولنيز عذاب چې رنګارنګ مصيبتونه، ستونزې او بدبختۍ له ځانه سره لري، اخته کوي. په داسې وخت کې بدان او نېکان د الله په محکمه کې له ورته سرنوشت سره مخامخ کيږي.

قران کريم دغې موضوع ته داسې اشاره کوي: واتقوا فتنة لا تصيبن الذين ظلموا منکم خاصة ( د الله له هغه عذاب څخه ځان وژغورئ کوم چې بيا يوازې ظالمانو ته نه رسيږي)
د ټولنې دغه حالت چې وګړي يې د خپل مسؤليت احساس نه کوي، او همېشه په خپله ژبه د ((زه يې څه کوم؟)) شعار زمزمه کوي، د نبي کريم (ص) په يوه حديث کې داسې انځور شوى دى:
د الله د دين د پولو د مراعات کوونکو او له هغو څخه د تيري کوونکو مثال کټ مټ داسې دى لکه په سمندر کې چې د کشتۍ په دوو طبقو کې ناست خلک چې معمولاً د ټيټې طبقې خلک د اوبو خپله اړتيا د پورته طبقې د خلکو له لارې پوره کوي. که په لاندې طبقه کې ناست خلک دا پرېکړه وکړي چې راځئ د خپل چت په لاندې برخه کې سورى وکړو تر څو مو له يو پلوه د اوبو ستونزه حل شي او له بل پلوه مو بر خلک له تکليف نه خلاص کړي وي. اوس نو که چېرې د کشتۍ د بر چت خلک د لاندې چت د خلکو مخه و نه نيسي او د (( ځه مونږ يې څه کوو، کار يې خپل دى)) په خبره ځان وغولوي، نو څرګنده ده چې لازمي پايله به يې د لاندې او باندې سپرو ټولو خلکو ډوبېدل وي. او که چېرې بيا هغوى د دې کار مخه ونيسي او له هغوى سره په دې برخه کې له جدي برخورد نه کار واخلي، نو ټوله به نجات ومومي.
ورته مثال په ټولنه کې د فساد او بې دينۍ د خپروونکو او نورو صالحو مومنانو هم دى، که دوهمه ډله د اولې ډلې د فساد او بې دينۍ د خپرېدو مخنيوى ونه کړي، نو حتمي ده چې دوى به هم له هغه بد عاقبت سره مخامخ کيږيو له کوم سره چې مفسدان او بې دينان مخامخ کيږي.

له پورتني حديث نه چې کومه باريکه او مهمه خپره لاس ته راځي، هغه دا ده چې د هدايت او برابرۍ لارې نه انحراف او بې لاريتوب انسان د هلاکت او بدبختۍ تر کومي رسوي، او په دې بې لارېتوب او انحراف کې د انسان د نېک نېتۍ او بدنېتۍ کوم اغېز او اثر نه شته. په دې معنى چې که چېرې انسان په خپلې بې لارۍ کې نېک نيتى وي نو بيا به ده ته دغه بې لاري کوم زيان و نه رسوي، بلکه د ښه او بد نيت په دواړو صورتونو کې زيان او هلاکت حتمي او ضروري دى ځکه د کشتۍ د لاندې طبقې خلکو په خپل پلان او کار تر سره کولو کې کوم بد نيت نه درلود، بلکې د دې پر عکس هغوى نورو ته د سهولت او اسانتيا د برابرولو په تکل کې وو، ولې د دوى دغه ښه نيت بيا کومه ګټه نه کوي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: