
د وزګارتيا آفتونه
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
( دوه نعمتونه دي چې ډيری انسانان په کې زيانمن شوي دي، يو روغتيا او دوهم يې وزګارتيا ) امام شافعي رحمه الله ډيره ښکلې خبره کړې ده وايي: (که خپل نفس د حق په لاره کې بوخت نه کړې، نو هغه دې په باطل کې مصروفوي.)
که چيرې د خير او جهاد په کارونو کې بيړه ونکړې او منظم انتاج او لاس ته راوړنه ونلرې، ژر ده چې ګډوډ افکار او تصورات به درته هر څه له منځه يوسي او په داسې پوچو او بيهوده ګردابونو کې به دې ډوب کړي چې بيا به د نجات او ژغورنې لار هم ونه مومې،نو تر ټولو ښه خبره دا ده چې ته په خپله د خپل ځان لپاره يوه تګلاره انتخاب کړې، داسې چې ټول وخت دې په کې بوخت شي، او شيطان ته هيڅ فرصت پرې نه ږدې چې په وسوسو دې د خولې خوند خراب کړي.همدا وجه ده چې اسلام خپل ټول شرعي تکاليف په بيلابيلو وختونو ويشلي دي او نه پرې ږدي چې انسان ته فارغ وخت پاتې شي تر څو په باطل ډک نشي.