تزکیه

د ورځنۍ محاسبې ارزښت او اصول (فتحي يكن)

د محاسبې ارزښت

داعي ورور بايد خپل نفس او روح ته په هغه څه عادت ورکړي چې د پاکۍ او تزکيې سبب یې کيږي. د ځان سره محاسبه بايد يوه لحظه هم له ياده و نه باسي، ځکه نفس په بدې امر کونکى دى، او د شيطان د مداخلې لپاره د بې شماره لارو درلودونکى دى: پوه هغه څوک دى چې نفس تابع کړي او د اخرت لپاره کار وكړي او عاجز هغه څوک دى چې د نفس هوا او هوس تابع وي، او په الله (جل جلاله) پورې یې اميدونه او هيلي تړلې وي
په دې هکله عمر بن خطاب رضى الله عنه داسې وصيت کوي: له ځآن سره حساب وکړئ مخکې له لدې چې حساب درسره وشي، او وزن یې کړئ مخکې له دې څخه چې تاسې وزن کړاى شئ، او د لوى ازمويني لپاره تيارى ونيسئ.
داعي په خپل ژوند کې له مختلفو او ډول ډول جاهلي فشارونو سره مخامخ کيږي.. هغه ځان په ټولنه کې يوازې او نا آشنا ګڼي. او د دې احساس به کوي چې د اوسني تمدن ټول اثار يوازې او يوازې د غولولو او چل په خاطر دي، او هغه اخلاق او نيکي له منځه وړي او په ځاى یې په ټولنه کې فساد او بدي خوروي.
نو له همدې ځايه ده چې مسلمان بلونکى ځان ساتلو ته سخته اړتيا لري، تر څو له حق څخه انحراف ونه کړي او د الله (جل جلاله) له پلوه ښودل شوي لاره باندي د تلو توان ومومي، او په هر ډګر کې جاهلي قوتونو ته ملا ماتونکى ګذار ور حواله کړي.

د ځان ساتلو دا مسئله که چېرې د داعي په ژوند کې جدي شکل غوره نه کړي، نو هغه يوه تش په نامه خبره وي، او د داعي په ژوند کې په یې هيڅ اغيزه په سترګو نه ليدل کيږي.
او په همدې خاطر ده چې زه ټولو وروڼو کشران وي که مشران، پيروان وي که رهبران دا خبره وړاندې کوم چې بايد هره ورځ د ځان سره د محاسبې او ځان ساتلو په خاطر پروګرام ولري. او محاسبه او ځان ساتل بايد په دې کارونو سره وي:

اول: قيام الليل (د شپې پاڅېدل)

تهجد يوه روحي مدرسه ده او انسان ته داسې د ايمان قوت وربخښې چې د هغه لاسته راوړل له بلې لارې نه شي کيداى. الله (جل جلاله) په دې هلکه فرمايي:
ان ناشة الليل هى اشد وطئا و اقوم قيلا
بې شکه د شپې پاڅېدل سخت ماتوونکى د نفس او د سمو غوښتو (دوعا) وخت دى.
نو آيا ته کومه شپه د تهجد لپاره اوچت شوى يي، تر څو الله (جل جلاله) ستايل شوى ځاى درکړې؟ او که ته په هغه وخت، د شپې په اخرينۍ (ثلث) کې چې ستا رب راکوزيږي غافل ويده پروت وي؟ هغه وخت چې الله (جل جلاله) فرمايي: کوم مغفرت غوښتونکى شته چې مغفرت ورته ورکړم؟ څوک چې دعا راته ورکړي قبلوم يي؟ او څوک چې څه رانه وغواړي ورکوم يې.

ته چيرته او هغوى چيرته؟

وروره وګوره چې ته چېرته او هغه کسان چې الله (جل جلاله) یې په لاندې ډول ستايي چېرته:
تتجافى جنوبهم عن المضاجع
لري ساتۍ خپلې ډډې له خوب ځايونو څخه (د شپې عبادت لپاره پاڅي).
کانوا قليلا من الليل مايهجعون
دوى به د شپې ډېر کم وخت ويده کيدل:
امن هو قانت اناء الليل ساجدا و قائما يحذر
الاخرة و يرجو رحمة ربه قل هل يستوى الذين يعلمون و الذين لايعلمون، انما يتذکر اولوا الالباب.
يا هغه چې د شپې ګړکې په بندګې اخته وي سجدې کوي او په ولاړه سره، د اخرت څخه په ويره کې وي او د خپل الله (جل جلاله) د مهربانيو هېلې لري ورته و وايه آيا پوهيدونکي او نه پوهيدونکي سره برابر دي؟ په دې هکله خو هغه څوک فکر کوي چې عقل ولري.
طبراني په الکبير کې له سلمان فراسي رضى الله عنه څخه روايت کړي دي وايي:
قال: رسول الله صلى الله عليه وسلم: عليکم بقيام الليل، فانه داب الصالحين قبلکم، و مقربة لکم الى ربکم، و مکفرة لليسئات، و منهاة عن الاثم، و مطردة للداء عن الجسد.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: د شپې پاڅېدل (تهجد) خپل کړئ، ځکه هغه د مخکينيو صالحينو عادت و، او دا تهجد تاسې له خپل الله (جل جلاله) سره نږدي کوي. بدي له منځه وړي له ګناه څخه منع کوي او له بدن څخه مرض او درد لري کوي.

دويم: كراما كاتبين

په دې خو به خبر وي اى وروره! چې الله (جل جلاله) زموږ د شپې او ورځې لپاره بيلي بيلي ملائکې مقرري کړې دې دا ملائکې د سهار او ماذيکر په لمونځونو کې سر يو ځاى کيږي، او بيا اسمان ته پورته کيږي، او هلته الله (جل جلاله) ورڅخه پوښتنه کوي، هغه په هر څه عالم دى زما بندګان مو په څه حالت کې پريښوول؟ دوى ورته وايي: موږ په داسې حالت پريښودل چې لمونځ یې کاوه. او کله چې ورغلو هم دوى لمونځ کاوه. نو وګوره اى وروره، چې د سهار لمونځ دي په خپل وخت او جماعت سره ادا کړى او که څنګه؟ او که دي کړى و نو د هغه کسانو له جملې څخه ځان وبوله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم یې په هکله فرمايلي دي:
من صلى الصبح فهوفى ذمة الله، فانظر ابن ادم لايطلبنک الله من ذمته شئي.
چا چې د سهار لمونځ ادا کړ هغه د الله (جل جلاله) په ساتنه کې شو اى د ادم ځو ځاته وګوره الله (جل جلاله) د خپلې ساتنې په هکله له تا څخه هيڅ نه غواړي.
مسلم او بخاري روايت کوي: عن ابى هريرة رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ان اثقل صلاة على المنافقين صلاة العشاء، وصلاة الفجر، و لو يعلمون ما فيهما فاتو هما حبوا و لقد هممت ان ام بالصلاة فتقام، ثم امر رجلا فيصلى بالناس، ثم انطلق معى برجال معهم حزم من حطب الى قوم لايشهدون الصلاة، فاحرق عليهم بيوتهم بالنار.
د منافقينو لپاره تر ټولو ګران لمونځ د سهار او ماسختن لمونځ دى، او که چېرې هغوى د دې لمونځونو په قدر پوه شوي واى، نو په خاپوړو خو به ورته راغلي واى، اراده مې وکړه چې د لمانځه امر وکړم، او يو سړى په دې مامور کړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي او زه له يوې ډلې خلکو سره ووځم او له دوى سهر د خسو بارونه هم وي، او هغه کسانو ته ورشو، چې لمانځه ته نه دې حاضر شوي، او بيا یې کورونو ته اور واچوم.

دريم: له قران سره ستا اړيكه

پوه شه اى وروره! چې ستا زه داسې اوبو ته اړه لري چې له قراني چيني څخه راوتلي وي او ستا زړه ته اطمينان، ارامي، پاکي او نرمي وبخښي په تحقيق سره چې د مؤمنانو زړونه ژوندي او شفاف وي.
انما المؤمنون الذين اذا ذکر الله وجلت قلوبهم
رښتياني مؤمنان هماغه دي چې کله د الله (جل جلاله) نوم ياد شي نو زړونه یې و وريرږي.
وګوره آيا د سهار له لمانځه وروسته دي د قران کريم تلاوت کړى دى، او د الله (جل جلاله) په ذکر دي ژبه لمده کړې ده ، او د الله (جل جلاله) له ويرې دي اوښکي بهيدلي دي؟ او که نه ته هم د هغه کسانو په شان یې چې په تشو هيلو کې ژوند کوي، او زړونه یې لکه کاڼي داسې کلک شوي وي!!
وروره د الله (جل جلاله) دا قول دي اوريدلى دى چې فرمايي:
ان قران الفجر کان مشهودا
بې شکه د سهار لمانځه تلاوت په وخت کې پرښتې حاضرې وي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
ان الذين ليس فى جوف شئ من القران کالبيت الخراب (د ترمذى په روايت)
په هغه سينه کې چې د قران کريم يوه برخه نه وي هغه د وران کور په څېر دى.
بل ځاى فرمايي:
من قرا القران فقد استدرج النبوة بين جنبيه، غير انه لايوحى اليه، لاينبغى لصاحب القران ان يجد اى ان يغضب، مع من وجد، و لايجهل مع من جهل، و فى جوف کلام الله (د حاکم په روايت).
څوک چې قران ولولي، نو نبوت یې زړه ته ور داخل شو، خو دومره خبره ده چې وحي ورته نه راځي، د قران خاوند بايد هغه چاته په پهر نه شي چې قهر کوي، او له جاهل سره بايد جاهل نه شي که د ده په سينه کې د الله (جل جلاله) کلام پروت دى.
له دې سره دا هم بايد له ياده ونه باسي چې قران کريم بايد په داسې شکل سره تلاوت کړي، لکه چې همدا اوس په تا را نازل شوى وي..

څلورم:  د نعمتونو شكرانه

کله چې د دسترخوان په سرکينې ايا دا فکر مو کړى دى چې دا غذا د څه لپاره خورئ؟ او دا دې په ذهن کې ګرځېدلې چې دا ټول نعمتونه الله (جل جلاله) د دې لپاره درکړي دي چې ستا غذا او د قوت سبب شي تر څو په ښه توګه د الله (جل جلاله) شکر پر ځاى او اطاعت یې وکړې، او د همدې غذا په مرسته ځآن د جهاد لپاره تيار کړي؟
او آيا په دې کې دي هم فکر کړى دى چې دا خوراک او څښاک له کومې لارې راغلى دى، حلال او پاک دى خوړلى او له حرامو او مردارو دي ځان ساتلى دى؟

پنځم: په اتقان سره كار

او کله چې له کوره وځې.. نو بايد په دې پوه شي چې اسلام د کار او هلو ځلو دين دى، سستي او بيکاري نه مني، او ستا مسئوليت دى چې په ځمکه کې سفر وکړې، او د الله (جل جلاله) فضل او کرم ولټوې. نو وګوره چې نن ورځ دي دا جهاد تر سره کړى دى، او د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا قول دي پلى کړى دى چې فرمايي:
ان الله يحب من احد کم اذا عمل العمل ان يتقنه.
الله (جل جلاله) له بنده څخه دا خوښوي چې خپل کار په ښه توګه تر سره کړي.
دا هم وګوره چې خپل مال دي په خېر او خيرات او صدقه سره پاک کړى دى او فقيرانو ته دي خپل حق ورکړى دى او که څنګه، زکات دي ادا کړى دى، او په دې ترتيب سره دي د الهي نعمت شکر ايستى دى؟
امام بخارى له مقداد بن يکرب څخه روايت کړي چې وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
ما اکل احد طعاما قط خيرا من ان ياکل من عمل يديه، و ان نبي الله داود عليه السلام کان کاياکل الا من عمل يده.
تر ټولو ښه خواړه په خپل لاس ګټل شوي خواړه دي، داود عليه السلام به يوازې په خپل لاس ګټل شوى خواړه خوړل.

شپږم: د الله د مراقبت احساس

په تګ او ناسته ولاړه کې دې تل الله (جل جلاله) په ياد دى او که نه؟ کله چې دې سترګې په حرامو لګيږي، نو آيا خل مخ دي ورڅخه اړولي او له الله (جل جلاله) نه دي مغفرت غوښتى؟ ځکه لومړنى نظر ستا (معافي) او دويم ګناه ده، او کتل د شيطان له غشو څخه يو غشى دى؟
آيا داسې شوي چې کومي ښکلې او مالداري ښځې بلنه در کړې وي، خو تا ورته د رد ځواب ورکړې وي او ويلي دي وي: زه له الله (جل جلاله) نه ويريږم، او بيا د الله (جل جلاله) دا قول دي لوستلى دى:
رب السجن احب الى مما يدعونني اليه، و الا تصرف عنى کيدهن اصف اليهن و اکن من الجاهلين.
اى زما ربه! له هغه څه نه چې ما ورته بلې زه په زندان خوښ يم او که د دوى شر ته له ما څخه دفع نه کړې نو زه به د هغوى وخواته مايل شم او د ناپوهانو له ډلې څخه به شم.
په تجارت کې د حلالو خيال دې ساتلى، او په لږو خو حلالو دي قناعت (بسن) کړې ده؟
آيا داسې کار درنه شوى چې ته یې له شريعت څخه مخالف بولي؟
په هر کار کې دي الله (جل جلاله) حاضر او نارر ګڼلى، او هر عمل دي د اسلام پرتله تللى، له شبهاتو څخه دي ځان ساتلى، او ځان دي د هغه متقيانو په ډله ورګډ کړى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم یې په هکله فرمايي:
لا يبلغ العبد ان يکون من المتقين حتى يدع ما لاباس به حذرا مما به باس.(د ترمذى په روايت).
يو بنده تر هغې پوره متقي کيدلى نه شي تر څو د احتياط له مخې ډېر هغه څه هم پريږدي چې منع نه وي.

اووم:  يوازې د اسلام په ګټه

اوس له ځان څخه دا پوښتنه وکړه چې ستا کارونه څومره د اسلام په ګټه تمام شوي؟
آيا ستا ملګرى داسې فکر کوي چې ته ورباندې اسلامي اغيزه ولري؟
آيا ته د هغوى ديدن ته ورغلى يي، تر څو اړيکي دي ورسره ټينګې شي؟
مکلفيت لري چې بايد په هر ډګر کې تحريک ولري، او په هر ځاى کې له ځانه اسلامي اثر پريږدې او د رسول الله صلى الله عليه وسلم لاندينى قول تل يادوه:
لئن يهدى الله بک رجلا واحدا خير لکم من الدنيا و ما فيها، وفى رواية، من حمر النعم.
که الله (جل جلاله) ستا په لاس يوه کس ته هم هدايت وکړي، نو هغه تا لره تر ټولې دنيا څخه غوره دى، او په بل روايت له سرو اوښانونه.
وروره، ته له خپلې دندې څخه پرته نور وخت هم لرې. نو په کار ده چې ورنه د خپل دعوت په الره کې ګټه واخلې. وخت لکه چاړه داسې ده که ته یې سم استعمال کړې د هغه ساتنه دې کړې. رسول الله صلى الله عليه وسلم پر دې هکله داسې وصيت کوي:
نعم العطية کلمة حق تسمعها ثم تحملها الى اخ لک مسلم فتعلمها اياه.(د طبراني په روايت).
تر ټولو غوره هديه (ورکړه) د حق خبره ده چې ته یې واورې او بيايي خپل مسلمان ورور ته ورسوې او ورزده یې کړې.
مسلم له ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:
من دعا الى هدى کان له من الاجر مثل اجور من تبع، لاينقص ذلک من اجورهم شيئا، و من دعا الى ضلالة کان عليه من الاثم مثل اثام من اتبعه لاينقص ذلک من اثامهم شيئا.
څوک چې د خير خواته بلنه وکړي نو د دې خير د ټولو پيروانو ثواب د ده وي، خو د هغوى له ثواب څخه هم هيڅ نه کميږي، اون چا چې د شر او ګمراهي خواته بلنه وکړه، نو هر چا چې دا ګمارهي ومنله د هغوى ټول ګناهونه د ده په غاړه وي، پرته له دې چې د هغوى له ګناهونو څخه دي څه کم شي.

اتم: د علمي پانګې لوړول

له ځان څخه دي د هغه وخت په هکله هم پوښتنه وکړه چې د خپلې اسلامي پوهې د قوت په خاطر ورڅخه کار اخلي.. ځکه ته په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوې چې د ډول ډول ثقافت او تمدن درلودونکي ده، هلته مختلف نظريات وجود لري، او هر څوک د بيل فکر خاوند دي، نو دلته ستا وظيفه دا ده چې په دې مختلفو تصوراتو او افکارو ځان پوه کړې، تر څو وکولاى شي د هغې د اصلاح لپاره تنقيد وکړې، علمي مناقشه ورسره وکړل شي..
آيا نن ورځ دي د اسلام په هکله څه مطالعه کړې؟
د خپل فکري او ثقافتي پوهې د قوت په خاطر دې څه لوستلي؟
ابن عبدالبر په (العم) نومي کتاب کې له معاذ بن جبل څخه روايت کړي:
قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تعلموا العلم، فان تعلمه لله خشية، و طلبه عبادة، و مذاکرته تسبيح، و البحث عنه جهاد و تعليمه لمن لايعمله صدقةو و بذله لاهله قربة، لانه معالم الحلال و الحرام، و منارسبل اهل الجنة، و هو الانيس فى افوصية، و الصاحب فى الغربة، والمحدث فى الخلوة، و الدليل على السراء والضراء، والسلاح على الاعداء، و الزين عند الاخلاء، يرفع الله به اقواما فيجعلهم فى الخير قادة قائمةو تقتفى اثارهم، و يقتدى بفعالهم، و ينتهى الى رايهم.
علم زده کړئ، ځکه چې د الله (جل جلاله) لپاره علم زده کړه ويره ده د علم طلب عبادت دى، تکرارول یې تسبيح ده، او لټول یې جهاد دى، او بل چاته یې ښودل صدقه ده او خپرول یې ثواب او نژديکت دى، ځکه علم د حلالو او حرامو بيلونکى دى، علم د جنتيانو د لارې ډيوه ده، علم دي ملګرى او د لارې مل دى. علم په ځانګړيتوب کې خبرې کوونکى او په غم او خوشحالي کې لارښود دى، هغه د دښمنانو په خلاف وسله ده او د دوستانو سره زينت دى، الله (جل جلاله) په علم سره قومونه اچتوي، او د خير داسې لارښوونکي یې ګرځوي چې خلک ورپسې اقتدا کوي، او نظرونه یې تر ټولو غوره او منل شوي وي.
اوس دا وګوره چې د الله (جل جلاله) په لاره کې څومره قرباين ورکولاى شي؟ ډېر شيان تا ځمکې ته راکاږي او په خاوروکې دي پټوي.. نو آيا ته څه کړې له دې زولنو څخه دې ځان ازاد کړى او له ځمکې څخه پورته کېدل غواړې؟

دنيا ته به د اخرت په خاطر شا کړئ

له مرګ څخه ويره داسې دروند بآر دى چې تا له جهاد څخه منع کوي نو بايد له دي بار څخه ځان ازاد کړې.
په خپلو مادي ګټو پسې تلل، تا دې ته نه پريږدي چې د دعوت او اسلام لپاره کار وکړې، نو بايد خپلې شخصي مادې ګټې تر اسلام قربان کړي.
له ښځې او اولاد سره زړه تړل تا پورته کېدو ته نه پريږدي چې بايد ځان ورڅخه خلاص کړې!!
په هر وخت کې ستا وظيفه ده چې اسلام تر هر څه مقدم و شمېرې، او هر څه تر اسلام قران کړې، او د تل لپاره د الله (جل جلاله) په لاره کې مرګ ته اماده او تيار و اوسې.
بخاري او مسلم له عبدالله بن ابى اوفى څخه روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
اعلموا ان الجنة تحت ظلال السيوف.
پوه شئ چې جنت د تورو تر سيورې لاندې دى.
مسلم له عقبه بن عامه رضى الله عنه څخه روايت کوي چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه مې اوريدلې چې د منبر په سريي دا ايت:
و اعدوالهم ما استطعتم من قوة. ولوست او بيايي وفرمايل:
الا ان القوة الرمى الا ان القوة الرمى الا ان القوة الرمى.
خبر اوسئ چې قوت غشى (هدف) ويشتل دي، خبر اوسئ چې قوت غشى (هدف) ويشتل دي، خبر اوسئ چې قوت غشى (هدف) ويشتل دي.
ترمذى له ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت کوي وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:
من لقى الله بغير اثر من الجهاد لقى الله و فيه ثلمة.
څوک چې له الله (جل جلاله) سره په داسې حالت کې مخامخ شي چې د جهاد اثر پرې نه وي، نو هغه له الله (جل جلاله) سره داسې وخت مخامخ شوى چې په بدن کې به یې نقصان وي.

لسم: د بدن حقوق پر ځاى كول

په اخير کې دا درته وايم چې د خپل بدن په هکله دي فکر کړى.. چې دا بدن په تا باندې څه حق لري؟
او څه بايد ورته تيار کړې تر څو د اوږده او سخت جهاد کولو توان پيدا کړې؟؟ په دې پوه شه چې پياوړى مؤمن د الله (جل جلاله) په نزد تر کمزوري مؤمن غوره دى.
وګوره نن سهار دي ځينې سپورتې تمرينونه تر سره کړي دي؟
آيا نښه ويشتل لامبو وهل، د اس سپرلۍ، د موټر، بايسکل او موټر سيکل چلول دې زده کړي؟
آيا د هغه څه څخه دي ځان ساتلى چې بدن ته ضرر رسوي، او بدن ستړى کوي، يانې په خوراک څښاک او بيدارۍ کې دي اعتدال ساتلى، او له مخدره موادو څخه دي ډه ډۀ کړې او که نه؟؟
اې وروره بايد تل د اسلام سپاهي و اوسې، او د اسلام په خاطر هر ډول قرباني ته چمتو، الله (جل جلاله) د نيکو کارانو مل دى، الله (جل جلاله) دې موږ ټول په سمه لار روان کړي.
امين.


سرچينه:

د كتاب نوم: د اسلامي مبارزي الفبا
ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح
چاپ: انتشارات اصلاح افكا

ليكنه: فتحي يكن
ژباړه: سلطان محمود صلاح

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: