بیولوژي

د هوا د ککړتیا مخنیوی او ککړوونکي یې

د هوا د ککړتیا مخنیوی

د لاندې ټکو په پام کې نیولو سره د هوا د ککړتیا مخنیوی کولی شو.

  • د فوسیلي موادو په سوځولو کې کموالی، ۲- د زړو ماشین الاتو او لیږدوونکو وسایلو مخنیوی، ۳- د نقلیه وسایطو او صنعتي کورونو په لوګي ویستونکو نلونو کنترول، ۴- په زیاتو وختونو کې له بایسکل څخه ګټه اخیستل، ۵- د اوبو، باد او لمر د انرژۍ څخه زیاته ګټه اخیستل، ۶- له هستوي انرژۍ څخه ګټه اخیستل.

د پورتنیو ټکو پلي کول نه یوازې د هوا په ککړتیا کې کموالی راولي، بلکې د تیزابي باران د کموالي لامل هم کیږي.

ثانوي عمده ککړوونکي

ثانوي عمده ککړونکي له هغو غازونو څخه عبارت دي چې د اتموسفیر لاندې برخو کې د نوري کیمیاوي تعاملونو په واسطه جوړیږي. هغه لومړني مواد چې په دې ډول تعاملونو کې جوړ او خپریږي، له هایدروکابنونو او نایتروجن د ګازو او کسایدو لکه نایتریک اوکساید او نایتروجن دای اوکساید څخه عبارت دي.

دغه کیمیاوي خپاره شوي مواد په نوري کیمیاوي مغلقو تعاملونو کې برخه اخلي، ترڅو په لمریزو ورځو کې ځنیې مهم ثانوي ککړوونکي لکه اوزون، پر اوکسي اسیتیل نایتریت، هایدروجن پر اوکساید او الدیهایدونه جوړ کړي. یاد شوي مواد، خصوصا اوزون، دانسانانو، حیواناتو او نباتاتو لپاره له ډیرو زیانمنو او خطرناکو ککړوونکو څخه دی.

اوزون زیاتره د اتموسفیر په پاسنۍ برخه کې پیدا کیږي چې د ماورای بنفش د وړانګو د جذب لامل کیږي. هایدروکاربنونه او نایتروجني اوکسایدونه چې د صنعتي فابریکو او یا د طبیعي  عملیو په واسطه د اتموسفیر په لاندینۍ برخو کې ازادیږي، جوړیږي. اوزون د انسانانو د تنفسي سیستم لپاره تخریش کوونکي او د نباتاتو لپاره زهري کیمیاوي ماده ده. المونیم هم یو له ثانوي ککړوونکو مادو څځه شمیرل کیږي. ځکه چې المونیم حل کیدونکي اویونیک شکلونه په تیزابي خاورو کې د نباتاتو لپاره او په تیزابي اوبو کې د کبانو لپاره یو مهم فکتور دی، نو له دې کبله المونیم د ثانوي ککړوونکې مادې په حیث پېژندل شوی دی.

د استوګنې د چاپیریال ساتنه

انسان او نور ژوندي موجودات حق لري چې په مصوون چاپیریال کې ژوند وکړي. له دې کبله انسانان مسولیت لري چې د اوسیدو له چاپیریال د ککړتیا مخنیوی وکړي او په پاکوالي کې یي برخه واخلي. د زیاتیدونکي نفوس سره د ژوند ضرورتونه هم زیاتیږي. د طبیعي سرچینو څخه د غیر علمي او ناسمې ګټې اخیستنې له امله د خاورې اوبو او هوا ککړتیا زیاتیږي او ددې سبب کیږي چې پاک او سالم چاپیریال په یو ناپاک او ککړ چاپیریال بدل شي چې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو لپاره زیانمن دي، باید د استوګنې د چاپیریال په ساتنه کې له لاندې طریقو څخه ګټه واخلو.

  • قوانین جوړ، تصویب او منظور شي چې د ژوند د چاپیریال په ساتنه کې مرسته وکړي، ترڅو د نوموړو قوانینو په پلي کولو سره خلک د استوګنې چاپیریال په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.
  • د ککړتیا کموالی، هغه ضایعه مواد، چې د بیا ځلي دوران په واسطه حاصلیږي، د کرنیزو ځنګلونو، سیندونو، جهیلونو او سمندرونو کې وانه چول شي، ترڅو د هغوی د ککړتیا مخنیوی وشي.
  • د حشره وژونکو درملو د استعمال کموالی، یوازې له هغو حشره وژونکو درملو څخه ګټه واخیستل شي چې زیانمنې حشرې له منځه وړي.
  • د هبیتات یعنی د ژوند د محل باید صحیح ساتنه وشي او په محل کې د انرژۍ د موجودو سرچینو څخه باید معقوله ګټه واخستل شي.
  • د فوسیلي موادو د انرژۍ پر ځای باید د لمر د انرژۍ څخه ګټه واخستل شي.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: