د نړۍ حقایق په نقشه کې۱

د خپلې نړۍ په اړه لانديني په زړه پورې حقایق ولولئ، بیا د نړئ په نقشه کښې د هر حقیقت اړوند ځای پیدا کړئ او د حقیقت شمېره پر هماغه ځای ولیکئ.

  1. آیا پوهېدی چې د آمازون باراني ځنګل د نړۍ ۲۰ سلنه آکسیجن تولیدوي؟ د آمازون باراني ځنګل سیند د نورې نړۍ له اتو (۸) لویو سیندونو څخه ډېرې اوبه لري.
  2. انټرکټیکا زمونږ په سیاره کې یوازینۍ د ځمکې ټوټه ده، چې د هېڅ هېواد تر ولکې لاندې نه ده. د دغه ځای یخ د ټولې نړۍ ۷۰ سلنه تازه (د څښاک وړ خوږې) اوبه جوړوي.
  3. کاناډا جهیلونه د ټولې نړۍ له جهیلونو څخه ډېر دي. آیا پوهېدی چې کاناډا هندي لغت دی او معنی یی “لوی کلی” ده؟
  4. د سوریې دمشق ښار تر ټولو زوړ ښار دی، چې په دوامداره توګه تر اوسه اباد دی.
  5. د ترکيې استانبول ښار د نړۍ یوازینی ښار دی، چې په دوو لویو وچو (براعظمونو) کې موقعیت لري.
  6. په ۱۹۳۰ لسیزه کې د جیز موسیقۍ هنرمندان ښار په ښار ګرځېدل. هغوی په عامه ژبه کې هر ښارګوټي او ښار ته د “مڼې” اصطلاح کاروله. له دې کبله د نیویارک ایالت نیویارک ښار په “لويه مڼه” یادېده.
  7. پیټکئین جزیره ترټولو کوچنۍ جزیره ده، چې یو هېواد ده او مساحت یې له ۲ مربع میلو څخه لږ دی.
  8. هغه ښار چې تر ټولو د مخه يې د وګړو شمېر یو میلیون ته ورسېد، د ایټالیا روم ښار و. هغه دغه شمېر ته د میلاد څخه ۱۳۳ کاله پخوا ورسېد.
  9. د سهارا دښتې ځینې برخې تر لسو کالو پورې د باران له څاڅکو څخه بې برخې پاتې کېدای شي.
  10. د نړۍ تر ټولو لوړ آبشار، د وینزویلا اینجل آبشار دی، چې له نایاګرا ابشار څخه ۱۵ ځله لوړ دی.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب