د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر زدکوونکې د ۹۹ کلونو په عمر مړه شوه

د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر زدکوونکې د ۹۹ کلونو په عمر مړه شوه

هغې او ۱۲ کلونو همټولیګوالو نجونو د راتلونکې اونۍ د کال وروستیو ازموینو ته تیاری نیوه، خو خبره نه وه چې تر ازموینو مخکې به له دې نړۍ کوچېږي.

پریسیلا د ځینو فلمونو جوړېدو الهام هم ګرځېدلې وه او د ملګرو ملتونو کلتوري او تعلیمي ادارې (یونیسکو) ستایلې ده.‌

پریسیلا په کینیا کې د بریتانوي ښکېلاک پرمهال زیږېدلې او لویه شوې ده او د خپلواکۍ د اخیستو پړاو کې یې ژوند کړی دی.

پریسیلا تېر کال یونیسکو ته ویلي وو چې غواړي ښوونځي ته په تللو سره ځوانو نجونو ته د تعلیم الهام ورکړي.

“غواړم دوی ته یوه بېلګه شم، نه یوازې دوی ته،‌ بلکې په ګرده نړۍ کې نجونو ته هم او هغه چې ښوونځي ته نه ځي او بې درسه پاتې کېږي، ورته وایم ستاسې او د چرګو ترمنځ هېڅ توپیر نه شته”.

پریسیلا په ۲۰۱۰ کال لیډرز ویژن لومړني ښوونځي کې شامله شوه، خو ترڅنګ یې د ریفټ درې خپل نډالي کلي کې د قابلې په توګه څه باندې ۶۵ کلونه هم کار کړی دی.

دې د خپل ټولګي د ډېری ټولیګوالو  (نجونو او هلکانو) د زوکړې پرمهال – چې اوس یې عمرونه د ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي – د قابلې په توګه هم مرسته کړې ده
پریسیلا فرانسې ته ولاړه او له لومړۍ مېرمنې بریژېت مکرون سره یې وکتل

دې پر زدکوونکو نیوکې کولې چې ولې ښوونځي ته نه حاضرېږي او تل به یې د ناسوبتیا د لامل پوښتنه ترې کوله.

دا وايي: “دوی به راته ویل چې اوس لویان شوي. ما ورته ویل زه ښوونځي ته ځم، او تاسو هم باید ولاړ شئ”.

نوموړې زیاتوي: “یتیم ماشومان په سړکونو نهیلي وینم، غواړم ښوونځي ته ددوی د تګ الهام وګرځم”.

“نورې نړۍ ته پیغام”

په پیل کې ښوونځي پریسیا ته د شاملېدو اجازه نه ورکوله،‌خو وروسته اداره پوه شوه چې زدکړه کې لېوالتیا لري.

د هغې پر ژوند د (ګوګو) په نامه یو فرانسوی فلم هم جوړ شوی، همدا وو چې فرانسې ته یې د تګ لامل شو او هلته یې لومړۍ مېرمن بریژېت مکرون سره هم وکتل.

د فلم د سناریو یو لیکوال پټریک پیسیس پر ټویټر د پریسیلا پر مړینه خواشیني ښودلې ده “د نجونو د تعلیم په تړاو د هغې پیغام به ژوندی وي”.

د ګینیس د ریکارډونو د کتاب له مخې، وړاندې یو بل کېنیایی کیماني ماروګ د لومړني ښوونځي تر ټولود ډېر عمر زدکوونکی ثبت شوی و.‌

ماروګ په ۲۰۰۴ کال ۸۴ کلن و چې پخپل ژوند کې لومړی ځل ښوونځي ته ولاړ او پنځه کاله وروسته مړ شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب