د نجاست بیان | پوښتنې او ځوابونه

د نجاست بیان سوال او ځواب په شکل:

پوښتنه: حقيقي نجاست څو ډوله دى ؟

ځواب: دوه ډوله دى :۱. غليظه نجاست. ۲. خفيفه نجاست.

پوښتنه: غليظه نجاست او خفيفه نجاست څه ته وايي؟

ځواب: كومه پليتي چې ټينګه وي هغې ته (غليظه نجاست) وايي اوكومه چې سپكه وي هغې ته (خفيفه نجاست) وايي .

پوښتنه: كوم شيان غليظه نجاست بلل کيږي؟

ځواب: دانسان وړې او غټې متيازې، دڅارويو ګندګي اودهغو څارويو متيازې چې دغوښې خوراک يې ناروا وي ، دانسان اوڅاروي بهېنده وينه، شراب اودچرګانو اوهيليو ګندګي داټول غليظه نجاستونه دي .

پوښتنه: خفيفه نجاست كوم شيان دي ؟

ځواب: دهغو حيواناتو متيازې چې غوښه يې خوړل كيږي اودحرامو مرغانو ګڼدګي هم خفيفه نجاست دى .

پوښتنه: غليظه نجاست ترڅومره اندازې بښل كيږي ؟

ځواب: كه غليظه نجاست كلك جسم ولري لكه : غټې متيازې؛ نو هغه د درې نيمو ماشو دوزن په اندازه بښل كيږي اوكه نرى وي لكه : شراب، وړې متيازې؛ نو هغه دانګريزي يوې روپۍ[1]  په کچه بښل كيږي د بښلو معنايې داده چې كه له دومره اندازه نجاست سره چې پربدن يا كالو باندې لګېدلى وي لمونځ وشي نو لمونځ يې له غاړې ولوېد؛ خو مكروه به وي اوكه چېرته همدومره نجاست ته يې پام هم وي چې لګيدلى دى؛ نو بيا يې لمونځ ورسره نه كېږي .

پوښتنه: خفيفه نجاست څومره اندازه بښل كېږي ؟

ځواب: كه دجامې اوياهم د اندام دڅلورمې برخې له اندازې لېږ كمه برخه پرې پليته شوې وي بښل كېږي اوكه نه بيانه بښل كېږي  .

پوښتنه: له حقيقي نجاسته جامه يابدن څه ډول پاكېدلاى شي ؟

ځواب: حقيقي نجاست كه غليظه يا خفيفه وي په جامه اوكه په بدن وي درې وارې په اوبو مينځلوسره پاكيږي؛ خو دجامې درى ځله نښتېځل هم ضروري دي .

پوښتنه: له اوبوڅخه پرته په بل شي سره پاكېدلاى شي اوكنه ؟

ځواب: هو! كوم شى چې نرى اوبهيدونكى وي لكه سركه، يادهندوانې اوبه ، په هغو سره هم حقيقي نجاست پاكېږي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب