د نازو اناء نصيحت خپل ځوي احمدشاه بابا ته

کله چه احمدشاه بابا د نور محمدخان غلجي لور امان الله غلجي لمسي او نورا داد کړوسي د جبار سليمانخيل کودي سره کوژدن وشو نو احمدشاه بابا د بي بي ګوهري د واده نه وړاندي د ګوهر اباد په نوم يو قصر جوړ کړو چه څو کاله ډيرو خلکو پري کار وکړو ګوهر اباد جوړ شو، واده او نکاح وشوه يوه ورځ نازو اناء د قصر چت يا  بام ته پورته شوه د ګوهر اباد شاوخواء سيمو ننداره ئي وکړه احمدشاه ته ئي غږ وکړو چه پورته راشه احمدشاه ورغي نازو اناء ورڅخه پو ښتنه وکړه چه د قصر څلور خواء دا بوډک تلاب د څه لپاره ،احمدشا ه بابا ورته په جواب کښي وويل که چيري زما دوشمن وغواړي ماله منځه يوسي نو ضرور به په وچه کښي خرک او درک لټوي مجبور چه تالاب ته ځان واچو ي او لامبو ووهي د لامبو په وهلو او اوبو په شور او زوږ سره به پهره دار ورباندي پوه شي شاوخواء به وګوري چه څه خبره ده د دوشمن مخه به ونيسي او له منځه به و لاړ شي. نازو اناء ډيرښه،،،؟

بيا د احمدشاه بابا نه پوښتنه کوي د هغه راغه يا بيدياء په غيژدي کښي څوک او څنګه ژوند کوي احمدشاه بابا جواب ورکوي چه هلته زمونږ پښتانه خويندي او وروڼه ژوند کوي ښه په خوشحالي سره،نازو اناء ورته وائي هغوي ولي نه ويريږي،،، ؟احمدشاه بابانه،، ،؟چه هغه په هغه غيژدي کښي نه ويريږي نوتاسو ولي ويريږي او د بي بي ګوهري پخاطر مو خپل رعيت د قصر په جوړولو کښي ستړي او ستومانه کړو نازو اناء،،،؟

بيا کله چه دوشمن ستاسو دروازي ته را ورسيده نو تاسو ته څه پاتي شول رعيت خو درڅخه هلته وړاندي پاتي شو،،، پاڅه بي غيرته شمشير مو واخله د کوم ځاي څخه چه ويره او ډار لري هلته ورشه او خپل دو شمن هلته له منځه يو سه نه پخپل کورکښي،،، ؟هماغه وه چه احمدشاه بابا د خپلي مور نازو اناء وصيت په مطابق17ځله په کشمير او هند بريالي حملي وکړي او يوه لويه امپراتوري ئي جوړه کړه او زمونږ وروستي نسل ته ئي د ننګونو، غيرتونو او وياړونو ډک تاريخ پر يښو دا و هر افغان ورباندي وياړو،،،
د افغانانو په مقابل کښي  د هفتګانه او هشتګانه تنظيمونو په جهاد او مقاومت به څه افتخار وکړو ،،ههههه.
بلي څو افتخاره مو په نصيب شو يو دا چه عام وتام مو خپل ډول ډول استقلال د لاسه ورکړو،
دوهم د غلامانو غلامان شو،
دريم ژبني، قومي،سمتي او مذهبي کرکه ، نفرت،قتل، غضب، ظلم ،ورور وژنه، زورونه او د وطنفروشي احساس مو په زړه کښي قوت پيداکړو
څلورم د جاسوسي مسلک مو خپل کړو پينځم مادي او معنوي هستي مو تباه او پاتي مادي او معنوي هستي مو بل ته په لاس ورکړه ،،،

،څومره ښکلي خلک،په هيواد کښي شهيدان شول،
،ته پري رحم وکړي خدايه،ماشومان ئي يتيمان شول،
،څه خواره واره نړي کښي،ربه واړه افغانان شول،
،يومشرق ته مهاجرشو،بل مغرب ته په منزل دي،
،زړه موټول غموخوړلي،پاتي شوي تش ګوګل دي،

ليبليون،غاينز،فرانسه ،،وسلام

‎حشرت جبارخیل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب