افغانستان مشاهیر

د میرویس نیکه لنډ ژوندلیک

میرویس نیکه د افغاني پاچاهانو کتاب کې:

ميرويس خان هوتک په ١٠٨٤ هـ ق يا ١٦٧٣م کال کي زېږېدلئ دئ . پلار يې ښالم خان نومېدئ چي د هوتکو د قوم يو منلئ مشر وو . مور يې نازو انا وه چي په پښتونولي يې د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه .

ميرويس خان په زلميتوب کي د وخت زياتره مروجه علوم لوستي وه او وروسته په سوداگري بوخت وو . له خوراسانه به يې مالونه هندوستان او د هغه ځايه به يې هيواد ته راوړل ، گټه به يې هم کوله او د نورو خلکو د حاله به هم خبرېده .

کله چي صفوي شاه حسين په ١١٠٦ هـ ق يا ١٦٤٩ م کي په ايران کي پاچا سو نو گورگين يې چي په اصل کي گورجی وو او اوس نوی مسلمان سوئ وو، کندهار ته د خپل حکومت د نماينده په توگه را ولېږه . گورگين چي ډېر ظالم او بې رحمه سړی وو پر افغانانو يې ظلمونه پيل کړه . هيڅ څوک نه وو چي د دې بېگنا خلکو ناره دي واوري . د خلکو ږغ تر هيڅ ځايه نه رسېدئ او ډېر افغاني مشران د گورگين له خوا ووژل سوه . نو د خلکو د اميد سترگي يوازاې او يوازي ميرويس خان ته وې . هغه وو چي د هغه څخه يې غوښتنه وکړه .

ميرويس خان هم د خلکو او هيواد خدمت تر هرڅه ښه و باله ، سووداگري يې پرېښوده او د هيواد خدمت ته يې ملا و تړله . لومړی يې د خلکو تر منځ ملي يو والی مينځ ته راووست او بيا يې گورگين ته ځان نژدې کړ څو په لږه موده کي د هغه د باوري کسانو د جملې څخه سو . د دې لاري يې و کولای سوای چي ځان د اصفهان دربار ته و رسوي ، هلته به حالات ځانته معلوم کړي او په خپله گټه به ور ځني کار واخلي . ده په لږ وخت کي د اصفهان په دربار کي دومره نفوذ وکړ چي د هغه ځايه يې ځان د گورگين په دربار کي د پښتنو د قومونو د مشر په توگه مقرر کړ . اوس يې نو د خلکو د يووالي د پاره کار پيل کړ او د گورگين د له منځه وړو په کار بوخت سو . پدې وخت کي گورگين ځان په خطر کي و ليدئ او ميرويس خان يې بندي د اصفهان دربار ته واستاوه او دربار ته يې وليکل چي دی په بند کي و ساتي .

د ميرويس خان پوهي او قوي منطق نه يوازې ډېر ژر دی له بنده خلاص کړ بلکي په ډېره درناوي يې حج ته د تلو اجازه هم ورکړه . تر حج وروسته بيرته د اصفهان دربار ته راغئ او د هغه ځايه يې گورگين ته د مشورې ورکوونکي په توگه د مقررئ رسمي فرمان واخيست او کندهار ته راغئ . گورگين په دې کار ډېر وارخطا سو او د ميرويس خان څخه يې وغوښتل چي خپله لور د گورگين زوی ته په نکاح کړي . ميرويس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندي کړه . مشرانو پرېکړه و کړه چي يوه بله ښځه به د ميرويس خان د لور په نامه ورکړي او هغه به دغه راز ساتي . دا کار و سو او مير ويس خان څه نور هم د گورگين دربار ته لار وموندله .

د ملي پاڅون لپاره يې يوه جرگه جوړه کړه او پرېکړه يې وکړه چي لوړی دي د بلوڅو ، ترينو او کاکړو خانان دې ته وهڅول سي ، چي صفوي حکومت ته د ماليې ور کولو څخه ډډه و کړي هغو همداسي وکړه . گورگين خپل شپږزره کسيږ لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه ، پخپله هم ورپسې رهي سو او د ميرويس خان څخه يې هم وغوښتل ، چي هلته ورسي . ميرويس خان هم د اوو زرو پښتنو عسکرو سره هلته ځان ور ورساوه . د شپې يې پر گورگين حمله وکړه ، هغه او د هغه ټول کنډک يې له منځه يوړه . پخپله يې د گورگين کالي واغوستل او د هغه د وژل سو پوځيانو کالي په خپلو پوځيانو واغوستل او د کندهار پر لور رارهي سول . هلته يې د گورگين پاته پوځ له منځه يووړ ، هيواد يې د بېگانوو له لاسه خلاص کړ او د يوه خپلواک اولسي حکومت بنسټ يې کښېښود.

د میرویس نیکه مزار:

د یوې سیمې، یوه هېواد او یوه ملت مشران، لویان، بزرگان، خدمتگاران، رحانیان او نامتو کسان له دې کبله چې خلکو ته منلي او گران وي، نو پس له مرگه یې هم قدرکوي. زیارتونه پرې جوړوي، ودانۍ ورته کوي او هڅه کوي، چې تلپاتې وي. زیارت ته په ورتلو سره یې کارنامې او خاطرې رایادوي او خپلو اولادونو ته یې کیسې کوي او همداسې کارونو ته یې هڅوي. افغانستان د ننگیالیو، توریالو، پوهانو، عالمانو، بزرگانو، روحاني لارښوونکو، ملي مشرانو، او ولسي خدمتگارانو هېواد دی او د افغانستان په گوټ ـــ گوټ کې د داسې لویانو او ولیانو زیارتونه اوقبرونه موجود دي، چې خلک یې زیارتونو ته ځي، درناوی یې کوي، کارنامې یې ستایي او په پلونو یې د پل اېښودلو هڅه کوي. میرویس نېکه یوله هغه لویانو او مشرانو څخه دی، چې پر افغانستان باندې د پردیو تر دوه نیم سوه کلنو تېریو او تپل شویو جگړو وروسته یې د افغانستان غربي سیمې ازادې کړې او یو خپلواک ملي ریاست یې پکې جوړکړ. هو! افغانستان پوره دوه نیمي پېړۍ د پردیو، تېريو موخه، بې واکه او د پردیو ترمنځ وېشل شوی و. افغانستان د ختیځې سیمې د هند د مغولو په لاس کې وې، شمالي سیمې د ماوراء النهرشیبانیانو لاندې کړې وې او د افغانستان لویدیځې سیمې د ایران د صفویانو په ولکه کې وې. میرویس نېکه چې یو ملي تاجر وو، د خپلو تجارتي سفرونو په ترڅ کې یې په سیاسي فعالیتونو او مذاکرو لاس پورې کړ او د افغانستان د یوې برخې د ازادۍ له پاره یې په تدبیر ولاړې هڅې پیل کړې او بریالۍ مبارزه یې روانه کړه.

میرویس نېکه په کندهار کې د صفوي واکمنو له والي، گرگین نه په پټه له قومي مشرانو سره غونډې کولې او د ازادۍ لپاره یې مشورې سره کولې. د هند د مغولي واکمنو په ساحه کې مېشتو پښتنو روحانیونو او مشرانو نه یې مشورې اخېستې، په اصفهان کې یې د صفوي مشرانو پام هغو ظلمونو ته را واړه، چې ددوی والي په کندهارکې کول.

ده همدا راز د اسلام له مرکز یثرب نه د خپلو مبارزو له پاره د علماوو فتوی ترلاسه کړه او څو ځله یې د قومي مشرانو په لویو جرگو کې د افغانستان د غربي سیمو بشپړه ازادي مطرح او بیا یې بریالی اقدام او قیام وکړ او د کندهار د بشپړې ازادۍ په برخه کې مبارزه کامیابه کړه. میرویس نېکه په ۱۱۱۹ قمري کال د یوه منظم پروگرام له مخې د یوه بریالي برید په نتیجه کې گرگین او دده ملگري له منځه یوړل او په کندهار یې یو ملي، ریاستي او جمهوري حکومت اعلان کړ. د میرویس نېکه ملي حکومت داسې وخت جوړشو، چې په نړۍ کې تردې حرکت ۸۲کاله وروسته د فرانسې د لوی انقلاب په نتیجه کې ملي حکومت رامنځ ته شو.

میرویس نېکه د حکومت له سمبالولو سره په خپله لومړنۍ ویناکې خلکو ته وویل« تر هرڅه وړاندې د لوی خدای شکرونه دي، چې دا لویه کامیابي یې راپه برخه کړه او بیا له هغو ټولو کسانونه مننه کوم، چې په دې ملي مبارزه کې یې بې ساري سرښندنې او مېړانه وکړه.

ده وویل: عزیزانو! په دې څو شپوکې چې تاسې کوم لیاقت، مېړانه، فداکاري، سرښندنه او تر ټولو زیات په درسپارل شوو وظیفوکې بشپړ لیاقت وښود سړی باوري کوي، چې زموږ خلک پیاوړی استعداد او لوړه پوهه لري، ځکه دا لوی کار چې تاسو سرته ورساوه، د دنیا د یوه ډېر روزل شوي پوج په وس کې هم نشته.

میرویس نېکه خپل ولس ته وویل: زه تاسې او ټول جهان ته اعلان کوم، چې افغانان سر له اوس څخه ازاد دي او ازاد به وي، موږ به یا مرو او یابه ازاد او سر لوړی ژوند کوو.

ده زیاته کړه، موږ د عدل او نیاو ملي حکومت جوړکړی، زه ستاسو پاچا نه یم، بلکې ستاسو خدمتگار یم، نو ځکه تاج پرسرنه ږدم او ستاسو خدمت له کوم! میرویس نېکه پوره اته کاله د اولس د مشر او د حکومت د ریس په توگه خپل مشرتابه ته دوام ورکړ، د هند له مغولي دولت سره یې د سفیر په سویه سیاسي اړیکې ټینگې کړلې، له صفویانو سره یې په تدبیر مقابله کوله، خبرې هم روانې وې او عسکري ځواکونه یې هم پیاوړي کول.

صفویانو څو ځله پر کندهار عسکري بریدونه تنظیم کړل، خو ملي مشر د خپلو توریالیو ملگرو په مرسته ماتې ورکړه او د خپل هېواد ازادي یې وساتله. کله چې وفات کېده، دی پوه وو، چې صفویان به دده ازاد حکومت تل تر تهدید لاندې ساتي، نو خپلو اخلافو ته یې وصیت وکړ، چې د خپلې ازادۍ د بقا له پاره اصفهان ونیسئ! چې دده اخلافو بیا دا وصیت پرځای کړ، خپله ازادي یې وساتله او په نتیجه کې یې په اصفهان کې د صفویانو واکمني نسکوره کړه. لوی ملي مشر میرویس نېکه د ۱۱۲۷قمري کال د لوی اختر د میاشتې په اته ویشتمه نېټه وفات شو او د کندهار لویدیځ ته د کندهار د اوسني ښار په درې څلور کیلومترۍ کې د کوکران په کلي کې خاورته وسپارل شو.

دده پرسپېڅلي مزار د ارواښاد محمدنادرخان د واکمنۍ په دوره کې د کندهار تنظیمه ریس ارواښاد محمدگل مومند یوه ښکلې گنبده جوړه کړه او په یوه پښتو ډبرلیک یې دده پرکارنامو رڼا واچوله او د لنډۍ یې پکې وتوږله.

د ننگ ټوټه به مې هر هډ وي

که پس له مړینې په مزار راشي مینه

د میرویس نېکه مزار د خلکو مرجع او ټولنځای دی، چې وخت پروخت ورځي، درناوی ورته کوي او د مزار له برم او پرتم نه یې د هېواد پالنې درسونه اخلي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: