د ميرويس خان هوتک لنډه پيژندنه
میرویس هوتک څوک و؟
ميرويس خان هوتک | |
ميرويس خان هوتک |
|
واکمني | هوتکي واکمني: 1709 – 1715 |
---|---|
تاج گټنه | اپرېل، ۱۷۰۹ ز. |
بشپړ نوم | حاجي ميرويس خان هوتک |
لقبونه | خان, شاه, مير, سلطان |
زېږون | ۱۶۷۳ ز. |
زېږونځای | کندهار, افغانستان |
مړينه | نومبر، ۱۷۱۵ ز. |
د مړينې ځای | کندهار, افغانستان |
هديره | کوکران، کندهار، افغانستان |
مخکنی پاچا | گورگين خان |
وروستنی پاچا | عبدالعزيز هوتک |
مېرمن | خانزاده سدوزۍ |
کورنۍ | هوتک |
پلار | سليم خان |
مور | نازو توخۍ |
مذهبي گروهې | سني مسلمان |
حاجي ميرويس خان هوتک:
د شاه عالمخان هوتک او د نازو توخۍ نامتو زوی و، دکرم خان هوتک لمسئ. د افغانستان ستر مبارز ، مدبره مشر چې افغانان ېې د ښه مشرتابه له کبله نيکه هم گڼي ، په کال۱۶۷۳ زېږيز کې ، کندهار کې سترگې روڼې کړې. دی په خټه هوتک و چي دغرزيو دټبر يوه ستره پښه گڼل کېږي . ددې ټبر ډېری وگړي په کلات، هرات او کندهار کې مېشت دي.
د کورنۍ مخينه :
دميرويس نيکه مور د افغانستان د غيرتمنو او اتلو ښځه له کتاره يادېږي. د دغې غير تمنې ښځې نوم نازو توخۍ وه ، چي د ساخلطان ملخي توخي لور وه. (توخي هم دغرزيو له پښته يوښاخ دی. ددې پښت ډېره برخه وگړي په زابل کې مېشت دي . دميرويس خان هوتک درې وروڼه وه ، چی عبدالعزيز خان هوتک ، عبدالقادر خان هوتک او يحيی خان هوتک نومېدل . همدا راز ميرويس خان هوتک دجعفرخان ابدالي دپتمني لورسره چي خانزاده نومېده واده کړی و. د ژوند په ۴۲ تم کال (۲۵ ډسمبر ۱۷۱۵ زېږيز چې د ۲۸ ذوالحجه ۱۱۲۷ سپوږميز سره سمون لري په کندهار کې له دې فاني نړۍ څخه وکوچېد .
د مېرویس خان پوهه او کړنه:
د ميروېس خان هوتک پلار په دغه وخت کې د غرزيو دتوکم لارښود مشر واوله پوپلزيو سره د خپلوۍ له کبله گنې ابدالی هم بلل کېده. ميرويس په خپلو سترگو او له ډېر نږدې پر خپلو هېوادوالو د بهرني حکومت توپير پالنه لېدله. اوهم يې د سوداگرۍ د کسب له لارې ليدل چې په څه ډول د کندهارد بې سر او پای سوداگريزې پانگې گټه بهرنيو جېبونوته ورتلله. همداشان هغه لېدل چې په کندهار کې پراته ۳۰ زره بهرني سرتېري بايد د دغه ځای د وگړو د خولو له شامته ماړه شي چې د نورو د ټکولو لپاره ښه تکړه اوسي او هم دې د ايراني پارس واکمنو د توپيرپالنې د بډيايۍ يا تکبر دروند پېټی هم پر اوږو يوسي. له دې امله مېرويس خان د توکم د خورو ورو ځواکونو يووالي ته لستوڼي را بډ وهل. بهرنۍ واکمني يې ړنگه او ملت يې د پرديو له مرييتوبه و ژغوره . د توکمونو خانانو لا له مخکې څخه هغه پېژانده او مېرويس يې په خپلو ډلو کې د ځان په څېر يو مشر گاڼه. د ښار وگړو هم د هغه خيرغوښتونکی ، دروند او سپېڅلی چال چلند د سر په سترگو لېدلی و او پر هغه يې ډاډ درلود. يوازېنۍ لاره چې پاتې وه هغه د کړنې او عمل خپلواکي وه او دا د يوه پوځي حکومت تر څار لاندې شونې نه ښکارېدله. نوځکه مېرويس خان هوتک له مېرڅي سره د دوستۍ له لارې ور وړاندې کېږي او له سر زورو ټـبرونو څخه د مالېې د راټولولو، سلا او مشورو، خـوَلې تويونې، د اداري چارو د سمبالتيا اود ټولو اداري چارو د واگو د لاس ته راوستلو له لارې گرگين يې دومره ځانته را نېږدې کړ چې گرگين هوتکي مېرويس د هغه د پوهې او ژورلېد او ځيرکوالي له کبله د کندهار د ښار د راهيټ يا کلانتر په توگه و گوماره او دغه دريځ په هغه وخت کې د نن ورځې د ښاروال له دريځ سره برابر دی. د دغې دندې د تر سره کولو په ترڅ کې مېرويس خان د خلکو ډاډ تر لاسه کړ او ځان یې د یوه منځگړي پله په توگه د ټولو وگړو او دولت تر منځ په زباد ورساوه او په همدې ترڅ کې یې د توکمونو له مشرانو او خانانو سره له خوږواله ډکې اړیکي وساتلې او بله ځانگړتیا یې دا وه چې میرویس خان د ابدالیانو زوم وو او هغوی ورڅخه کرکه نه درلودله.