د ملاریا ناروغي او د مخنیوۍ لارې چارې یې

دالیکنه می تر لویه بریده د  هغو وطنوالو سره مرستندویه ګڼم چی غواړی د اوړۍ د رخصتیو څخه په ګټه اخیستلو سره دګران هیواد زیارت وکړی . څه موده خو زما دا خوښی راپه برخه چی له کبله یی باید دلوی خدای شکر پر ځای کړم . دسفر نه وړاندی می کورنی داکتر د ځینو ناروغیولکه تیفوس ، تیتانوس او دیفتیری په وړاندی واکسین او دملاریا په وړاندی دمقاومت جګولو پخاطر اړوند درمل راکړه او پدی هکله یی یو وړوکۍ براشور هم راکړ څو هغه د لا زیاتو مالوماتو په موخه  ولولم . هغه می ولوست او چی کله له دنمارک نه دهامبورګ د هوایی ډګر په لور روان وم ، نوموړۍ براشور می په اورګاډی کی له ډنمارکی ژبی نه پښتو ته واړاوه . داچی هلته په وطن کی کمپیوتر او په ځانګړی توګه انترنیت ته لاسرسۍ کم وو  نو په نشرولو یی ونه توانیدم . دادی اوس یی کورته  د بیرته راګرځیدلو وروسته پدی هیله  د لوستونکو مخته ایږدم چی که دسفر نیت ولری ، ورنه ګټه واخلی .

 داتاسی او داهم د نوموړی موضوع پښتو ژباړه  :

ملاریا څه دول ناروغی ده ؟

دا یوه ساری ناروغی ده چی د افریکا ، اسیا ، جنوبی امریکا او منځنی ختیز په یو لړ سیمو کی ترسترګو کیږی . د ناروغۍ لامل یو ډول پرازیت دی چی د انوفیلیس پنامه ښځینه غوماشی په مټ دیوه ناروغ انسان نه بل روغ تن ته لیږدول کیږی . په نړیواله کچه هر کال  د  یوه نیم میلیون او دوه عشاریه اوه میلیون کسانو ترمنځ ددی ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوی .

د ملاریا ډولونه :

دا ناروغی دڅلور ډوله پرازیتونو د لاری پر انسانانو باندی برید کوی چی لدی ډلی نه یی اول دوه ډولونه لږ لیدل کیږی اوخطرناک ندی . دریم ډول یی یوازی د اسیا او جنوبی امریکا په ځینو سیمو کی شتون لری  . تر ټولو خطرناک یی څلورم ډول ( پلازمودیوم فالسیپاروم ) دی چی دانسان پر مغز باندی حمله کوی او لدی کبله د مغزی ملاریا پنامه هم یادیږی . که جیری یی پرخپل وخت و ټینګی درملنی ته پام وانه ړول شی ، دغه ډول یی یوه وژونکی ناروغی ده او تر ټولو زیات په افریکا کی ډیر شتون لری . داچی تل د ملاریا دشتون سیمی بدلون مومی ، نو پکار ده دسفر نه مخکی دخپل ډاکتر سره سلا مشوره وشی .

د غوماشی تر چیچلو وروسته په بدن کی څه پیښیږی ؟

کله چی پرازیت د انسان بدن ته ورننوزی ، د وینی دلاری ځان ینی ( جګر )  ته رسوی . هلته وده او ډیرښت (  تکثر )  کوی . دلسو – څوارلسو ورځو په موده کی بیرته په وینه کی ور ګډیږی . هلته د وینو په سرو کرویاتو کی ځای نیسی  ، خپلی ودی او ډیرښت ته دوام ورکوی . پسله دی نو بدن د پرازیت په وړاندی غبرګون ښي او تبه ورباندی راځی . پدغه وخت کی چی پرازیتونو په وینه کی ځای نیولی  ، که چیری غوماشه د دغه مصاب انسان وینی ته لاره ومومی ، هغه وزبیښی نو د وینی سره یوځای نوموړی پرازیتونه ورسره اخلی او دبل روغ انسان بدن ته یی دچیچلو پر مهال لیږدوی او هغه پری اخته کوی .

د ملاریا ناروغۍ په وړاندی معافیت :

هغه کسان چی تل په ملاریا لرونکو سیمو کی اوسیږی ، خامخا څو ځلی دا پرازیت اخلی او ناروغه کیږی . پدی ډول دپرازیت په وړاندی دانسان په بدن کی مقاومت منځته راځی چی تریوی کچی د معافیت لامل ګرځی . دا ډول معافیت ټول عمر دوام نه کوی . ددی دپاره چی معافیت دایمی وی ، باید د ټاکلی مودی په تیریدو په منظم ډول بدن ته پرازیت ورسیږی څو په وړاندی یی مقاومت پیاوړۍ وساتل شی .یو یا دوه ځلی د ملاریا په ناروغی اخته کیدل ددی ناروغۍ به وړاندی د معافیت لامل نه ګرځی .

دملاریا ځینی ډولونه د یوی اوږدی مودی په تیریدو بیله دی چی غوماشه انسان بیا وچیچی ، په تکراری ډول په بدن کی راژوندی کیدلای شی . داځکه چی نوموړی پرازیتونه په ینه کی ارام ژوند کوی ، او چی کله د بیلابیلو لاملونو له مخی د بدن مقاومت ټیټ شی ، پرازیتونه بیا برید کوی او ناروغی منځته راولی . دا ډول ناروغی په ډیرو نادرو وختونو کی تر سترګو کیږی ، ځکه اوس دا امکان شته چی پرازیتونه د درملو په مټ په ینه کی بیخی له منځه یووړل شی او انسان یی دبیا ناروغه کیدو له خطره وژغورل شی  .

کوم کسان په ملاریا باندی داخته کیدو ډیر چانس لری ؟

ټول هغه کسان چی دبدن مقاومت یی کم او دملاریا په وړاندی معافیت ونلری ، پدی ناروغۍ باندی اخته کیدلای شی . پدی کسانو کی تر ټولوزیات هغه ډله ماشومان راځی چی دملاریا غوماشو دفعالیت په سیمو کی ژوند کوی . د احصایی له مخی هرکال اته سوه زره ۸۰۰۰۰۰ هغه ماشومان چی عمرونه یی تر پنځو کالو ټیټ وی  ددغه افت له لاسه د ګور کندی ته لویږی . له دوی نه پرته مسافران ، کډوال او توریستان چی که یی پخوا مقاومت هم درلود  ، خو اوس یی د وخت په تیریدو سره د لاسه ورکړی ، پدغی ناروغۍ باندی د اخته کیدلو ډیر چانس لری .

د ناروغۍ نښی نښانی :

ملاریا ناروغی دپیل پروخت کټ مټ هم هغه نښانی لری لکه د والګی ( انفلوانزا ) یو شدید ډول . دبیلګی په توګه د یخنۍ پشان ریږدیدل ، تبه ، دسردرد ، په عضلو او بندونو ( مفصلونو ) کی دردونه ، نس ناسته او دستړیا احساس . دا نښانی دڅو ورځو په تیریدو لا زیاتی شدیدی کیږی لکه ډیر سخت ریږدیدل او د ۴۰ – ۴۱ درجو پوری تبه . وروسته د خولو باران پرسړی راځی  . نوموړی نښانی له یوی ورځی نه تر بلی فرق کوی چی کله زیاتی اوکله بیا کمی وی . که د ناروغی په درملنی لاس پوری نشی ، نو تر درو هفتو پوری داحالت غزیږی خو ستړیا او ضعف کیدلای شی څو میاشتی دوام وکړی . که ناروغی پرخپل وخت تشخیص او په صحیح توګه یی درملنه وشی ، د ځو ورځو په موده کی ناروغ بیرته روغ رمټ کیږی .
د ملاریا ناروغۍ مخنیوۍ :

دا کار د څو لارو تر سره کیدلای شی :

الف – د درملو په مټ : اوس کیدلایشی بیله دملاریا د واکسین نه د ځینو درملو په کارولو سره چی دبدن مقاومت لوړوی ، ان د ملاریا د هغو ډیرو خطرناکو ډولونو لکه پلازمودیوم فالسیپاروم مخنیوۍ وشی . ځکه نو هغه کسان چی د ملاریا نه دپاکو سیمو لکه اروپا او نورو څخه  ملاریا لرونکو سیمو ته سفر کوی ، باید لومړۍ دخپل ډاکتر سره ووینی او دملاریا دمخنیوۍ په موخه اړوند درمل ترلاسه کړی . دیادونی وړ ده چی د ملاریا ځینی درملونه په یو شمیر ټاکلو سیموکی ددی ناروغۍ د مخنیوۍ وړتیا نلری ځکه چی هلته د ملاریا پرازیتونو ددغو درملو په وړاندی مقاومت پیداکړی او اغیز نه ورباندی کوی . په همدی خاطر پکار ده هغه درمل و کارول شی چی ډاکتر یی ددغو ځانګړتیاوو په پام کی نیولو سره سپارښت کوی  . پدی ډول کیدلای شی په ملاریا باندی  د اخته کیدو خطر تر اړینی کچی را ټیټ شی .

ب – د غوماشی دچیچلو څخه ځان ساتل :  د ډاکتر دسپارښت سره سم اخیستل شوی درمل هم دا مانا نلری چی په ملاریا باندی د اخته کیدو خطر په سلو کی سل له منځه وړی ، ځکه نو دا  اړینه ده چی تر وسه وسه د غوماشی د چیچلو څخه ځان وساتل شی . دا کار بیا په لاندی ډول تر سره کیدلای شی:
۱ – د ملاریا غوماشه معمولا د ورځی د خوا حمله نه کوی ، ځکه نو باید دلمر د لویدو له وخت نه بیا تر لمر ختو پوری ډیره پاملرنه وشی چی د غوماشی نه ځان لیری وساتل شی .
۲ – دبدن اندامونه باید تروسه وسه په ځانګړی توګه د ماښام دتیاری د رارسیدو  وروسته لوڅ پری نښودل شی او په اړینو جامو پټ کړل شی څو غوماشه ورته لار ونه مومی .
۳ – دبدن پرهغو ځایونوباندی چی دمجبورۍ له مخی لوڅ پاتیږی باید دغوماشی په ضد بالزام ( اړوند اوبړن مواد ) باندی غوړ کړل شی . ددغو موادو داکثرو ډولونو تاثیر دبدن پر پوست باندی چی دغوماشی مخه نیسی ، ډیر ژر له منځه ځی  . ځکه نو باید دبدن دغه حصی د څه ګړیو په تیریدو ژر ژر بیا غوړی او تازه کړل شی .
۴ – دشپی لخوا باید خوب پداسی خونه او یا پشه خانو کی وشی چی غوماشی ورته دننوتلو لاره او د چیچلو امکانات ونلری.
۵ – پداسی اطاق کی چی کولر( ایرکاندیشن ) ولری هم دغوماشی د حملی خطر کم دی ځکه چی غوماشی هلته په یخه هوا کی داوسیدلو مینه والی ندی . بادپکه هم مرسته کوی ځکه چی تولید شوی باد یی غوماشی شړی .
دلوړو سپارښتونو په پام کی نیولو او داړینو درملو په کارولو سره کیدلای شی تر لویه بریده دملاریا ناروغۍ له غمه سړی خوندی پاته شی .

په ملاریا باندی د اخته کیدو پروخت څه باید وکړو ؟
که چیری دسفر پرمهال داجنجال پیښ او دناروغۍ نښی حس شی باید بیله ځنډه و اړوند روغتون یا کلینیک ته ځان ورسول شی څو په صحیح ډول دناروغۍ تشخیص وکړی . دملاریا تشخیص د وینو په کتلو ( معاینه ) ترسره کیږی . که دناروغۍ نښی دسفر تر بیرته راګرځیدو وروسته ترسترګو شوی ، باید خپل ډاکتر داهم وویل شی چی دملاریا لرونکی سیمی څخه راستون شویدی څو ډاکتر خبره په عادی انفلوانزیا باندی تیره نکړی او دقیقو معایناتو ته پام واړوی  . دیادونی وړ ده چی دغوماشی ترچیچلو ان دری کاله وروسته هم کیدلای شی دناروغۍ نښانی را ښکاره شی .

د پاملرنی وړ یادوونه :

که مو چیری دملاریا ناروغی نښی په ځان کی ولیدی ، سره لدی چی که تاسی دناروغۍ مخنیونکی درمل کارولی هم وی   باید بیاهم روغتون ته ولاړ شی چی اړوند تشخیص دقیق وشی . باید دی خبری پام واړول شی چی که د ناروغۍ دمخنیوۍ په هکله ټول سپارښتونه هم په نظر کی نیول شوی وی ، بیاهم داکار ددی مانا نلری  چی د ناروغۍ څخه پوره خوندی یاست . پدی هکله  اغیزمنه درملنه یو اړین کار ګڼل کیږی . په هره پیمانه چی دملاریا په اړوند زیات مالومات ولری په هم هغه کجه مو ددی ناروغۍ څخه د ځان ژغورلو چانس لوړ دی .
ملاریا لرونکو سیموته دسفر نه وړاندی باید لاندی اړینو ټکیو ته ټینګ پام وشی :
۱ –  باید د ډاکتر په سپارښت لازم درمل ترلاسه شی . پکار ده چی د درملو کارول د ۱ تر ۲۱ ورځو پوری د سفر د نیټی نه د مخه پیل شی . ددی مودی اوږدوالۍ د درملو په دول پوری اړه لری چی ډاکتر یی ښودنه کوی .
۲ – د ډاکتر په مشوره کیدلای شی چی درمل په سفر کی د ځان سره واخیستل شی .
۳ – دی خبری ته هم باید پام وشی چی بیمه مو ستاسی دسفر سیمی هم په غیږ کی نیسی آو کنه .
۴ ـ د ډاکتر نه پاید داهم و پوښتل شی چی نوموړی سیمی ته دسفر په موخه د نورو کومو ناروغیو په هکله پکار ده چی د سفر نه مخکی اړوند واکسین تطبیق شی . په اکثرو سیمو کی د غذایی تسموم او د معدی دنورو ناروغیو امکانات ډیر دی .
د ژباړی پای
دا وو دملاریا ناروغۍ په هکله اړین مالومات چی هیله ده لوستونکی تری نه ګټه پورته کړای شی .

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب