ځوانان

د مسلمان ځوان مسؤلیتونه

مسلمان ځوان ته خطاب کول دنورو خلکو څخه توپیر کوي؛ ځکه دځوانۍ دور د لوړهمتۍ ، حماسیت او جذبي، او دقربانۍ او ایثار دوردی، ځوان دسبا ورځې آرزو ده ، هغه دامت لویه سرمایه ده، دامت طاقت او قوت دی، داسلام په منطق کې دځوانۍ عمر دمسؤولیتونو یو ډک عمر دی، ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مرحله په نورو مرحلو ځانګړي کړې هم ده؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ: شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغْلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ) ژباړه: پنځه شیان مخکې دپنځو شیانو څخه غنیمت وګڼه: ځواني دي مخکې دبوډاولي څخه، صحت دي (روغتیا) مخکې دبیمارۍ څخه، مالداري دي مخکې دفقر څخه، فراغت دي مخکې دمشغولتیا څخه او ژوند دي مخکې دمرګ څخه.

که چیرې موږ نبوي ژوند ته ځیر شو ، نو وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ځوانانو ته دنورو په نسبت زیات اهمیت ورکوي، بلكې دهغه صلی الله علیه وسلم اکثره توجیهات او ارشادات ځوانانو ته دي ، دبیلګې په توګه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ځوانانو ته خطاب کوي: (اي دځوانانو ټولیه! دتاستو نه چې څوک د واده طاقت او توان لري نو هغه دي واده وکړي، ځکه چې واده دسترګو دحفاظت او د زنا نه دبچ کیدو یوه لویه ذریعه ده). متفق علیه.

داچې داسلام سپیڅلی دین ځوانانو ته په یوه خاص اهمیت قایل دی ، هغه ته يي یوه لویه درجه او منزلت وربخښلی؛ نو ځکه خو يي مسؤلیتونه او وجایب هم په اوږو بار دي. ترممکنه حده مې کوښښ وکړ ترڅو د(مسلمان ځوان مسؤلیتونه) په نامه یوه لړۍ جوړه او نشرته يي وسپارم الله دي وکړي چې دغه عمل ګټور واقع شي.

لومړی مسؤلیت: زده کړه کول.

–       مسلمان ځوان ته پکار دي چې لومړی شرعي زده کړه حاصله کړي ، دومره شرعي زده کړه چې خپل ورځنی ديني ژوند پرې تیرولی شي ، او کوم عبادات چې ادا کوي هغه په صحیح توګه وپیژني ترڅو په بدعاتو کې مبتلا نه شي، په هغې لازمه ده ترڅو دتوحید درسته عقیده زده کړي، همدارنګه پکار ده چې دباطلو عقیدو څخه هم خبر وي، ترڅو ځان ترې وساتي، په هغه لازمه ده چې دلمانځه، روژې، زکات او حج احکام زده کړي، دایمان په شپږو رکنونو او هغه شیان چې ایمان پرې ماتيږي او یو مسلمان پرې داسلام ددایرې څخه وځې دهغې زده کړې ته پوره پاملرنه وکړي.

ای مشرانو! دځوانانو اوسني حالت یو دردوونکی حالت دی، یو ځوان به اولس (۱۷) کلنۍ ته رسيدلی وي ، نږدي به وي چې د ثانوي زده کړې څخه فارغ شي، خو افسوس دهغې دقرانکریم په ویلو ، په دې نه پوهيږي چې قران پاک په سهي توګه ووايي، داسي به يي وايي لکه چې اوس يي دقاری څخه زده کوي ، او حتی که دهغه لمونځ ته ځیر شې نو… توحید، عقیده، دایمان ارکان او دهغه ماتوونکو باندې پوهه خو لا پرځای پرېږده!!

دا ډير دتأسف او غم ځای دی، دا کومه تربیه ده چې یو پلار يي خپل بچي ته ورکوي…! نو ای دکورنۍ سرپرستانو! ای مشرانو! پر تاسو مې غږ دی، خپل ځامن ددغه تورتم څخه وباسئ ، دهغوۍ په تربیه کې ځیرک وسئ ، هغوۍ ته اسلامي تربیه ورکړئ ؛ ځکه چې هغو ته اسلامی تربیه ستاسو مسؤلیت دی ، ستاسو څخه به الله دهغو په باره کې پوښتنه کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (أَلَا كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِه: … وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ…) خبردار! هریو ستاسو څخه شپونکی دی، او هر یو څخه به دخپل رعیت او اهل په هکله پوښتنه کيږي: … دسړي څخه به دخپلې کورنۍ  او رعیت پوښتنه کيږي… .

–       په دوهم پړاو کې یو مسلمان ځوان ته پکار ده چې دنياوي تعلیم او زده کړه وکړي ، داسي زده کړه چې داسلام دنظره روا وي ، مسلمان امت ته پري ګټه ورسیږي ، بلکي داهڅه او کوښښ دي وکړي چې داسي زده کړه ترلاسه کړي چي مسلمانان ورته اړ او محتاجه وي ، دبیلګې په توګه: طبابت ، انجنري… همدارنګه دکفارو دمقابلي لپاره دې عسکري زده کړه هم وکړي، جنګي مهارتونه دي زده کړي، او په نوو اسلحو دي هم ځان ښه پوه کړي.

دویم مسؤلیت: حق پرسته علماؤ سره اړیکې ساتل.

مخکې ددې چي مسلمان ځوانانو ته دحق پرسته علماؤ په متابعت او د هغو پر لار دتلو سپارښتنه وکړو وړ بولو ترڅو حق پرسته او باطل پرسته علماء وپیژنو.

دا یو الهي پریکړه ده چې په هره زمانه کې يې حق پرسته او باطل پرسته علماء پیداکړي. حق پرسته علماء هغه چې یواځې او یواځې دحق غږ پورته کوي ، یواځې او یواځې دیو الله څخه ویریږي، په خپل دين داسې ټینګ ولاړ وي لکه دنګ غر چې دخپل ځای څخه نه خوري، په دين کې دهیچا پروا نه ساتي، دهیڅ یو طاغوت چاپلوسي نه کوي، حق ته حق او باطل ته باطل وايي. او دالله تعالی ددین دلوړوالي لپاره هر رنګه تعذیبونه ، کړاوونه او ناخوالې زغمي.

دارنګه علماء په هر وخت او هر ځای کې دګوتو په شمير ترسترګو کیږي، که موږ دحق پرسته علماؤ اوسني حالت ته ځیر شو؛ نو وبه وینو چې یا به دزندان په تورتمو کې پراته وي، او يا به دحق ګرم سنګرونه دهغه په علم او پوهه روښانه وي ، او يا خو به په خپلو کورونو کې چپ ناستي وي او د ډیرو لږو څخه به دحق غږ پورته کيږي.

پاتي شو باطل پرسته علماء!

چې دیو څو انو دترلاسه کولو لپاره به يي ددنیا دهر جابر او طاغوتي حاکم سره دحق په مقابله کې سنګر نیولی وي، همدارنګه ولاء او دوستي به يي کفارو سره وي، تل به حق پټوي اودا هڅه او کوښښ به کوي چې په خپلو باطلو فتواګانو دحق پرسته علماؤ مقابله وکړي، الله تعالی چې کوم شریعت او قانون راستولی دهغې پر ضد فتواګانې ورکوي؛ او هغې ته به درواوالي او جواز لارې پیداکوي، چې دا کار یا خو دناپوهۍ نه کوي او یا خو نفسي خواهشاتو راخیستی وي، همدارنګه دامر بالمعروف او نهی عن المنکر (په نیکو کارونو امر او بدو څخه دمنع کولو) کوم خاص خیال او پروا نه ساتي؛ او دا ګومان به کوي چې ددي کار مسؤلیت ماته راجع نه دی. که چيري اسلامي شعائر دپښو لاندې شي او دهغه اهانت وشي نو دهغي په مقابل کې کوم پاڅون او عکس العمل نه ښايي…

نو ای مسلمان ځوانه!

پورتنۍ پرتله مې ددې لپاره کيښوده ترڅو دحق پرستو علماؤ لار او عقیده خپله کړې، د هغو په پل قدم کيږدې، دهغو سره اړیکي ټینګي کړې، او دبدو او ناکاره ملایانو څخه ځان وژغورې. مسلمان امت به تر هغه په خیر او برکت کې وي څو چې دحق پرسته علماؤ په لار روان وي ځکه چې حق پرسته علماء زموږ ددین لویه سرمایه ده ، هغوی ددي دين پتنګان دي خپل ځانونه اورته اچوي خو نورو ته نجات وربخښي.

ګرانه! که چيرې موږ دحق پرسته علماؤ لار خپله نه کړو نو دباطل پرسته ملایانو په دام کې به ونښلو، او دهغو دناکاره فتواګانو څخه به اغیزمن شو، همدارنګه دهغو د فاسدو او خرابو عقیدو څخه به متاثر شو دبیلګې په توګه: د ارجاء عقیده -چې داکثره باطل پرسته علماؤ عقیده ده- .

الله رب العزت انسانان او پیریان یواځې او یواځې دخپل عبادت لپاره پیداکړي، الله تعالی فرمایي: [وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّوَالإِنسَ إِلا لِيَعْبُدُونِ*مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ * إِنَّ اللهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ] (الذاریات: ۵۶) آیت. ژباړه: (او ما پیریان او انسانان دخپل عبادت څخه پرته بل څه ته ندي پیداکړي. زه له هغونه روزي نه غواړم او نه دا غواړم چې هغوی ماته خواړه راکړي. الله خو پخپله روزي ورکوونکی دی دډېر قوت خاوند او زورور).

ابن عباس رضي الله عنه د (یَعْبُدُون) تفسیر په (یُوَحِّدُون) کړی، مانا داچې: په عبادت کې ما ځانګړی کړئ.

دپورته آیتو څخه دا څرګنده شوه چې الله تعالی موږ یوازې خپلې بندګۍ ته پیداکړي یو، روزي يي په خپله ذمه کې اخیستې او په روزي ورکوولو کې هیڅ یو بنده ته اړ نه دی.

عبادت (بندګي) ټول هغه پټ او ښکاره اقوال او افعال چې الله تعالی پرې راضي کېږي وایي. دبېلګې په توګه: الله تعالی ته فریاد کول، دهغه څخه دعا غوښتل، لمونځ ، زکات، روژه ، حج، جهاد، امربالمعروف او نهی عن المنکر، نذر منل، دالله څخه ویره، تواضع، دالله لپاره دیوچاسره دوستي ، دالله لپاره دیوچاسره کرکه او دښمني کول او..

همدارنګه الله تعالی أنبیاء (علیهم السلام)، دنوح (علیه السلام) څخه نيولي تر آخري پیغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) پورې؛ ددې دپاره قومونو ته استولي ترڅو خلک دیو الله عبادت ته راوبلي ، او دنورو دبندګیو څخه يې وژغوري، الله تعالی فرمایي: (وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ) ژباړه: مونږ په هر امت کې یو پیغمبر ولېږه او دهغه په وسیله مو ټول خبر کړل چې «دالله بندګي وکړئ او دطاغوت له بندګۍ نه ځان وژغورئ». همدارنګه فرمايي: (وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلا أَنَا فَاعْبُدُونِ) ژباړه: مونږ چې له تانه مخکې هر پیغمبر لېږلی دی هغه ته مونږ همدغه وحی کړېده چې له ما څخه پرته بل رب نشته نو تاسې همدا زما بندګي وکړئ.

دعبادت اصول او ضوابط: 

اول: عبادات ټول توقیفي دي ، په دې مانا چې درايي او نظر مجال پکې نشته، نو خامخا به قانون کېښودونکی الله تعالی یا دهغه رسول (علیه السلام) وي. الله تعالی فرمايي: (فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلاَ تَطْغَوْا ) نو ای محمده! (صلی الله علیه وسلم) ته او ستا ملګري چې(له کفر او سرغړونې نه دایمان او غاړې ايښودلو لوري ته) راووښتي دي، پر سمه لاره همغسې برابر ثابت قدم اوسئ لکه څرنګه چې درته حکم شوی دی او دبندګئ له حدنه تیری مه کوئ. همداراز الله تعالی فرمايي: (ثُمّ جَعَلنَاكَ عَلَى شَريعَةٍ مِنَ الأمرِ فاتّبِعها ولا تَتّبعِ أهَواءَ الذينَ لا يَعلمُون)  له دې وروسته اوس ای پیغمبره! مونږ ددین په باب په یوه روښانه لاره (شریعت) باندې ته برابر کړی يې له دې کبله ته پر هماغې باندې لاړشه او دهغو کسانو دنفسي غوښتنو پیروي مه کوه چې علم نه لري.همداراز فرمایي: (إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ) زه خو یواځې دهغې وحيې پیروي کومه چې ماته رااستوله کېږي)

دویم: باید الله تعالی ته عبادت خالص وي او دشرک او نورو پلیتیو څخه پاک وي. (فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحاً وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَداً) نو څوک چې له خپل رب سره دیوځای کېدو په هيله وي هغه ته پکار ده چې ښه عمل وکړي او په بندګۍ کې له خپل رب سره بل څوک شریک نه کړي. همداراز بل ځای کې فرمایي: (وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ , بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ وَكُن مِّنْ الشَّاكِرِينَ) (داخبره باید ته هغوته په ډاګه څرګنده وکړې ځکه چې) تاته او له تانه مخکې تیر شویو ټولو پیغمبرانو ته دغه وحي لېږل شوېده چې که تا شرک وکړ نو ستا عمل به برباد شي ته به په زیان کې لویدلی اوسي؛ له دې کبله ای پیغمبره! ته یوازې دالله بندګي وکړه او له شکر کوونکو بندګانو څخه شه.

دریم : باید عبادت یواځې درسول الله په طریقو او کړنلارو سره ادا شي. الله تعالی فرمایی:(لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ) په حقیقت کې ستاسې لپاره دالله په رسول کې یوه خورا غوره نمونه وه همداراز الله تعالی فرمایی:(ومَاءَ اتاكُمُ الرّسُولُ فَخُذُوهُ وما نَهاكُم عَنهُ فانَتّهُوا) او هغه څه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تاسو ته درکوي هغه واخلئ او له څه شي نه چې هغه تاسې منع کوي له هغه نه منع شئ.همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې فرمایی (من عمل عملاً ليس عليه أمرنا فهو رده)ژباړه: هرچا چې درسول الله صلی الله علیه وسلم دلارې خلاف یو عمل ترسره کړ نو هغه مردود دی (نه قبلیږي).

څلورم: عبادت تر ټاکلي وخت او اندازې پورې محدود دی ، نو دهغې څخه تجاوز پکار ندی ، دبېلګې په توګه: فرض لمونځ ، حج: او درمضان روژې ددې خپل وختونه دي او معلومه اندازه يې ده. نو دارنګه عبادتونه بې وخته نه صحیح کېږي.

پنځم: باید الله تعالی ته عبادت په حب ، ویره ، امید او عاجزۍ سره وشي. چې په دې کې ګڼ شمېر آیتونه دي.

شپږم: عبادت دبلوغ څخه تر وفات پورې دهیڅ یو مسلمان څخه نه ساقطیږي. الله تعالی فرمايي: (واعَبدَ ربَكَ حتَى يأتِيك الَيقِين) په پوره عاجزۍ دیو الله عبادت ترهغې کوه چې مرګ درورسېږي.

نو ای ځوانه! دځوانۍ دور دعباداتو او طاعاتو دور دی ، ددې دور عبادت یو ځانګړی خوند لري، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په یو حدیث کې فرمايي: «دقیامت په ورځ به اوه تنه دالله تعالی دسیوري لاندي وي (چې په هغه ورځ به دالله دسیوري څخه سیوا بل سیوری نه وي) رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دهغه اوو تنو څخه یو هغه ځوان یاده کړ چې دالله تعالی په عبادت کې رالوی شوی وي.

ای ځوانه! دځوانۍ دور یو غنیمت وګڼه ، الله پاک دا ځواني دهمدې دپاره درکړې ترڅو دهغې عبادت پکې وکړې، دقیامت په ورځ به الله پاک ددې ځوانۍ پوښتنه درڅخه کوي چې ځواني دي په څه کې تېره کړه(وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَ أبْلاَهُ)، آیا ځواني دې زما په بندګۍ او زما دقانون لاندې تېره کړې او که… نو که چېرته دې (نعوذبالله) دالله په نافرمانۍ کې تېره کړي وي؛ بیا به الله رب العزت ته څه ځواب ورکوې.

څلورم مسؤلیت: دالله تعالی سره په عبادت کې شرک نه کول.

الله رب العزت انسانان او پیريان یواځې خپلې بندګۍ ته پیداکړي، پر هر مکلف سړي ، ښځي، ځوان، سپین ږیري، عرب او عجمو ټولو دا فرض او لازمه ده چې دیو الله تعالی بندګي وکړي، هغه په ټولو عباداتوکې ځانګړی کړي ، هغې چې کوم شریعت (قانون) راستولی په اخلاص او دزړه له کومي دهغې اطاعت (پیروي)  وکړي. همدارنګه درسول الله (صلی الله علیه وسلم)پیروي پر هغې لازمه او فرض ده.

بندګي یواځې دالله تعالی حق دی او بل څوک و رسره په بندګۍ کې شریک نه دي. لکه الله تعالی فرمايي: (إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ) ژباړه: مونږ همدا ستا عبادت کوو او همدا تانه مرسته غواړو. او: (وَقَضَى رَبُّكَ أَلا تَعْبُدُوا إِلا إِيَّاهُ) ژباړه: اوستا رب پرېکړه کړیده چې تاسې دبل هيچا عبادت مه کوئ مګر یواځې دهغه. او:(وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا اللهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ) ژباړه: او هغوته پرته لدې بل هيڅ حکم نه ؤ ورکړای شوی چې دالله بندګي وکړي، خپل دين دهغه لپاره په خالص ګرځولو بیخي په يوه لاره لوري شي.

او که څوک دالله سره په عبادت کې نور څوک شریکوي نو هغې دالله سره شریک پیداکوي ، لکه یو شخص چې دلمر، سپوږمۍ ، ستورو ، بوتانو، پیریانو، رسولانو، نبیانو او نورو عبادت کوي،  اوهغوی دالله څخه سوا رابلي، یا دهغو څخه مرسته غواړي، یاهغو ته فریاد کوي، یا دهغو په نوم حلاله کوي، یا دهغو په نوم نذر مني، یاداسې عقیده ولري چې هغوې فایده ، ضرر، شفاء ، رزق، په دښمنانو غالبیدل او نورو کې تصرف کولی شي او یا هغوې دالله تعالی سره پدې کې شریک دي ، نو دا ټول داسې شیان دي چې انسان پرې داسلام ددایري څخه وځي او مشرک کېږي، چې دهغې ټول عملونه بربادېږي او یو عمل يې هم دالله په دربارکې نه قبلیږي، همدارنګه دوزخ ددې لپاره واجبیږي او جنت او دالله تعالی بښنه پرې حرامیږي، لکه الله تعالی چې فرمايي: (إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ) ژباړه:چاچې له الله سره څوک شریک وګڼه، نو پرهغه الله تعالی جنت حرام کړی، او دهغه استوګنځی دوزخ دی. او: (وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) ژباړه: خو که هغوی شرک کړی وای؛ نو دهغوی ټول عملونه به عبث ګرځېدلی وای. (وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) ژباړه:تاته (محمد-صلی الله علیه وسلم) او له تانه مخکې ټولو پیغمبرانو ته دغه وحي لېږل شوېده چې که تا شرک وکړ نو ستا عمل به برباد شي او ته به په زیان کې لویدلی اوسی. (إِنَّ اللهَ لا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ) ژباړه:یقینا الله یواځې شرک نه بخښي، له دې نه پرته نورې هرڅومره ګناوې دي چې دهغه چاته خوښه شي وربخښي یې .

نو هر یو تن چې دالله څخه ځيني عبادت ګرځوي، او بیا دا عبادت ځيني الله ته کوي او ځيني دالله څخه پرته نورو (پیریانو ، انسانانو، ملائکو، بوتانو، ونو، ستورو، کاڼو، او..) ته کوي نو دا سړی مشرک دی ، او دتوحید کلمه (لا اله الا الله محمد رسول الله)يې ماته کړې. ځکه دتوحید کلمه ددین بنسټ او اساس دی، الله تعالی فرمايي (وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ)  ژباړه:او ستاسې معبود همدا یو معبود دی، له ده پرته بل معبود نشته، هماغه ډېر مهربان رحم کوونکی. (معبود مانا: دعبادت حقدار او لایق). او:(فَاعْلَمْ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلا اللهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ) ژباړه: نو ای پېغمبره! ښه وپوهیږه چې دالله څخه پرته بل هیڅوک دعبادت وړ نشته، او بښنه وغواړه دخپلو ګناهونو.

همدارنګه که څوک دهغه څه نه چې الله تعالی فرض او لازم کړي وي ، (او هغه هرچاته مالوم وي چې دا فرض دي) په هغې انکار وکړي نو دا مشرک دی، دبیلګې په توګه: که څوک دلمانځه ، یا زکات، یا درمضان دمياشتې روژې، یا دحج دفرضیت څخه منکر شي، او یا دزنا دحراموالي څخه انکار وکړي، یا داسې ووايي چې شراب حرام نه دي، یا لواطت روا وګڼي ، یا سود حلال وګڼي، یا دمور او پلار نافرماني روا وګڼي او داسې نور چې هر یوتن ته دهغې درواوالي او ناروا والي او فرضیت پته وي او دا ترې منکر شي نو دا (نعوذ بالله) مشرک ګرځي او هغې دکلمې ماتوونکی راوړی، ځکه دالله دین هغه تعالی ته خالص عبادت کولو اودهغه په شریعت ایمان راوړلو څخه عبارت دی، نو مؤمن ته پکار دي چې دالله تعالی عبادت او قانون ته يې پوره غاړه کيږدي او په دې دين سم روان شي.

لنډه داچې الله تعالی دمشرک هیڅ یو عمل نه قبلوي ترڅو الله ته دشرک څخه توبه او رجوع ونکړي، اوخپل رب ته عمل سپیڅلی او خالص نکړي او ترڅو هغه قانون او شریعت چې الله تعالی رآستولی پر هغې پوره باور او ایمان ونلري.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: