اخلاقټولنه

د مسلمان شخصيت د فردي او ټولنيز ژوند تر منځ

اسلامی امت نن له ډیرو ستونزو او ناروغیو سره مخ دى، یو له دغو ناوړه ناروغیو څخه د مسلمان شخصیت د هر اړخیز توازن له منځه وړل دي چې په پايله كې فرد د ځان ځانۍ، کسالت، بې زړه توب او ناهيلتوب كندې ته غورځي. ځکه نو د اسلامي شخصیت كمزوري كول او يا د هغه له منځه وړل تر ټولو خطرناکه ناروغي ده، چې پايله يې د اسلامی امت بیلتون او ټوټې ټوټې کیدل دي.
که چیرې اسلامي امت غواړی چې له دغو ستونزو او ذلت نه ځان خلاص کړي، نو باید یو لاس شي او په یوه روح او یو فکر را ټول شي. د دې وحدت لپاره پرته لدې چې مسلمان شخصیت ټول د خیر صفتونه راونغاړي او له شر نه ځان وساتی، بله لار نشته. هغه ډول شخصیت چې د ژوندي قرآن په شان وي او ښکاره ده چې د دغه شان شخصیت جوړښت ساده کار نه دی بلكه کار او وخت ته اړتیا لري او تر هر څه مخکې بايد د دغه شخصیت ټول اړخونه او هغې ته د رسيدو لاره وپیژندل شي.
دا جوته خبره ده چې چې الله تعالی انسان د دې لپاره خلق كړ تر څو په ځمکه باندې د هغه تعالی خلیفه واوسي او د هغه عبادت وکړي چې لاندې آيتونه د دې مدعا غوره دليل دى:
“و إذ قال ربك إني جاعل في الأرض خليفة…….”
” هو أنشأكم من الأرض و استعمركم فيها “
” و ما خلقت الجن والإنس إلا ليعبدون “.
د دې لپاره چې دغه د خلافت دنده د الله تعالی د بندګۍ په سیوري کې په ښه توګه تر سره شي، نو انسان يې د عقل، روح او جسد نه جوړ كړ، د هغه په انساني نفس کې یې ګڼ غرایز او غوښتنې واچولې چې یو بل سره مخالفې خو موازي دي. لکه: (ویره او هیله، مینه او کرکه، واقعیت او خیال، معنوي او حسي ځواك، مثبت او منفي، فردي او اجتماعی…)
دغه ټول مخالف او موازی غرایز دي چې په خپل کیفیت سره بشر له ژوند سره تړي.
همدارنګه بشر خپله د ژوند ساحه پراخوي او ځان په یوه تنګه ساحه کې نه ایساروی.
الله تعالی فرمایې “و نفس و ما سواها فألهمهما فجورها و تقواها”
وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا ﴿7﴾    فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا ﴿8﴾  قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا ﴿9﴾ وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا (10)
ژباړه: قسم په نفس او په هغه ذات كې نفس يې برابر كړى دى، بيا يې ورته د نيكيو او بديو لارې وښودلې. په تحقيق سره هغه كامياب شول چې دا نفس يې پاك كړ او هغوى چې نفس يې په ګناهونو سره خړ پړ كړ، ناكام شول.
سالمه روزنه هغه ده چې دغه غرایز ټول و پیژني، هغه ته مناسبه وده ورکړي او د هغوی توازن وساتي ترڅو یو پر بل تیری ونه کړي.
د دې لپاره چې پورتني ټكي مو پوره په پام كې نيولي وو نو غواړو د مسلمان شخصیت دواړه اړخه یوازیتوب او ټولنیزتوب په پوره توګه تر بحث لاندی ونیسو:

لومړی: د ملسمان په ژوند کې د فردیت مثبته وڼډه

فردي اړخ چې په پوره او سالمې تربیې سمبال اوسي د مسلمان په شخصیت کې مثبت او روښانه رول لوبوی چې په لاندی توګه یې بیانوو:

۱- فکر او ویښتوب:
مسلمان پوهیږي چې له حالاتو نه بې خبري او په هغه کې فکر نه کول، نورو ته وخت ورکوي تر څو په هغه باندې برلاسه اوسي او هغه له عادی او آرام ژوند څخه محروم کړي چې په پايله كې د دنیوي مصیبت او اخروي عذاب لامل ګرځي.

۲- کوښښ:
مسلمان باید دا درک کړي چې د هغه کسالت او ټنبلي، نورو ته د دې وخت ورکوي تر څو په هغه واکمني وکړي، او پدې توګه يې خپلواكي ترېنه واخلي. ارمانونه په هیلو نه تر لاسه کیږی، بلکه کار، کوښښ او هڅه غواړي.
ځکه خو انسان کوښښ کوي تر څو د ژوند واګي په خپل لاس کې ونیسي او په سمه توګه يې رهبري كړي تر څو د هغه او د نورو لپاره د خوښۍ لامل وګرځي.

۳- فعاليت:

مسلمان پوهیږي چې په ژوند کې ګڼ شمير ستونزمن مسایل شته چې حل يې ګام اخيستلو ته ته اړتیا لری، او ترڅو چې فعاليت تر سره نه شي نو همداسې به په تیارو او مشکلاتو کې ژوند تیروي، ځکه نو هغه که د دین له مخې ځان په قضایاوو کې دخیل نه کړي، نو د خپل شخصیت له مخې غواړي چې خپل نظر په ګڼو مسایلو کې بیان کړي.

۴- له ستونزو سره مقابله کول:

مسلمان په دې عقیده دى چې د هغه لار له ستونزو ډکه ده، هغه که له لوړ همت او قوي ارادې نه برخمن نه وي، نو نشي کولای چې د دغو ستونزو مقابله وکړي، او سربیره پر دې چې هغه کیدای شي له هلاکت سره مخ شي، د الله تعالی له پوښتنی سره هم مخ کیږي ځکه چې هغه په خپله دنده کې تقصیر کړی دی، او له صبر او تحمل نه یې ګټه نه ده اخیستې. حدیث شریف کې ویل شوی: من نوقش عذب: یعنې له چا سره چې الله تعالی حساب وکړي، هغه به په عذاب اخته کیږي.
ځکه نو هغه که د دینې هڅونې له مخې نه وي نو د خپل نفسې عزت له مخې غواړي چې د ستونزو په وړاندې له صبر او تحمل نه کار واخلي، تر څو د ژوند له کاروان څخه پاتې نه شي، او د آخرت په ورځ له پوښتنې او مناقشې نه ځان وساتي.

۵- د حق دفاع او پلوي:

مسلمان په دې پوهیږي چې له حق نه سترګې پټول او له هغه ملاتړ نه کول، باطل ته وخت ورکول دي، چې هر بی دینه بیا د حق په وړاندې خپله ژبه اوږده کړي او په هغه ملنډې ووهي، چې بیا د شر او فساد په کندې باندی بدل شي، او تر ټولو مخکې به د ده شخصیت ته تاوان ورسوي، د هغه خپلواکي او سر لوړى ژوند به ترې واخستل شي.
د دې موضوع تصدیق الله تعالی دا رنګه کوي: ” و لولا دفع الله الناس بعضهم ببعض لفسدت الأرض ” که چېرې الله تعالی ځینې خلک په ځینې نورو سره نه وه دفع کړي، نو په ځمکه به فساد خپور وه.
همدارنګه رسول الله (ص) فرماېی: :” مثل المدهن في حدود الله والواقع فيها ، مثل قوم استهموا سفينة فصار بعضهم في أسفلها وصار بعضهم في أعلاها ، فكان الذين في أسفلها يمرون بالماء على الذين في أعلاها فتأذوا به ، فأخذ فأسا فجعل ينقر أسفل السفينة ، فأتوه فقالوا : مالك ؟ قال : تأذيتم بي ولا بد لي من الماء ، فإن أخذوا على يديه أنجوه ونجوا أنفسهم وإن تركوه أهلكوه وأهلكوا أنفسهم “.
د هغه چا مثال چې الله تعالی په حدودو کې واقع کیږی او بیباکی کوي، د هغه قوم په شان دی چې په یوې کښتۍ کې سپاره شي، ځینې یې په پورته منزل او ځینې یې په لاندی منزل کې اوسي، د لاندی پوړ کسانو به د پورتني پوړ په کسانو اوبه تیرولې چې په دې كار سره هغوی په تکلیف کیدل، نو هغو وغوښتل چې له دې تکلیف نه هغوی خلاص کړي، او کښتۍ سورۍ کړي، نو که چېرې يې هغه منع کړل، ټول به وژغورل شي، او که یې پریښودل ټول به سره هلاک شي.
نو كه د دينې وجيبې په توګه نه وي، نو د خپل ذاتي غیرت له مخې له حق نه ملاتړ کوي، او نه خوښوي چې هر ژبور دې د حق په وړاندې سپکی سپورې ووایې.

۶- د باطل له پیروۍ نه ازادي:

مسلمان پوهیږي چې له باطل سره تګ او له هغه نه متابعت د باطل ځواکمنیدل دي، چې بیا په هر ځای کې ځان ته ځای مومي، او د حق په وړاندې ودریږي، چې دا په خپل وار سره د مسلمان کرامت او خپلواکي له مینځه وړي، او هغه د یو ذلیل او خوار ژوند خوا ته بیایې. ځکه نو هغه که د دین په ننګه هم نه وي، نو د خپل ځان د دفاع له مخې غواړي د باطل له متابعت نه ځان وژغوري، تر څو د خپلواک او با عزته ژوند خوند وڅکي.

ليكنه: دوكتور سيد نوح
ژباړه: سيد هاشم سادات

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close