د مسلمانې بي بي صيفات

د مسلمانې بي بي صيفات

د اسلام دمقدس دين هر اصل ته که سړی ښه ځيرشی  دومره ګټی حکمتونه به پکی وی چه په ليکلو يی کتابونه  ډکيږی .
داسلامی شريعت عملی کول به يواځی ټولنی ته  امن ،سکون ،خوشحالی ،متقابل احترام ،يوپربل ظلم نه کول ،صداقت  وی ، رشوت ،غلا ،بی ح يايی ،خيانت به نه وی .
داچه نن  ځنی کسان  څه يی چه په مخ ورځی مخ نه ور څخه اړوی  دا دوی خپله بی غرتی ،بی ننګی دخدای (ج) ،قرآن او پيغمبر(ص) سره بی وفايی ده . د دوی بداعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجومانی نه شی کولای .

اوس به راشو دمسلمانی بي بي صفاتو ته:

۱- ستر –

دځان ستر (حجاب) ته مو ډير پام کوی ځکه داسلام دستر انقلاب ېو آساسی جز د جاهلېت د دوران وحشت او بی حېا ېو له منځه وړل ؤ .
قرآنکريم مسلمانوبيبيانو ته داسی  لاښونه کوی :
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ…..  (النور۳۱ ).
ژباړه :   او ووايه (ای محمده ص ) ايماندارو ښځو ته  چه پټی کړی (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی او ښه ټينګ دی وساتی ځای د حيا سترونه (دمحرماتوپه مقابل کی ) اونه دی ښکاروی زينت ښايست (اوځای د ښايست خپل ) مګر هغه چه ښکاريږی له (دغه ښايست څخه په وخت د کسب کار کی ) او ښايی چه وادی چوی ټکری خپل پر ګريوانو(سينه يا ټټر ).
نر او ښځی به خپل نظر له نامحرموڅخه ساتی  ښځه  به خپل ستر ته پوره پام کوی  ټکری به  پر سينه او غاړه تاووی.
داچه ستر کومه اندازه  په کومو شرايطو  ډير وضاحت ته ضرورت لری دلته نه ځايږی.

۲- دخاوند(ميړه ) اطاعت کول :

مسلمانه بی بی به دخپل خاوند اطاعت کوی او دقدر په سترګه به ورته ګوری  ځکه چه دمسلمانی بی بی لپاره خپل خاوند دژوند مهربانه ملګری ، تګيه ګاه اود زړه سکون او تسل دی .

داسلام دسترپيغمبر ارشادات  مسلمانی بی بی ته :
دابی هريره (رض) روايت دی چه  رسول صلی الله عليه وسلم فرمايی :
لاَ يَحِلُّ  لِامرَأةٍ اَن تَصُوم َ وَزَوجُهاَ شاَهِدُُُ ُ اِلا َّ بِاِذنِه  وَ لاَ تَاذَنَ فِی بَيتِه اِلاَ بِاِذنه  (متفق عليه ) .
دهيڅ ښځی لپاره روا نه دی چه د خپل ميړه په موجوديت کی دهغه داجازی پرته (نفلی ) روژه  ونيسی ،اونه دا جايز دی چه دخاوند داجازی بغير دهغه کورته د داخليدلو لپاره بل  چاته اجازه ورکړی . اوبل حديث شريف کی دی د ميړه داجازه بغير دی له کوره نه وځی .

همدارنګه د ابوعلی طلق بن علی (رض) نه روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايی:
اِذاَ دَعَا اَ لرَّ جُلُ زَوجَتَه  لِح اجَتِه  فَلتَاتِه وَ اِن كاَنَت عَلی التَّنُّور ( تَرمذي ،نساءيی ).
کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو  لپاره را وغواړی  نوهغه لره راتلل پکار دی  اګر که دتنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وی).

د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شی

۳- دحيا ساتنه :

مسلمانه بی بی به له حده ډير دغه ټکی ته  هميشه فکرمنه وی .
– د خپلی ابرو او پاک لمنتوب د ساتنی خيال ساتی ځکه که دميړه په زړه کی داسی کوم شک پيداشی ، نوبيا دښځی يوه نيکی اطاعت او خدمت هم ميړه د ځان په لور مايل کولای نشی .
که خدای (ج) مه کړه يوځلی پر چا تور داغ ولګيږی  نوبيا د ژوند خوند آبرو او غزت هرڅه له منځه ځی

پدی اړه قرآنکريم  دالمؤمنون  په سورت کی د شيږو صيفاتو لرونکو ته د کاميابی زيری ورکړی .
۱- هغه کسان چه دوی په لمونځوخپلو کی عاجزی کوونکی  ويرودوونکی وی (له الله ج  نه ).
۲- هغه کسان چه دوی  له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکی دی .
۳- هغه کسان چه دوی د زکوة  ادا کوونکی دی .
۴- هغه کسان چه دوی دحيا ځايونو ساتونکی دی .
۵- هغه کسان چه دوی د امانت او وعدو رعايت کوونکی دی .
۶- هغه کسان چه دوی دلمونځو ساتوونکی وی  (پنځه واړه لم ونځونه پرخپل وخت ادا کوی ).
د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شی .

۴- دخاونددکورسامان ساتنه :

مسلمانه بی بی به د خپل خاونددکور سامان  ساتنه کوی  له واده نه ورسته د مېړه کور خپل کور وګڼی ،ځکه مېړه ټوله ورځ ستاسو د اړتېا وو لپاره ورک وی داسی نه چه هغه يی کور ته راوړی او تاسی يی له کوره باسی .
دقرېشو دښځو په ستاېنه کی نبی کرېم   صلی الله عليه وسلم فرمايی:دقرېشو ښځی څومره ښی ښځی دی ،پراولاد ډېری مهربانه دی اود مېړه دکور ډېری غوره ساتونکی دی (بخاری) .

۵- داولاد روزنه :

اولاد دخدای (ج) ستر نعمت وګنی  اوشکر وباسی چه تاسی ته يی دخپل بنده د روزنی او پالنی وخت درکړ او دغه اولاد به ستا جاينشين شی .
د اولاد په تعليم او تربيه کی د زری قدری غفلت هم ستاسو  د دنيا او آخرت ذلت او رسوايی ده ځکه مات لاس غاړی ته ځی .
اولاد ډير وخت د مور ترڅارنی لاندی  وی په تيره بيا چه پلار يی مسافروی  .
ترهرڅه مخکی خپل اولاد په پوره دينی زده کړه او دينداری  عادت کړی  ځکه يواځی مسلمان او تقوی واله اولاد دمور اوپلار حقوق ښه پيږنی  او دموراوپلار خدمت به په پوره اخلاص وکړی .

۶- نظافت او پاکی :

د ښکلا ،ښاېست ،پاکوالی اونظافت پوره خېال ساتی ،چه پاکوالی د ژوند مهم رازدی ،او په دلاره کی دزری قدر غفلت او ټمبلی هم پکار نه ده ،که خدای مکړه ېوځل دخلکو در فکر شو چی کور ،خواړه ېا اولاد مو نا پاکه وی نو بېا که ورسته ډېر کوښښ هم وکړی دځان ،مېړه او کورنی عزت به مو مخکی په سند وړی وی نو پاکی ته ډېر پام کوی ،ځای  خپل مېړه ته سنګاروی داسی نه چه مېړه ته مو د فقری جامی اغوندی او بېرون  چه د خپلوانو کره ځی نوښه ځان سنګاروی .

نورهم ډير ټکی دی ولی ضروری  يی دلته بيان شول .
نور مو په لوی او متعال خدای (ج) سپارم  کاميابه  اوسی

انجنير حمدالله شاکری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب