
د مدرسې د پيل تاریخ
د اوسنيو ديني مدرسو تاريخ څلورمي پېړۍ ته رسېږي .
تر دې وړاندي به ديني او نور علوم په مسجدونو، د علماوو، پوهانو او اميرانو په کورونو کي لوستل کېدل .
مسجد د ماشومانو او لويانو د تعليم لپاره تر ټولو وړاندينۍ مدرسه وه او د نارينه او ښځينه د تربيت لپاره تر ټولو وړاندي وو .
د رسول الله – صلی الله عليه و سلم – مسجد په مدينه منوره کي اوله مدرسه ده .
مسجد په دې ډول دوه دندي سر ته رسولې :
۱ : عبادت .
۲ : اسلامي تربيت .
تر هغه چي د حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه زمانه راغله، د ده په زمانه کي د مسجد اړخ ته د ماشومانو لپاره د زده کړي مرکزونه جوړ شول .
خو د وخت په تېرېدو د ماشومانو د تعليم لپاره د ځانگړو ځايونو جوړېدو او داسي کسانو ته اړتيا پېښه شوه چي دغه وظيفه سر ته ورسوي .
خو د مدرسو د جوړېدو پيل د څلورمي پېړۍ په آخر کي و شو .
په پيل کي د مدرسو سرپرستي ځينو چارواکو او پاچاهانو کوله .
په دې سرپرستۍ کي دوی بېلا بېل اهداف لرل : ځينو يې دا کار د دين د خدمت لپاره کوی، يا يې د علم او رڼا خپرېدل غوښتل .
په هغه وخت کي مشهوره مدرسې نظاميه مدرسې وې چي نِظام المُلْك السلجوقي جوړي کړې وې .
په دغو مدرسو کي تعليم په آزاده توگه وو، پرته له دې چي د منهج او طريقې په لحاظ دي يو ځانگړی مرکز ولري .
سره د دې چي په مالي لحاظ دغه مدرسې په حکومت پوري تړلې وې، د دغو مدرسو لپاره حکومت لگښت برابروی، خو بيا يې هم په يوه معلوم نصاب او طريقې نه وې پابندي کړې .
مولوي عصمت الله عزام