د مخنث (نر ښځي) د نکاح حکم څه دی؟

سوال: زموږ په سیمه کي نرښځیان سته، اوس مشکل په دې ځای کي دی چي ایا دوی نکاح کولای سي که یا؟ کې کولای سي څنګه حکم یې دی؟

نرښځی په شریعت کي پر دوه ډوله دی:

۱: خنثی مشکل:

دا هغه دی چي نه نر وي او نه ښځه.

۲: خنثی غیر مشکل:

دا هغه دی چي یا یې د نر خوا ډېره وي یا د ښځې۔

که چیري خنثی غیر مشکل وو، په شریعت کي یې حکم دادی چي که د نر خوا یې ډېره وه هغه د نر په حکم کي دی او که دښځې خوا یې ډېره وه هغه د ښځې په حکم کي دی.

که چیر خنثی مشکل وو  هغه نه د نر سره نکاح کولای سي او نه هم د ښځې سره. کذا فی درمختار کتاب النکاح: فخرج الذکر و الخنثی المشکل لجواز ذکورته. الخ

که چیري دوه داسی نرښځیان وي چي په یوه کي د رجولیت (نارینه توب) علامه وي او په بل کي د نسوانیت(د ښځینه توب) علامه وي دوی کولای سي چي یو د بله سره نکاح وکړي.

لو زوج الاب هذا الخنثی امرأة قبل بلوغه او زوجه من رجل قبل بلوغه فالنکاح موقوف لاینفذ و لایبطل و لا یتوارثان حتی یتبین المرالخنثی؛ لان التوارث حکم النکاح النافذ لاحکم النکاح الموقوف فان زوج الاب امرأة و بلغ و ظهر علامات الرجال حکم بجواز النکاح الموقوف الا انه لم یصل الیها فانه یؤجل سنة کما یؤجل غیره ممن لایصل الی المر‌أته. (الفتاوی التارتار خانیة ۲۰/ ۲۰۱ کتاب الخنثی، مسائل نکاح الخنثی المشکل، ط: زکریا دیوبند)

(رد المحتار باب العنین و غیره: ص: ۸۲۲ ج ۲، ط. س: ج۳، ص: ۵۰۱، رد المحتار باب المهر ج: ۲، ص: ۴۶۵. ط. س: ج۳ ص: ۱۱۴، رد المحتار باب المهر ج: ۲، ص: ۴۵۶. ط. س: ج۳، ص: ۱۰۴ ، الدر المختار علی هامش رد المحتار کتاب النکاح ص: ۳۵۶، ج: ۲، ط. س: ج۳، ص: ۵ ظفیر)

(فتاوی دارالعلوم دیوبند ج۷، ص: ۱۲۳،

ځواب: عبدالغفار جُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب