د محمد ظاهرشاه شخصیت

محمد ظاهرشاه چې کله واک ته ورسېد نو د کورنۍ شوراء په مصلحت يې د المتوکل علی الله لقب د ځان لپاره غوره کړ. او د خپل فطري او ذاتي خوی له کبله له پاچاهۍ څخه زیات د ملنګۍ په سلوک او نرم ګام اخیستلو د واکدارۍ پر لار رهي شو. هغه پوهېده چې له څرنګه خلکو سره مخامخ دی. نو د ځان د حفاظت او د افغان خلکو د کرکټر او خوی دوه مهم اصول یې سره نږدې کړل، او د خپلې پاچاهۍ همدا سلوک يې د سلطنت تر پايه د مهم پرنسیپ په توګه په نظر کې ونیول، چې همېشه به نرم ګام اخلي.
د انګلېسانو یو سیاسي مامور W.K Fraser Tytler چې دېرش کاله يې د افغانستان په سرحدونو پخواني (هند) او هم د افغانستان دننه تېر کړي دي، پخپلو خاطراتو کې د محمدظاهر او محمد داود په باب ليکي: دا دوه ځوانان چې په ناز و تنعم کې لوی شول د نادرشاه تر مرګ د مخه ما؛ د خپلواکۍ د ورځې په تجلیل کې ولیدل. د داود مزاج نسبت ظاهر شاه ته له یوه افغان سره ورته والی درلود، چې زما په نظر کولای یې شوای په راتلونکي کې افغانستان اداره کړي. داود یو اوتوکرات او یو بشپړ نظامي و. هغه په خپلو قوي احساساتو او پخه ګروهه چې درلوده یې، کولای شو چې هغه با انضباطه ادره چي وګڼو.
ظاهر مې چې هغه مهال وکوت د نادرشاه په بل اړخ کې واقع و او مراسم یې کتل، هغه متظاهر او ځان ښودی (خودنما) ښکارېده، چې ځان يې پرهېزګار او باادبه معرفي کاوه.
یو هندی ډيپلوماټ وايي، چې ظاهرشاه به تل ځان د کار له فشاره ګوښه کاوه او یو استراحت غوښتونکی سړی و، هغه په آس سپرلۍ کې ډېر ماهر و او هر سهار به د کابل د لوېدیځ په شل کېلومترۍ کې پغمان شنې سیمې ته تلی او کله به یې هم ورځې هلته تېرولې او په شاهي باغ کې به په باغوانۍ لګیا و.
یو انګرېز ديپلومات سرپرسي سایکس یې د شخصیت په اړوند ویلې دي، چې په محمدظاهرشاه کې د پلار استعداد په وراثت ځای شوی و. هغه د پوځي دندې ترڅنګ د دفتري چارو او سپورټ سره هم زیاته مینه لرله.
محمدظاهرشاه اوږدې ویناوې نه کولې او په خبرو کې يې هم ډېرې اورېدلې او پخپله يې لږ خبرې کولې. خو په خبرو کې ډېر باادبه او د مقابل لورې ټول کړه، وړه يې په نظر کې نیول.
د ځوان نسل او روښانفکرانو په زړونو کې يې هغه وخت لا ډېر ځای ونیاوه ، چې کله د خپل سلطنت په وروستي سفر کې یې په ايټاليا کې د پخواني امیر امان الله خان سره وکتل او د کتنې عکسونه یې په رسنیو کې ډېر خپاره شول.
شاه د فرانسوي ژبې ترڅنګ د انګرېزي ژبې سره هم ډېر بلد و.
مخکنی افغان دیپلومات ښاغلی عزیز معارج د ملت بابا د شخصیت او پوځي رتبې اړوند ویلي، چې ما یو وخت د هغه له زوی شهزاده احمدشاه جان څخه وپوښتل، چې ملت بابا ولې د مارشالۍ پوځي درېشي اغوستله؟ هغوی راته وویل، چون محمدظاهرشاه تر دوهمې نړیوالې جګړې پورې د جنرالۍ رتبه لګوله، خو کله چې په حربیه وزارت کې پرمختګ راغی، وسله، وسایط او تجهیزات زیات شول او د حربیې وزارت نوم په دفاع وزارت وواښت، نو په دفاع وزارت کې د پوځ د سراعلی قوماندان (محمدظاهرشاه) د پوځي رتبې پرسر بحث وشو، چې په یاد بحث کې صدراعظم، دفاع وزیر او پوځي لوړپوړو افسرانو ګډون کړی و، پرېکړه او وړانديز وشو، چې نور به محمدظاهرشاه د مارشالۍ پوځي رتبه لګوي، دا وړاندیز لومړي وزیر ولیکه، اعلیحضرت ته یې وړاندې کړ او د یوه فرمان په ترڅ کې هغه مارشال او یاده رتبه د هېواد د لومړني مارشال شاه ولي خان لخوا هغه ته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پاچا ته تعلیق او تفویض شوه، چې په دې حساب محمدظاهرشاه د افغانستان دوهم مارشال بلل کیږي.
د افغانستان پخوانی تاریخ او تاریخي خپرونې یې د شخصیت په اړه وايي ، چې شاه د ښه نیت خاوند و .
محمد اصف خواتي په خپل اثر (افغانستان تر سلطنت وروسته) کې د محمد ظاهرشاه د شخصیت اړوند ليکي ، چې پاچا د ارم کرکټر خاوند و. جنرال رحمت الله صافی یې د شخصیت اړوند ليکلي چې څرنګه د هغه تخلص المتوکل علی الله و، همداسې يې پر الله ج توکل کړی و او له ساتونکو پرته به په ښار او د هيواد په نورو سیمو کې په ډاډه زړه ګرځېده.

لیکنه: داود افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب