د ماهی، زیتون اومستو استعمال د پوستکی د سرطان مخنیوی کوی
![](https://i0.wp.com/www.nunn.asia/wp-content/uploads/2016/08/italian-extravirgin-olive-oil.jpg?resize=780%2C470&ssl=1)
د لمر د تیزو شعاوو له امله د را منځته کیدونکی سرطان د مخنیوی لپاره په مارکیټونو کی ډیر کریمونه دواوی او د لمر د شعاوو ضد ډول ډول عینکی خرڅیږی.
خو د څیړونکو په اند سالمه غذا هم کولای شی چی د دارنګه ناروغیو مخنیوی وکړی اوس اوس څیړنی شوی دی چی د ماهی، مستو او زیتون استعمال د پوستکی د سرطان په مخنیوی کی ډير مهم رول ادا کوی.
په جرمنی کی دجرمن پوهنتون د څیړونکو لخوا څیړنی شوی دی.
او څیړونکو دا ثابته کړه چی په دغو غذاوو کی داسی اجزاوی موجودی دی چی د لمر دشعاوو له امله درامنځ ته کیدونکی د سرطان دناروغی مخنیوی کوی.
څیړونو دا هم ښودلی ده چی سره او تور ته مایل رنګ لرونکی سبزی او میوی لکه رومیان، زردکی هندوانی او نارنج هم کولای شی د پوستکی د سرطان مخنیوی وکړی.
او په خاصه توګه د زیتون تیل استعمالول د انسان زړه ته قوت ورکوی او د سر د ویښتانو حفاظت کوی
بخت الرحمن شرافت