د ماشومانو د برخلیک دښمن مو وپيژنئ!

هر مور او پلار هیله لري چې بچي يي درس ووايي او کله مو هم دا ارمان نه دی کړی چې زموږ بچيان دې درس نيمګړی پريږدي او کار دې وکړي ، خو له دې ټولو سره سره له ځينو تنکيو ځوانانو او ماشومانو درس پاتې شي او کار ته مخه کړي. په افغانستان کې په خاص ډول د کار بازار له ډيرو ستونزو سره مخ دی ماشومان خو څه کوې لويان په کاري چاپيريال کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، بله بدي داده چې زموږ په ټولنه کې ماشومان يوازې شاقه يا سخت کارونه نکوي بلکه نشه يي توکو ته مخه کوي، د مجرمينو له بانډونو سره يو ځای کيږي او تر دې خطرناکه يي دا چې د ترهګرو او تندلارو ډلو لاس ته لويږي او په ډيرو خطرناکو کارونو لاس پورې کوي.

په ډيرو کورنیو او درسي ادارو کې فکر دادی چې د درس زده کړې د زده کونکي مسولیت دی خو کله هم له کورنۍ تر ښونځي پورې هيڅ چا د ماشوم رواني او روحي حالت نه دی درک کړئ چې ماشوم په درس کې کومې ستونزې لري که مو همدا نن سبا په کورنیو کې فکر کړی وي د کلنیو آزموينو په لړ کې ماشومان ډير زیات بوخت وي او درسونه وايي خو پايله يي يا ښه نه وي او يا دومره کيږي چې يوازې بریالی شي خو که چیرته د نهو مياشتو په لړ کې له ماشوم سره درسونه و ويل شي، ښونکی ورسره هره ورځ د تیرې ورځې د درس تمرينونه حل کړي او مرسته ورسره وکړي ډاډه يم چې د آزموينې په شپه يوازې يو ځلې د درس تکرار هم بسنه وکړي.

څو خبرې مهمې دي:

ماشوم ته روحي ضربه مه ورکوئ

د وړکتون او درس د پيل په ورځو کې هڅه باید دا وي چې ماشوم له درس سره مينه پيدا کړي او يو ډول د هرڅه په اړه يي په ذهن کې پوښتنې پيدا شي، دا باید ومنو چې برني دواړه مسايل له ازموینې سره هيڅ مرسته نکوي خو ښونکی او والدين باید هیر نکړي چې د درس تر زده کړې له درس سره مينه مهمه ده، زموږ په ښونځيو کې درسي چاپيريال په لښته او زور سره مديریت کيږي، په خصوصي ښونځيو کې بيا ډير فشار په ډير درس او ډيرو کورنیو دندو دی او بده دا چې په ډيرو کورنیو کې چې بچي يي دولتي ښونځي ته ځي پټه بې کفايتي حاکمه ده او خصوصي ښونځيو ته د تلونکو ماشومانو کورنۍ بیا پر دې خوشاله دي چې ماشومان يي ټوله ورځ له کورنۍ دندې سره بوخت وي.

هغه ماشوم چې په ډار او يا دوه زړي حالت کې درس وايي وروسته يا زده کړې ترې پاتې کيږي او يا هم د بریا لپاره له زړه هڅه نه کوي« زموږ د کانکور آزموينې يي ښه بیلګه ده، دولس کاله يي ښونځی ويلی وي کله چې د کانکوز آزموينې ته ځي پوښتنې هم توکل په خدای حل کوي او انتخاب هم توکل په خدای کوي، کله چې پايلې راوزي ډير زده کونکي حتی پر انتخاب منکر وي او وايي چې پلاني پوهنځي ته يي زه هسې ورکړی يم یا دا زما انتخاب نه وو خو چې کله خصوصي پوهنتون ته ځي هر يوه به طب، انجينري او حقوقو ټاکلي وي حال دا چې که له همدې تنکي ځوان سره د دولس کلن زحمت حساب وشي او له همدې طب او يا انجينري څخه دده ذوق در قياس کړئ نو وبه وينۍ چې نه ده سم درس ويلی او نه يي کورنۍ د هيلو په پوره کيدو کې ورسره وړ مرسته کړې.»
موږ که اوس هم پر خپل ماشومتوب فکر وکړو باور وکړئ که مو دا په یاد پاتې وي چې د رياضي نمرې مو څو وې؟خو هغه څه مو چې په یاد دي په ښونځي کې له موږ سره شوی چلند دی که ښه وو لا يي هم ارمان کوو چې کاش زده کونکی وی او بیخي فارغ شوی نه وی او که بد هم وو وايو کاش داسې نه وی راسره شوي یا مې بيخي ښونځی نه وی ویلی.

your ads

ماشوم دوه زړه کوی مه

د ارواپوهنې يو مهم اصل دادی چې د ماشوم دوه زړی کول د زده کړې بهير ټکنی کوي،هغه انسان چې کله اضطراب پيدا کوي نه په څه پوهيږي او نه غواړي په څه يي سر خلاص شي ان کله کله ترې خپل نوم هم هير شي. موږ که چیرته ماشومان خوښ وساتو او له دوی سره مو چلند سم وي نه يوازې په درس کې ورسره مرسته کوو بلکه د دوی تمرکز نور هم ډيروو. خوشالي د هغه ښونکي او والدينو پر حال چې په خندا له بچو سره تمرين حل کوي خو افسوس پر هغه ښونکي چې ماشوم ګواښي او يا يوازې او يوازې د آزموينې لپاره درس ورکوي.

لوبې مه هيروئ

يوې مور ويل کله چې وينم زوی مې درس سم نشي ويلی يو تمرين جوړوم او پر هغو ټکو چې دده نه دي زده لاس ږدم او ورته وايم چې ووايه دا څه مانا؟وروسته په ماشومانه انداز کې دا لوبه جاري ساتم او په خندا خندا کې مې بچي ته هغه څه چې نه يي دي زده ور زده کوم. همدا د درس ويلو لاره ده همداسې که ښونکي هم هڅه وکړي او درسي چار دلوبې په شکل کې ترتيب کړي ماشومان به يي ډير ژر زده کړي.

بيځايه کورنۍ دندې

ځينې ښونکي د زړه سوي له مخې ماشوم ته کورنۍ دندې ډيرې ورکوي، ځينې يي بیا ددې لپاره چې بوخت وساتي…. خو دواړه کارونه له ماشوم سره زړه سوی نه بلکه خيانت دی. هغه ښونکي چې ماشومانو ته کورنۍ دندې ډيرې ورکوي د ماشوم د ستړيا لامل کيږي له همدې امله ماشوم چې کله تمرين حل کوي يا کورنۍ دنده ليکي پرته له دې چې له خپل کار سره فکري اړيکه ولري يوازې او يوازې ليکي او ځان له سباني مسولیته ژغوري. ډير تمرینونه او کورنۍ دندې يوازې او يوازې ماشوم له درسونو زړه توری کوي او نوره هيڅ ګټه نلري.
دواړه چاره په افغانستان کې په دولتي ښونځيو کې هم شته او په خصوصي کې هم شته، ما مې خپل بچي چې خصوصي ښونځي ته تلي دي ليدلي دي چې د ډيرې کورنۍ دندې د لیکلو له امله يي سترګې تکې سرې شي او کله کله خو يو خپله کورنۍ دنده پر بل ليکي.
په درس کې له کمزورو ماشومانو سره باید مراعت وشي

هغه ماشومان چې په درس کې کمزوري دي له دوی سره باید تر ډيره مراعت وشي څو دوی تدريجي د درس په ارزښت پوی شي او کله چې غټيږي او د درس په ارزښت پوهيږي بیا نو هڅه کوي خپلې پخوانۍ ستونزې حل کړي.که څه هم هغه ماشومان چې ډير لايق نه وي کمزوري مخکې ځي خو که له درس سره شته مينه يي زړه کې همداسې وساتل شي نو بلوغ ته له رسيدو سره سم ټولې نيمګړتياوې يوه يوه حل کوي. نو که غواړو د بچو راتلونکې مو روښانه وي باید د دوی رواني وضعيت او احساساتو ته ډيره زیاته پاملرنه شي.
ښونکي دې په خاص ډول ماشومان په مشروطۍ او ناکامۍ کله هم نه ګواښي بلکه د نالایقو ماشومانو د لياقت لپاره پر دوی ترحم او له درس سره مينه پيدا کول يي مهم اصل دی.

والدين! که مو بچي په ښونځيو کې ناکام يا مشروط کيږي نو دا مسله عادي مه نيسئ بلکه ښونځي ته ولاړ شئ او د ښونځي ادارې ته ددې خيانت اجازه مه ورکوئ بلکه په جديت سره ترې وغواړئ چې دا کار بیا تکرار نشي ځکه د ښونځي د ادارې له لوري د ناکاميو او مشروطيت د لړۍ تکرار ستاسو د بچو راتلونکې بربادوي.

 ژباړه او زیاتونه: محمدالله آرین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب