د لېوانو سوله (گُرگِ آشتي)

وايي په ژمي کې چې کله لېوان ښکار پيدا نه کړي او سخت وږي شي، نو بیا ټول یو ځای کې سره راټول شي، یوه ګرده داېره جوړه کړي او یو بل ته په ننداره شي.

څنګه چې یوه لېوه د کمزورتیا له امله وغورځېږي، نو پاتې ټول لېوان پرې حمله وکړي او پاک یې سره وخوري، دې کار ته په فارسي کې (گُرگِ آشتي) وايي.

که لږ ژور فکر وکړو، نو نن دا عمل د لېوانو سربېره په انسانانو کې هم ښه په لوړه کچه موندل کېږي……
موږ انسان هم لکه د لېوانو کمزوری شخص تر حملې لاندې نیسو، غریب رټو، دوکه ورکوو او په بې عزتۍ یې له ځانه لېرې شړو.

نو ای انسانه! له ځانه لېوه مه جوړوه، په کمزوري حمله مه کوه، بې کسه شخص مه دوکه کوه، غریب مه بې عزته کوه او مسکین له ځانه مه شړه، ځکه آخر دوی هم انسانان دي او د الله پاک بنده ګان دي.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب