ادبي فنونادبي لیکنې

د ليكني ډولونه

د ليكني قسمونه :

ليكنه ډېر قسمونه لري، بلكي پر ډېرو علومو وېشله كيږي ( 18 ) خو مشهوره ئې دا درې قسمونه دي :
1. ليك .
2. روايت .
3. وصف .

(1) ليك :
ليك دادى چي د هغه په وسيله خپل افكار بل چاته څرګند كړه شي او د غائبو خپلوانو سره دقلم په ژبه خبري وشي. دا څو قسمه دى :

الف : كورني ليكونه :
چي د پلار، زوي، مور، لور، ورور، خور، مېړه، ماندينه او نور كورني اشخاصو په منځ كي وي.

ب : د خپلوۍ ليكونه :
چي علاوه پر خپلي كورنۍ د نورو خپلوانو اودوستانو په منځ كي ولي لكه : تربور، دوست، ملګري، اشناى، مينه، مين، همصنفي،او نور داسي دوستان.

ج : تجارتي ليكونه :
چي په تجارتي معاملو كي د تجارانو او بډايانو تر منځ كيږي.

د : اجتماعي ليكونه :
چي د ښوونكى او زده كوونكى يا د بلونكي، يا غوښتونكي يا نورو تر منځ په عمومي اجتماعي موضوعاتو كي سره كيږي، لكه رسمي ليكونه چي د رسمي دوائرو په منځ كي سره كيږي يا نور…
هـ : علمي او ادبي ليكونه :
چي د علماء اوپوهانو، شاعرانو او موسيقي پوهانو تر منځ سره كيږي.
د ليك اجزاء :
په هر ليك كي د څوشيانو مراعات كول ضروري او دا اجزاء عموماً اته دي :

(1) د ليك په سر كي تاريخ :
كه څه هم پخوا په شرقي ليكنو كي اكثراً تاريخ د ليك په پاى كي ليكل كېده او تراوسه لا هم زموږ په هيواد كښي تر ښارو دباندي دا عادت جارى دى مګر نوره دنيا ئې خصوصاً هغه نوې دنيا چي اوس ئې موږ تقليد كوو د ليك تاريخ د ليك په سر كي ليكي او ددې مطلب به شايد دا وي چي ويونكي د مخه تر دې چي ليك ولولى د ليكلو وخت ئې ورته څرګند شي او دا تاريخ د ليك پر تندي ښۍ خوا يا كېڼي خواته ليكل كيږي.

(2) پيل يا آغاز :
چي دا غالباً د مرسل اليه القاب او نوم وي، مګر د اسلام په ابتداء كي ئې د مرسل اليه ترنامه دمخه : بسم الله الرحمن الرحيم ليكله بلكي حمد او درود هم ورسره ليكله كېده چي وروسته “هوالله تعالى شانهُ” ئې پر ځاى راتۍ، څه وروسته بيا يوازي “هوالله” پاته شو. له هغه نه پس يوازي “هو” قايم مقام شو. څو كاله دمخه بيا دا “هو” هم د ابجد په حساب اليش شو يعني “11” ليكل كېده چي اوس ځينو پرې ايښي او ځيني ئې لا ليكي.

(3) مقدمه :
مقدمه تر شروع وروسته راځي او دا به يا د مخاطب د ليك د رسېدو اطمينان وي او يا به خپله مينه څرګنديږي.

(4) مطلب :
مطلب خو معلومدار هغه افكار ليكل دي چي ليكونكى غواړي خپل مخاطب په پوه كړي.

(4) پاى :
دا هغه لنډي جملې دي چي د ليك په پاى كي ددې دپاره ليكل كيږي چي تمامېده ځيني څرګند شي.

(5) لاس ليك :
امضاء يا لاس ليك تر خاتمې وروسته كيږي مګر لاس ليك بايد واضح او خوانا وي.

(6) پر پاكټ د مرسل اليه پته :
ليك چي وليكل شو په پاكټ كي ايښوول كيږي او پر پاكټ د مرسل اليه ځاى، ښار، او كه مشهور نه وي كوڅه او دكان ليكل كيږي تر دې پتي وروسته ئې نوم راځي.

(7) د ليكونكي پته :
د مرسل اليه تر نامه وروسته خپل نوم او پته وليكل شي ځيني وخت لا داسي هم كيږي چي خپله مفصله پته د ليك په پاى كي وليكل شي.

د ليك اخيستونكي لقبونه :
لقبونه دوه قسمه دي : 
 رسمي :
 خصوصي :

(1) رسمي :
لقبونه هغه دي چي د حكومت له خوا رسمي مامورينو ته وركړه شوي دي او هغه دادي دا هم پر دوه قسمه دي :
ملكي : عسكري :

(1) ملكي :
د لقب 
رتبه : اصل لقب مخفف شوى تورى
صدراعظم جناب عاليقدر جلالتماب ج، ع، ج
وزيران عاليقدر جلالتماب ع ، ج
مستقل رئيسان جلالمتآب ج
مستشاران، مشاوران، 
مستوفيان او معينان عاليقدر صداقتماب ع، ص
نائب الحكومه ګان والاشان جلالتمآب و، ج
اعلى حاكمان عاليجاه عزت وصداقت همراه ع،ع،ص
لوى حاكمان عاليجاه، عزتمند ع،ع
حاكمان عاليجاه، اخلاصمند ع،ا
علاقداران اخلاص مند ا،
عمومي مديران عاليقدر ع،
مديران صداقتمند ص،
قاضي فضيلت مآب ف،
(2) عكسري :
نائب سالار عاليشان عزت وشجاعت ع، ع، ش
فرقه مشر عاليشان شجاعت ع، ش
لوا مشر صداقت وشجاعت ص، ش
غنډ مشر حميت مند ح
كنډك مشر شجاعت مند ش
ټوليمشر غيرتمند غ
بلوكمشر بسالتمند ب

نښانونه :

زموږ په هيواد كي ځيني نښانونه شته چي د هغو په نومو كي هم تخفيف شوي دى او داسي دى :

1. المر اعلى نښان ( ا، ا، نښان )
2. المر عالى نښان ( ا، ع، نښان )
3. سردار اعلى ( س ، ا ، نښان )
4. سردار عالي (س، ع، نښان )
تبصره :
په ليكلو كي لومړى القاب او وروسته دنښانو توري ليكل كيږي.
(2) خصوصي لقبونه :
مخصوص توري يا قواعد نه لري، د هر چا خوښه چي هر څنګه لقب خپل مخاطب ته ټاكي، مګر په دې شرط چي بايد د خپل مخاطب مقام او حثيت په نظر كي ونيسي. يعني كه پلار، استاد، مور يا بل مشر وي بايد د احترام په القابو ياد شي او كه دوست يا محبوب وي بايد د ميني او محبت په القابو ياد شي او كه كشر وي بايد د لطف په القابو ياد شي يا داسي نور …

(2) روايت :
روايت د واقعې ليكنه ده ( 19 ) نو كه دا واقعه پېښه شوي وي او كه ئې د پيښي امكان وي ( 20 ) دې قسم ته تحكوي هم وايي يعني د يو څه څخه حكايت كول چي په دې تعبير نو قصه، حكايت، سرګذشت، 
افسانه په روايت كي شامليږي. (21)

د روايت ښه والى :
ښه روايت هغه دى چي دا څلور خاصيته ولري :
(1) ايضاح
(2) ايجاز
(3) امكان
(4) تلطف

د ايضاح څخه خو مقصد د روايت واضح والى دى او ايجاز هغه دى چي حشو او فضول زوائد له كلامه ليري كړه شي اود امكان څخه مطلب دادى چي حتى الامكان بايد له داسي موضوعو څخه روايت وشي چي هغه امكان ولري او يو خارق العاده موضوع نه وي (22) او د موضوع لطف د روايت د ابتداء خوږوالى دى چي اروېدونكى يا ويونكى د ليكني ويلو ته ترغيب او تشويق كړي او خواږه تعبيرات پكښي راوړي.

د روايت انواع :
روايت درې نوع لري (23) : 
(1) خبري 
(2) خيالي
(3) قضائي

(1) خبري : 
خبري روايت د يوې مشهوري واقعي ليكل دي چي په دې نوع كي
حكايتونه، فكاهيات، لطايف، نوادر او يا تاريخي پيښي دا خليږي. د فكاهي او لطيفې په منځ كي دا فرق دى چي فكاهيات هزليه حكايتونه دي او لطايف هغه حكايات دي چي د ويونكي او يا ليكونكي پر ذكاوت دلالت كوي مګر نوادر هغه نادري خبري دي چي ډېر لږ واقع كيږي او واقع ئې تعجب پيدا كوي.

(2) خيالي :
خيالي روايتو د خيالي قصې يا واقعې ليكل دي لكه په عربي كي د “الف ليلته وليلآ” كتاب يا په پښتو كي د سيف الملوك او بدرو افسانه يا نوري خيالي افسانې.

(3) قضائي :
قضائې روايت د هغه امر ليكل دي چي پر هغه باندي شخړه وي يعني دا روايت اكثراً په دعوو كي راځي ( 24 ) يعني جګړيزي پيښي ليكل.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: