ادب، لیکوالي او ژبپوهنهادبي فنون

د ليكني اصول

د ليكني لنډ تاريخ :

د زړه د راز د څرګندولو دپاره خبري پيدا شوې، مګر د انسانانو د يو بل د ارتباط په اثر يوازي خبري كافي نه وې، ځكه چي دوو انسانانو كه يو د بل په غياب كي خپل ارتباط سره ساتلاى او غوښتاى ئې چي يو بل ته د زړه راز ښكاره كړي، كومه وسيله په منځ كي نه وه، نو له دې وخت څخه ليكني ته ضرورت پېښ شو نو وار دواره يې د هرشي شكل سره له ځينو مخصوصو علامو ليكه يعني د انسان له شكله به ئگې د انسان مفهوم اخيست او د غره له شكله به ئې د غره مفهوم. همداسي نور شكلونه ، مثلاً مصريانو د كور دپاره داسي يو مربع شكل ليكه :

مګر په دې صورت انسانان له ډېرو مشكلاتو سره مخامخ شول ځكه چي د هرفعل دپاره ئې بايد جلا جلا شكل ټاكلى واى، نو په دې نسبت ئې دخپلو آوازو دپاره اشكال وټاكل چي اوس ئې موږ توري بولو، او مقطعه و حروف ئې جوړ كړه او دهر مطلب دپاره به ئې يو حرف وضع كاوه. (1)
د خط لومړني مخترعين فنيقان دي چي ورو ورو بيا نورو معاصرينو هم اقتباس او زده كړه (2) چي له هغو څخه پخواني يونانيان او آثوريان بيا د يوناني له اقتباسه يعني له پخوانۍ لاتيني څخه د فرنګ او اروپا خطونه تشكيل شوه، او آثوري حروفو څخه بيا د مشرق ټول ليكونه لكه د عرب، نيونس، مصر، مراكو، سودان، عراق پارس، افغانستان او نور پيدا شوه (3) وروسته ئې د ډېر زيار په نتيجه كي تكميل وموند او پاى يې دغه چي وينو ئې.

املاء :

املاء په لغت كي مهلت وركولو،ځنډولو، او ډكولو ته وايي او په اصطلاح كي دې ته وايي چي يو سړى يو ليك بل ته وايي او هغه ئې ليكي او كله پر هغه ليك هم اطلاقيږي چي يو سړى يو څه وايي او بل هغه ويل ليكي. (4)

د املاء په زده كړه كي ددې شيانو مراعت ضرورى دى :

(1) د كلمو صحيح تلفظ :

ليكونكي ته بايد د كلمې صحيح تلفظ معلوم وي، چي دليكني پر وخت غلط نه شي، ځكه چي په هره ژبه كي لږ يا ډېر ليكل او د عامو خلكو تلفظ توپير لري خصوصاً په اروپايي ژبو كي مثلاً : په پارسي كي 
( آب ته “او” خواب ته ” خو” ) وايي، او د “من چه ميدانم” پر ځاى “مچم” وايي يا په پښتنو كي د ” نه يم خبر” پر ځاى “نيخه” استعمالوي يا نور داسي.
نو كه ليكونكي ته د لغت صحيح تلفظ څرګند وي او څه چي وايي يا ئې اروي هغه وليكي دا كومه املائي غلطي او اشتباه ځيني بېله شي، ځكه چي په ليك كي د ګرامري اصولو مراعات لازم دى.

(2) د كلمو نښلول :

د كلمو په نښلولو كي بايد ډېر دقت وشي، داسي نه چي يوه بشپړه كلمه د يوې بلي بشپړي كلمې سره ونښلول شي دا غلطي علاوه پر دې چي د املاء له اصولو مخالفه ده اكثراً د كلمې معنا هم اړوي مثلاً : “نه وي” چي د “نباشد” معنى لري كله يو ځاى وليكل شي “نوى” د “نو” په معنى وركوي يا مثلاً يوه بشپړه كلمه له بلي سره ونښلول شي لكه “ټولو ګړى” ځكه چي ټول ځانته كلمه او “وګړي” ځانته كلمه ده مګر ټوليمشر چي د ټول او مشر څخه يوه كلمه ده تركيب شوېده بايد يو ځاى وليكل شي دا ځكه چي دلته ئې دريم مفهوم پيدا كړيدى (5) يا داسي نور مثالونه.

(3) د پښتو مخصوص توري :

د پښتو د مخصوصو تورو د اشكالو ځاى پېژندل او د هغو مراعات كول دي، اكثر ليكونكي د “ځ” او “څ” فرق نه كوي همدارنګه د “ږ” او “ژ” فرق ته ملتفت نه دي كله لا د “ز” او “ځ” پر بېلوالي نه قائليږي مګر دا فرقونه خورا ضروري دي كه ونه شي معنا غلطيږي مثلاً د پښتو د مخصوصو تورو په ليكلو كي داسي اشتباهات پيښيږي :

ږ :
دا تورى دوه تلفظه لري بلكي كله كله پر درو لهجو ويل كيږي ” ږ” چي يو رقم د ” ژ” ډبل آواز دى چي دا تر غزني پورته خوا لهجه ده، بل “ګي” چي د كابل كښته خوا لهجه ده او دريمه لهجه د ” ګ” او “ږ” ترمنځ لهجه ده چي دلوګر شاوخواته ده. نو ليكونكي بايد پخپل ليك كي ددې توري ځاى وپېژني او هغه د پارسي په “ګ” ونه ليكي كه نه وي معنى ئې تغير مومي مثلاً : ” لږېدل” د “كم شدن” په معنى او “لګيدل” د “چسپيدن” يا د “ګرفتن” په معنى راځي بايد سره بېل وي، په تلفظ كي څه فرق نه كوي په هره لهجه چي وي مگگګر په ليكلو بايد يو شكل وي.
همدارنګه ځيني زلمي ليكوال د ” ږ” او ” ژ” فرق نه كوي د “ږېري” پر ځاى ” ژيره” ليكي د ” كوږ” په عوض ” كوژ” ليكي چي دا هم لويه غلطي ده.

ښ :
دا تورى هم تقريباً درې تلفظه لري چي يو “ښ” بل “خ” او بل ددې دوو تورو ترمنځ يوه لهجه ده.
په دې توري كي هم اكثر ليكونكي اشتباه كوي څوك د “ادم” پر ځاى چي عربي كلمه ده ” ښادم” ليكي او څوك بيا د “ښندل” په عوض چي د نثار كردن په معنى دى “خندل” چي د خنديدن په معنى دى ليكي. مثلاً : خندل او ښندل، ښور او خور،پوښ او پوخ، پښه او پخه او داسي نور.
څوك لا دا تورى په شين ليكي اوتلفظ كوي مګر دا هم غلط دى مثلاً : خندل ، ښندل ، شندل . درې سره جلا جلا معناوي لري 
همدارنګه : ښور ، خور، شور بېل بېل دي. نو ځكه پر ليكونكي ددې توري د ځاى پېژندل او پر خپل ځاى استعمالول لازم دي.

ځ :
چي تر ” ز” لږ شانته دروند ويل كيږي ددې توري بايد له “ز” څخه فرق وشي بعضي ليكونكي ئې نه كوي. مثلاً : “زما” او “ځما” دواړه په “ځ” ليكي او دا ئې خيال دى چي هر ځاى “ز” وي هغه “ځ” ليكل كيږي ، مگګر دا عقيده غلطه ده، ” ز” خپل ځاى لري او “ځ” خپل ځاى. مثلاً : ” زه” د من په معنى “ځه ” امر دى يعني “برو” يا ځر او زر يا ځوړ او زوړ يا نور …

څ :
دا تورى هم اكثر زلمي ليكونكي له “س” سره ګډوي اوعقيده لري چي “س” او “څ” فرق نه لري،مګر اشتباه كوي هم په تلفظ او هم په استعمال كي فرق لري مثلاً “څوك” او “سوك” په يوه معنا نه دى همدارنګه “څا” او “سا” “څر” او “سر” او ” اوڅار” او “اوسار” يوه معنا نه لري يا نور …

ډ :
دا تورى هم چي دانګليسي (D) اواز لري اكثراً د “دال” سره مشتبه كيږي او ځيني زلمي ليكونكي چي هر ځاى “دال” وويني ” ډ” ئې ليكي مثلاً : په ډېرو ځايو يا اخبارو كي وينم چي ” څرګند” څرګنډ ليكي او دا غلط دى. په پښتو كي “د” هم شته او “ډ” هم، او خپل خپل ځايونه لري مثلاً : “رډ” او “رد” “ډم” او “دم” ډډ او دد، ډډه
او دده ډېر فرق سره لري.
ړ :
ددې توري ځاى هم بايد د “ر” څخه جلا وپېژانده شي هم په تلفظ او هم په معنى كي فرق لري مثلاً : موړ او مور، چاړه او چاره، پړ او پر ،خوړ او خور، يا نور داسي …
ټ :
دا تورى هم چي د انګليسي ( T ) آواز لري له ” ت” څخه هم معناً او هم لفظاً جلا دى او دواړه په پښتو كي شته مثلاً : پټ او پت، سټ او ست، كت او كټ، ټول او تول يا نور داسي …
ڼ :
د پښتو دا نون هم د مشترك او عمومي نون څخه فرق لري او په غُنه ويل كيږي او داسي آواز لري لكه : “ړ” او “ن” چي سره يو ځاى اداء شي ددې تورى يو خصوصيت دادى چي هيڅكله د كلمې په سر كي نه راځي، او د نون سره هم معناً او لفظاً فرق لري مثلاً : باڼه او بانه، كاڼه او كانه، چڼه او چنه او نور …

(4) د “ى” د اقسامو پېژندل :

په پښتو كي د “ى” ليكل دا شكلونه لري :
الف : معروفه “ى”
لكه خپلوى، ورور ګلوى، دا “ى” بې له كومي نښي ليكله كيږي.
ب : مجهوله “ې”
ددې تورى شكل لومړى چپه “يا” وه چي اوږده لمن ئې درلوده مگګر څنګه چي دا شكل كه د كلمې په منځ كي راشي اشكالات پېښوي، نو “ې” يعني معروفه يا ته دوه ټكي سرپر سر وركړه شوه چي په منځ او آخر كي يو شان وي او دا تورى اوږد او كشاله وايه كيږي لكه: نارې، غلبلې، مېلمه، مېرمنه يا نور …
په ليكلو كي د معروفي او مجهولي “يا” فرق په كار دى كه نه وي معناً غلطيږي مثلاً : خاندي ( معروفه ى ) خاندې ( مجهوله ې) معناً فرق لري، يو غائب او بل مخاطب فعل دى، يا لكه : مستى او مستې، مينه او مېنه …

ج : تانيثي “ۍ”
دا “ۍ” په آخر كي يوه كوچنۍ “لكۍ” لري چي د نورو ياګانو سره ئې فرق وشي لكه : چوكۍ، خولۍ، ډوډۍ، نجلۍ او نور …

د : ثقيله ” ئ ” :
ثقيله ( ئ ) هم د تانيثي يا په شان ثقيله اداء كيږي مګر په ليكلو كي ئې شكل فرق كوي يعني په آخر يا پر سر همزه لري مثلاً : راغلئ ، ځئ، چي دا اكثراً د جمع مخاطب په آخر كي راځي.

(5) _ د تنقيط د علامو پېژندل :

د تنقيط اصول ددې دپاره دي چي د ځينو اشارو د راوړلو په واسطه د كلمو يا جملو خصوصي روابط يا جلاوالي څرګند شي، دا اشارې عموماً يوولس دي :

(1) _ وير ګول :
يا چپه واو ( ، ) چي يوه لنډه او مختصره وقفه راښيي، دې ته فاصله او سكته هم وايي، او ددې علامې د استعمال ځايونه دادي :
الف : د يوې جملې د مشابهو قسمتو دجلاوالي دپاره يعني اسمونه، فعلونه، صفتونه، او نور لكه دا چي : “راغلل، ولاړل، هيڅ ئې ونه كړل” ( 6 ).
ب : تر هغو كلماتو وروسته چي د التفات په صورت راغلي وي يعني بل ځانته ملتفت كوي مثلاً : ” زما وروڼو، يو له بله مه بېلېږئ ! ” ( 7 )
ج : د عاطفه واو په عوض مثلاً : ” زه، ته ، دى او هغه ټول پښتانه يو” مګر دلته دا نكته بايد ذكر شي چي د وروستنۍ عاطفې پر ځاى بايد پخپله عاطفي تورى “او” راوړه شي.

تبصره :
په اروپايي ژبو كي وير ګول د راسته (و) شكل لري مګر په شرقي 
ژبو كي ددې دپاره چي التباس پېښ نه شي (،) راوړه كيږي.

(2) كامه : (،)
دا علامه يوه منځنۍ وقفه وښيي چي د يوې جملې د شبيهو برخو د جلاوالي دپاره راځي خصوصاً هغه جملې چي دمخه د ويرګول په واسطه ويشلي شوي وي مثلاً : “ښه وكه، د خلكو به كست دركيږي ، تر هغه لا ډېر ښه وكه ، هغوى به هم ستا طرفداران شي”

(3) دوه ټكي (:) :
دا د شرح او بيانيي علامه ده او په دې ځايو كي راځي :
الف : تر جملې وروسته چي شرح ئې وروسته راځي لكه : احمد درې وروڼه لري : محمود،مسعود، او مقصود.
ب : د هغي جملې تر يوې برخي وروسته چي د بل چا له قوله اخيسته شوي وي ( 8 ) مثلاً : لا هيڅوك نه شي ويلاى چي : زه بالكل خوشبخته يم.”
ج : تر هغي جملې وروسته چي دمخي جملې تشريح وي مثال : “پرېږدئ ، ناپوهان چي هرڅه وايي ودې وايي : پوهنه خپل قيمت نه بايلي !” ( 9 )
د : د مخه يا وروسته تر يوه نمبر لرونكي بيان راځي، نوكه دا تعدادي بيان جمله شروع كړي او كه ئې ختم. مثلاً : “د انسان د ژوند تاريخ په درو كلمو كي خلاصه كيږي : زېږېدل، زحمت ليدل، مړل” يا په معكوس صورت : ” زېږېدل، زحمت ليدل او مړل : په همدې درو جملو كي د انسان د ژوند تاريخ خلاصه كيږي”.

(4) استفهاميه : (؟)
دا علامه د پوښتني په پاى كي راځي يعني د هغي جملې چي پوښتنه افاده كوي مثال : څه كوي؟ ولي ولاړ يې؟ څه وايي ؟.

(5) ټكى (.) :
دا علامه يوه لويه وقفه راښيي او تر يوې داسي جملې وروسته راځي چي كاملاً تمامه شوې وي مثلاً : “د وظيفې سره عشق د هغې ستړيا او زحمت سپكوي. “
(6) ندائيه (!) :
دا علامه د هري ندا په پاى كي راځي او هم د هغو جملو په پاى كي راځي چي مسرت، تعجب، تحسين، درد، دهشت او نور افاده كوي، مثالونه : “آ زلميه !” يا دا “اوه !” “آفرين ! ” “ډېر ښه ! څومره ښكلى دى !” يا نور …

(7) دوه قوسه ( ) :
دا علامه معترضه هم بولي او د جملې له منځه د يوې يا څو كلمو د جلاوالي دپاره راځي چي دا كلمې د جملې د حقيقي معنا سره لزوم ونه لري. او ددې دپاره په جمله كي داخلي شوي وي چي كاملاً يو فرعي فكر په ياد كړي مثال : “په دې ورځو كښي لويه تبه ( چي دا ئې پښتو نوم دى) د خوارانو په پېڅه ده”.

(8) مميزه يا دوه غبرګ قوسونه ” ” :
ددې علامې په منځ كي د بل چا اقتباس شوى قول راځي او كله 
كله هم د هري اقتباس شوى ليكي په سر او پاى كي راځي، مثلاً : ناپليون ويلي وه : ” محال د لېونو د قاموس لغت دى”.

(9) درې ټكي ( … ) :
دې ته د انصراف علامه هم وايي او د يو موضوع په پرېكړه او يا ناتماموالي دلالت كوي يعني ددې ټكو راوړل پر دې دلالت كوي چي ددوى پر ځاى د ليك يوه لږ برخه پاته ده لكه : “ده چي ستاسي په باب كښي … خير دا به سبا درته ووايم.”

(10) خط كښ يا رابطه ( _ ) :
دا علامه په څو ځايو كي استعماليږي :
الف : په هغه ځاى كي چي يوې كلمې ته د بلي كلمې سره ربط وركوي ( 10) لكه : هغه _ دغه ټول يو دي. يا شپږ _ اوه تنه راغله.
ب : د يوې كلمې څه تورى چي په يوه ليكه كي او څه توري په بله ليكه كي راشي نو دا علامه د لومړۍ ليكي په پاى كي يا ددوهمي ليكي په سر كي راځي ( 11 ) مګر دا په اروپايي ليكنو كي راځي په شرقي ليكنو كي د يوې كلمگې توري سره وېشل عيب دي.
ج : د هغو جملو په سركي چي د محاورې په توګه وي يعني سوال او ځواب وي نو په دې صورت د “ده وويل” ځاى نيسي. مګر شكل ئې لږ اوږديږي او په دې وخت كي نو فارقه علامه هم ورته وايي.

(11) تفريقيه [ ] :
كوم وخت چي د معترضه جملې په منځ كي بله معترضه جمله يا كلمه راوړه شي هغه ددې علامې په مينځ كي ليكل كيږي مثال :
” خوشحال خان خټك ( خداى [ج] دې وبخښي ) د پښتو پلار وْ.

انشاء يا ليكنه :

انشاء د عربو په لغت كي ايجاد او نوى شي او اختراع ته وايي
(12) مګر په ادبي اصطلاح هغه ليك او بيان دى چي له خپله فكره وليكل شي يا به بل عبارت هغه علم دى چي هر ليكونكى د هغه په مرسته كولاى شي چي خپل افكار په ښه صورت د الفاظو په واسطه ښكاره كړي او له انشاء څخه اساسي غرض د نوي فكر او نوي مضمون پيدا كول او په ښو الفاظو كي مجسم كول دي.

د ليكني شرطونه او محاسن :
په ليكنه كي بايد ليكونكى د لاندي شرطو مراعات وكړي :

(1) تر ليكلو د مخه بايد فكر وشي :
چي تاسي غواړئ څه وليكئ؟ څه مقصد او غايه لرئ؟

(2) چي مقصد مو وټاكه :
اوس نو كولاى شئ خپل ليك لكه وينا پر درو برخو وويشئ : مقدمه يا مدخل، بيان يا د مطلب افاده او خاتمه يا نتيجه.

(3) صاف او واضح ليكئ :
په ليكلو كي تر هر څه دمخه صاف او واضح ليكل ډېراهميت لري او دې ته اصطلاحاً “وضاحت” وايي او وضاحت دادى چي په ليك كي هيڅ ابهام، التباس او خفا نه وي او لوستونكي بې له كوم اشكاله په پوه شي او دې مقصد ته رسېدل ډېرګران كار نه دى : 
لومړى: داسي مفرد كلمات وټاكئ چي د خپلي معنا په دلالت كي ډېر روښانه وي. 
دوهم : دا چي په يوه جمله كي ډېر آدات او روابط او عوامل رانه وړه شي د ضميرونو تعدد او تشتت پكښي نه وي. معترضي جملې ډېري نه شي.
(4) په ليك كي بايد صراحت وي :
او صراحت خو دمخه درته تېر شو چي په كلام كي د تاليف او تركيب ضعف نه وي، د صريح او واضع تر منځ دا فرق دى چي هر صريح واضح وي مګر هر واضح صريح نه وي. لكه د عوامو كلام.

(5) حتى الامكان د الفاظو له تسلسل او تكرار څخه ځان ژغورئ :
له حاجته زياتي كلمې په ليك كي مه راوړئ، د كلماتو په تقديم او تاخير كي دقت كوئ، دې ته اصطلاحاً ” ضبط” وايي.

(6) طبيعي اوسئ :
په ليكلو كي مو څو توان وي، د طبيعت مراعات كوئ، يعني حتى الامكان څه چي واياست هغه ليكئ، ځكه چي تكلفي تعبيرات او ډېر لوړ اصطلاحات راوړل چي هغه هم ستاسي له مقصده سره په تكلف برابر شوى وي ډېر بد او مضحك ښكاري.

(7) وحشي او نامانوسى كلمې مه راوړئ :
نرم او پاسته كلمات چي په ژبه درانه نه وي استعمالوئ. ابوالفتح 
بستي پخپل يوه شعر كي وايي :
” خپل كلام خپلي خوښۍ ته پرېږدۍ، زړه ئې چي هره معنى اوالفاظ خوښوي، پر خپل بيان هيڅكله زور او جبر او اكراه مه كوئ، ځكه چي د بيان په دين او آئين كي اكراه نشته (13)” دې ته اصطلاحاً “سهولت” وايي.
(8) په ليك كي بايد د كلماتو انسجام وي :
انسجام په لغت كي د اوبو جريان ته وايي او اصطلاحاً هغه كلام منسجم باله كيږي چي تعقيد پكښي نه وي.

(9) د ليك معاني بايد التساق ولري :
التساق د معانيو ټينګ اتصال او ارتباط دى چي بې ربطه معنى را نه وړه شي.

(10) ليك بايد جزالت ولري :
جزالت دادى چي د سپكو او ركيكو معناوْ او الفاظو څخه قلم او ژبه وساتل شي، شريفي معناوي په وړو الفاظو كي راوړه شي، يعني هر كله بايد د قلم عفت وساتل شي. مثلاً : نغرل او خوړل يوه معنى لري مگګر د يوه بده او د بل ښه ده.

(11) جملې بايد لنډي لنډي وي :
مبتداء او خبر ډېر سره ليري نه وي.

(12) د هر مقصد دپاره بايد خپله خاصه كلمه استعمال شي :
او همېشه د مرادف او نورو كلمو له منځه همدغه خاصه كلمه انتخاب شي.

(13) ليك مه اوږدوئ :
ليك دومره مه اوږدوئ چي ويونكى ستړى شي.

(14) ډېر مختصر هم مه ليكئ :
دومره مختصر هم مه ليكئ چي مقصد فوت شي.

(15) څنګه كلمې راوړئ :
په ليك كي بايد هغه كلمې راوړئ چي د هغو په معنا ښه پوهېږئ.

(16) پښتو كلمې استعمال كړئ :
تر څو چي مو په وسه وي پښتو كلمې استعمالوئ، دا د هغي خبري مانع نه ده چي وحشي او نا مانوسي كلمې مه راوړئ.

(17) په علمي او فني ليكنو كي :
د هر علم او فن اصطلاحات پر خپل خپل ځاى راوړئ.

(18) په ضميرونو كي دقت :
په هر ځاى كي د “زه او ته” پر ځاى “موږ” او “تاسي” مه راوړئ بلكي د ځايو په ټاكلو كي ئې دقت وكړئ.
(19) خارجي كلمات :
كه په پښتو كي استعمالوئ د پښتو د قوانينو تابع ئې بولي.
(20) د ګرامري قواعدو مراعات كوئ .
(21) جملې بايد بې ارتباطه نه وي.

د ليكني مواد :

ليكنه دوه مواد لري يعني ليكنه له دوو شيانو څخه پيدا كيږي : الفاظ _ افكار. دالفاظو بحث خو څه نه څه په املاء كي درته وويل شو، دلته به د افكارو په شاوخوا كي لنډه څېړنه وكو، دا قسمت د ليكني د فن اساس دى نو ليكونكي ته تر ليكلو دمخه فكري مواد پكار دي او فكري مواد له څو لارو لاس ته راوړل كېداى شي :

(1) د شخص د استعداد او سرمايې د لاري څخه چي دې ته انشاء يا ابتكاري انشاء وايي.
(2) د بل چا افكار اخيستل او دا هم څو لاري لري : 
اول : دا چي په عاريه وغوښتل شي چي دې ته اقتباس وايي.
دوهم : دا چي دخپلي ليكني د دليل او شاهدۍ دپاره راوړه شي دې ته فضل او استشهاد وايي.
دريم : د بل چا شى په ځان پوري تړل چي دې ته غلا او سرقه وايي، دا هم فرق لري يوه داسي غلاوي چي بې له كوم تغيره د بل افكار حتى الفاظ واخيستل شي. دا د سپيني ورځي غلابولي او مرتكب ئې سپين سترګي غل دى. او بله داسي غلا چي شكل ته ئې لږ تغير وركړى دى دوهم قسم غلا ته تقلب او غولونه وايي، نو په دې ترتيب مېړه او خوشبخت هغه ليكونكى دى چي له خپلو افكارو څخه كار واخلي او څه چي زړه ورته وايي هغه وليكي، په دې ځاى كي مي د “سيدني” انګليسي شاعر يو شعر را ياد شو چي هلته دبل د افكارو د نه پېروۍ كول توصيه كوي دى غواړي خپل رښتينى عشق د غزل په صورت خپلي محبوبي ته وړاندي كړي چي په دې واسطه هغه دخپل زړه په حال خبره كړې او پر ده باندي مهربانه شي. نو په ښكلو ښكلو الفاظو پسي ګرځي په آخر كي وايي : “ټول هغه بديعي صنعتونه چي ذوق خوښول ما مطالعه كړل، ديوه او بل كتابونه مي وپلټل چي ګوندي ښكلي كلمات او تعبيرات پكښي پيدا كړم. كلمات په ډېر زحمت پيدا كېدل او هره كلمه د ذوق، لطف او انتخاب ته اړه وه، بديعي صنعت چي د فطرت اولاد وْ، په مطالعه او دقت كي لاس ته رانه غى، د نورو بحرونه او اوزان او د موسيقۍ نوټونه راته پردي او نا آشنا ايسېدل، قلم مي په غاښ كړ او شونډي مي وچيچلې، په دې وخت كي ذوق چيغه وكړه چي : اې لېونيه ! د نورو پېروي پرېږده ! خپل زړه ته وګوره څه چي زړه درته وايي هغه وليكه ! ( 14 ) كه تل د نورو د افكارو پېروي وشي قوي استعدادونه هم له منځه ځي او بل دا چي د نورو د افكارو نقل ته انشاء نه شو ويلاى ځكه چي دانشاگء په تعريف كي موږ ويلي وه، چي انشاء نوى فكر او نوى مضمون راوړلو ته وايي، نو ځكه ليكونكى بايد له خپلو مغزو او افكارو څگخه مرسته وغواړي او دهغو په مرسته څه وليكي.

ځيني زلمي ليكوال دا فكر كوي چي زه له ځانه فكر نه شم كولاى ځكه نو د نورو افكار بايد واخلم مګر دا اشتباه ده، هر انسان د فكر كولو استعداد لري، په مشق او تمرين او مطالعه سره كولاى شي خپل فكر وروزي او ورو ورو لوړ شي او دا ” چي څوك او څوك وائي د پخوانيو په شان فكر نه شو كولاي ” دا هم كوم اساس نه لري، فرض كړو چي حقيقتاً هم موږ د پخوانيو په شان فكر كولاى نه شو مګر هيڅ مجبور نه يو چي حتماً به هغسي فكر كوو، ځكه هره زمانه او هر وخت خپل مقتضيات لري پخوانيو د پخوا زمانې د احتياجاتو دپاره فكر كاوه موږ د نن ورځي دپاره فكر كوو نو ضرور به فكرونه سره جلاوي.

د فكر د تقويت دپاره محسوسات، حافظه، مطالعه، دقت، او قضاوت ډېر خدمت كوي(15). مګر هو ! دلته بايد دا خبره هم وشي چي په علمي او فني او تاريخي مسائلو كي ليكونكي مجبور دي چي د پخوانيو د آثارو څخه به استفاده كوي او ځاى ځاى به هم د هغو قول د دليل او شاهد په توګه را اخلي او دخپلو نظرياتو د ټينګښت دپاره به ئې راوړي ليكن دا خبره نو دا معنا نه لري چي په داسي مسائلو كي به نو ليكونكى د بل چا افكار په ځان پوري تړي او يا به خپله نظريه په هيڅ نه راوړي بلكي ليكونكى بايد د هغو سم او ناسم، غلط او صحيح سره وسنجوي او سم له ناسمه جلا كړي.

(1) تصوير :

تصوير د عقلي صورتو ښودل دي چي دواقع سره مطابق وي ( 16 ) تر ليكلو دمخه ليكونكى بايد خپل هغه مطلب چي ليكي ئې پخپل ذهن كي سره وسنجوي او كلمات په خپل فكر وتلي مثلاً : كه چاته خط استوي بايد دهغه مقام او حيثيت په فكر كي ونيسي او دهغه د شانه سره سم كلمات پيدا كړي كه مشر وي د مشرتوب الفاظ او كه كشر وي د كشرتوب كلمات ورته استعمال شي، همدارنګه كه اديب وي ادبي تعبيرات او كه رسمي سړى وي رسمي القاب ورته راوړه شي، ځكه چي د موضوع ترليكلو دمخه د موضوع تصوير د ليكلو په وخت كي ډېر سهولت پېښوي او د قلم سره مرسته كوي يا مثلاً : كه غواړې د چلم په بدوالي كي مضمون وليكې بايد دمخه ئې فكر وكي چي په دې مضومن كي دي څه څه نقصانونه په سترګو ليدلي او څه قصې دي له نورو اروېدلي څه څه علمي دلائل لري؟ يا همدا شان نور موضوعات دمخه فكر او تصوير غواړي.

د تصوير اقسام (17 ) :

د تصوير قسمونه بالنسبآ دي مثلاً :

نستب و طبيعت ته :
پر درې قسمه دى :
 بدوي تصوير : يعني د مجرد طبيعت تصوير.
 فردي يا كليوالي تصوير : يعني د كليو د معيشت تصوير او صناعي طبيعت په بسيطو حالاتو كي ليدل.
 حضري يعني ښاري تصوير : چي د طبيعت په وصف كي ابتكار او د صناعي طبيعت په ليدلو كي تفنن وي.

نسبت و ليكونكي ته :
پر دوه ډوله دى :
 طبيعي : چي ليكونكي تكلف ته اړه نه شي.
 صناعي : چي ليكونكى پخپله ليكنه كي مصنوعي جامه واغوندي يعني داسي څه وليكي چي دده په زړه كي هغه نه وي.

نسبت ليكني ته :
دا هم دوه قسمه لري :
 معنوي : هغه دادى چي عقل معنوي صورتونه رسم كړي.
 خيالي : هغه دادى چي عقل خيالي صورتونه رسم كړي.

د تصوراتو ادوات :
تصوير درې شيان غواړي :
 حافظه.
 پوهنه.
 ذوق.

د ليكني قسمونه :

ليكنه ډېر قسمونه لري، بلكي پر ډېرو علومو وېشله كيږي ( 18 ) خو مشهوره ئې دا درې قسمونه دي :
1. ليك .
2. روايت .
3. وصف .

(1) ليك :
ليك دادى چي د هغه په وسيله خپل افكار بل چاته څرګند كړه شي او د غائبو خپلوانو سره دقلم په ژبه خبري وشي. دا څو قسمه دى :

الف : كورني ليكونه :
چي د پلار، زوي، مور، لور، ورور، خور، مېړه، ماندينه او نور كورني اشخاصو په منځ كي وي.

ب : د خپلوۍ ليكونه :
چي علاوه پر خپلي كورنۍ د نورو خپلوانو اودوستانو په منځ كي ولي لكه : تربور، دوست، ملګري، اشناى، مينه، مين، همصنفي،او نور داسي دوستان.

ج : تجارتي ليكونه :
چي په تجارتي معاملو كي د تجارانو او بډايانو تر منځ كيږي.

د : اجتماعي ليكونه :
چي د ښوونكى او زده كوونكى يا د بلونكي، يا غوښتونكي يا نورو تر منځ په عمومي اجتماعي موضوعاتو كي سره كيږي، لكه رسمي ليكونه چي د رسمي دوائرو په منځ كي سره كيږي يا نور…
هـ : علمي او ادبي ليكونه :
چي د علماء اوپوهانو، شاعرانو او موسيقي پوهانو تر منځ سره كيږي.
د ليك اجزاء :
په هر ليك كي د څوشيانو مراعات كول ضروري او دا اجزاء عموماً اته دي :

(1) د ليك په سر كي تاريخ :
كه څه هم پخوا په شرقي ليكنو كي اكثراً تاريخ د ليك په پاى كي ليكل كېده او تراوسه لا هم زموږ په هيواد كښي تر ښارو دباندي دا عادت جارى دى مګر نوره دنيا ئې خصوصاً هغه نوې دنيا چي اوس ئې موږ تقليد كوو د ليك تاريخ د ليك په سر كي ليكي او ددې مطلب به شايد دا وي چي ويونكي د مخه تر دې چي ليك ولولى د ليكلو وخت ئې ورته څرګند شي او دا تاريخ د ليك پر تندي ښۍ خوا يا كېڼي خواته ليكل كيږي.

(2) پيل يا آغاز :
چي دا غالباً د مرسل اليه القاب او نوم وي، مګر د اسلام په ابتداء كي ئې د مرسل اليه ترنامه دمخه : بسم الله الرحمن الرحيم ليكله بلكي حمد او درود هم ورسره ليكله كېده چي وروسته “هوالله تعالى شانهُ” ئې پر ځاى راتۍ، څه وروسته بيا يوازي “هوالله” پاته شو. له هغه نه پس يوازي “هو” قايم مقام شو. څو كاله دمخه بيا دا “هو” هم د ابجد په حساب اليش شو يعني “11” ليكل كېده چي اوس ځينو پرې ايښي او ځيني ئې لا ليكي.

(3) مقدمه :
مقدمه تر شروع وروسته راځي او دا به يا د مخاطب د ليك د رسېدو اطمينان وي او يا به خپله مينه څرګنديږي.

(4) مطلب :
مطلب خو معلومدار هغه افكار ليكل دي چي ليكونكى غواړي خپل مخاطب په پوه كړي.

(4) پاى :
دا هغه لنډي جملې دي چي د ليك په پاى كي ددې دپاره ليكل كيږي چي تمامېده ځيني څرګند شي.

(5) لاس ليك :
امضاء يا لاس ليك تر خاتمې وروسته كيږي مګر لاس ليك بايد واضح او خوانا وي.

(6) پر پاكټ د مرسل اليه پته :
ليك چي وليكل شو په پاكټ كي ايښوول كيږي او پر پاكټ د مرسل اليه ځاى، ښار، او كه مشهور نه وي كوڅه او دكان ليكل كيږي تر دې پتي وروسته ئې نوم راځي.

(7) د ليكونكي پته :
د مرسل اليه تر نامه وروسته خپل نوم او پته وليكل شي ځيني وخت لا داسي هم كيږي چي خپله مفصله پته د ليك په پاى كي وليكل شي.

د ليك اخيستونكي لقبونه :
لقبونه دوه قسمه دي : 
 رسمي :
 خصوصي :

(1) رسمي :
لقبونه هغه دي چي د حكومت له خوا رسمي مامورينو ته وركړه شوي دي او هغه دادي دا هم پر دوه قسمه دي :
ملكي : عسكري :

(1) ملكي :
د لقب 
رتبه : اصل لقب مخفف شوى تورى
صدراعظم جناب عاليقدر جلالتماب ج، ع، ج
وزيران عاليقدر جلالتماب ع ، ج
مستقل رئيسان جلالمتآب ج
مستشاران، مشاوران، 
مستوفيان او معينان عاليقدر صداقتماب ع، ص
نائب الحكومه ګان والاشان جلالتمآب و، ج
اعلى حاكمان عاليجاه عزت وصداقت همراه ع،ع،ص
لوى حاكمان عاليجاه، عزتمند ع،ع
حاكمان عاليجاه، اخلاصمند ع،ا
علاقداران اخلاص مند ا،
عمومي مديران عاليقدر ع،
مديران صداقتمند ص،
قاضي فضيلت مآب ف،
(2) عكسري :
نائب سالار عاليشان عزت وشجاعت ع، ع، ش
فرقه مشر عاليشان شجاعت ع، ش
لوا مشر صداقت وشجاعت ص، ش
غنډ مشر حميت مند ح
كنډك مشر شجاعت مند ش
ټوليمشر غيرتمند غ
بلوكمشر بسالتمند ب

نښانونه :

زموږ په هيواد كي ځيني نښانونه شته چي د هغو په نومو كي هم تخفيف شوي دى او داسي دى :

1. المر اعلى نښان ( ا، ا، نښان )
2. المر عالى نښان ( ا، ع، نښان )
3. سردار اعلى ( س ، ا ، نښان )
4. سردار عالي (س، ع، نښان )
تبصره :
په ليكلو كي لومړى القاب او وروسته دنښانو توري ليكل كيږي.
(2) خصوصي لقبونه :
مخصوص توري يا قواعد نه لري، د هر چا خوښه چي هر څنګه لقب خپل مخاطب ته ټاكي، مګر په دې شرط چي بايد د خپل مخاطب مقام او حثيت په نظر كي ونيسي. يعني كه پلار، استاد، مور يا بل مشر وي بايد د احترام په القابو ياد شي او كه دوست يا محبوب وي بايد د ميني او محبت په القابو ياد شي او كه كشر وي بايد د لطف په القابو ياد شي يا داسي نور …

(2) روايت :
روايت د واقعې ليكنه ده ( 19 ) نو كه دا واقعه پېښه شوي وي او كه ئې د پيښي امكان وي ( 20 ) دې قسم ته تحكوي هم وايي يعني د يو څه څخه حكايت كول چي په دې تعبير نو قصه، حكايت، سرګذشت، 
افسانه په روايت كي شامليږي. (21)

د روايت ښه والى :
ښه روايت هغه دى چي دا څلور خاصيته ولري :
(1) ايضاح
(2) ايجاز
(3) امكان
(4) تلطف

د ايضاح څخه خو مقصد د روايت واضح والى دى او ايجاز هغه دى چي حشو او فضول زوائد له كلامه ليري كړه شي اود امكان څخه مطلب دادى چي حتى الامكان بايد له داسي موضوعو څخه روايت وشي چي هغه امكان ولري او يو خارق العاده موضوع نه وي (22) او د موضوع لطف د روايت د ابتداء خوږوالى دى چي اروېدونكى يا ويونكى د ليكني ويلو ته ترغيب او تشويق كړي او خواږه تعبيرات پكښي راوړي.

د روايت انواع :
روايت درې نوع لري (23) : 
(1) خبري 
(2) خيالي
(3) قضائي

(1) خبري : 
خبري روايت د يوې مشهوري واقعي ليكل دي چي په دې نوع كي
حكايتونه، فكاهيات، لطايف، نوادر او يا تاريخي پيښي دا خليږي. د فكاهي او لطيفې په منځ كي دا فرق دى چي فكاهيات هزليه حكايتونه دي او لطايف هغه حكايات دي چي د ويونكي او يا ليكونكي پر ذكاوت دلالت كوي مګر نوادر هغه نادري خبري دي چي ډېر لږ واقع كيږي او واقع ئې تعجب پيدا كوي.

(2) خيالي :
خيالي روايتو د خيالي قصې يا واقعې ليكل دي لكه په عربي كي د “الف ليلته وليلآ” كتاب يا په پښتو كي د سيف الملوك او بدرو افسانه يا نوري خيالي افسانې.

(3) قضائي :
قضائې روايت د هغه امر ليكل دي چي پر هغه باندي شخړه وي يعني دا روايت اكثراً په دعوو كي راځي ( 24 ) يعني جګړيزي پيښي ليكل.

وصف :
وصف د يو شي يا د يوې منظرې يا يوه سړي يا يوه عادت او نور ښه والى او بدوالي ليكل او څرګندول دي. لكه د پسرلي صفت، د ګلو ستاينه، د درواغو او خيانت عنعنه، يا نور هغه څه چي صفت وباله شي او كه ښه وي او كه بد …

د وصف اصول :
وصف دوه اصله لري : 
(1) خاص
(2) عام
(1) خاص :
خاص هغه وصف دى چي بې له پخيل موصوفه پر بل شي نه صادقيږي لكه “برندي سترګي” برندوالى يو ادبي او نزاكتي صفت دى خو خاص د سترګو دپاره، مثلاً : برندي پښې نه شو ويلاى يا برند غوږونه نزاكت نه لري.

(2) عام :
عام هغه وصف دى چي علاوه پر خپل موصوف پر بل شي هم صادقيږي لكه : “ښكلې پېغله” ښكليتوب داسي صفت دى چي د بل شى سره هم راوړل كېداى شي لكه : “ښكلى مخ” “ښكلى پسگرلى” يا نور …

د وصف قسمونه :
وصف ډېر قسمونه لري مګر لكه يسوعي چي خاص كړيدي مهم ئې دوه قسمونه دي. (25 ) :
(1) د شيانو وصف 
(2) د اشخاصو وصف

په شيانو كي د درو شيانو وصف اهميت لري :
د ځايو وصف لكه : د كم ښار يا كلي صفت.
د پېښو وصف : مثلاً د كمي جګړې صفت د طبيعي مناظرو وصف لكه د هرات د غروب وصف، د اشخاصو وصف هم له دوو لارو كيږي : يا د خلق يعني پيدايښت له لاري يا د خلق يعني خوى له لاري.
د پيدايښت څخه خو مقصد د مخ او نور صورت ښكلوالى يا بدوالى دى همدا شان د حركاتو تناسب او بد ډول والى يعني د اشخاصو كړه وړه ستايلي كيږي د خوى څخه مطلب د اشخاصو د ښو يا بدو اخلاقو او عاداتو وصف كول دي.
د وصف حسن او ښه والى :
په صفاتو كي هغه وصف ښه دى چي اروېدونكي يا ويونكي ته د هغه موصوف داسي مجسم شي لكه د سر په سگترګو چي ئې ويني او دا په وصف كي ډېر مهم شى دى او بل دا چي ډېر صفتونه تر يوه حكم لاندي راوړى (26) يعني كه غواړي د پسرلي صفت وشي بايد د طبيعت ښكلا او د قدرت صنع او هغه خوندونه چي د پسرلي له مناظرو موندل كيږي او نور ټول يوازي د پسرلي د ستايني دپاره وستايل شي.

( پاى )

لمن ليكونه 

1. كابل مجله لومړى كال 15 مخ 9 ش.
2. جواهر الادب ج 1، ص 59.
3. كابل مجله ، لومړى كال ، 9 ش 15 صفحه.
4. روش نګارش _ 10 مخ، د ښاغلي كاظم رجوي ليكنه.
5. د ليك او وينا پوهه د ښاغلي الفت اثر.
6. فرانسوى ګرامر _ د كلود اوژه اثر د ښاغلي رښتيا ترجمه.
7. فرانسوى ګرامر _ د كلود اوژه اثر د ښاغلي رښتيا ترجمه.
8. فرانسوى ګرامر د ښاغلى رښتيا ترجمه.
9. فرانسوى ګرامر د ښاغلي رښتيا ترجمه.
10. روش نګارش _ كاظم رجوي 41 او د 42 مخونه 
11. همدا پورتنى اثر.
12. جواهر الادب محمد زكي الدين 77 مخ.
13. د ليك او وينا پوهه د ښاغلي الفت اثر.
14. تاريخ ادبيا ت انګليس د لطفعلي صورتګر اثر.
15. روش نګارش 67، 69، 70، 73 او 74 مخونه.
16. فن التاليف الحديث 45 مخ.
17. فن التاليف الحديث د ، ن فريد المصري اثر 45 ، 46 مخونه.
18. دستور نګارش د حسين اميد اثر 3 مخ.
19. د ستور نګارش 4 مخ
20. علم الادب يسوعي ج اول 253 مخ.
21. روش نګارش 127 مخ
22. علم الادب يسوعي جز اول 254 ، 225 مخ.
23. علم الادب يسوعي جز اول 262 مخ
24. علم الادب يسوعي جز 2 ، 95 مخ
25. علم الادب يسوعي لومړى جز 229 مخ.
علم الادب يسوعي لومړى جز 229 مخ _ د فن التاليف الحديث 43 مخ.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: