د لوېدلو وېښتو بیا راختل!
ساینسپوهان وايي، داسي یوه طریقه یې موندلې چې په وسیله یې د لوېدلیو وېښتو د بیا شنه کېدو امکان زیاتېږي.
دوی وايي: د ( propolis ) په نوم ماده یې، چې د شاتو مچې یې د خپل کندو په سوړو کې استعمالوي، پر موږکانو ازمویلې او په نتیجه کې یې د موږکانو پر بدن وېښته ژر راختلي دي.
د انسان اناتومي یا د بدن داخلي جوړښت تر ټولو له موږک سره زیات ورته والی لري، ځکه اکثره ازموینې پر موږکانو کېږي.