د لویانو خبرې او فکرونه

رښتینی زړور کس هغه دی، چې د غوسې په وخت کې ځان کابو کړي، زغم ولري او بېچاره کسان ازار نه کړي. حضرت محمد (ص)

ډارن کس بریالی او پیاوړی کېدای نه شي. امام علي (ع)

هېڅکه له وېرې سره سلامشوره مه کوئ، ځکه وېره هغه مشوره ورکوونکې نه ده، چې د بریا لار در وښئي، بلکې هغه څه ده، چې له بریاوو سره مو واټن زیاتوي. امیل کوه

ډارن خلک هر څه ته د دښمن په سترګه ګوري او له هر چا تېښته کوي. سقراطِ

وېره هر انسان خواشینی کوي او له هرې نیکۍ یې لرې ساتي. ژان ژاک روسو

له الله(ج) څخه وېره کول مو د آرامتیا لامل ګرځي. امام علي(ع)

په ژوند کې د وېرې په کچه بد او خطرناک څه شتون نه لري. جواهر لعل نهرو

ډارن خلک له مړه کېدو وړاندې څو ځله مري، اما زړور خلک بیا یو ځل د مرګ خوند څکي. کریتوفرمارلو

څوک، چې د وېرې ښکار شي، نو شخصیت یې ټیټېږي. سي داګلاس

کومو کسانو، چې د وېرې په واسیطه د کومو کارونو ترسره کولو په موخه ګام اخیستی دی، نو د ماتې لامل یې شوی دی. جیمز نرث کت

وېره د وړتیاوو او مهارتونو خوړونکې ده. ساموئل کویرج

محمداکبر حقمل معینزی

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب